Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پښتو
[08.Oct.2020 - 15:30]چــا ویــل تـــش د پــــــوهـــېــــدو نــــښــه ده !
ژبــــه د قــام د پـــــــــېــــژنــــــــدو نــــښــه ده
ســوچ، هـــم د ژبـــې یـــوه بـــڼـــه ښــکــــاري
ژبـه د ســوچ، د لــــوئـــــــــېــدو نـــښــــــه ده
چــې خپـلــې ژبـې تــه قــام پــام نــه کــوی
نــو ئـــې هـــمدا د ورکـــېــدو نــــښــــه ده
بــې ژبــې قـام وده کـــولــی نــــه شــــــي
ژبـه د قــام د پــــــرمـــــخــــتـلــو نـــښــــه ده
ســـــتـوری پــښـتــو بـاندې پــښـتــو په کار ده
پـه ژبــه نــنګ، د نـــنــګــیـــالـــو نـــښـــه ده
کبیر ستوری Dr.Kabeer Storai