Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
[08.Oct.2020 - 15:47]غزل............
ډاکټر اسرار صيب مردان
د محبت چې تقاضې زياتېږي
خوبونه کم شي، شوګيرې زياتېږي
مونږ جوړ د يو بل اپوټه يو روان
زمونږ تر مېنځه فاصلې زياتېږي
بلې دنيا ته به د چا زړۀ وشي
دلته خو رنګ رنګ تماشې زياتېږي
پې مخي ستايئ خو لږ خيال هم کوئ
په دې د ښکلو ناز نخرې زياتېږي
جوړ د ريا کاروبار زور کړی دی
په بازارونو کې تسبې زياتېږي!
د دې جنګرېز نتيجه هر څۀ چې وي
په مقبرو کې مو جنډې زياتېږي
د دې تعليم ډيوو کې تيل نشته دی
ډيوې ډيرېږى او تيارې زياتېږي
اسراره ژوند د مسئلو نامه ده
ژوند چې تېرېږي مسئلې زياتېږي