فساد (دوېیمه برخه)
[02.Aug.2017 - 09:22]فساد (دوېیمه برخه)
لیک: رڼاګل اریوبزی ، دکابل پوهنتون پخوانی استاد
فساد او اخلاق
دڅه مودی راهسی کله چی په بادغس کی قاضی له یو چا نه په بډو کی دهغه ۱۶ کلنه لورپه نکاح وغوښته او په ننګرهار کی دجمعیت اسلامی یوه ټیټپوړی زور واک دبل جګپوړی زور واک په مټ د خپلی میر منی خور په وچ زور ځانته نکاح کړه او بیا کله چی د ولسمشر دلومړی مرستیال ډګر جنرال عبدالرشید دوستم او د هغه دپخوانی مرستیال او دفاریاب پخوانی والی ښاغلی ایشچی دپخوانی یارانی او اوږدی همکاری دپایلی شرموونکی راز ښکاره شونو په رسنیو کی د«فساد»په ټکی د«اخلاقی»ټکی ور اضافه شو او«اخلا قی فسا د» یی پایله شو.په دی توګه په بادغس کی دقاضی فساد په ننګرهار کی دجمعیتی فساد او په شبر غان کی ددوستم او ایشچی فساد ته «اخلاقی فساد» وویل شو،دا په دی مانا چی دا ډول فساد دانسانی اخلاقو بنسټ ورانوی،اخلاق تخریبوی اود سم انسان نه یو بد اخلاقه ،بی حیا او بی جلبه وحشی جوړوی.دټول بشریت او په خاص ډول دافغان ولس په عام ذهنیت کی هم جنسی تیری یا په دی موخه ګواښ اوحتی لفظی سپکاوی بداخلاقی او بی حیایی ګڼل کیږی،ځکه چی داکړنی ددینی ارزښتونو،کلتوری بنیادونو اواخلاقی معیارونو سره په ټکر کی راځی او دبل په پت او عزت بی شرمه او ناوړه اغیزی کوی،نو ځکه دا سمه ده چی جنسی تیری ته« اخلاقی فساد» وویل شی او دا ډول فاسد اخلاقی فاسد یا بداخلاقه وګڼل شی.خو دلته دا پوښتنه پیدا کیږی چی ایا مادی یا مالی فساد لکه په زور دشخصی او دولتی ځمکو لاندی کول،بډی(رشوت)اخیستل،اختلاس یا دوزارتونواو موسسو بودیجی لوټول او دنورو نا قانونه لارو نه ګټه تر لاسه کول اخلاقی فساد نه دی؟ ډاکتر ځیرکیار دخپل نوی کتاب په یوه برخه کی فساد ته هم لنډه کتنه کوی او لیکی چی:«یوچاته دورسپارل شوی قدرت یا مسولیت نه دشخصی ګټی له پاره ناجايزه کار اخیستنی ته فساد ویلی شو.فساد دولسواکی،عدالت،دقانون حاکمیت او دموسساتو غلیم دی،په اقتصادی لحاظ دملی ثروت زبیښونکی دی ،دټولنیزی تنسی شلوونکی دی،په سیاسی نظام دباور له منځه وړونکی دی......او دعدالتی ضمیر اوچاپیریال یرغمل کوونکی دی،مادی فساد فردی اخلاقی فسادته لار همواروی».[د نا پوهی تیاری او دپر مختګ ډیوی دافغا نی کلتور په چوکاټ کی له امیر عبدالرحمن خان تر اشرف غنی احمدززی(۱۸۸۰ــ۲۰۱۵)۵۵۹ــ۵۶۰مخونه].ځیرکیارد اطریشی لیکوال،ژور نا لست او طنز لیکونکی کارل کراوس(۱۹۳۶ــ۱۹۷۴)په حواله زیاتوی چی:(«فساد له فاحشه ګیری نه ډیر خراب دی.وروستی ــ فاحشه ګیری ــ دفرد اخلاق له خطر سره مخامخ کوی،لومړی ــ فساد ــ په ثابت ــ نا متغییر ــ ډول دټول هیواد اخلاق دخطر سره مخامخ کوی،یعنی دفاحشه ګری تاوان فرد ته رسیږی او دفساد تاوان ټولنی ټه.»[همدااثر].
ښګاره ده چی فحشااخلاقی فساددی، خو مادی یامالی فساد دفحشا سریزه ګڼل کیږی او زیان یی یوازی یوه فرد ته نه بلکی ټول ملک ته رسیږی،نوځکه مالی یا مادی فساد داخلاقی فساد نه نه بیلیږی او په دی توګه د مادی یا مالی فساد نه تر ټولو غټ اخلاقی فساد جوړیږی.
له بلی خوا داسلام مبین دین او افغانی کلتورراښیی چی عدالت،ریښتینولی(صداقت)،سپیڅلتیا(پاکی)،امانت ساتل، خواخوږی،حیا، او دنورو حق اوحیثیت ته په درنه سترګه کتل دټولنیزو اخلاقو بنسټیز اصول جوړوی.دااخلاقی اصول دافغانستان په دولتی دستګاکی درواج شوی فساد دټولو ډولونو سره په تضاد کی واقع کیږی او نه سره پخلا کیږی،اخلاقی اصول او فساد هیڅکله او په هیڅ صورت په یوه کاسه کی نه ځاییږی او نه سره جوړیږی.فساد هله پورته کیږی چی اخلاق کمزوری ګیږی،فساد چی ځان ځواکمن کړی اخلاق له واګه لویږی ، فساد چی ځان واکمن کړی اخلاق بیخی ورکیږی او په فسا د چی څوک مشغول شی فاحش او بد اخلاقه تری جوړیږی،په داړن وحشی بدل شی،دانسان په وینواو غوښونه مړیږی.رښتیا دادی چی که جنسی تیری کوونکی ټیټ او بد اخلاقه انسانان دی نو دا نور یی یانی مادی یا مالی فاسدان هم دزمانی میړنی،ځوانمردان یا ننګیالی نه دی،پست غله دی او بی مثله بد اخلاقه لوټماران دی.
فاسدان افغانی غرور او په نړی کی دافغانستان مقام او حیثیت ته نه جبران کیدونکی زیان رسوی،په ټولنه کی دعدالت او خوا خوږی دملا تیر ماتوی،ټولنیز نظم له منځه وړی،دقانون اعتبار اواخلاقی نار مونه تر پښو لاندی کوی، دزورواکی،غلواکی او لوټماری کلتور جاری کوی ، فردی امنیت او مصونیت له منځه وړی،دولس ډیره ستره برخه دبی شمیره او بی رحمه ستونځو سره مخا مخ کوی او په دی توګه په هیواد کی جګړو او ا غتشاشونو ته زمینه برابروی.نوځکه فسادداسی پستی او بد اخلاقی ده چی پایله یی لویه سیاسی او ټولنیزه بدبحتی ده.
په دی ځای ددوهمی برخی پای او په دریمه برخه کی به ددی فسا تاریخی ریښو ته لنډه کتنه وشی.