(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
ماخان مېږی ( شينواری ) : د ټولو پښتني ن ج څښتنانو څخه په ډېر درنښت هيله کيږې
[27.Jun.2007 - 22:12] چې له خپل پامه تېرولو څخه وروسته دا ليکنه په خپله پاڼه کې خوره کړي.
ددې خورونو لپاره ، په ځانګړې توګه د بي بي سي، امريکا غږ او د ازادۍ راډيو ګانو څخه هم همدا هيله لرم، ځکه چې دا ماته د يوه پوره مسلک پښتو کونه ده او د ټولو هيواد د ګډ کار څخه پرته شونی نه دۍ، ما یې يواځې پيل کړې
ګرانو هېوادوالو ، ژبپوهانو، شمېرپوهانو او د شمېرپوهنې مينه والو!
دا اوس وتوانېدم،چې تاسو د شمېرپوهنې مينه والو او ژبپوهانو او نورو ګڼو هېوادوالو ته دا خپله د لسو څخه زياتو کالونو هلوځلو لاس ته راوړنه د ن ج له لارې وړاندې کړم، دادې په ګوته وي، چې دې کار هم نږدې دوه کاله په بر کې ونيوه.
په لاندې توګه وړانديز:
۱ - ښي لاس ته لينکونه ورکړشوي، چې څه مو خوښ وي لوستلی یې شۍ.
۲ - لينک ٬٬ کتابونه د PDF په فورمات٬٬ کې د سرليک لاندې ۶ کتابونه د لوست لپاره ګرانو لوستونکو ته وړاندې کيږې. د دې کتابونو څخه بنسټيز او اړیېن یې ،،شمېرپوهنه،، ده، چې د لوړو زده کړو زده کوونکي ، د ښوونځي ښوونکي او د داسې لږو ستونځو سره زده کوونکي ترې ګټه اخستلی شي او بل یې د ،،ځمککچپوهنه،، کتاب دۍ، چې د ښوونځيو لپاره په پوره کچه ځمککچپوهنه، درېګوډيکچ (Tigonometry ) ، تن- يا بدنکچ (stereometry) وکتورشمېرنه او تجارتي شمېرنه خوندي دي.
د پورته په ګوته شويو کتابونو زياته برخه یې دويم ځل ليکل شوي او غزېدلي. دا کتابونه لا د بشپړو کتابونو په څېر نه دترتيب شوي، ځکه چې ګران لوستونکي په نومه ونو کې راسره ونډه واخلي. وروسته ستاسو د مرستو څخه به دا کتابونه ګرانو لوستونکو ته وړاندې شي
۳ - ما پیل کړی، چې د شمېرپوهنې پښتو نومونه د کډکار او نظر لپاره وړاندې کړم او دا کار مې په لومړي مخ کې د ،، شمېرپوهنه په پښتو،، او ،، ګڼل او شمېرل،، تر سرليکونو لاندې د وړاندېز په توګه وړاندې کړي او نور به هم دوام پيدا کړي.
زما هيله داده،چې ګران لوستونکي به زما د پښتو نومه ونو ملاتړ وکړي او د سمون په لار کې به ددې کار په هکله خپله مرسته زياته کړي.. هيله ده، چې ددې ستر کار لپاه ما ځانله مه پرېږدۍ او ګڼ وړانديزونه راولېږۍ
د پښتو ژبې د ودې لپاره ستاسو د ګډ کار په هيله
دا کار بې د دوه پښتنو ځوانانو هر يوه ،، ولي اڅکزي،، او د درنې وېپاڼې ،، ټول افغان،، خپروونکي ،، شېرزاد کامه وال،، د مرستي څخه زما لپاره ناشونی وو او وي به، نو زه له دوي څخه د زړه له کومې مننه کوم او د لوی څښتن څخه ددوي لپاره د دې سترې مرستې اجرونه غواړم. Tel: 00492285509999
د پاڼې نوم:
ستاسو ماخان ( مېږی) شينواری
-