Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پیغام
[27.Oct.2020 - 16:52]پـیـغـام
راتـــــه پــــاتـــــــې لــــــه لــــویــــانــــو دا پــــیـــــغــــام دی
چـــې د بــل پـــــــه درنـــــاوي کــــې درونـــــد مـــقــــام دی
کــــه نــظـر دې خــپـل اوچـــت ســاتــــی نــــو پــــوه شـــــه
چــــې لازم د بــــــــل نــــــــــظــــر تــــه احـــــــــــــتــرام دی
د نــیـم ډک او د نـــیــم تـــــش جــــام بــېلــــګــــه ګـــــوره
چـــــې مــــنـــفـــی او هـــــم مـــثـــبـت رنــــګ د کــــلام دی
خــېـرخــــواهـــان وايــــي، جـــام ډک نـــــیـــم د اوبــــو دی
بـــدخــــواهــان وايــي؟ نــیـم تـــــش د اوبـــــو جـــــام دی
چــې د بــل پــــه ســــپــکـــاوی کــې درنـــښـــت غــــواړی
درونــــد بــــه نـــه شـــــي تــل پــــدې کـــارکې نـــاکـام دی
چـــــې د بـــــل د غــــلامــــۍ ســـــوچ لــــري ســـر کــــې
ازاد نـــــــــه دی، د ده هــــــم ذهــــــــــــن غـــــــــــلام دی
ســــتـوری وايـــي دا مـــنــلــــی ټــــــــول جــــــــهـــان دی
خــپـلــواکــــي بــنــیـادي حـــــق د هــــر یـــــــو قـــام دی