Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزلې
[31.Oct.2020 - 14:59]
غــــــزل
په راز یې پوی شه لېونیه محبت به لري
ژوند خو به ټول عمر دوزخ نه وي جنت به لري
شیخه که خوږ شې له ساقي سره نو خوند به وکړي
ترخه شراب چې ساتي خامخا شربت به لري
مېلمه زړګیه پر هر چا د شوم ګومان مه کوه
سخیانې سترګې شته د زړه له کومي ست به لري
ښایي چې مونږ به د برزخ په حاشِیه کې پرېږدي
مسته په مستې ځوانۍ راغله قیامت به لري
له خوب نه خوند اخلو که څه هم په ځان نه پوهېږو
ښایي مرګی هم داسې خوب وي چې لذت به لري
شاعره ګرځه پسې نوې زاویې کړه پیدا
ساده خبرې به په لاس درشي کیفیت به لري
د زړه غمی د خیال ګوتمۍ دواړه ډالۍ کړه ورته
خدای به جنت کې مکان درکړي زرین چت به لري
د کاروان درستې نغمې هم پیکه پیکه مه ګڼه
نقادې لږ یې مزه و څَکه خوږلت به لري
پیر محمد کاروان
پستې پستې خبرې چې کوي راته صنم
د زړه زخم مې و ګنډي په مزي د ورېښم
ژوندون په منډه منډه لالهانده سرګردان
یو دم شو پښه نیولی د بلبل نغمو ته تم
له ځان سره یې راوړلې سندرې د عدن
مننه ډېره ډېره له حوا او له آدم
قاصد په موسکا راغی خامخا دی ورسره *
سرود په لفافه کې سپین د سولې د سلم
مېخ مېخ د سپینو اوښکو به ترې لرې کړي په خوند
زمونږ سترګې به پرانیزي پر ګل او پر شبنم
ته غوږ شه چې تغمه تغمه زړګی قراروي
کاروان ته په لاس ورغی نغمه نغمه قلم
پیر محمد کاروان
..........
غـــــزل
یو څه خو دا هنر ورباندې ګران کاندې مولا
دا ژوند خو پر حاسد باندې آسان کاندې مولا
د کرکې د نفرت پر تم ځای ، ځای په ځای ولاړ
د مینې په جهان کې یې روان کاندې مولا
چې مینه یې په زړه کې شي ګل ګل د محمد
ملا صاحب مې ښه ډېر مسلمان کاندې مولا
دا کلي دا ښارونه په ګلونو لرې پټ
دا غرونه دا رغونه ارغوان کاندې مولا
دا ځمکه دا ادکه دا زانګو د ښکلي ژوند
له جنګ له کُرونا یې په امان کاندې مولا
باروت اتوم یې خاورې کړې چې ژوند شي په کې شین
ساتونکې یې ملکې د آسمان کاندې مولا
چې ښکلي یې د ذوق پر غاړو و زنګوي هار
غزلې د کاروان دُر و مرجان کاندې مولا
پیر محمد کاروان
.........
غـــــزل
غِزاله د غزل یې کړه په منځ کې را ایساره
چاپېره ترېنه تاوه کړه د مستو نغمو باره
دا څوکې ترېنه و باسه تارونه ترنګوه پرې
دا غشي مشي خوشي تشي مه توغوه یاره
چې راشي یو ماشوم په کې د ژوند رسامي وکړي
سلام پر آایینو وایه د سوي زړه غباره
وزرې چې پټۍ درته د شنې جنت کوکۍ شي
ټکور شې په شبنم باندې د سره غاټول پرهاره
دا پورې غر د خدای ذِکر کوي په ترنم کې
تنځري په کې چڼ وهي زرکان په کې کوکاره
تېره دې د وطن د پېغلې نوکه د قلم وي
په تیږو ماته مه شه د باغي بازې نوکاره
کاروانه شاعري دې ګونګروره ښاپېرۍ ده
په شرنګ یې خوبولې زمانه شوه را بیداره
پیر محمد کاروان
..........
غـــــزل
له شونډونه وه له بڼواو له رخساره نه وه
زما ګیله له خپله بخته وه له یاره نه وه
ستا په تندي کې به مې خپله څهره وکتله
په کومه ورځ چې به له ماسره هنداره نه وه
دا رنګه شپه وه چې په سر باندې مو ستوري نه و
داسې مزل وو چې تر پښو لاندې مو لاره نه وه
زه چې تر تا پورې در تلم رقیب ونه لیدمه
په دغه لاره بلا وه،مګر بیداره نه بېرته شاته