(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

بابا

[31.Oct.2020 - 16:10]

بابا

اےملنګ رحمان بابا.

څه شوې باچاخان بابا.

ستره ابدالي بابا.

لویه خوشحال خان بابا.

خړسیلاب شلولے دے.

ستادغروګریوان بابا.

لویه لوبه ګرمه ده.

ستاپه هرمیدان بابا.

ماوژني په ماباندې.

دغه شیطانان بابا.

ستابچوته یوشولو.

واړۀ غلیمان بابا.

ښکلے دسپرلوسحر.

یوړوتورابان بابا.

ناست دے جهاني شیطان.

ستاپه هرمکان بابا.

لاره خطاشوي ده.

ستادسورکاروان بابا.

نیشته هیڅ رهبرزمونږ.

چرته یوروان بابا.?

خدائے په کورکښي ماوژني.

قسم دے په قران بابا.

دې تاکه اسلام وائي.

نه یم مسلمان بابا.

ګونګه ملا لۍ شوله.

نه وائی یاقربان بابا.

غواړي دمیوندغیږه.

بیایوایوب خان بابا.

سوزي دایپي فقیر.

ټول وزیرستان بابا.

ډک کمربندونه دي.

هرګلالي ځوان بابا.

ستاپه لاردستاسعود.

یک تنهاروان بابا.

سعودبنګښ


بېرته شاته