Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
محل
[07.Nov.2020 - 17:07]غوټۍ ماشومه کوکۍ
ډکه د خيشت سينګاره
الله ته پورته کړله
خفه او بۍ قراره
وۍ اي د ګلونو خدايه
اوري که نه اوري
ولې کړې ما ګلاب
او ګلاب خاورې
ماښام د باغ مالکه
ليلى په سيل راغله
وي واه دا زيړه غوټئ
پريکه وښيتو له ځما
ماښام وو ساز او محفل
ټول دځوانئ غوبل
يواځۍ ناست وو غنى
غمګين غمګين يئ کتل
ليلى يئ خواه له لاړه
وي سترګۍ د څه ګورى
وازې دى ما ته اشنا
بل خواه بل څه ګورى
غنى د غمه ډکې
سترګې ورواړولې
هم هغه سوال يئ وکه
چي سار غوټئ وو کړې (سحر)
سترګي روخانه ليلى
غلي مسکئ غوندې شوه
وې د دِ سوالونو جواب
چرته موندلې دې چا
جانانه بس دې دا
چي شته دې خيشت په دنيا
د عقل تور ځنګل کښ
نه شته ګلاب نه رنړا
ستا د زرها سوالونو
رنګين جواب زو يم
چي به تا مستى جوړه کړه
هغه ګلاب زو يم
د ولې ولې جهان
دا لا جواب سوالونه
بس د رب شکر کوه
او ښکلوه ګلونه
شکر اوباسه چې چا
خيشت او ځوانى جوړه کړه
زرها شکرونه په دِ
چي يئ فانى جوړه کړه
د زرو کالو ليلى
او سل کليزه جانان
د ځوانئ خيشت دې دغه
چې يۍ خلاصيږى شان
چي مستى خيشت شى
خلاص شکر چې شته مرګونه
شکر چي خاورې ځوانى
ټوکوى زيړ ګلونه
د ولې ولې تپوس
يۍ د مالياره ووکه
ځو د يو ساعت سيلانې
پوټئ مسکئ شه ياره
جانانه کئ ځوانئ کښ
خوند دمستئ اورونه
دِ فلسفو دِ شته
دا پاتې ټول عمرونه
راشه دِ سرو شونډو کښ
سوز او سازونه دى
عجب رنګين خمارى
د ژوند رازونه دى
غنى خان
........
دسين دسپينو شګونه مې جوړ کړ يو محل
دې ټول خړکي جهان ورته حيران حيران کتل
قالين مې پکې خور کړ دسرو پا ڼو دگلاب
اوچت يې ديوالونه وود سازونو درباب
بيا رنگ مې ورله ورکړ دخوبونو دشباب
هر گل مې ورته راوستو ماليار مې کړ بلبل
دې ټول خړکي جهان ورته حيران حيران کتل
نرګس مې په غيږ راوړهم ميلمه مې کړ رانبيل
دڅانگو دشبنم مې ښايسته جوړ کړ اميل
نسيم په خندا راوړل زيړ ګلونه د چا نبيل
شراب مې ورته ورکړل بيا د اوښکو دبلبل
دے ټول خړکي جهان ورته حيران حيران کتل
رڼا مې دسپوږمۍ کړه دزهرا پستې غزلې
خنداته دتنځرو ښکلې زرکې گډيدلې
دستورو مستې ستر ګې غلې غلې رپيدلې
وروورو پرې مستې راغله دځوانۍ اوريې کړ بل
دې ټول خړکي جهان ورته حيران حيران کتل
يوازې زه بادشاه ومه په سر مې تاج دغم
په خواکې مې دلبره وه مسکۍ ستر ګې پر نم
ماشومه نازنينه پاکه ښکلې لکه گل
دې ټول خړکي جهان ورته حيران حيران کتل
(غني خان)