Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
کتابونه په سر
[17.Nov.2020 - 21:11]. کتابونه په سر کېږدي؛ ځان ملا کا!
. پۀ هر کلي محلت گرځي ټګي غلا کا!
. په مسجد راځه؛ پینځه وخته اذان کا!
. چې زکات, سرسایه نۀ وي؛ مسجد وران کا
په دا هسې علم برند کښېني؛ ملا شي!
. و عالم ته میراث خور د انبیا شي!
/
. چې رنځور له رنځه خلاص شي؛ راته شا کا!
نور به بیا د ما تعویز؛ د چا بلا کا؟
ستر خوشال بابا تقریبا څلور سوه کاله پخوا دغسې فرمایلي . د دې نه اندازه لګوي مولایانو به څلور سوه کاله پخوا په سرسایه او زکات فساد جوړوو خو پښتانه به د دوي مخې له نه راتلل د هغې وجه دا وه چې دوي به ویل مونږ د انبیاؤ وارثین یو او دغه بیانیې مولایان د وخت تیریدو سره دومره مضبوط کړل چې د راولپنډئ د نظامیانو د برطانیې د مارګریټ تریچر او د امریکې د ریګن لاسو ته بیخي وغورځیدل او په پښتون وطن یې یرغل وکړو . او تر ننه د مولایانو یرغل لا جاري دې . پښتنو په تاریخ کښې سترې تیروتنې کړي او همدغه وجه ده چې د جدیدیت په دور کښې د جدیدیت نه په سلګونو کلونه شاته پاتې شو .