Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
الوت
[23.Dec.2020 - 15:16]ښاغلی اباسین یوسفزی
الوت - مخ ۶۶
.
هر څوک زما غوندې ساده نه وي چې زیار وباسي
خلک پښتو مښتو په تندر ولي، کار وباسي
.
دا استحصال دی د پردو، که بې حسي ده زموږ
څه چل خو شته دی چې توبې مو هر سالار وباسي
.
دوی هر منزل ته په لنډو د رسېدو قایل دي
پښتانه ځکه په سمسور پټي کې لار وباسي
.
د داسې باغ به اخر څوک وي چې پالنه وکړي
چې ترې مالیار پخپله بوټي مېوه دار وباسي
.
دا چې په ځای د محبت په زر او زور پسې ځي
د وخت د پوزې نه به څوک دغه مهار وباسي
.
سکڼیه وروره، د شین سترګي په پښو مه پرېووځه
لالا اېټم هرې غوټۍ نه د کوکنار وباسي
.
چې به درخو د پښتونخوا ورته بلۍ ساتله
آدم لګیا دی د رباب نه هغه تار وباسي
.
محموده چېرته یې، لږ راشه ننداره خو وکړه
ایاز دې ګوره تېرې کریکې په بازار وباسي
.
یقین مې نه شي که بل څوک دغه معیار ومومي
چې خپل وطن له کومه وینه قلمکار وباسي
.
یاران خو پرېږده، دښمنان یې هم په ځان مین کړه
ستا اباسین خلک په دې جرم له ښار وباسي
.
.
زیار = کوشش، هڅه، خواري
استحصال = د چا حق وهنه، د حق نه سترګې پټونه
سمسور = ۱) تر وتازه، غوړېدلی ۲) پوخ، رسېدلی ۳) اباد
مهار = ۱) د اوښ پېزوان ۲) واګه، زمام، جلو، جلب، عنان
سکڼ = ښکلی توربخن
(راټولونه ممتاز خان)