Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
هغه ټول خلک
[26.Dec.2020 - 21:04]د ملګري اسرار اتل نه په معزرت
هغه ټول خلک مې بلاک کړل
هغه ټول خلک ان فرینډ شو
چې یې نوم قدرې خپل نه ؤ
چې ایې ډي یې مستعار وې
نه به لایک نه کمتټ ؤ
نه ای ډي کښې مسنجر ؤ
دغه ټول خلک دروغ ؤ
دغه ټول چار سو بیسان ؤ
دغه ټول د چا چمچې ؤ
دغه ټول خو ګنکپان ؤ
دې کښې داسې جینکې وې
چې یې غټ غټ ؤ بریتونه
دې کښې داسې ښاپېرې وي
چې يې تور تور ؤ مخونه
دغه ټول د چا سیاسیان ؤ
بلا ډېر پکښې مفتیان ؤ
دغه ټول چې جاسوسان ؤ
طالبان ؤ شر خوښایان ؤ
هغه ټول خلک مې بلاک کړل
چې نۀ ښځې نۀ سړي وو
وو د شاه یې تصویرونه
چې دا څنګه نر ښځي ؤ
دغه ټول خلک چې بلاک شو
دغه ټول خلک هلاک شو
اوس مې خپل یو څو یاران دي
د پښتون وطن زمریان دي
یو دوه درې به پکښې وي خو
دغه ده چې زه شاعر یم
دغه ښکلي پکښې معاف دي
که سم نه هم شو نو خیر دی
د ښکلا حق یې منمه
د ادا حق یې منمه
همدرد ېوسپزی