Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
[12.Jan.2021 - 15:34]زما د قتل به ضرور په تا الزام راځي
ماله افسوس د خپلې مينې په انجام راځي
زه محبت د هر انسان د زړه دارو ګڼمه
ګنې رقيبه! ماله چل د انتقام راځي
زما د خټو، ګټو كلى دومره سپك مه ګڼه
دلته چې ښكلي هم راځي په احترام راځي
چرته چې هم د ځوانمردۍ او د اخلاص ذكر وي
د ټولو مخكښې به نامه زما د قام راځي
د لېونۍ بادامي زنه مې پرې څه ښكل كړې
لا مې د شونډو نه خوندونه د بادام راځي
زما د ښكلي وطن ښكلو! زړونه ټينګ ونيسۍ
چې اباسين كله په لوري د باګرام راځي
Abasin Youssefzai
اباسین یوسپزی