Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
نظم
[23.Jan.2021 - 15:38]ډاکټر سلمٰی شاهين صاحبې ته ډالۍ
د پښتو وياړ د ننګ شمله وړ د سيالۍ ده شاهين
د ژوند رنګونو د سندرو شهزادګۍ ده شاهين
د خپلې خاورې په ژوند رنګ او په فولکلور مئينه
د ګودر شور د تورې شرنګ او په فولکلور مئینه
د بنګړو شړنګ د رباب ټنګ او په فولکلور مئینه
د خپل اظهار ستره نامه د شاعرۍ ده شاهين
د ژوند رنګونو د سندرو شهزادګۍ ده شاهين
په عظمتونو خپلو ننګ ننګ پښتنو مئینه
په ارزښتونو د فرهنګ فرهنګ ټپو مئینه
په نضهتونو د غورځنګ غورځنګ جزبو مئینه
د خپل قلم په وياړ وتلې توريالۍ ده شاهين
د ژوند رنګونو د سندرو شهزادګۍ ده شاهين
په حنائي ښکلا اترنګ اترنګ وږمو مئینه
د خپل ګلرنګ ګلرنګ وطن په ګلدرو مئینه
د خپلو دښتو په اهنګ اهنګ سپرلو مئینه
د ليک تخليق د خپل زمان نظم زادګۍ ده شاهين
د ژوند رنګونو د سندرو شهزادګۍ ده شاهين
په داستانونو د لونګ لونګ قيصو مئینه
په الفتونو د ارژنګ ارژنګ قيصو مئینه
د کتابونو په سب رنګ سب رنګ قيصو مئینه
سنګره ! سياله د اظهار په ازادۍ ده شاهين
د ژوند رنګونو د سندرو شهزادګۍ ده شاهين
نورالاسلام سنګر