Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
مدهوشه دېوانه
[04.Feb.2021 - 23:34]سید عبیدالله نادر
کال ۱۳۵۳کابل
مدهوشه دیوانه
چي په ژبه می ، جاري ستــا ترانه شوه
په خنــدا راته ،په مخ کې زمـــــانه شوه
تواضـع می د ساقی ، هومره ده ، کړي
چــي انداز د هر کـلام می ، رندانه شوه
د غمــ-و بارونه هلته ، رانه سپک شول
نشیمن چي می ، په ګوټ د میخانه شوه
د هغي لمــحي سکون می ، نه هیریږي
د ساقي په لاس چي ، ډکه پیمـــانه شوه
د مستـــــــــانوپیالي می ، کړلي ما تي
ځــکه نوم می ، یو مدهوشه دیوانه شوه
درمندونه می ، دصــــبر او او سیلو وو
خو د یار په در کي ، ټولـــه نذرانه شوه
په دســــتور د یارانئ باندي ، آشنا شول
چي یي زده ، زمـا د مینې ، افسانه شوه
ګـیله نشـــته ، دیارانو ، بی مــــهرې نه
چـــي بدله په دي دور کي ، یارانه شوه
سید عبیدالله نادر
...................
د یو پادشاه د پند او عبرت نه ډکي خبري
کله کله ، په خپل عجز باندی نظر
په حالت، د هر انســــان کوی اثر
بزرګانو، لدې لــیاری نه، هر کله
په حریم، د ولایت کــــــړی ګــذر
یو پادشاه چې د فانی دنیا له ژونده متأثره او په خپل حال ډیر اندیښمند وو .یعنی د زړه په سترګو یې خپل انجام لیده ،او کله کله به يې د خلکو د حضوره پټ پنهم په خپل حال ژړل ،نو وايي چې یو کس د نژدې دوستانو څخه ورته ورغی او وي وئیل : چې ستا هغه فلانی دښمن هم خدای تعالی واخیست ،پادشاه په یو عبرت اندازه لهجه ورته ووئیل : آیا دا دې هم کله اوریدلي چې مونږ به پریږي ،یعنی مونږ به هم پاتي کیږو ،پایله دا چې د هیڅ چا په مرګ خوشالی نه ده په کار
د چا په مرګ باندی خندا نه ده په کـــار
چي ټاکـــل شوی ده ، بشــر ته دغه لار
په جهان وي اند یښمـــند هغـــــه وګړي
چي یي تل وي له خپل انجامه ځیني ډار
سید عبیدالله نادر