Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
نظم
[10.Feb.2021 - 12:08]نظم
عجیبه غوندې یو ښار دی
د ننګونو په ټاټوبي کې اوسېږو
خو له ننګه خبر نه یو
د وجدان پرېکړې ته سر ټېټوو خاندو
د يو څو پیسو دپاره
د خاین په صفتونو باندې ویاړو
د فساد په خم کې ډوب یو تر ښنګرو
ناروا روا کوو
دا مو روزګار دی
چې فاسد یې مشتري هم دوکاندار دی
دلته اوسو عجیبه غوندې یو ښار دی
معزز دي چې پوهیږي
د فساد په تکتیکونو
د دې ښار شریف انسان دی
چې زبیښي د ولس وینې
چې دوه درې د ورځې وژني
دا اتل او قهرمان دی
حق ویونکي لیوني دي
بس د نه سړي بچي دي
چې وجدان پلوري
ایمان پلوري
ضمیر پلوري
وطن پلوري
همدا خلک سیي دي او سړي دي
ځکه هر یو یې د کار دی
دلته اوسو عجیبه غوندې یو ښار دی
په ښکاره نارې وهي دوی
چې دا ښار لکه ناموس دی
خو همدوی یې خرڅوي بیا
زه چې ووایم افسوس دی
دوی په سپکو سپورو سر شي
سره وایي، د دې ښار د جوړیدو امکان هېڅ نه شته
لوټوئ یې، خرڅوئ یې ، ورانوئ یې
چې د هر چا لاس پرې بر شي
چې چا ډېرې غلاوې وکړې
هماغه به مو رهبر شي
او لایق هم د دستار دی
دلته اوسو عجیبه غوندې یو ښار دی
ورځ تر بلې بدتري ده
هر ورځ نوي کیسې دي
د دې ښار د لوټیدو لپاره جوړې
نوي نوي فارمولي دي
ارزښتونه لیلامیږي
عحیبه دوکانداري ده
بس جامې یې سپینې کړي
او شروع شوړه ماري ده
موږ په ټیټو سترګو ګرځو
خپل وجدان ته ملامت یو
خپل ضمیر ته خجالت یو
هرڅه ګورو، هرڅه څاروو
خوله مو بنده ده نېولې
چې ځه خیر انډیوالي ده
چې څوک حق ویلی نه شي
دا نو څه مسلماني ده ؟
اول زه لایق د داریم
بیا هر یو لایق د دار دی
دلته اوسو عجیبه غوندې یو ښار دی
ضیاالدین همت مل
Ziaudin Hematmal