Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
فلسفي
[04.Mar.2021 - 17:02]پوهاند سميع الدين ارمان داؤدزئې وائي چې غني صوفي نه دې بلکښې هغه جمالېاتي فلسفي دې. ښاغلې د غني خان په اړه د درې اړخونه چې تر اوسه څیړل شوي رد کوي چې هغه صوفي ګنړل هغه د رابندر ناتهه ټیګور طفېلي او ده هغه د سوري لاندې ګرځول او د فلسفې په بهیر کښې د هغه تعين قدر نه کول چې جمالېاتي فلسفه الاهېاتي فلسفه او مادي فلسفه کښې د غني په اړه خلط ملط شوې دې .
درې څېزونه داسې دي چې هغه مونږ دې ته نه پرېدي چې غني مونږ د صوفېاؤ په قطار کښې اودروو ېو د غني خان سوانح دوئم د غني خان نثري آثار ده هغه د پارلیمان شپاړس مباحثې او درېم د غني خان اسلوب دې. غني خان په تصوف باندې شاعري کړې خو ددې نه دا خبره رويستل چې غني خان صوفي دې ناسمه ده ځکه چې محض د ېو څه پحقله وېنا او ده هغې په وجه ېو سړې په هغه قطار کښې اودرول ناسم کار دې اسلامي تصوف چې څومره هم دې نو په هغې کښې خدائې ته د تلو لار پیغمبر ص دې خو ده غني خان د تصوف اسلوب ددغه رواېت نه خالي دې د خپل فکري او فلسفېانه يون په اساس غني صوفي نه دې . ارمان صېب وائي چې غني خان د ځان نه وړاندې ټول ادبي اړخونه چېلنج کړي او خپل ېو ځانګړې اسلوب ئې غوره کړې چې روېت شکن او د جرئت انداز دې چې پدغه اساس مونږ د غني د فلسفې په اړخ کښې ده هغه تعين قدر کوو او هغه دا چې غني خان ،جمالېاتي فلسفي دې.
فلسفي د ملک ولاړ ؤ
ؤ چاپېره ترې عالَم
د خود سپین مشال پۀ لاس
جدا کول ئې زیات او کم
فکر تېز نظر باریک
دلیلونه ئې کلک مېخونه
د منطق پۀ پاټکو پاټکو
ؤ روان پۀ بره سم
ما وې اے د هوش او عقل
د رڼا بله مشاله!
یو بې خوده لېونے دې
هر یو ساز ئې د ماتم
ستا د پوهې د دریاب نه
یو قطره د رڼا غواړي
څۀ سوب د خندا غواړي
څه مطلب غواړي د غم
فلسفي کړې سترګې پورته
خولۀ مسکۍ سترګې روښانه
خړې خړې د غم لړې
پکښې راغلې ناګهانه
وې اے زما غمګینه زویه!
خېشت وجود لري نۀ سیورې
د دۀ نور به هله ګورې
چې پۀ پټو سترګو ګورې
علم سپین روښان مشال دې
خو پرې نۀ شې لېدے ستورې
د نور سترګې دې پۀ زړۀ کړه
د نورونو دنیا ګورې
سمندر د خېشت څوک ګېر کړي
د منطق پۀ کوزڼۍ کښې؟
د غم باد دے چا نیولې
تول د تلې او دړۍ کښې؟
وې د خود پۀ مېخانه کښې
ستا د څښکلو شراب نشته
چې د مینې ساز پرې ووري
دلته هغه رباب نشته
ستا نظر جدا نظر دې
ستا جهان جدا جهان
تا کښې وینه د مجنون ده
ستا نصیب کښې بیابان
ستا مستي وهي ټالونه
پۀ خندا د بوډۍ ټال کښې
د هلال پۀ نري خط کښې
وائي شونډې د جانان
لېونیه! لېونیه!
دا ټول عقل زما واخله
خو بدل کښې راله راکړه
یو قطره د خپل ارمان
ستا د اوښکو شم قربان
ستا دردونو ته پسخېږم
چې پۀ دواړو کښې خمار دې
د خوبونو د جانان
تا چې مخ د دنیا واړو
دنیا چغې کړې پاګل دې
خو تا تاوان کښې ګټه وکړه
مونږ پۀ ګټه کښې تاوان
علم سپین روښان مشال دې
خو پرې نۀ شې لېدے ستورې