کرونا څنګه راغله
[05.Jun.2020 - 15:29]د کرونا ویروس یا COVID-19 څنګه منځ ته راغئ ؟
په اصل کی ټول الو تونکی یا مارغان ، ټول حیوانات او ټول انسانان خپل خپل ویروسو نه لری ، چه په مجموع کی یو بل ته خطر نه پیښوی ، په طور د مثال دحیواناتو او الوتونکو یا مرغانو ویروسونه د انسانانو لپاره خطرناکه نه دی او همدا شان انسانی ویروسونه د الوتونکو لپاره هم خطر ناکه نه وی ولی که چیری جینیتیکی تغیرات یا میوتیشن
Mutation ویروس کی منځ ته راشی نو بیا په هغه صورت کی انتقال او د انسان د مرض سبب ګرځی , د مثال په ډول د حیواناتو DNA د ځانګړو یا خاصو جینونو Certain Genes
څخه جوړ شوی دئ، په طور د مثال الو تونکی خپل جیننونه لری، حیوانات خپل جینونه لری یعنی حیوانی جن او انسانان خپل جینونه لری یعنی انسانی جن.
دلته یو څه پیښیږی چه په نتیجه کی کاملا” یو نوی ویروس منځ ته راځی چه دا نوی ویروس بیا د هغو نورو ویروسونو خواص له ځانه سره را انتقالوی، یعنی په ژوندی طبیعت کی دا جینونه Genes یو له بل سره مخلوط کیږی او په نتیجه کی نوی ویروس منځ ته راځی او مونږ تر اوسه په بشپړ ډول نه پو هیږو چه دا څرنګه ویروس دئ، چه همدا نوئ ویروس د کرونا ویروس په نام یادیږی. په لمړیو وختونو کی ویل کیده چه د دی نوی ویروس میزبان ښا پیره کی یا bats دی ولی اوس زیاتره ساینس پوهان په دی
نظر دی چه د دی نوی کرونا ویروس میزبان یو نوع حیوان دئ چه په افریقا کی پیدا کیږی ، دا یو فلس لرونکی ( Scaly Animal ) حیوان دئ چه د چین په بازارونو کی په ډیر لوړ قیمت پلورل کیږی.
دغه ویروس ته ولی د کرونا ویروس وایی؟ دا ځکه چه دا ویروس په خپله خارجی سطح یا غشأ باندی تاج شکله او میخ شکله برجستګی لری - Crown یا Spike Protein.
خپله د کرونا کلمه یوه لاتینی کلمه ده چه د تاج معنی (مانا) ورکوی. The word “corona” is a latin word
meaning Crown
نن ورځ دا جوته شوی ده چه دا نوئ ویروس د پورتنۍ تنفسی دستګاه د مرض یا Upper Respiratory Tract Diseases سبب ګرځی او خپله ویروس سږو یا Lungs ته هم ځان رسولای شی. باید په دی پوه شۍ چه دا یو تنفسی ویروس دئ او انتقال د مرض د هوائی-قطراتو (څاڅکو) یا Airborne Droplet له طریقه صورت نیسی.
په 2002 کال کی یو بل د کرونا ویروس چه د سږو د غیر معمول التحاب یا Atypical Pneumonia سبب شو منځ ته راغئ چه دا یو نوئ شکل د ویروس ؤ ، بیا وروسته په 2012 کال کی یو بل ویروس چه د منځنی ختیځ دتنفسی سیستم سیند وم یا Middle East Respiratory Syndrome په نوم یادیږی چه د Beta Coronavirus په واسطه منځ ته راځی او د شدیدو کلینیکی اعراضو سبب ګرځی. بالاخره په 2019 کال کی دغه نوئ د کرونا ویروس یا COVID-19 چه د چین د ووهان په ښار کی منځ ته راغئ چه په ډیره چټکۍ د نړۍ ټولو هیوادونو ته د ښپریدو په حال کی دئ .
ګرانو عزیزانو او زما د طبی پاڼی مینه والو مخکی له دی چه د کرونا ویروس په حقله یو څه نور معلومات درکړم ، لمړئ به په لنډ ډول په دی وغږیږو چه ویروس څه ته وائی، ویروس څنګه کولای شی حجراتو ته داخل شی او د مرض سبب وګرځی او داسی نور .
د ویروس کلمه یوه لاتینی کلمه ده چه د دزهرو یا poison په معنی ده.
ویروس یوه میکرسکوپیکه کوچنۍ زره ده چه د ارثی یا جینینیک ماتیریال یا موادو - Genetic Material یعنی DNA یا RNA ( یو نوع هستوی تیزاب دې) څښه جوړ شوئ دئ . ویروس خپله نیمه ژوندئ او نیمه مړ موجود دئ یا په بل عبارت دا یو نیمه کیمیاوی او نیمه بیولوژیکی موجود دئ چه د یوی پروتینی غشاء په واسطه پوښل شوي دئ، ویروس د حجراتو پرازیت دئ. ویروس خپله یو غیری فعال موجود دئ نو کله چه ژوندیو حجراتو ته ورداخل شی نو ببا په یو بیولوژیکی اکتیف یا فعال شکل بدلیږی!!
هر ویروس خپل پوش یا غشاء لری چه سطح یا surface یی چنګک شکله برجستګی لری چه د همدی په زریعه په حجره باندی خپل ځان نښلوی نو کله چه ویروس په حجره ونښلی بیا نو ویروس خپل DNA یا RNA یعنی خپل Genetic Information حجری ته ورانتقالوی ، نو دلته سوال پیداکیږی چه دا څنګه امکان لری چه دغه نیمه مړ او نیمه ژوندئ ویروس خپل ځان کلک د انسان د حجراتو په غشاء باندی نښلوی ؟ د دی پوښتی په ځواب کی باید ووایم چه د انسانانو د حجراتو په غشاء کی یو نوعه ځانګړی اخذی یا Receptors موجودی دی چه د Angiotensin Converting Enzyme یا ACE په نوم یادیږی او د هم دی اخذو یا ACE په واسطه ویروس د حجری د پاسه ځان نښلوی ، نو بیا کله چه د ویروس DNA یا RNA حجری ته داخل شی ( د کرونا نوئ ویروس د RNA لرونکئ ویروس دئ ) نو بیا د حجری د میتو کوندریا Mitocondria او
ریبوسوم Ribosomes په زریعه ویروس تولید باالمثل کوی یعنی د ویروس نوی کاپی ګانی منځ ته راځی چه دی حالت ته Replication یا تکثیر وایی ، یعنی ویروس تکثیر کوی نو کله چه د نویو ویروسونو تعداد په حجره کی بی حده زیات شی نو بیا په دی صورت کی خپله حجره له منځه ځی یعنی د نویو ویروسونو له امله چه په حجره کی منځ ته راځی په اصطلاح حجره منفجر کیږی او ټول نوی ویروسونه د حجری نه خارجیږی, کله چه نوی ویروسونه د حجری څښه خارج شی له سره په نورو حجراتو یرغل کوی او بیا دوباره او له سره په نورو حجراتو باندی ځان نښلوی او له سره تولید باالمثل کوی ، د دی ویروسونو د تکثیر چټکتیا او سرعت دومره زیات دئ چه په ظرف د څو دقیقو کی په میلونونو نوی وېروسونه تولید کیږی او د مرض سبب کرځی.
د کرونا نوی ویروسونه په څلورو مرحلو کی منځ ته راځی:
اول ATTACHMENT یا د ویروس چسپیدل په حجره.
دوهم-PENETRATION یا د ویروس داخلیدل د انسان حجری ته.
دریم- REPLICATION یا د ویروس تکثیر.
څلورم -EXIT TO THE OUTSIDE یا د نویو ویروسونو بیرون ته وتل.
نور معلومات ، تداوی او د علاج د حل لاری او واکسن او نور به انشالله دیر نژدی وخت کی ستاسی په حضور کی وړاندی کړم .
د پرو ردګار عالم په مرسته او عزیزانو ستاسی د تشویق په کومک به زه هر ډول په زړه پوری طبی معلومات ، د مر ضونو عاجل او دقییق تشخیص او UP TO DATE تداوې به ستاسی حضور ته وړاندی ګیږی،
لطفا” زما طبی پاڼه در سره لایک LIKE او شیر کړۍ چه نور هییوادوال ترینه هم استفاده وکړی .
د طب محترم محصلین او پر ما ګران او محتر م ډاکتر صاحبان او همکاران او محترم هیواد وال کولائ شی د یوی رهنما په شکل له دی نه ګټه واخلی.
تر بیا
ډاکټر یعقوب رضآ مو مند