Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ارمان
[12.Mar.2021 - 16:41]ارمان
ارواښاد اجمل خټک
.
اې زما د مینې باده
د لرغون پښتون له یاده
د غیرت له ډک هېواده
راشه، راشه
راشه، راشه
.
راشه، راشه
ما د ځانه سره واخله
د جانانه سره واخله
د خوشاله سره واخله
د رحمانه سره واخله
د میرویس سره مې یوسه
د روښان سره مې واخله
د اېمل سره مې یوسه
دریا خان سره مې واخله
باچا خان سره مې واخله
صمد خان سره مې واخله
.
راشه، راشه
راشه، راشه
ما د ځانه سره واخله
د جانانه سره واخله
.
چېرته؟
.
د تاریخ د مینې پلار ته
د غیرت د وینې مور ته
د نیکه د شملې کور ته
خپلو مټو ته، خپل زور ته
دلته هر کار د غرض شو
دلته هر چم د نخرو شو
یارانې په شفتالو شوې
ژوندون دلته د پیسو شو
ورورولي، تربورولي شوه
نغری هم د پردو شو
په جرګو کښې درغلي شوه
په لښکر کښې غمازي شوه
په حجرو کښې پټ پټونی
په جمات کښې دلالي شوه
دا خو هغه ژوندون نه شو
چې پرون مې د بابا ؤ
هغه کور او کلی نشته
چې یې زه ومه او زما ؤ
.
راشه، راشه
راشه، راشه
ما ننګو پښتو ته د ارمانه سره یوسه
اې زما د مینې باده
ما د ځانه سره یوسه
د جانانه سره یوسه
.
راشه راشه
راشه راشه
.
ما مجنون کړه
صحرا هم شته، لیلا هم شته
د وطن د بام په څنډو
شینخالۍ په خندا هم شته
لا رګونه د پښتو شته
پکښې رنګ د وینې هم شته
لا لمسو کښې د نیکانو
هغه رنګ د مینې هم شته
اباسین چرې چرې شو
غورځنګونه یې لا شته دی
ملاکنډ سوری سوری شو
خو په سر کښې لوړتیا شته دی
بهرامان به هم پیدا وي
خو اېمل او خوشال لا شته
قافله کښې به چل ول وي
خو جرس د غږېدو شته
خړو، یخو، تړو لاندې
سرهٔ بڅري د لمبو شته
د غرض سود او سودا شوه
خو لا تله د پښتو شته
که غازیان، بوډاګان لاړل
ننګ د نوو شاه زلمو شته
ما د دغه غیرتونو د کاروانه سره واخله
اې زما د مینې باده
ما د ځانه سره واخله
.
اې زما د مینې باده
راشه، راشه، ما پښتون که
راشه، ننګ زما ژوندون که
راشه، پت زما قانون که
لکه لوړ د خیبر سر مې
لر او بر ته یو شمله که
غیرتونه یو لښکر که
راشه، سرهٔ وینه جرګه که
بر په وینو لمبېدلی
د پسرلي ګلو غوټۍ که
لر نیتونو خراب کړي
د خوږې مینې ډالۍ که
دا سوچه ټبر خبر که
چې دا زما، دا زما، پرېږدي
خپله ډول سورنا را واخلي
د بل مخکښې ګډا پرېږدي
دا چې توره دې زما وي
او مړۍ دې د لالا وي
دا عادت، که سیاست دی
اوس دې ورک له پښتونخوا وي
لکه مخ د تورې سپین دی
دا خبره دې صفا وي
د هغه دې د هغه وي
خو زما دې بس زما وي
په حجرو کښې چې زړېږي
دا هډونه راتازه که
تورو خاورو کښې بڅري
د غیرت نوي لمبه که
زلمی فصل رالویېږي
ترېنه جوړه یو غونچه که
دغه نوي دنیاګۍ ته
ښکلاګانې دې ښکاره که
خپله خونه ګلالۍ که
خړه خاوړه کړه رنګینه
ولس ګل که، فضا نور که
دا نړۍ که مینه مینه
زما خاوره کښې ښایست دی
زما مټو کښې قوت دی
راشه، راشه
دا زما کور یو تحفه د لوی فطرت دی
ما د ګلو د لمنو د خوندونه بڼ ته یوسه
ما د حورو د زلفانو د ټالونو بڼ ته یوسه
اې زما د مینې باده
اې زما د مینې یاده
اې زما د جونګړې باده
اې زما د نړۍ یاده
.
راشه، راشه
راشه، راشه
بس د ځان سره مې واخله
د جانان سره مې واخله
باچا خان سره مې واخله
صمد خان سره مې واخله
.......................
ارواښاد اجمل خټک بابا
ګلونه تکلونه -مخ ۱۲۵
۱۷ اپریل ۱۹۷۶
.
چې زما د وطن زړه پرې تازه نه شي
داسې غیر پسرلي که راشي نو پرې څه شي
.
چې ګل ویني، ژوبل زړه یې لیدای نه شي