Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
کعبه او بتخانه
[31.Mar.2021 - 13:16]د خپل یار له غمه هسې دیوانه یم
چې خبر نه په کعبه نه بتخانه یم
چې بې آهه، بې نارې، بې ږغه سوځم
پر څیراغ د مخ دي هغه پروانه یم
که پر سل ځایه اره شم، خبر نه یم
د کاکل په شوق یې زه هغه شانه یم
د خال خیال یې ما ضعیف لره کافي دی
د مېږي په دود قانع په لږ دانه یم
په وصلت کښې یې لا څه را وشي ګوره
په تش خیال یې له عالمه بېګانه یم
چې یې خیال ساتم د سرو لبو په زړه کښې
دا په دا مدام، د لعلو خزانه یم
دین مذهب به له ما څه پوښتې حنانه؟
چې یې مست مدام د خولې په پیمانه یم
.........
ډېره اؤچته ریشه(شعر) په ډېر اؤچت ږغ کښي. دا اؤچت خیالي ریشای(شاعر) ښادروان حنان بارکزی ریشه(شعر) چي د اؤچت ږغي سندرغاړي ښاد روان ساربان په خواږۀ ږغ کښي ویل سوې ده: