(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ېو انقلاب

[29.Apr.2019 - 17:37]

يو انقلاب ــــ يو تاثر

لېک: نورالبشر نويد

کابل جانه ـــ څنګه حال دے !!؟؟

تا ته د ثور انقلاب ياد دے ؟؟؟ 

٧ اپرېل ١٩٧٨ء 

 

زهٴ تا ته ستا يو پخوانے بوډا سُور ګل يادؤم !! 

زهٴ تا ته ستا د ثور انقلاب سره ستا د نوروز يادګيرنه هم درکوؤم !!

ستا په چونغرو واؤرې ورېدلى دى ــ سخکال د پښتونخوا غرونو هم د واؤرو څادر اغوستے دے ـ 

هلته او دلته ګنګوسې دى، کهٴ د امريکې فوجونه ووتل نو بيا ـــ!!؟؟

دغه شان د سوويت يونين سُور لښکر هم وتلے وهٴ، اريانا چوک کښې ډاکتر نجيب په افغانى غرور وئيلى وو!!

مونږ په خپلو مټو افغانستان ساتلے شو ـ 

کابل جانه!!

وګوره په لستوڼى کښې دې ماران شته او کهٴ نا !!!؟؟

 

 

تاٴثر

کابل جانه!

ډېره موده پس مې په زړهٴ راؤرېدې، لکه چې زهٴ بيا تا سره خبرې کوم، او افغانان مينه وال ما ته وائى!!

تا کابل ليدلے دے !!ِ؟ِ؟ ما به ورته وئېل زهٴ کابل ستاسو په اؤترو سترګو کښې ګورم ـ 

نن بيا راياد شو، د اجمل خټک په هاغه زوړ شعر کښې !!

د کابل په تور غرونو واؤرې وشوې

خو زما د زړهٴ موسمه بدل نشوې

 

هاؤ کنه!

واؤرې خو هر کال وريدلى دى، د زړهٴ موسم بدل شوے نهٴ دے ، خو مونږ په هر موسم کښې د لفظونو په تصوير کښې موسمونه جوړ کړى دى ـ 

کابل جانه!!

دا دې بيا ګنګوسې دى، کهٴ د امريکې فوجونه د افغانستان نه ووتل نو بيا!!؟؟

هاؤ مونږ ټول افغانستان ته د هاغه زمانې په اۤئينه کښې ګورو، چې د سرو فوجونو قافله واپس روانه وه، نتيجه نهٴ وه ـ چې دغه فوجونو جنګ ووګټلو کهٴ بائېلهٴ!!؟؟

د اۤريانا په چوک کښې ډاکټر نجيب په خپل دروند جلالى غړانګور اواز افغانانو ته وئيلى وو!!

زمونږ افغانى افتخار ورځ دا ده، مونږ په خپلو مټو خپل وطن ساتلے شو، مټه ورو افغانانو خپله خاؤره هيڅ ښکېلاک ته مهٴ ورکوئ ـ 

خو!!

بيا درې کاله پس هم هاغه ووشو، افغانستان يواځے شو، سُور لښکر واپس شو، د سپين لښکر زړهٴ يخ شو، د وېت نام بدل ئې واخستو، نورو کډې وونغښتې ، عرب عجم د زمکې نه غارونو ته ننوتل،  د لستوڼى ماران راؤګرځېدل د افغانستان د خلې وښکى د وينو نه پاک نشول، د منصور د دار قيصه تازه شوه، طالب راغے، مطلوب ووې!!

کل مسلم اخوة ــ ټول مسلمانان وروڼه وروڼه دى ـ 

کابل جانه!!

تا ته ياد شى، او اخر ستا نه به هيريږى څنګه، د سرو لښکرو نه پس سپين راغلل، کهٴ سور دے کهٴ سپين دے ، د افغان د پاره ښکېلاک دے، کهٴ شکى لاس دے، کهٴ لستوڼى، د افغان د پاره د فرعون د جادوګرو ماران په مېدان پرېږدى، د موسٰى امسا چرته ده، چې دا ماران لواړ تېر کړى ـ 

اوس هم ستا په خاؤره ماران پراتهٴ دى، سپين، تور، خړ، برګ بروګ ماران، د هر ملک زهريله ماران ستا خاؤره خورى خو څهٴ عجيبه ده چې ستا په وطن کښې د مارانو ساتلو دا مشغله ختم نشوه ـ بلها پاړوګان ئې هم وخوړل، ځکه چې د پاړو مرګ د مار د لاسه وى ـ خو بيا هم ځينى خلق ماران ساتى ـ 

کابل جانه!!

اوس بيا هاغه پخوانۍ قيصه تازه کيږى، د قيصې زاړهٴ اُستاذان لکه چې ستړى شوى دى، دغه سبق واپس اُستاذانو صاحبانو، د فرښتو اُستاذانو له ورکوى، يوه بله پاڼه ستا په کتاب اړوى، په دغه خيال !!

تېر هېر باقى روزګار !!

د جنګ د لوے مارکيټ تاجر د نړيوال امن په نوم د طالبانو سره صلحه کوى، صلحه چا له کوى!!؟؟ د ځان د پاره !!

اے کابل جانه!!

ستا نه سور فوج هم دغه شان وتلے وهٴ، د امو په سيند پورے وتل د دومره لوے تاوان تپوس چا کړے نهٴ وهٴ، چې زمونږ د وينو تاوان به څهٴ وى!!؟ِ؟

اوس هم د دومره ډېرې اوږدې مودې د وينو، د جنګ ، د کډوالو د نسلونو د تباهۍ تاوان د ټولو نه وغواړئ، کهٴ دغه شان کله سور ، کله سپين، کله تور ، کله خړ درځى، ستاسو جنت هم تاسو له په لاټرۍ کښې درکوى، جنتونه تا کښې پراتهٴ دى، وېش ئې پردى پال ګران کوى ـ 

تهٴ ورته ووايه!!

زمونږ د جنت او دوزخ وېش تاسو پرېږدئ، اوس چې ځئ نو مونږ سره خبره سپينه کړئ ـ دا جنګ تاسو د ځان د پاره کوؤ کهٴ زما د پاره!!؟؟ جنګ ستا، تاوان ئې زما!!؟؟ تهٴ چې ځے نو ځه، خو خبره ما سره وکړه، دا اختيار تا له چا درکړے دے چې کله مې يو له ورکوې، کله بل له ـ 

تهٴ ورته د انقلابى بهګت سنګهـ دا خبره وکړه ـ 

چې بهګت سنګهـ ته يو انګرېز افسر وئيلى وو مونږ به تا له ډېره زمکه جائېداد درکړو، انقلاب پرېږده، بهګت سنګهـ ورته ووې!!

دا زمکه دا خاؤره خو زما ده تا له دا اختيار چا درکړے دے چې زما خاؤره وېشے!!

ګرانه کابل جانه!

زهٴ تا ته د ثور انقلاب سره ستا نوروز هم يادؤم ـ 

افغانان ملګرى چې په پېښور کښې مېشته وو، نو مونږ به ورسره هم د جشن نوروز خوشحالۍ کولې، خو هغوى به د جهادى نوروز سندرې وئېلې او مونږ به د انقلابى نوروز ''سُورګل'' د بارودو په ترخه دوړه کښې ستائېلو ـ 

اوس په پېښور کښې ستا نوروز نهٴ ښکارى، دلته په پاکستان کښې د وېلنټائن د مينې رسم ته هم کافر وئيلى کيږى، او د مينې د رسم دښمنان وائى!!

يو بل له د مينې په نوم ګل مهٴ ورکوئ، دا د وېلنټائن د مينې فحش حرکت دے، خو دلته د لاهور په هيرا منډۍ او د اسلام اباد د ساونډ پروف بنګلو دننه چې ټول انسانيت لوڅ ولاړ وى، دا د ازادۍ د سيکولرزم په توګه يادولى شى ـ 

اے د ثور انقلاب پخوانى کابل جانه!!

زهٴ تا ته ستا يو پخوانے بوډا سُورګل (نورمحمد تره کۍ، قلمى نوم) يادؤم ـ 

دغه سُورګل له په هغه خلق کور کښې خپلو جفاکارو په مخ بالښت کېښود، بوډا سُورګل (نورمحمد تره کۍ) ماتې ماتې سلګۍ ووهلې، او سُورګل مړ شو ـ 

په دغه کال هم د جشن نوروز غږ پاکستان ته راغے، جهاديانو په کېمپونو کښې خپل نوروز ياد کړو، ماشومانو افغانانو د کېمپونو په تاؤدو رېګونو کښې د خپل نوروز ورک لعلونه کتل ـ بلها مودې واؤړېدې، هر کال د جشن نوروز غږ راځى، د پېښور ملګرى افغانستان ته ځى، او زخمى نوروز ته وائى !!

تهٴ اوس هم پرهر پرهر ئې، لا روغ نهٴ ئې، نهٴ دې د وينو جامې بدلې کړى دى، نهٴ دې د بارودو دوړه د ځانه څنډلې ده، نهٴ دې د چونغر واؤرې لکه د کوچۍ مور د اوښکو ګرمه شوه، لکه منجمد سترګې او منجمد اوښکې د افغانستان ارمان ژړلى هم نشى، ځکه چې د چنارونو سترګې اودې اودې دى، د ګل نازکې سترګې به څهٴ تازه شى ، د ښکېلاک دوړه اوس هم په نوروز پرته ده، څهٴ عجيبه ده، کابل او پېښور يو بل له د مينې ګل نشى ورکولې، او پنجاب د هند سره په دښمنۍ کښې هم يارى کوى ـ 

مونږ د قلم او د حرف د قبيلې رشته د افغانستان سره نشو پاللے د هند مشرقى پنجاب د حکومت اهم چارواکى د اُردو عالمى کانفرنس په موقعه په لاهور کښې وئيلى وو !!

''مونږ د حالاتو جبر د يو بل نه بئېل کړى وو، خو اوبهٴ په ډانګ نهٴ بئېليږى ، زمونږ ژبه، ادب، ثقافت او رسمونه يو شان دى '' ـ 

خو !!

مونږ دا نشو وئيلى، چې زمونږ او د افغانستان موسمونه، دودونه، دستورونه، ژبې، ادبيات، تاريخ، مذهب هر څهٴ شريک دى، مونږ نشو وئيلى  

اے د کابل نوروزه !!

چرته سُور ګل به نهٴ وى، چې ما له ئې راکړى !!؟؟ مونږ ټول عمر د سُور ګل ارمان ژړلے دے ، ليدلے مو نهٴ دے ـ مونږ په داسې زمکه ژوند کوؤ، چې سپرلے ئې مقتول دے او قاتل ئې اسم نامعلوم !!!

افغانستان په جنګونو کښې خپل نوروز ته په وينې خلهٴ زخمى شونډو خندلى دى ، زمونږ نه خپل ګلاب او ريدى هېر وى، هله راياد شى چې چرته سرکار د شجرکارۍ سرکارى مهم ته سپرلے ووائى ، د کروړونو روپو ډکى په زمکه لکه د مړى ټومبى او سرکارى دعا ورته کوى !!

کهٴ اخوا وى کهٴ دېخوا زمونږ ګل او بلبل، سپرلے او نوروز زخمى دى، بيا هم دا يو رسم د عربو د رسم نه ډېر ښهٴ دے، چې د اوښ په غړانګې پورې ماشوم ووتړى د ماشوم په کريکو اوښ اؤتره منډه وهى ـ او عربى شېخ د مقابلې د پاره ماشوم مړ کړى ـ 

اے د وحشى رسمونو اۤقاګانو!!

مونږ د ګلونو د مينې رسم ته په قلاره پرېدئ، چې يو بل له د مينې تحفې ورکړو ـ 

کابل جانه!! 

وايه کنه .... ولې غلے ئې، وايه کنه ....!!

اے ګاونډى پېښوريه!!

ستا مې واؤرېدل، تا ډېر څهٴ ووې، دا تهٴ چې څهٴ وائې، دا لکه چې تماشګير د نخښې مينځ وولى، تاسو د پښتو او پښتونولۍ په نوم ټول عمر زمونږ تماشه وکړه، هم مو وژلے يم، هم زما په غائبانه جنازه کښې ولاړ يئ، د خوشحال بابا بقول!!

هم مې ووژنى پخپله، هم په ما باندې ژړا کا

کهٴ دا قيصه مې درته شروع کړه، نو بيا به تهٴ هم تاوانى شې، مونږ سره خو د مهاجر او انصار په لوبه کښې دا هم شوى دى چې کنډرى ته ئې وئيلى دى بېدار شه، غل ته ئې وئيلى دى غلا کوه، زهٴ وېم چې د ''بېدار شه'' غږ دې هم نهٴ دے کړے، دا دې وئيلى دى چې اودهٴ شه ... او غل غلا له رالېږلے شوے دے !!

تهٴ وائې .... تاوان وغواړه .... زهٴ وېم 

ستا د خېره مې توبه ده 

  خو دا سپي دې رانه کُرے کا

-
بېرته شاته