Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
په ټپو کې
[25.Apr.2021 - 21:54]موزیګی
په تول مي یو پـــاو زهر ورکـــړه
موزي مړ نه شو د هندو قرضداري شومه
کــــه موزیـګۍ دي راتــه مړ کــه
یو به غازي شي بل بــه زه درپاتي شــمه
که موزي خوري سابه دي وخوري
زه مي جانان تـــه چرګوټۍ حلالــوومــه
د مــــــــوزیګي شلیدليه کټـــــــه
چي زه دي مراندي ټینګوم بـازو دي ځینه
ماتـه می خپل موزیگی ښــه دی
دتنـــــاره پـــوری قلفی راسره وړیــــــنه
رازه رازه کټ تـــــــه راخـــــیژه
مـوزیی دبـــدو سړی نـــه دی کوزبه شینه
مــــوزي د کټ د ختــو نــــه وو
لکه چورګوړی چونګیده پري سبا شونـــه
پـــه موزیــګي مي کاني وکــړي
لکــه د بــوسو خوسی نیغ مي ودراونـــه
مــوزي نــن بــله تــوره وکـــړه
د خمـبـیري نـــه یي مـچان شړلي دیــــنه
د موزیګي نــه کونـډه ښه یـم
پــردي منګي بــــه ډکـــوم ځان به ساتمه
د کوټي تیر راباندی پروت وای
راباندي نـه وای د موزي سپیره لاسـونـــه
جانــان پـــه گل وهلي نــه وم
موزي پـــه ما کـــــــوي د تــورو گوزارونه
په کار مي نه یي موزي گـــــیه
یار مي هغه دی چي حجري پري ښکلي دینه
موز یګی شین پـه خندا راغی
پـــه لمنګي کي چـــا نیني ورکړي دیــــــــنه
چي موزیګی نه یي نو څه یي
چي لـرګی پروت ده پــه چنچه کوي وارونه
وه مـــوزیګــــیه بـلاګــــــــــیه
نــــــه دي بـــلا خوري نـــه نجونـــه قبلوینه
موزیګی بیــــا پـــه خندا راغی
پـــــه لنګۍ کي چـــا شاتــوت ورکړي دیـــنه
لــه موزیګي نــه ورګـــه ښه ده
چي نیمه شپه شي لټ په لټ مي اړویــــــنه
زه چې کــوم هغه بـــه وکــــړم
مــوزي دې اچــوي د خیال نـري ټـــیزونـــــه
ای مـــــوزیــګیه بــــلاګـــــــــیه
نـــــۀ دې بــلا خوري نــۀ دې جونه قبلویـــنه
بېګاه مې مــــړ په خوب لیدلې
لکه چې بـــیا دې مــوذي ډېـر خوړلي ویـــنه
برقعه په سر کړه ترې راووځه
تــا د موذي په کور کښې څــه لیـــدلي دینــه
پاس په سنګر ټکونـــه وشول
مېړونــــه مري موذیان به روغ کورته راځينه
په موذیګي مې پېرزو نه شې
د خــاورو خټ شې چې دعا درتـــه کـــومـــه
چا خو وئيل موذیان تمام شول
یـــو مې لیــــدو د ښځې سر یې لټـــــوونــــه
چا راتـه وې موذیان تمام شول
زمــــا د بــرخې مـــوذي شتـه مــا ژړویـــنـــه
چې بې کینې جانــــان خبرېږي
زۀ بــــــه مــوذي پــــه تېزنــــدۍ وژلې یـــمه
مــوزي لائــق د پــوزي نـــۀ وو
ګــــوره قسمت مې د پــــالنګ ملګری کــــړنـه
خاونـــده دې تـه بـــه پېدا وم؟
د مـــــــوزیګي نــــــــاولې پــــوزه پاکــــومــه
په وطن جنګ دی وخت د ننګ دی
مــوذي د مـــور غېږه کښې واچـــول خوبـونه
مور یې وئيل چې شهزاده دی
خبره نـــــۀ وم پـــه مــــوذي ورپېښه شومــه
همزولې ټولې شهزادګۍ شوې
زۀ بــــدنصـــیــبه د مــــوذي غـــلامه شومـــه
ما وې کـــه ډز د تـــوپې وشو
د مـــوذیګي پـــــه خـــراټې راویـــښه شومــه
د مورچلونـــو خلق نـــــور وو
وطنه اوس خو تش مــــــوذیــان راپاتې دیـنه
د موذیګي نــــخښه ښکاره ده
پــــه هر مېدان یې پـــرتوغاښ شلېدلی ویــنه
ما وئيل ګـــوره کـــه سړی شو
مـــوذي مـــوذي دی او مــوذي بـــه پاتې شینه
تـــــر نیمائي عــــمر ورتېر شو
مـــــوذي د کټ د ختو زده نـــه کړل چــــلونــه
مــــوذي د تخت کله جوګه وو
لکــــه مــاشـــــوم مې پـــــه سینه لوبې کویــنه
که موزيګی می درتــــــه مړکه
بيابــــــه خفه يې چي تنکۍ دي کونــډه کــړمه
موزیــګۍ مچ خـــــوړلی ژاړي
جانــــــان ښامار خـــوړلی شین له خندا شـــینه
Ulfat Pasoon