(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

روښان فکري

[02.Jul.2019 - 17:36]

روښان فکري : اروپا نه تر پير روښان پورې

لیک :محب وزير

روښان فکري د ژوند د تېرولو په اړه د يوې رويې نوم دے ـ روښان فکري د ټولينزو قدرونو د نور ښه سفر نوم دے ـ هر هغه شے يا عمل چې زما د ټولنيزو قدرونو ، روايتونو ، عقيدې نه پرته د بل چا په ټولنيزو قدرونو ، روايتونو او عقيده کښې ښه په نظر راځي ، د هغې قبلولو او منلو ته روښان فکري وايي ـ دا خپل ځان ، خاندان ، قبيلې ، قام ، وطن او هېواد ته په تنقيدي نظر  د کتنې نوم دے ـ په ټولنيزه توګه داسې ادارو ته رواج ورکول چې ټولنه کښې د غلطو (منفي) روايتونو په ځاے سمو (مثبتو) روايتونو ته رواج ورکړي ، په مذهب کښې د اجتهاد کولو او د زمانې سره د هم اهنګ کولو عمل ته روښان فکري وايي  ـ دا د يوې داسې ازادۍ نوم دے چې فرد يا ټولنه د ښو (بهترۍ) لوري ته سفر پکښې کولے شي ، ولې بديو ته پکښې تش د کتنې اجازت هم نشته ـ

يو روښان فکر انسان په روايتونو پورې انښتے نه وي ـ هغه مدام د ښو نه ښو په لټون کښې وي ـ پرون يې د لاس نه نيولے وي ، حال يې په سينه پورې کلک ساتلے وي او سبا يې د نظر په زاويو کښې خوندي کړے وي ـ د تاريخ نه روايتونه مرتب کوي ، په حال کښې تجربو ته لارې سموي او سبا د پاره د امکاناتو دريڅې خلاصې ساتي ـ عقل ، تدبر ، دليل ، رواداري ، اعتدال ، زغم (برداشت) تنقيد کول او د تنقيد قبوليت غوندې ګټندوي (مثبت) توکيو ته رواج ورکول يې بنسټيزه نعره ګرځېدلې ده ـ يو روښان فکره انسان په دې خبره يقين ساتي چې که زما هره خبره سمه کېدے شي ، نو د بل هره خبره غلطه نشي کېدے ـ يو روښان فکره انسان هر څه کېدے شي ، خو منافق نشي کېدے ، ځکه چې هغه د مصلحت (Compromise) ښکار انسان نه وي ـ هغه ازادي خوښ وي خو د عقل په بنياد ، د دليل په لاره او د تدبر په ترڅ کښې چې په ټولنه کښې رواداري ، اعتدال او زغم پيدا کړي ـ

نن سبا چې د روښان فکرۍ يا روښان خيالۍ خبره چېرته هم کېږي ، نو جرړې يې د اروپايي هغه تحريک سره پېوستوي چې په څوارلسمه عيسوي پېړۍ کښې د اتاليه څخه راپورته شوے وو چې نړۍ يې د علمونو د بيا ژونديتوب ( احيايې علوم) په نامه پېژني ـ د روښان فکرۍ دغه پېوستون نه يوازې هغه خلق کوي چې د پښتو ژبې يا د پښتنو د سياسي تاريخ څخه کومه ژوره خبرتيا نه لري ، بلکې هغه استاذان او پوهان هم زياتره په خپلو وېناوو کښې د روښان فکرۍ دغه پېوستون د ياد شوي اروپايي تحريک سره تړي ـ 

خو که وکتے شي په پښتو/پښتنو کښې روښان فکرۍ وړومبنے منظم فکري تحريک روښاني تحريک دے ـ د يو باقاعده فکر په اساس د ټولنيزو روايتونو څخه د بغاوت تحريک ، مروجه روايتي مذهبي دايرې څخه د بغاوت تحريک او د مغل استعمار په ضد د قامي مبارزې تحريک او د مغل استعمار جوړ کړي ټولنيز ساخت نه د وتلو تحريک ـــــ چې بنسټ يې د بايزيد انصاري المعــروف پير روښان (1515-20) په تعليماتو او افکارو اېښودے شوے وو ـ

 

اروپايي روښان فکري:

 

په نړيواله کچه چې د روښان فکرۍ خبره کېږي ، نو رېښې يې د روښان فکرۍ هغه تحريک يا هغه منابعو يا هغه دور ته رسي ، کوم ته چې د يورپ په تاريخ کښې د روښان فکرۍ دوره (Age of Enlightenment) وئيلے شي چې د څوارلسمې پېړۍ نه په اټاليه کښې شروع کېږي او  اتلسمه عيسوي پېړۍ کښې په سپېن ، هالېنډ ، فرانس او برطانيه کښې خپل عروج ته رسېږي ـ د دغه دور فلسفيانو ، مفکرينو او فطري او ټولنيزو ساينسدانانو (Natural and Social Scientists)  چې کوم خيالات ، تصورات او نظريات وړاندې کړي دي، هغه د روښان فکرۍ اصل ماخذات ګڼي ـ

په روښان فکرۍ د ځان پوهونې د پاره بايد چې مونږ د نوي (جديد) يورپ په تاريخ هم نظر اچولے وي ، څه ته چې مونږ وړاندې يوه حفيفه اشاره کړې ده ـ د نوي يورپ تاريخ د څوارلسمې پېړۍ کښې د اټاليه څخه هغه وخت راپورته کېږي چې د فرانسسکو پټرارک  (1304-1374) په مشرۍ کښې د علمونو د ژوندي کولو (احيايې علوم) يا د نوي ژوند (نشاةثانيه) تحريک راپورته کړو ـ دغه تحريک کښې د قرون وسطی د دور د هغو پابنديو په ضد علم پورته کول وو چې د زوړ يونان په کلاسيکي علم او فلسفه باندې يې د چرچ بادشاهت يا حکمرانۍ ته لاره ورکړې وه ـ د دغه تحريک په نورو سرکرده فلسفيانو يا ساينس پوهانو کښې مارټن لوتهر (1483-1546) ، پيکوډيلا مرنډولا(1463-1494)  ، ګلېليو (1564-1642) ، ټامس هابس (1588-1679) ، فرانسس بېکن (1561-1626) ، ډيکارت (1596-1650) او يو شمېر نور شامل وو ـ په دغه تحريک پېژندلے تاريخ پوهه وېن لون څه داسې تبصره کړې ده چې اردو ترجمه يې علي عباس جلال پوري په خپل کتابخردنامه جلال پوریکښې څه داسې کړې ده:

 

خلقو ته يو ځل بيا احساس وشو چې ژوند ډېر لوے نعمت دے او صرف ژوندي اوسېدل د يوې لويې خوشحالۍ سوب دے ـ دغه نتيجه وه د يوناني فلسفې د ژوند کولو چې په ذهنونو د پېړيو راسې پرتو د رهبانيت ګردونه يې لرې کړل ـ “(۱)

 

د علمونو د ژوندي کولو يا د نوي ژوند شروع کولو دغي تحريک د خېټې څخه په اتلسمه عيسوي پېړۍ کښې يو بل تحريک را ووتو چې د خرد افروزۍ/خرد پسندۍ/ماديت پسندۍ/عقل پسندۍ/عقلياتي/ قاموسيانو د تحريک په نومونو يادېږي چې مشري يې والټئير (1694-1778) کوي ، ډيوډ هيوم (1711-1776) جان روسو (1712-1778) ، عمانوېل کانټ (1724-1804) ، دريدا ؟؟؟؟؟؟ ، وولباخ؟؟؟؟؟؟؟؟ او نور يو شمېر يې په سرخېلانو کښې راځي ـ د دغه تحريک په اړه بيا په خپله علي عباس جلال پوري څه داسې تبصره کوي:

 

د دغه دور د فلسفې په وړاندې دوه موخې وې:(۱) ــــ عقليت   (۲) ــــــ بشر دوستي ـ دوي (دغه مفکرين) د هغه ستر عقلياتي پاڅون وارثان وو چې د علمونو ژوندي (احيايې علوم) په وخت کښې په يورپ کښې مخې ته راغلے وو ـ دوي د فکر او تدبر رڼايي په نړۍ کښې خوره کړه او دا اعلان يې وکړو چې تهذيب او تمدن او علمونه او هنرونه د ټولو انسانانو شريک ميراث دے ـ “(۱)

 

دغي تحريک دغه اعلان هم کړے وه چې راتلونکي (مستقبل) کښې به ګټه تش د عقل او پوهې وي ، د دليل او استدلال بېرغ به رپاند وي او د انساني ورورګلوۍ (انسانيت) نه سوا د انسانانو سره د بدلېدونکيو ساينسي ترقۍ په وړاندې بله کومه لاره نشته ـ

د انګرېزۍ ژبې درې اصطلاحات سېکولر ازم (Secularism) ، لبرال ازم (Liberalism)  او  روښان فکري (Enlightenment) داسې دي چې په معنوي لحاظ يو بل سره ډېر نزدې دي ، نو ځکه يې زياتره خلق د يو بل د پاره کاروي ـ خو زما خيال دے چې روښان فکري (Enlightenment) بيا يوه داسې اصطلاح ده چې دا پاتې دواړه اصطلاحات په ځان کښې راځايوي ـ لبرال ازم کښې دوه ډېر مهم توکي ځانګړتوب او ازادي شتون لري، کوم چې د وګړي (فرد) په ازادۍ زيات زور راوړي او ټولنه د دې پابنده ګرځوي چې بايد وګړي ته د خپلو صلاحيتونو د اظهار بشپړه ازادي ورکړے شي ـ جان ګرے پکښې نور څلور توکي ځانګړتوب  (Individualism)، مساوات ، افاقيت او اصلاحيت (Reformism) هم شامل بولي (۳) ـ خو ياده دې وي چې د لبرال ازم مساوات نه مراد سوشلزم بېخي نه دے ، بلکې دا مساوات په دې معنا کښې چې هر وګړي ته د صلاحيتونو د کارولو برابر موقعيت ترلاسه وي ، يعني د مقابلې د پاره د ټولو د پاره يو شان ماحول برابرول ـ البته دا لبرال ازم بيا د روښان فکرۍ نه په دې معنا جدا دے چې دې کښې د زړو هغه هومره قدر او قيمت نشته ، څومره چې پکښې نوي ته د قدر په نظر ګتل شي ، په بله معنا دا  د ازادۍ او پرمختګ په نوم د قامونو په کلتور او  معاشي منډيو کښې داسې ور ننوځي چې د خپل شته کلتور او منډۍ څخه يې هم لاس ور ووينځي او هغه ټولنيز نظرياتي شاليد نه لري کوم چې روښان فکري يا سېکولرازم لري ـ البته دا درې واړه اصطلاحات د نوي يورپي تاريخ د خېټې نه رازېږېدلي دي ـ علي عباس جلالپوري د انګرېزۍ Enlightenment ژباړه په اردو ژبه کښې د خرد افروزي په ټکيو کړې ده او د خپل کتابخرد نامه جلالپوريپه پېش لفظ کښې يې د خرد افروزي پينځه توکي داسې ياد کړي دي:

 

1. ”د عقليت خوښونې خورول 

2. سائنس او فلسفه د مذهبي حاکميت نه خلاصول

3. د انقلابيت او عقليت خوښونې يا سائنسي علمونو په رڼا کښې د ټولنې يو ځل بيا رغول

4. د مذهبي کرکې او لېونتوب له مينځه وړل

5. بشر دوستۍ له وده ورکول “ (۴)

 

مونږ د يورپي روښان فکرۍ د شاليد (پس منظر) په ترڅ کښې دا ولوستل چې په څوارلسمه عيسوي پېړۍ کښې فرانسسکو پېټرارک وړومبنے کس دے چې مروجه چرچ/پادري ماډل محدود علمي ساخت کښې درزونه جوړوي او د يونان کلاسيکي علمونو ته لاره خلاصه وي او عيسايي مذهب کښې د جديديانو (Protestant) په نوم يوه نوې فرقه مخې ته راځي او د څوارلسمې پېړۍ نه شروع شوې علمي تحريک اتلسمه پېړۍ کښې عروج ته رسي او د خېټې نه يې ستر ډېر اصطلاحات او معناوې راووځي چې نننۍ علمي نړۍ ورباندې ښايسته ده او ورباندې وياړي ـ

 

پير روښان او روښان فکري:

 

بل خوا پښتو/پښتنو کښې د روښاني تحريک شروع د شپاړسمې پېړۍ د وړومبي نيمايي نه د پير روښان د افکارو څخه کېږي ـ د دوي په افکارو باندې د علم او ادب مټې ودرېږي او د قامي تاريخ ودانۍ (عمارتونه) جوړېږي ـ مذهب د ملا (ملايئت) او پير له غېږې نه رابهر کوي او د وحدت الوجود په لاره يې د تصوفي فلسفې سره اشنا کوي او هغه ټول توکي (عناصرو) پکښې ځايوي ، د کومو چې مونږ د يورپي روښان فکرۍ په ضمن کښې ذکر وکړو ـ

روښاني تحريک ته د پښتنو يو شمېر پوهان سياسي تحريک وايي او بل يو شمېر بيا ورته خالص مذهبي تحريک وايي ـ زما په خيال هر هغه څوک چې دا ډله خالصه مذهبي يادوي ، هغوي په سياست د مذهب د اثراتو نه ناخبره دي ـ په تاريخي توګه که مونږ وګورو ، نو په د هر دور په سياست باندې ستره اغېزه پاتې شوې ده او سياست تر ډېره حده د مذهب په پنجه کښې نخښتے پاتې شوے دے ـ په دغه غرض روښان فکرانو همېشه راسې سياست د مذهب د پنجې نه ازادولو د پاره د مذهب اصل روح د وړاندې کولو هڅې کړې دي ـ پير روښان هم چې په خپله زمانه کښې وليدل چې پښتنو کښې روايتي پېرۍ او ملائيت خپلې جرړې دومره کلکې کړې دي چې د ددوي سياسي مفکورې يې په خپل موټي کښې بند کړې دي ، نو ځکه يې د بې بنياده مذهبي توضيحاتو په ضد عَلم پورته کړو  او د سياست يې د پير او ملا د ولقې نه د رابهر کولو هڅه وکړه ـ خو دا خبره  ”روښاني فرقه يوه مذهبي فرقه ؛ خو چې سياست ته يې لاس واچولو ، نو دل دول شوه “(۵) ـ سره اتفاق ځکه نشي کېدے چې روښاني تحريک خودل دولبېخي شوے نه دے ، بلکې تر ننه پورې يې اثرات مخې ته راځي او څومره څومره چې پښتانه د روښاني تحريک په مبادياتو پوهېږي ، دومره دومره به يې اثرات نور هم مخې ته را وړاندې کېږي ـ پير روښان خپل مخالفين مشرکان او منافقين ګڼل ، نن هم مونږ هغه مشران او ملکان غداران او قام خرڅوونکي ګڼو چې د استعمار ملګري دي او د استعمار د ګټو ساتندويه دي ـ ده هغه پښتانه راټولول پېل کړل چې تر دې دمه بېخي په قبيلوي ساخت کښې د يو بل نه بېل او ناخبره پراته وو  او چې دا پښتانه يې د ځان سره ملګري کړل نو د دربار غوږونو ته دارنګې اوازې ورسېدې:

 

ډېر پښتانه ورباندې راټول شوي دي که علاج يې ونشي ، نو نن او يا سبا به توره واخلي ـ“ (۶)

 

پير روښان يا روښانيانو تل د روايتونو او حکايتونو په ځاے د علم او دليل پلوي کړې ده او په پوره استدلال سره يې خپل دريځ مخې ته اېښے دے ـ سيف الرحمان محسود د دوي په دغه اړخ باندې بشپړه رڼا اچولې ده او د پايلې په توګه يې پرې ډېره د کار تبصره کړې ده:

 

لنده دا چې روښاني انقلاب د جهالت او بدامنۍ ، د استعمار او غلامۍ ، د زبېښاک او مفت خورۍ د منځه وړلو او فردي او اجتماعي ازادۍ د حصول لپاره داسې ګامونه پورته کړل چې د پښتنو په تاريخ کښې سارے نه لري ـ“ (۷)

 

د يوروپي او روښاني تحريک ماخذ:

 

او د دغو دواړو تحريکونو چې د ډېر لږ وخت (وړاندې وروستو ) په فرق سره مخې ته راغلي دي ، ډېر عجيبه يو شان والے لري ـ اخر دا دې ي، شان والي وجه څه کېدے شي؟ د يوروپي روښانه دور  (Age of enlightenment)  په ترڅ کښې مونږ ولوستل چې د يوناني کلاسيکل علمي روايت ته ترجه راګرځولو په ترڅ کښې دا هر څه ممکن شول ـ خو که وکتے شي د دې دواړو تحريکونو ماخذ هم دغه يوناني علم او فلسفه ده ـ اوس دلته سوال دا پيدا کېږي چې د روښاني تحريک باني پير روښان يا د هغه مريدانو ته د يونان فلسفه څنګه راورسېده؟ چې ځواب يې ډېر ساده او اسان دے او ډېرو خلقو ياد کړے هم دے ـ ظفر سپل په خپل کتابمسلم فلسفے کا تاريخی ارتقاءکښې ليکي:

 

د اسلامي فکر دوه غټ ماخذونه ــــ يو قرآن شريف ــ دويم يوناني فلسفه ده او ترڅو پورې چې په يوناني فلسفه د پوهې او  زده کړې خبره ده ، نو د هغې ابتدا د يوناني علمونو د کتابونو تر ژباړې څخه شوې ده او په عباسي دور کښې مونږ ته د ډېرو مستندو او پروفېشنل ژباړوونکيو يو قطار په نظر راځي چې حنېن بن اسحاق او قسطا بن لوقا په شان ژباړه کوونکي پکښې شامل دي چا چې د ژباړو نه پرته په فلسفيانه موضوعاتو د ليکلو کار هم پېل کړے وه ـ “ (۸)

 

 او نن چې مونږ د پښتو په کلاسيکي شاعرۍ کښې د يوناني فلسفيانو په خصوصي ډول د سقراط يا افلاطون نومونه وينو ، نو دا باقاعده د يو اکتسابي عمل نتيجه ده ـ دوي د يونان د علمي روايت نه ځان خبر کړے وه او باقاعده ورته دا فلسفه د اسلامي مفکرينو په وسيله رارسېدلې وه (۹ـ مونږ د کريم داد يا د علي محمد مخلص دا شعرونه په ثبوت کښې وړاندې کولے شو:

 

کـــــريم داد حکمـــــت موندلـــــے

له روښان  د دين سقـــراط      (۱۰)

 

بې  مـــــرشده  به دا لار  درښــــکاره نه شــــي

که په علم حکمت زيات شې له بقراطه     (۱۱)

 

د اروپايي او د پير روښان په تحريکونو کښې اشتراکات:

سوال دا هم دے چې د روښان فکرۍ تحريک چې په يورپ کښې شروع کېږي ، نو عروج ته څنګه رسي او د قام پرستۍ يا قامي رياستونو د تشکيل مرحلې يې ولې ترسره کړې، بل خوا چې هم دغه تحريک د پښتنو په خاوره د لږې مودې په ځنډ سره شروع شوے دے، نو بيا يې د قام پرستۍ ټينګ (مضبوط) بنسټونه څنګه ونه درول يا د قامي رياست د حصول مرحله يې څنګه ترسره نه کړه ؟

کوهن (Kuhn) د قام پرستــۍ د تحريکونو په لړ کښې دوه قسمه نظرونه په ګوته کوي ـ يوه هغه قام پرستي چې په سياسي او معاشي توګه يې سر راپورته کړے وي او دويم هغه چې د کلتور له لارې مخې ته راغلے وي (۱۲) ـ اول خو دا د قام پرستۍ تحريکونو د پاره د استعمار وجود ناګزير دے ـ دويم دا چې د قام پرستۍ تحريکونو کښې د ټولنې منځنۍ طبقه (بورژوازي) زياته ساه اچوي ـ برنۍ طبقه د استعماري قوتونو سره پوره پوره مرستندويه وي چې په بدل کښې يې پوره پوره ګټې (مراعات) هم ترلاسه کړې وي او لاندينۍ طبقې ته د دوه وخته ډوډۍ د ترلاسه کولو نه فرصت نه وي ـ

 د کوهن د خيال نور وضاحت داسې کولے شو چې هغه ټولنو يا قبيلو کښې د قام پرستۍ تحريک زر مخ په وړاندې ځي چرته چې يوه روښان فکره منځنۍ طبقه شتون لري او چرته چې منځنۍ طبقه په علمي ، فکري او په معاشي توګه کمزورې وي ، هلته قامي تحريک د کلتور (روايت ، ژبې ، مذهب او تاريخ) باندې اډاڼه وي او کلتور د راژوندي کولو او ګړندي کولو په نوم او نعره وي ، نو هلته د تحريک وړاندې تګ هم سست وي ـ پښتنو کښې هغه وخت اول دا چې په معاشي توګه منځنۍ طبقې څه د تسلۍ وړ شتون نه لرلو  او بل دا چې په علمي او فکري لحاظ خو بېخي ډېره کمزورې وه ـ نو ځکه د پير روښان زيات زور هم د غلطو رسمونو لر کولو او په مذهبي احيا باندې وو ـ په دغه پېمانه چې مونږ د يورپ او پښتنو د روښان فکرۍ تحريکونو ته ګورو نو د وړاندې تګ پايلې يې زمونږ په وړاندې دي ـ

د يورپي روښان فکرۍ په نتيجه کښې دغه نکتې ډېرې اهمې مخې ته راغلې:

 

1. د تور دور خاتمه وشوه

2. فلسفه د چرچ د غلامۍ نه ازاده شوه

3. د روايتي پادري زده عيسائيت کښې درزونه وليدل شول

4. د عقل او خرد په بنسټ د نوو علمونو او تجربو د پاره لاره خلاصه شوه

5. د اصطلاحاتو نوې معنې او تشريحات مخې ته راغلل

6. عيسايي مذهب کښې د جديديانو په کوششونو  په مذهب کښې اجتهاد مخې ته راغے

7. سائينسي انقلاب وليدے شو

8. صنعتي انقلاب مخې ته راغے

9. قامي تحريکونو او قامي ازادۍ او خپلواکۍ ترلاسه شوې

10. ټولنه د سرمايه دارۍ چوکاټ ته ننوته

11. د سوشلزم او کميونزم انقلابونه مخې ته راغلل

 

بل خوا که د روښاني تحريک نتيجو ته ګورو:

 

1. د روايتي ملا د غېږې نه د مذهب د راويستلو عمل شروع شو

2. د استعمار بړېڅو پيرانو د ولقې نه اولسي خلاصون ته لاره ترلاسه شوه

3. د استعماري حکمرانانو په ضد اولس ته سياسي شعور ورکول شروع شو

4. پښتون اولس د خپلې خپلواکۍ احساس تر څه حده وموندو

5. د بهرني استعمار ، پير ، ملا او خان په ضد طبقاتي شعور لاره ومونده

6. د جهالت په ضد د عقل او پوهې په لور د پښتون اولس پام راوګرځول شو

7. قامي تحريکونو د پاره بنياد ترلاسه شو

8. قامي جوړښت ته ادامه ورکړے شوه

9. د پښتو ژبې د پرمختګ لارې خلاصې شوې

10. د فرد په ځاے د اجتماع د ازادۍ ازانګې واورېدې شوې

11. د زناناؤ د ازادۍ څرک پکښې وليدے شو

 

اروپا يا لوېديز د روښان فکرۍ د ياد تحريک نه ډېر څه تر لاسه کړل او د قامي او ټولنيزې  ازادۍ په ترڅ کښې يې علمي او ساينسي ازادي وموندله او د ساينس او ټېکنالوجۍ په اساس يې خپل ټولنيز ژوند معيار تر سترې لوړتيا پورې وسولو ـ 

 د پښتنو سره هم د روښاني تحريک په ترڅ کښې يو داسې تحريک موجوديت لري چې د دغه تحريک علمي او فکري پايلو د راژوندي کولو سره کولے شي چې د قامي ازادۍ سره سره ټولنيزه ازادي ومومي او بيا يوه پراخه علمي او فکري فضا کښې ساه واخلي او د علم ، هنر ، ساينس او ټېکنالوجۍ په اساس هم د خپل ژوند معيارونه لوړولے شي او هم د يو سولئيز (پرامنه) او غښتلے راتلونکے هم خپل نوي کهول ته سپارلے شي ـ

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

ماخذونه:

1. خرد نامه جلال پوري ، ص:۲۲

2. خرد نامه جلال پوري ، ص: ۱۴۰

3. فياض نديم ، لبرل ازم او مذهب پسندون کا تصادم: ايک معاشرتي تخريب ،  google.com

4. خردنامه جلالپوري ، مخ:۱۲

5. خېرالبيان ، مقدمه:حافظ عبدالقدوس: مخ:۱۰۳

6. پير روښان او روښاني انقلاب ، مخ:۱۳۳

7. پير روښان او روښاني انقلاب ، مخ:۱۴۳

8. ظفر سپل ، ص:۴۳

9. انسان دوستي ، مخ: ۱۰۵

10. ديوان کريم داد ، مخ:۶۹

11. ديوان مخلص، مخ:۴۶۰

12. ډاکټر ، مبارک علي ، تاريخ اور اج کی دنيا ، مخ:۱۷

-
بېرته شاته