Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
سپین بغاوت
[07.May.2021 - 21:05]ښاغلی مطیع الله تراب
سپین بغاوت - مخ ۱۹
.
د چا د بغاوت سر تر پامیره رسېدلی
د چا ټیټ شوی سر د ملا تر تیره رسېدلی
.
سره د بغاوت جانانه ارتې تڼۍ ګرځې
تعجب نه دی په دومره رقیبانو کښې ژوندون
.
اې پټ نه شو د چا مخ ته په دوو ګوتو لمر
اخیر هم برابر شو هغه سر او د غره سر
.
اورمه په ترنم په الله هو مست دي شیخان
دربار ته دې راغلي دي د لیرې مریدان
.
ته چېرته یې جانانه، ګل کڅونو ته راځه
د کلي هغه دنګو چینارونه ته راځه
.
چې څه رنګه په لمر پسې د لمر ګلونه اوړي
دا ستا مخور مخ پسې بلها مخونه اوړي
.
شوې تتې د آیینو د مخ څېرې درپسې ترکې
نور چوي له انتظار زړونه او زرې درپسې ترکې
.
اشنا بویه چې لاړې یوسف مخی درنه جوړ شو
یو څرک په غرونو پاتې یې لمر مخی درنه جوړ شو
.
تت مه شه تر منزله ستا د لارې مشالونه
راڼه شه درته دا سپوږمۍ او ستوري کږلېچونه
.
منو چې دلته وسپنه او ایمان دي ټکر شوي
څو ځل د رقیب سر او زما سر، سر په سر شوي
............
.ښاغلی مطیع الله تراب
سپین بغاوت - مخ ۵۹
.
داسې څوک شته چې د ارې خوله کښې غاښونه مات کړي
داسې زلمي غواړم چې لاس کښې مات تبرونه مات کړي
او د سپين غر د بورو زرکو ورک بچي پيدا کړي
د منډایر د تجارانو نه پوښتنه وکړي
او د کونړ د پوچو لمنځو سټکي وژړوي
داسې څوک شته چې ملالۍ او ناهيدې ته ولاړ شي
پر ډبرين قبر يې د پېغلو مات بنګړي کتار کړي
د ملالۍ ورک شوي قبر ته ګومبت جوړ کړي
د ناهيدې شيندلي قبر ته څو تېږې کېږدي
دا د روبلو مینان، اوس په ډالرو روږد دي
دا په ښوروا، په پلاوونو او په لرو روږد دي
دا په نڅا، په موسیقۍ او په سندرو روږد دي
چې د دوى جېب ډګ وي، ملي ګټه تاوان څه کوي
دوى پر مذهب او پر پښتون او پښتونستان څه کوي
دا پر هندۍ ډرامو بوخت دي، دين ايمان څه کوي
داسې څوک شته، د پارلمان وکيل ته ووايي چې
وکيل صاحب، ته د اتو کوټو دننه ناست يې
خاورې په سر به د ولس غږ تر تا ورسېږي
ته د پېسته، ممېز، بادامو سره چاى شوپوه
ته خوره سره کړې پرې د پاسه پېپسۍ شوپوه
شاباش، په خپلو کړو ژمنو دې وفا وکړله
سړک دې جوړ، برق دې راتېر کړو او روغتون جوړوې
د کلي لوى جومات هم ستا په چنده پوخ جوړ شو
دا خو به پېژنې چې کومو خلکو ووټ درکړى
څرمن ترې وباسه له يوې پښې يې وځړوه
داسې څوک شته چې دوه تابعيته وزيران وپوښتي
دا بيت المال به ستا دوه نيم لکه تنخوا درکړي
که ستا د پارېس، لندن، جرمن ته جهاز ټېکټ درکړي
موږ له غربته يو د بل په مرۍ وغرېدو
له غربته مو ګز ګز ژبې له خولو وتلې
ستا دا تنخوا به خود زموږه له هډونو وځي
زما لس کلن بچی جوالی پر اوږه، پړی روان
ستا لس کلن پچى ښوونځي ته پتلون کړى روان
خاورې په سر به زما او ستا ترمنځ واټن کم شي
راځئ پوښتنه د مارشال او مل پاسوال وکړو
د دهٔ پر سر ولاړ بيرغ ته دوه لاسي سلام دی
د دې بيرغ محراب، منبر، سيورى ثواب ګڼمه
خو موږ پوښتنه د بې برېتو او برېتورو کوو
که ته ساتونکى او مېړه وای نو دا نور څه کوي؟
که پر دوي ساتې دا وطن، ته نر نر مه کېږه بيا
ته د يوه جېب د پاسه بل پسې بل جېب جوړ کړه
يو جېب کښې اچوه افغانۍ، بل کښې ډالر ګرځوه
درېیم جېب ښه دى، د کالدارو ضرورت پېښېږي
اوس ته عسکر يې، که صراف یې، که پاسوال او مارشال
داسې څوک شته چې د راغلو نه پوښتنه وکړي
چې دوى موږ ساتي که په موږه باندې ځان ساتي؟
که په موږ ځان ساتي چې موږه په خپل ځان پوه شو
که موږه ساتي نو ساتل ته او خدای داسې کېږي
چې موږه ساتي او زموږه په انګړ راخېژي
او ترجمان دلال دې وايي ځان ونه خوځوې
ستا د ټوپک يخه شپېلۍ زما تندى وسوځوي
کټ، بستره، لوښي، بکسونه مې په څټ واړوي
زما افت، زما غرور، خړو موزو لاندې کړي
افغانى پرېږده، د روسي وجدان به ومني دا؟
ګوره زلميه، په ځان ترس وکړه، لږ رحم وکړه
دې نابلدو کږلېچونو کښې به وغورځېږې
دا تنګې شلم دى منځ کښې کش به دې کړي، نارې لري
دا وطن پرښې لري، ګرګې لري، ګارې لري
زلميه، هلاکو او چنګېزخان هلاک شو