Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
لحد ته!
[12.May.2021 - 13:18]لحد ته ! یا د مزار ډبره
ټیټ یی مــــــه بولــــه ، کالـــبد می ای لحده
یو جــهان د خــــاطــــــرو ،درته راغــــــلی
چی غمګین خاطر یی نوري زخمی نه کړی
لـــه دنـــیا نه ، په تــوبــــــــــو،درته راغلی
خـــلایـــقو ، د عـــالـــــم نه زړه نــــــــیولی
په ســوچــونــو اندیشـــــنو ، درته راغــــلی
ډک بـــــارونه یــــــــی، راوړي لـــــه فراقه
په انبــار انبــار، غـــمودرته راغـــــــــــلی
د عـــدم لــــــــه منزلونو،ســــــــتړی شوی
په ســـکروټو ، په اغزو درته راغـــــــــلی
بی ارزۍ ،او بی قدرۍ نه لاس په ســر دی
ارمانـــــجن ،له ارمـــــانو درته راغــــــــلی
داغ یی پری نږدي ، لحـــده په کــــــفن کې
په ســتره ستــره جــامـــو، درته راغـــــلی
چي وحـشت د دي جـهان درته ښــکاره شي
په لڅ سر او لـــڅو خـپو ،درته راغــــــــلی
لوړ اســـرار دي ، په دي یو موټي د خاورو
چي په په لـــوړو، خیـــــالو درته راغـــــــلی
په ټول عــــمر په خپل حال وو،ژړوه غونۍ
په ژړا او په سلـــــــګو، درته راغـــــــــلی
چی دفتر د خــــــــــاطرو یي،مــحو نه کړې
د دنیا نه په جـــــــرګــــــــــو ، درته راغلی
دا نازک نازک یـــــــادونه یي ، تل ســــــاته
چـــي په چــنګ او ترانو ، درته راغـــــــلی
کم یی مـــه بوله د ده د خـــــپو ، تڼـــــــاکي
په اغــــــــــــزنو ، رباطــــــــو درته راغلی
( سید عبیدالله نادر)