(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

که ټاکنې ونه شي

[26.Aug.2019 - 10:54]

که ټاکنې ونه شي؟

ليک: پوهاند دوکتور محمد اسمعيل يون

اوس چې د سولې او ټاکنو بهيرونه څنګ په څنګ روان دي، نو ټولو سره دا پوښتنه مطرح ده چې که ټاکنې ونه شي، څه به کېږي؟ موقت حکومت به راځي؟ سرپرست حکومت به کارونه پر مخ وړي؟ ټاکنې به کېږي او د سولې بهير به هم تعقبېږي که څنګه؟ که ټاکنې ونه شي، حکومت به نور هم خپل مشروعيت له لاسه ورکړي، که ټاکنې کېږي، څومره به رڼې او له درغلۍ پاکې وي؟ ټول نوماندان به د ټاکنو بهير تر پايه تعقيب کړي که نه؟ ټاکنو کې به د خلکو د ګډون کچه زياته وي که کمه؟ د ټاکنو مشروعيت او د نتايجو منل به څنګه کېږي؟ دا او دېته ورته نورې ګڼې پوښتنې د هر افغان په ذهن کې ګرځي راګرځي، دا چې په دې پوښتنو کې به کومه لومړۍ مطرح کېږي او د کومې حل به لومړی پيلېږي، دا به په څو راتلونکو ورځو، اوونيو او مياشتو کې څرګندېږي، خو زه دلته غواړم يوازې يوې پوښتنې ته د يو بديل وړانديز وکړم او هغه پوښتنه دا ده چې:

که ټاکنې ونه شي، څه بايد وشي؟

که ټاکنې ونه شي، نه موقت حکومت، نه سرپرست حکومت، نه ناپېيلې شورا، نه ګډ کمېسيون، نه ناپېيلي اشخاص او نه هم محسن شخص ډېر کارنده رول لوبولی شي او نه تر ډېره بريده د هېواد په ګټه تمامېږي، په داسې يو حالت کې د کار، ځواک او قانون يوه خلا رامنځته کېږي او له دې تشيال څخه ځينې مغرضې کړۍ ناوړه ګټه پورته کوي، نو د غني په مشرۍ اوسنی حکومت سره له دې چې ګڼې نيمګړتياوې، تېروتنې او خطاوې لري، خو د يوه ټاکلي وخت لپاره يې تداوم په کار دی، که څه هم د دې حکومت د کار تداوم هم قانوني بڼه نه لري، خو تر بل هر ناقانوني بديله د قانونيت سرچينې ته نږدې دی. دا کار به د دې سبب شي چې غني ته وخت په لاس ورشي چې خپلې کړې هوکړې، رښتينې ژمنې او خيالي تعهدات عملي کړي او د نه عملي کولو په حالت کې به يې ټول تاريخي مسوليت غاړې ته ولوېږي، غني به بېرته د خپل هېر کړي شعار (تحول او تداوم) د يوې برخې څښتن شي، د تداوم مرحله بايد لږ تر لږه دوه کاله دوام وکړي، په دې پړاو کې بايد غني دغه لاندې کارونه ترسره کړي:

اجراييه رياست بايد په بشپړ ډول له ټولو تشکيلاتو سره له منځه يوسي.

په حکومت کې موازي، مشابه او ناضروري تشکيلات بايد ختم کړي.

د يو نيم زر مشاورينو دندې چې پر بيت المال يو دروند بار دی، له منځه يوسي.

يو ميليون شغله باید رامنځته کړي.

شپږ زره ښوونځي باید جوړ کړي.

د ټاپي، ټيوټاپ، کاسا يو زر او دېته ورته نورې غټې پروژې باید بشپړې کړي.

جنوبي اسيا له مرکزي اسيا سره وصل کړي.

د هېواد اته مهم لوی ښارونه پر اتو مهمو اقتصادي زونونو بدل کړي.

هوايي دهلېزونه داسې فعال کړي چې بيا يې پاکستان او کوم بل هېواد هېڅ بند نه کړای شي.

منځنی ختيځ او منځنۍ اسيا ته د افغانستان د وچو او لمدو مېوو صادرات پيل کړي.

نه يوازې ټول افغانستان، بلکې د افغانستان محکومې برخې (پښتونخوا) ته هم برېښنا ورسوي.

شل زره مېګاواټه لمريزه انرژي توليد کړي.

ښوونکو ته ښارګوټي، د شهيدانو اولادونو ته پوهنتونونه او روزنځايونه جوړ کړي.

دوه نيم زره اوبو بندونه، برېښنا بندونه او اوبه خور سستمونه جوړ کړي.

د افغانستان اوبه بايد مهار کړي.

د ځمکو د غاصبينو او نورو زورواکانو لاسونه لنډ کړي.

ضوابط پر روابطو حاکم کړي.

د ارګ او ممبر فاصله او نورې هغه ژمنې چې ده خلکو سره کړي، اکثره ترسره کړي.

د تداوم په حالت کې د حکومت تشکيل:

د تداوم په حالت کې بايد د غني تر مشرۍ لاندې حکومت دوه مرستيالان ولري، يو د طالبانو له خوا او بل د شمالټوالې له خوا. د طالبانو له خوا کېدی شي (امير خان متقي) او د شمالټلوالې له خوا کېدی شي صلاح الدين رباني د مرستيالانو په توګه غوره شي. د تداوم حکومت بايد لږ تر لږه دوه کاله دوام وکړي، دا حکومت بايد دا لاندې کارونه ترسره کړي:

د طالبانو، حکومت او نورو افغانانو تر منځ شوي توافقات بايد عملي کړي.

د طالبانو او حکومت تر منځ اوربند بايد پلی کړي.

امنيتي سکتور، قضايي او عدلي ارګانونه او ټاکنيز کمېسيونونه بايد ناپېيلی کړي.

د اوسني اساسي قانون د سمون لپاره بايد ځانګړی مسلکي او ناپېيلی کمېسيون وټاکي.

له نړيوالې ټولنې څخه د اوسمهالې او اوږدمهالې مرستې تضمين واخلي.

له نړيوالې ټولنې څخه د ګاونډيو هېوادونو د نه لاسوهنې تضمين ترلاسه کړي

له امريکايانو څخه د سولې د تامين او د بلې جنګي ډلې د نه فعالولو عملي تضمين راخپل کړي.

د اساسي قانون د تصويب لپاره بايد د لويې جرګې د جوړېدو مېکانيزم جوړ کړي، که د لويې جرګې لپاره په تېرو اتلسو کلونو کې د ټولو جوړو شويو لويو جرګو او ملي شورا له ترکيب څخه ګټه پورته شي، يوه نسبي معقوله لاره به وي.

د عادلانه سراسري ټاکنو لپاره بايد لاره اواره کړي.

د همدې حکومت تر سرپرستۍ لاندې بايد ټاکنې ترسره شي، خو د جمهور رييس غني، د هغه مرستيالان او د تداوم په لړۍ کې د کابينې هېڅ غړی او نور لوړ رتبه مامورين حق نه لري چې جمهوري رياست او يا ولسي جرګې ته ځانونه نوماندان کړي.

د دې لپاره چې د تداوم په پړاو کې حکومت خپل مسولیتونه په ښه ډول ترسره کړي، د ملګرو ملتونو او ناپېيلو موثرو افغانانو په ګډون دې د څارنې يو خپلواک کمېسيون جوړ شي، چې د حکومت، طالبانو او بهرنيانو تر منځ د شويو توافقاتو د تطبيق څرنګوالی په دقت سره وڅاري.

له دغو څو وړانديزونو څخه، چې اصلي زړی يې د غني په مشرۍ د حکومت تداوم دی، پرته بله هره لاره مبهمه، کږلېچنه، ستونزمنه او تر دې حالته په نسبي ډول ناقانونه ده، د موقت حکومت په رامنځټه کېدو سره قانوني خلا رامنځته کېږي، اوسنۍ پيل شوې رغنيزې او بنسټيزې پروژې له ځنډ و خنډ سره مخامخېږي، غلو، زورواکو او غاصبينو ته د تنفس او بيا غوړېدو زمينه برابرېږي، د حکومت جوړونې سريال بيا له سره تکرارېږي.

د حکومت تداوم يوه منځنۍ لاره ده چې غني ته په کې پر اوسنيو شپږو مياشتو سربېره دوه کاله نور هم د حکومت واک په لاس ورځي او تر دې زيات دی هم د زيات کار انرژي نه لري، په نسبي ډول يو ډول نيمه انتخابي بڼه او مشروعيت هم لري، ده ته هم زمينه برابرېږي چې خپلې کړې رښتينې او خيالي ژمنې تر يوه بريده عملي کړي او په عزت سره يو بل قانوني او منتخب حکومت ته واک ورانتقال کړ.

شمالټلوالې ته هم نسبتاً غوره لاره ده چې د طالبانو له زور او قهره وژغورل شي او شل کلن امتيازات هضم کړي، طالبانو ته  هم د عزت لاره ده، ځکه چې هغوی د نوي او ماډرن حکومت د جوړولو او پرمخبيولو تجربه نه لري، يوازې په جنګ او مذهبي ترانو د ولس ضرورتونه نه شي پوره کولای او د زمانې او نړۍ له غوښتنو سره برابر نه دي، امریکايان او نړيوال به هم له يوه لوی پېغور څخه بې غمه شي چې په شلو کلونو کې يې شاګرځ ونه کړ، حکومت او نظام ونه شڼېد او د يو نيم بنده انتخابي حکومت ځای يې پوره انتخاباتي حکومت ته پرېښود او د دې تر څنګ لوی هدف (سوله) چې د ټولو ګډ ارمان و، ټول په ګډه هغه هدف ته ورسېدل، هېڅوک به د ناکامي او محروميت احساس ونه کړي او هر څوک به ځان بريالی او اتل وګڼي.

-
بېرته شاته