Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
شعرونه
[29.May.2021 - 19:14]د يو ملا نه مې تپوس وکړلو
ماوې مُلاصاحب جنت بۀ څۀ وي ؟
هغۀ پۀ ګېډه لاس واهۀ ويل يې
( تازه مېوې او د شېدو رودونه )
خواکې کتاب ته يو طالب ناست و
ما وې چې ته به پکې څۀ ووايې ؟
د زليخا کتاب يې بند غوندې کړو
وېل يې ( ښايسته حورې او شنه خالونه)
شېخ د تسبو امېل په لاس ولاړ و
په خپله ږيره کې يې لاس وهلو
دۀ پرې راودانګل؛ نه داسې نۀ ده
ښکلي غلمان او جنتي سرونه
يو خان په لويه سجده پروت پاڅېدو
ما وېل چې خان کاکا ستا څه رايه ده ؟
خپله شمله يې سموله، وېل يې
د سرو او سپينو عمبري کورونه
خواکې يو ستړى سيلېدو ولاړ و
ما وې مزدوره! تۀ جنت پېژنې؟
د خپل تندي خوله يې وچه کړله
وېل يې (مړه ګېډه، خواږه خوبونه)
يو لېونى غوندې په لار تېرېدو
ما ويل، يه! فلسفي ته څۀ وايې ؟
خپل ببر سر يې ګراوه ويل يې
بس د انسان د خوشالو خوبونه
ما دې خپل زړۀ ته سر ور ښکته کړلو
دۀ په اوترو سترګو بره کتل
دې شين اسمان ته غورېدو ويل يې
ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه
ويل يې اى د لامکان خاونده !
په خپل مکان کې خپل اختيار جنت دى
ګنې د دغې لېونتوب په نامه
که نار وي نار، که دار وي دار جنت دى
(د پښتو د ادب پلار اجمل خټک)
...........
د ميرويس نيکه(رح) سيمينار : 22/5/2021 پېښور
فضل مولا ( توره کی)
پښتون سپک نه دی دروند قام دی
پر ( کابل ) که پر ( باګرام ) دی
تاريخونه يې ژوندي دي
نوم يی ياد پر هر يو ګرام دی
د حالاتو اور پوخ کړی
دا لا چاويل چې خام دی
له پېړيو سترګور دی
هر يو لوري ته يې پام دی
اقتدأ بل پسې نه کړي
دې په خپله لوی امام دی
مناجات د ( بېټ نيکه) مې
هر پښتون لره انعام دی
د( امير کروړ ) بولله
دا د نر پښتون پيغام دی
( دسالو وږمه ) پوهېږې؟
(زيد سرواڼی) يې رسام دی
سومنات يې بوس کسکر کړو
( غزنوي ) لوی انتقام دی
بت شکن يې تاريخ بولي
ننګ يې کړی په اسلام دی
(غياث الدين ) نيکه درښایم
لا ولاړ يې غور کې (جام) دی
(د شهاب بابا )نيکه مې
نوميالی یادېږي( سام) دی
پر جهلم ستوری ځلېږي
ترې خبر ټول خاص او عام دی
د لودهي کهول ته ګوره
چې پر هند يې ایښی ګام دی
( ابراهيم ) که (سکندر) دی
د ( بهلول ) ښه لوړ مقام دی
د (شیر شاه) نوم به دې ياد شي
چې ښخ شوی په (سسرام ) دی
(ميرويس خان) نيکه مې ګوره
پر ( ګُرګين ) کړی قيام دی
بلوسګر ته يې ښودلی
دهغه وروستی انجام دی
( احمد شاه بابا ) به اورې
چې ميين پر ننګ او نام دی
اچولی يې په هند کې
د (مرهټ) خولې ته لګام دی
(ايمل خان) در نه هېر نه شي
لوړ همت پر دۀ تمام دی
د (خوشحال) د تورې برېښ ته
ټول مغل کړی سلام دی
پر پښتون يې سيوری کړی
خوشحال خان د پا مير بام دی
د ( رحمن ) شعر چې لولی
سراسر دزړه آرام دی
( الپوری ) او ( قلندر )خو
د ( رحمن بابا ) دوام دی
په (حميد) او په (حمزه )کې
( سمندر )غوندې افهام دی
زه به کوم يو درته ستايم
يو دوه نه دي ډېر ارقام دی
په آسمان لکه د ستورو
ځليدل کوي ماښام دی
لمر۔ سپوږمۍ ترینه جوړ شوي
چې پر دين يې اعتصام دی
افغانان به بیا يو کېږي
دا يو زېری دی الهام دی
چې راخیستی يې په مينه
له طاقچې نه پاک کلام دی
( توره کی ) به بېرته ځوان شي
سر ټيټ کړی حق ته ( رام ) دی
ګرام : ځای
باګرام : دپېښور پخوانی نوم۔
سسرام : دهند بِهار بېرته شاته