Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پښتونخوا
[02.Jun.2021 - 14:01]ای! د مــرغۍ غښتلیو راشئ
په ننګ ولاړ د پښتونخوا شئ
په کلې کور باندې مغل راغی
هم په غزني هم په کابل راغی
(هوتک بابا661-740هجري)
-------------------------
نوره واړه پښتونخوا په ځائي پرته ده
دا یو زه دې زمـانـې پکې منصورکړم
..........
هر چې ښه د پښتونخوا دی دا یې حال دی
هغو بدو ته به څوک وایي سړي دي
.....................
درست پښتون له کـندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار
(خوشال بابا)
------------------------------
لکه شعر دی، دده په پښتونخوا کښې
بل به کم وي، په دا وخت د افغان شعر
(پیر محمد کاکړ / 1196هجري)
پښتونخوا ښکلي زلمي، چې ځغلي هند ته
نو اغلیه ! پېغلې کاندې اتڼونه
(ښکارندوۍ ( 580هجري) د شهاب الدین غوري د دربار شاعر)
-------------------------
دډیـلي تخت هیرومه چې رایاد کـــړم
زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه
(احمدشاه بابا)