سوله به څنګه راځي
[27.Oct.2020 - 16:51]سوله به څنګه راځي؟
عبدالغفور لېوال
زما سیاسي تجربه، زما فرهنګي تجربه او له تاریخ څخه زما زده کړه راته وايي !!!
ـ دا جګړه د مذاکراتو په مېز کې تر خبرو وروسته پای ته نه رسیږي، ځکه جګړه مار پخپله نه پوهیږي چې ولې جنګیږي؟ دوی جنګول کیږي.
ـ جګړه د یوه لوري په پیاوړتیا پای ته نه رسیږي، ځکه د بل لوري ترشا داسې ځواکونه شته، چې هغه هم پیاوړی کړي.
ـ جګړه په دعاګانو پای ته نه رسیږي، ځکه الله تعالی حکم کړی، چې خپل حالت پخپله بدل کړئ !
ـ جګړه په ښېراوو پای ته نه رسیږي، ځکه د بې ارادې انسانانو ښېرا نه قبلیږي.
ـ جګړه په زاریو، عاطفي خبرو او ژړا ګانو پای ته نه رسیږي، ځکه د خلکو اوښکې د کباب هغو څاڅکو ته ورته دي، چې تر کباب لاندې اور لا پسې زیاتوي.
جګړه یوازې او یوازې هغه وخت پای ته رسیږي، چې :
خلک راووځي، ټوپکوال ( پخواني او نوي) سپک کړي، لاړې ورتو کړي، ټول افغانستان له ټوپکوالوڅخه د کرکې او نفرت ګډ غږ پر سر واخلي. که دېرش میلیونه انسانان نه، دېرش میلیونه مچۍ هم یاست د ټوپکوالو په غوږونو کې وبنګیږئ.
دا جګړه له امریکې او روسيې څخه نه، بلکې همدا ستاسو له ستونو څخه د چیغو په زور پای ته رسېدلای شي.
راووځئ او خپل قاتلان له ګریوانونو ونیسئ !
راووځئ او ټول کرکه شئ، نفرت شئ، قهر شئ او ټوپکوال، د ګاونډیو سپي غلامان لکه کثافات د خپلې غوسې په څپو کې ورجارو کړئ!
د دوی مردار جسدونه د کابل و کونړ سیندونو او د هریرود و فراه رود په څپو کې د دوی د بادارانو انګړ ته ورجارو کړئ او بیا خپل سیندونه وتړئ ، پر خپلو شاړو زمکو یې ورسم کړئ، غنم وکرئ او له سولې څخه خوند واخلئ !
سوله نه د حکومت په لاس کې ده، نه د ترهګرو په لاس کې،
سوله همدا ستاسو په لاسونو کې ده !
هیڅوک په سوله پسې نه ګرځي، بلکې سوله ستاسو په ارادې پسې ګرځي!
#لېوال