قام ځه ته ایي
[28.May.2020 - 08:13]قام څه ته وایی او د قام مرام څه وی؟
لیک: انجنیر اعجاز یوسپزی
د قام ډېر قسمونه دي خو د قام په دوه اهم قسمونو به نن خبرې وکړو ۔ لکه اتنیکی- کلتوری قام ( اتنو -کلچرل ) او مېشت قام چې سیوک نیشن ورته وئیلې شی۔
اتهنو -کلچرل قام هغه وی چې یو نژاد ، یوه ژبه ، یو کلتور ، یو ټولندود او شریک تاریخ ولری. ورسره ورسره د تاریخ په اوږدو کې په مدارجو کې په یوه جغرافیایی ساحه کې وده وکړی او بیا د وخت تیریدو سره قبیلوی مناسبات د دوی په مېنځ کې کمزوری شی او د نیشن هوډ او سټېټ هوډ احساسات په دوی کې پېاوړی شی ، دغې ته اتنو کلچر قام وایی ، لکه جرمنی، کوریا او سعودی عرب وغیره۔
بل طرف ته سیوک نېشن ( مېشته قام ) کې مختلفې نژادی، قومی، مذهبی، او ژبنی خصوصیات وي چې رو رو د یوې اډاڼې لاندې ویلې شی او بیا یوه ژبه، کلچر او ملی هویت ومنی او په یوه واحده جغرافیایی ساحه کې ژوند کوی. امریکه او کنیڈا د دې مېشته ( سیوک یا شھری) قام ښه مثالونه دی۔
پښتانه د اتنو کلچر قام په لور روان دی خو لا د قبیلویت ( ټرائبلزم ) نه وتلې نه دي۔ پښتنو باچاهانو به هم د پښتنو په مټو د پښتون /افغان په ځاې د غوری ، لودی ، سوری ، هوتکی ، یوسفري او دورانی په نومونو حکومتونه کول. د حبیب الله رفیع په شمول د پښتنو پوهانو له نظره پائيدار قام د انسانانو یو اتنیکی جوړښت دے چې له یوه ستر نیکه نه رابیلیږی بیا د وېنې د رګ او د پاینڅې له لارې پخیږی، ډېریږی ، لویږی او قبیلې او د قبیلو څخه قام جوړیږی. دا یو طبعی ، فطری او خدایی عمل دے چې انسانان یې د فطرت په غېږه کې پالی، ساتی او تسلسل ورکوی. نو قام په دې مانا نه د پانګې ( سرماے) پېداوار دے او نه د محنت او پېداوار د ذریعو پامته دار دے، البته قامی ریاست، صنعتی پرمختګ ، د امدورفت ترقی او ادبی کلتوری سرګرمئ ورته نوره وده او مضبوطیا ورکوی. داسې قامونه خدایی پېداوار دے چی د ژبې او وینې په رسۍ تړلې وی او که نور څه مېنځ کې نه وی هم ، نو دا جبری او قدرتی تړون دوی د قام په توګه یوځاې ساتلې شی. په دې اساس قام یوه اجتماعی پدیده ده او د انتراپالوژی ( وګړپوهنې) په آئينه کې ورته کتل پکار دی ۔ اوس یو قام د وینې له پلوه خالص او بیخی سوچه نه شی کیدلې، چې څوک هم د دوی سره د تاریخ په اوږدو کې د دوی جغرافیه ، کلتور ، ګټه بائيلات او ژبه خپله کړی نو هغه هم د دغه قام ( وصلی) برخه جوړیږی او د دغه قام بچي منلي شي ، اګرچه د هغوی بئيل نسل ، کلتور او ژبه وی خو چې په یو مخصوص قام کې واخښلې ( حل ) شی او خپل زاړه انفرادیات او ځانګړتېاوې پریږدی ، او د دې قام خصوصیات خپل کړی نو دغه قام یې ګرګه شي . لکه په پښتونخوا کې مېشته سیدان ، صاحبزادګان ، قاضیان ، قرېشیان وغیره چې اوس د پښتون قام برخه ګڼلي شی ۔ په پښتونخوا کې مېشته نایی، چمیار ، لوھار، کُلال ، ډم ، جولا ، ننداف وغیره خو د پښتنې ټولنې او پښتنې ګرګې جوړ شوي سوشل کلاسز یا پروفیشنل کلاسز (پېشه ور هنرمندان ) دی ، هغوی خو د قام نسلی او اصلی برخه ده چې بیا د کارونو د تقسیم په وجه د انسانانو بالا دستو طبقاتو پردی کړی او زپلی دی، دوی د پښتون د وجود او ګرګې حصه دي۔
په دې انڈول قام یو پوخ خدایی او فطری تړون دے ۔ ملکونه بدلیږی خو قام نه بدلیږی ۔ غیر فطری ملکونه که ماتیږی نو اخر کې به په اتنو کلچرل الائنمنټ ( اډاڼه) شکل اختیاروی، د روس د شوروی اتحاد ، چیکو سلواکیه او یوګو سلاویه وغیره مثالونه اوسنی تازه مثالونه دي۔د چیکو سلواکیه، یوګوسلاویه او شوروی اتحاد د ملت عارضی تړونونه څنګه د وخت سره ړنګ شول؟ او په قدرتی او فطری قامی ساحو کې ټیکاؤ ودرېدل ۔ په نړۍ کې ډېر اتنو کلچر قامونه دغه لوری او مرام ته د رسېدو لپاره لاس او خپې وهی، سکاټش، آئرش ، کُردان وغیره یې څرګند مثالونه دی۔
د قام وړومبۍ اکایی ( یونټ) کورنۍ یا خاندان دے، یو خاندان د معاشرتی ژوند او معاشی ودې لپاره یو
“ کور “ ( ھوم ) ته ضرورت لری ، دغه شان یو قام یو خپلواکه “ ھیواد” ته محتاجه وی چې د سیاست پوهنې، معاش پوهنې او مدنیت پوهنې له لارې د ترقۍ مدارج تر لاسه کړی او د سېالو قامونو په کتار کې ودریږی. دا څه د څاروو ګورم نه دے چې ځان ځان له څریږی ، دلته سیاست پوهنه او وګړ پوهنه د قامی هوډ لاندې لاس په لاسو کې شریک سفر کوی او کله د ارتقا او کله د انقلاب په لاره مخکې ځی۔ (اعجاز یوسفزے)