(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تفسیر کبیر

[05.Jun.2020 - 15:50]

الحمد للهتفسیر،  الفاتحه - تفسیر کبیر / ۲ مه برخه

سلام الله تعالی ته وویل چې ستا حمد او شکر خو پر ما باندې فرض دی او دا راز حمد او شکر خو زما په وس او سېک کې نه دی. الله تعالی ورته وویل چې تا په خپله بې سیکې او عجز اعتراف وکړ همدومره کفایت کوي.

اتمه فایده: رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي {اذا انعم الله علی عبده نعمة فیقول العبد الحمدلله فیقول الله تعالی انظروا الی عبدی اعطیته مالا قدر له فاعطانی مالا قیمة له} د دې حدیث تفسیر دا دی چې کله چې الله تعالی خپل بنده ته نعمت ورکړی او دا نعمت یو معتاد څیز وي لکه چې دا بنده وږی وي نو الله خواړه ورکړي او یا تږی وی او دی اوبه ورکړي چې تنده یې ماته شي. یا لوڅ لپړ وي کالي ورکړي چې پټ شي او چې بنده ووایي {الحمدلله}، نو د دې الحمد لله معنی داده چې د ټولو حامدانو حمدونه ټول د الله تعالی دی او هغه حمدونه هم د ده دي چې حامدانو لا تر اوسه پوري نه دي ویلي خو کېدای شي چې ویې وایي. نو ټول حمدونه د الله دي که هغه د عرش او کرسي د ملایکو حمدونه وي او که نور او هغه ټول حمدونه د ده دي چې د آدم علیه السلام څخه نیولي تر رسول الله پوري ټولو استازو ویلي دي

هغه ټول حمدونه د ده دي چې  د الله د دې قول پوري یې د ده بنده ګان ده ته وایي {دعوا هم فیها سبحانک اللهم وتحییتهم فیها سلام و اخرو دعوا هم ان الحمدلله رب العالمین}.   بیا هم دغه محامد متناهي دي او ټول هغه محامد چې تر ابده ویل کېږي، دا ټول د ده دي او دا ټول محامد د الله په دې  قول کې دا خل دي چې وایي {الحمدلله رب العالمین}. نو ځکه الله تعالی ویلي دي: {انظروا الی عبدی قد اعطیته نعمة واحدة لاقدر لها فاعطانی من الشکر مالاحد له ولا نهایة له}. ما یو نعمت ورکړ او ده راته بې نهایته شکر راکړ.

نهمه فایده: په دې کې کڼه او شک نه شته چې وجود له عدم څخه خیر او ښه دی، نو ویلای شو چې د الله له وجود څخه پرته نور ټول وجودونه د الله ورکړه ده او دا ورکړه د ده فضل او احسان دی اود الله فضل او احسان د شکر او حمد واجبوونکی دی، نو په ټولو موجوداتو د الله حمد واجب دی.نو چې بنده ووایي الحمدلله، معنایې دا ده چې ټول حمد چې د هر حامد له خوا څخه وي دا راز حمد یوازې د الله دی او یوازې الله یې مستحق دی. بنده وایي چې په دې حمد کې ته هیڅ شریک نه لرې دا حمد ټول یوازې ستا دی اوبس.

لسمه فایده: که څوک ووایي چې تسبیح پر تحمید مقدم دی لکه چې ویل کېږي {سبحان الله والحمدلله}. نو ولي حمد یوازې یاد کړی شو؟ ځواب دا دی چې تحمید پر تسبیح باندې بالتضمن دلالت کوي ځکه چې د تسبیح معنا دا ده چې الله تعالی په خپل ذات او صفاتو کې له نقصانو، نیمګړتیاوو او افاتو څخه مبراء او پاک دی. حمد په دې معنی هم دلالت کوي چې الله پر بندګانو او خلکو باندې منعم، رحیم دی، تسبیح دې ته اشاره ده چې الله تام او پوره دی او تحمید دې ته اشاره ده چې الله لا ډېر تام او پوره دی. نو له همدې کبله پر حمد پیل اولی او ډېر ښه دی.

یوولسمه فایده: په الحمدالله کې ماضي او مستقبل دواړه راځي په ماضي کې یې خپلو بندګانو او مخلوقاتو ته نعمتونه ورکړي دي او په مستقبل او وروستمهال کې یې هم ورکوي، لکه چې وایي {لئن شکرتم لأزیدنکم}. په حمد باندې پر حامد د دوزخ دروازې بندېږي. د جنت دروازې ورته پرانیستل کېږي چې همدا د حمد ستر برکت او کمال دی او له همدې امله چې د جنت دروازې د الحمدلله له برکته پرانیستل کېږي دې سورت ته فاتحه وایي.

دوولسمه فایده

الحمدلله ډېره لویه او مبارکه کلمه ده، خو په خپل ځای کې او که بې ځایه وي نو بیا مقصود په لاس نه راځي سری سقطی ته - چې یو روحاني تېر شوی دی - چا وویل چې طاعت او عبادت باید څرنګه وشي؟

هغه وویل چې ما یو ځل بې ځایه الحمدلله وویله، د دې بې ځایه الحمدلله ویلو له کبله دا دېرش کاله کېږي استغفار کوم او له الله څخه بخښنه غواړم. ورته وویل شول چې څرنګه دي الحمدالله بې ځایه ویلي ده، چې له دې بې ځایه الحمدلله ویلو څخه بخښنه غواړې؟

سقطي ورته وویل په بغداد ښار کې اور ولګېده او د ټولو وګړو دکانونه وسول خو زما دکان و نه سو. چا را ته وویل چې د ټولو وګړو دکانونه وسول خو یوازې ستا د کان ونه سو. نو ما وویل الحمدلله چې زما دکان نه دی سوی. زما دا حمد بې ځایه و ځکه چې ما باید د نورو وګړو د دکانونو په سوزیدلو خوا بدي کړي وای. ما وویل الحمدلله چې زما دکان ونه سو. کله چې زه پوه شوم چې غلط شوم - یوازې د خپل دکان په نه سوځېدو مې خوښي وکړه - نو خوابدی شوم او د دغه بې ځایه الحمدلله ویلو له کبله دا دی دېرش کاله کېږي چې له الله څخه استغفار او بخښنه غواړمالحمدلله خو لویه او ستره د جلال او کمال کلمه ده خو باید چې په ځای وویل شي.

دیارلسمه فایده: هغه لومړۍ کلمه چې زموږ پلار، آدم علیه السلام، یاده کړي ده هغه الحمدلله ده او هغه وروستۍ کلمه چې جنتیان یې وایي هغه هم همدا د الحمدلله کلمه ده. لومړۍ کلمه آدم علیه السلام په دې توګه ویلي ده چې کله روح د دهنوـ  سره ته ورسېده نو ده وویل: الحمدلله رب العالمین او دا چې جنتیان یې بیا د وروستي ځل له پاره وایي هغه داسې ده: {و اخر دعواهم ان الحمدلله رب العالمین} نو د عالم پېل او فاتحه هم په الحمدلله شوي ده او همدارنګه یې پای او اخر هم په الحمدلله شوي ده.

نو ته هم هڅه کوه چې لومړی او پای دې د الحمدلله په همدې مبارکه کلمه وي، ځکه چې د انسان ووړ عالم نو چاره یې په کار ده چې  د ستر عالم په شان په الحمدلله وي.

څوارلسمه فایده: د جبریه او قدریه دواړو ډلو عالمانو په الحمدلله تمسک کړی او همدا الحمدلله یې د ځان له پاره سند ګرزولی دی. جبریه و په څو وجهو په الحمدلله تمسک کړی دی.

لومړۍ وجهه: هر کله چې د چا فعل اشرف او اکمل وي او د ده نعمت ډېر ښه او اعلی وي نو همدی د ډېر حمد او ثنا مستحق دیپه دې کې شک نه شته چې په مخلوقاتو کې ډېر اشرف څیز ایمان دی . که ایمان د بنده فعل وای نو بنده به له الله څخه د حمد ډېر مستحق وای. څرنګه چې داسې نه ده نو موږ پوه یو چې ایمان د الله مخلوق دی نه د بنده

دویمه وجهه دا ده چې امت په دې اجماع کړي ده چې الحمدلله د ایمان په نعمت دی. که دا ایمان د بنده فعل وای او د الله فعل نه وای نو د وګړو دا وینا {الحمدالله علی نعمة الایمان} به باطله وه ځکه چې حمد د فاعل پر هغه څه باندې چې هغه د ده فعل نه دی، باطل دی، ځکه چې الله تعالی ویلي دي: {ویحبون ان یحمدوا بما لم یفعلوا}. 

درېیمه وجهه: دا ده چې موږ دا خبره ثابته کړي ده چې الحمدلله څخه بل هیڅوک د حمد مستحق نه دي، نو ټول حمد به هغه مهال د الله و چې ټول نعمتونه د ده له لوري وای. ایمان ډېر افضل نعمت دی نو واجب ده چې ایمان د الله له لوري وي.

څلورمه وجهه: دا ده چې الحمدلله په خپله د خپل ځان مدح کوي او د ځان ستایل په وګړو کې بد او قبیح ګڼل کېږي. نو کله چې الله خپل کتاب قرآن کریم په الحمدلله پیل کړ چې دا الحمدلله په خپله د ده مدح ده نو له دې څخه دا جوته شوه چې د الله حال د بندګانو له حال څخه بېل دی. هغه دا چې بندګان په خپله مدح بد ښکاري او قبیح کار دی خو الله تعالی په خپله ستاینه او حمد ښه ښکاري نو داسې کېږي چې په کوم څیز بنده بد ښکاري په هغه څیز الله ښه ښکاري او دا خبره په دې دلالت کوي چې الله مقدس دی او د ده افعال د بندګانو په افعالو نه قیاسېږي.

د بندګانو ځینې چارې قبیحي دي خو د الله ټولې چارې ښې او حسنې دي چې په دې باندې د اعتزال ټول اصول ړنګېږي.

پنځمه وجهه: دا ده چې د معتزله وو په نزد د الله ټول افعال حسن دي او په کار ده چې د ده افعال په حسن سربېره یوبل صفت هم ولري او که نه نو د ده افعال به عبث شي. عبثکاري د الله په باره کې محاله ده الله عبث کار نه کوي هغه څیز چې پر حسن باندې زاید دی هغه به یا واجب وي او یا به د ده تفضل او مهرباني وي. د واجب مثال نېکچارو ته د دوی د اعمالو ثواب ورکوي او د تفضل مثال دا دی چې څه د چا حق وي هغه خو ور کولی شي او لا نور هم ور کولی شي.

دا خبره په دې کې چې الله تعالی د حمد مستحق دی عیب پیدا کوي او زموږ د دې وینا چې وایو الحمدلله صحت باطلوي د دې خبرې بیان او تفصیل دا دی

اداء د واجب د حمد استحقاق نه لري، لکه د یو چا چې پر یو بل چا باندې پور وي او هغه پور وړی پور حقدار ته ورکوي نو دا پوروړی د حمد او ستاینې مستحق نه دی . که پر الله باندې کوم فعل واجب وي نو د دغه په مقابل کې د حمد استحقاق نه لري او که الله تعالی له چا سره تفضیلآ ښه وکړي نو په دې راز ښو کولو د مدح حقدار شو او چې دا حق ور ورسېده نو کامل شو چې د دې حق تر رسېدو د مخه ناقص و او د دې دا معنا ده چې الله تعالی د حمد مستحق نه دی.

شپږمه وجهه: دا ده چې الحمدلله په دې دلالت کوي چې الله تعالی محمود دی. نو ویل کېدای شي چې دا حمد او مدح الله تعالی لره لذاته ثابته ده او که ثابته نه ده. لومړی ممتنع دی چې حمد ور لره لذاته ثابت دی نو دا د بل چا د مدحې له پاره ممتنع دی. دا هم ممتنع ده چې کوم څیز د ده له پاره موجب د حمد وي او هغه د ذم او بد ویلو استحاق ولري ځکه هغه چې د ده د ذات له پاره ثابت دی د دې څیز ثبوت د بل له پاره ممتنع دی.

چې داسې وي نو پر الله باندې هیڅ څیز واجب نه دی نو بندګان پر الله باندې کوم حق نه لري چې الله یې عوض ور کړي او یا ثواب ورکړي. په دې خبره د معتزله اصول ړنګېږي او دویم قول چې الله لذاته د حمد مستحق نه دی نو په دې صورت الله ناقص لذاته دی او پر بل څیز ورته کمال حاصلېږي او دا خبره د الله په حق کې محاله ده ځکه چې الله په خپله کامل دی او د بل کوم کمال په انتظار کې نه دی چې ور باندې کامل شئ.

خو معتزله وایي چې د الله تعالی دا قول الحمدلله هغه وخت ذات دی چې د ده په فعل کې قبیح نه شته او د ده په قضاءګانو کې ځور او تېری نه شته او د ده په حکمونو کې ظلم نه شته، موږ وایو چې الله تعالی همدغسي دی، نو الله تعالی د سترو حمدونو او مدحو مستحق دی.

جبریه وایي چې هر قبیح د الله تعالی فعل دی او هم ځور د ده حکم دی. هر عبث د ده کار دی، ځکه چې هم دا الله تعالی په کافر کې کفر پیدا کوي بیا یې په همدغه کفر عذابوي. حیوانات ځوروي خو عوض او بدل نه ورکوي نو په دې تقدیر به څرنګه د حمد مستحق شي؟ بله دا ده چې الله تعالی د الهیت په سبب د همدغه حمد مستحق دی.

چې دا حمد به یا پر عبد او بنده باندې وي او یا به په خپله پر همده باندې وي، که دا حمد پر بنده باندې وي نو پر بنده واجب ده چې  په حمد ویلو قادر وي چې په دې توګه د بنده په خبر باندې قول باطل دی.

که حمد پر الله تعالی وي نو دا واجبېږي چې الله تعالی به په خپله د خپل ځان حمد وایي او دا قول باطل دی چې الله تعالی په خپله د خپل ځان حمد ووایي. نو ځکه قدریه وایي چې د الله حمد پر بنده لازم دی نو بنده فاعل دی او پر حمد ویلو قادر دی، ځکه چې زموږ دا وینا سمه ده.

پنځلسمه فایده: پوهان په دې کې اختلاف لري چې د الله تعالی شکر په عقل واجب دی او که په سمع یعنی چې عقلي واجب دی او که سمعي. ځیني وایي چې د شکر وجوب په سمع واجب دی، ځکه چې الله تعالی وایي {وماکنا معذبين حتي نبعث رسولا} او دا هم وایي {رسلآ مبشرین و منذرین لئلا یکون للناس علی الله حجة بعد الرسول} او ځینې پوهان وایي چې شکر پر بنده باندې د شرع له راتللو څخه د مخه هم ثابت او لازم دی او د شرع تر راتللو څخه وروسته هم لازم دی.

بالاطلاق، د دې دلیل د الله تعالی دا قول دی چې وایي {الحمدلله} او د دې خبرې بیان او توضیح څو وجهې لري.

لومړۍ وجهه: دا ده چې الله وایي الحمدلله نو دا به پر دې دلالت کوي چې دا حمد د الله تعالی حق او ملک دی. علی الاطلاق او دا د دې دلیل دی چې حمد د شرع له راتللو له مخي لازم او واجب دی او الله یې مستحق دی.

دویمه وجهه: دا ده چې الله تعالی وایي {الحمدلله رب العالمین} او د فقهې په اصولو کې دا ثابته شوي ده چې د حکم ترتیب پر مناسب وصف باندې پر دې دلالت کوي چې دا حکم معلل دی په همدغه وصف باندې یعني د دې حکم علت همدا وصف دی. نو دلته الله تعالی حمد خپل ځان ته ثابت کړی دی، او ویلي یې دي چې الله رب العالمین  دی او پر دوی باندې رحمان او رحیم دی. چې دا سي ده نو دا ثابته ده چې په ټولو حالاتو کې الله تعالی د حمد مستحق دی، د نبي له راتللو له مخه وي او که د ده له راتللو وروسته وي خو دی مطلق د حمد مستحق دی.

شپاړسمه فایده: پر موږ واجب ده چې د حمد حقیقت او ماهییت وپېژنو، نو وایو چې د الله تعالی تحمید له الحمدلله څخه عبارت  نه دی، ځکه چې زموږ دا قول {الحمدلله} له حمد څخه اخبار او خبر ورکول دي او اخبار له مخبرعنه څخه مغایر وي. نو دا واجب ده چې د الله تحمید له الحمدلله څخه مغایر وي نو اوس وایو چې د منعم حمد عبارت دی له هر هغه څخه چې د منعم پر تعظیم او سترتیا باندې د ده د انعام له امله دلالت کوي، دا فعل به یا د زړه فعل وي ، یا به د ژبي فعل وي، یا به د جوارحو او اندامونو فعل وي.

د زړه فعل دا دی چې زړه دا باور ولري چې الله تعالی د کمال او جلال په صفتونو موصوف دی او د ژبي فعل دا دی چې داسې الفاظ پر ژبه باندې راوړل شي چې د الله تعالی پر کمال او جلال دلالت وکړي او د اندامونو فعل دا دی چې په اندامونو داسې چارې وکړي چې دا چارې د الله تعالی پر جمال او کمال باندې دلالت وکړي چې د حمد همدا معنا ده.

په دې مقام کې پوهان په دوو ډلو وېشل شوي دي

لومړۍ ډله هغه پوهان دي چې وایي دا جایز نه ده چې  الله تعالی پر خپلو بندګانو باندې امر وکړي چې د ده عبادت وکړي او په دې قول باندې یې په څو وجهو باندې استدلال کړی دی.

لومړۍ وجهه: دا ده چې پر بندګانو به یې دا تحمید او حمد ویل، پر هغه  نعمت واجب کړی وی، چې د مخه یې ورکړی دی او یا دا چې تر دې حمد ویلو به یې وروسته ورکوي. لومړی صورت باطل دی چې په ورکړي نعمت له بندګانو څخه تحمید وغواړي، ځکه چې د دې دا معنی کېږي چې الله تعالی له خپلو بندګانو څخه په خپل نعمت ورکړه مکافات او بدل غواړي او دا د کرم او مهربانۍ له پاره عیب دی، ځکه چې کرم انعام پر چا باندې وکړي له هغه څخه بیا نه غواړي چې مکافات ورکړي.

دویم دا ده چې له انعام څخه د مخه ور څخه حمد ویل غواړي چې دا د بل چا ستړي کول او ځور دی. دا ظلم دی. بله دا ده چې دا راز حمد ویل پر حامد باندې خوشي بې ګټې بار دی او منعم ته کومه فایده نه لري، ځکه چې منعم او محمود په خپله په خپل ذات کې کامل او پوره دی، کوم بل څیز ته اړتیا نه لري او کامل ته دا مستحیل دی چې پر بل چا باندې خپل کمال حاصل کړي او تحصیل د حاصل کېږي. نو دا حمد ویل عبث او ضرر دی، نو واجب ده چې دا راز حمد مشروع او روا نه وي.

درېیمه وجهه: دا ده چې د ایجاب معنا دا ده چې که بنده دا کار ونه کړي چې ور باندې واجب دی نو د عذاب مستحق دی نو معنا دا ده چې الله تعالی بنده ته وایي، که دي دا واجب ونه کړ زه به عذاب در کړم او دا حمد الله ته کومه ګټه نه لري نو معنا دا شو چې په دې فعل کې د هیچا ګټه نه شته نه د خالق او نه د مخلوق. که دا بې ګټې کار دي ونه کړ نو زه به دي تر ابده په عذاب کړم او داسې کار له حکیم او کریم سره لایق نه دی.

دویمه ډله وایي حمد ویل په څو وجهو بې ادبي ده:

لومړۍ وجهه: دا ده چې د الله ډېر احسان د بنده د لږ شکر په مقابل کې راځي او دا بې ادبي ده.

دویمه وجهه: دا ده چې شکر هغه مهال کېږي چې نعمت په زړه کې یا دوي او زړه په دغه نعمت مشغول وي او د الله معرفت ته یې پام نه وي.

درېیمه وجهه: دا ده چې بنده د نعمت په مقابل کې د الله شکر کوي او دا په دې دلالت کوي چې دا بنده دا شکر او حمد د دې له پاره کوي چې ده بنده ته دا نعمت ورکړی دی او د دې سړي مطلب او معبود همدا نعمت دی او خپله خوښي یې مطلب ده، دا ډېر ټیټ مقام دی والله اعلم.

نجیب منلی

-
بېرته شاته