څه لیدلي، څه اوریدلي
[20.Jun.2020 - 14:58]د دستار سړے څۀ ليدلې څۀ اورېدلې
ليک:- ګل محمد بيتاب
زۀ چې په ښه بده پوهه شوے يم نو دَ دستار دَ سړي پحقله مې خبرې اوريدلي دي۔ بلکه د دۀ دَ پلار پحقله مې هم ډېر څۀ اوريدلي دي ، دَ کور نه به چې جومات، سکول، پټي اؤ دَ لوبو ميدان ته تلم نو هر چرته به دَ دې پلار اؤ زوي خبرې کيدلې خو دا خبرې به ډېرې عجيبه غوندې وې۔ په يوه علاقه، يو کلي اؤ يوه کوڅه کښې به چا پلار اؤ زوي ته غداران،هندوان دَ هندوانو ملګري اؤ دَ روس ايجنټان وئيل اؤ چا به ورته دَ پېغمبرانو وارثان وئيل چې دَ خدائے تعالیٰ دَ مخلوق خدمت کوي۔ دا خبرې به څۀ يوه ورځ يا په کومه خاص موقعه نه بلکه هره ورځ کيدلې زۀ په دې خبره نۀ پوهېدم چې دا څۀ چل دے ولې چې دَ چا خوښ وو نو دَ دين ايمان غوندې پرې ګران وو اؤ چې دَ چا بدي شول نو ولې ئې ورته دومره سپک کتل چې هغه مسلماني ئې هم پرې پېرزو نشوه ۔
په يوه حجره کښې به يو تن ووې دا ښه ده چې دلته نور دَ ملک خېرخواه خلق شته ګني دې پلار اؤ زوے خو وړومبے دَ ملک دَ جوړېدلو مخالفت کولو اؤ چې ملک آزاد شو نو اوس ئې د دې په ورانولو پسې راخيستې ده ، بل به اُووې نه يره دا هسې خلق په دوئ الزامونه لګوي ، بل به اُووې الزامونه نه دا رښتيا دي زۀ درته قسم خورم که وس ئې بر شو نو دا ملک درله ټکړې ټکړې کوي اؤ يا ئې په هندوانو خرڅوي ، بل ماما به پرې راټوپ کړل دا ملک اصل کښې هم دوئ آزاد کړے دے ، انګرېزان خو دوئ دَ ملک نه ويستلي دي ځان پوهه کړه ګني ولې به ئې دوئ نيول، وهل اؤ جيلونو کښې اچول ، خو دا بدبخته قوم دے خپل نېک خواه اؤ بدخواه نۀ پېژني۔ نور قومونه دَ داسې مشرانو قدر کوي اؤ مونږه دَ خپلو مشرانو بې عزتۍ کوؤ۔ خو چې د دۀ خبره به ختمه شوه نو بل به غاړه تازه کړه ما دَ ډېرو خلقو نه اورېدلي دي چې دا پلار اؤ زوے غداران ، دَ ملک ماتونکي اؤ خرڅونکي دي۔ دې کښې به يو بل بابا خپلې همسا له ټک ورکړو، دَ قهره به سور شو اؤ په اوچت آواز به ئې ووئيل واوره فلاني پلار خو ئې زبرګ دے زبرګ اؤ ګډې وډې خبرې مۀ کوه هسې نه چې خُلۀ دې کږه شي۔ اے دَ زبرګۍ يوه ښکاره علامه ئې دا ده چې لاسونه ئې دَ ګوډو نه ښکته پورې اوږدۀ دي۔ اؤ جرنېل صېب وئيل چې دَ شپې به چرته څملاستو نو اوۀ ټکړې به پروت وو خو سحر له به بيا سم دم وو ، هن رښتيا يوه بله نخښه ئې هم درته ښايم يو ځل ئې چارسده کښې وئيل چې دَ انګرېزانو جوړ کړے صابون مۀ اخلئ۔ خلقو ورته وئيل نو بابا جامې به په څۀ وينځو۔ هلته يوې ډېرۍ ته ئې اشاره اوکړه وې دغه ځاے نه ښوره اوړۍ اؤ جامې پکښې وينځۍ ۔ ته په خدائے يقين اوکړه اؤ ما ګناه ګار نه چې ډېرو خلقو هغوه ښوره کښې جامې وينځلې وې اؤ دَ صابون نه به ئې ښې جامې صفا کولې۔ بل به پرې راټوپ کړل مړه که دوئ دومره ښۀ وو نو دَ هندوانو ملګري به نۀ وو۔ زما ئې په مسلمانۍ شک دے اؤ ته ئې زبرګۍ بيانوې ۔
دا قسمه بحثونه به تقريبًا هره ورځ اؤ شپه لارو، کوڅو، حجرو اؤ نورو ځايونو کښې چرته چې به دوه څلور تنه راغونډېدل کېدل، هېڅ په اندازه به رسېدم چې څوک په سمه اؤ څوک په ورانه دي ځکه نو د دې پلار اؤ زوئے پحقله زما ذهن کښې څۀ عجيبه عجيبه تصويرونه جوړ شوي وو۔
دَ پلارخبره به ئې چرته بياشي خو داسې څو کاله پس مې پېښور ښار کښې يوه جلسه کښې زوے اولېدو ، دغه وخت دے مخامخ په سټېج ناست وو، زما په خيال يا خو دا ډېر خطرناک غټو برېتونو والا ځوان پکار وو۔ اؤ يا اوږدې ږيرې والا فرښته صفته بنيادم ولې چې زما په ذهن کښې دَ اورېدلو خبرو په نتېجه کښې بس دغه دوه قسمه تصويرونه جوړ شوي وو خو دا سړے د دې دواړو نه بدل وو، دَ پوخ عمر سړے وو ، لوئې ويښته ئې وو چې په يو خاص انداز کښې ئې اړولي وو، لوړ دنګ دَ مضبوط وجود خاوند وو رنګ ئې سور سپين وو ، دَ خامتا جامې ئې اغوستې وې اؤ ورسره ئې تورې چشمې په سترګو وې ، کله چې راپاڅېدو نو په رښتيا چې دَ چنار هومره سړے وو دَ بدن دَ مضبوط والي په وجه ډېر لوړ نۀ ښکارېدلو ګني نو دَ زرګونو کسانو په دغه جلسه کښې به د دۀ نه لوړ څوک نۀ وو۔
په ظاهري اؤ معنوي دواړه لحاظه ئې دَ مقابلې څوک نۀ وو کله ئې چې خبرې شروع کړې نو شروع ئې دَ بسم الله نه وکړه ۔ ورپسې دَ تقرير دوران کښې ئې دَ قران کريم دَ يو آيت دو حوالې ورکړې ، دوه څلور آحاديث اؤ دغه شان دَ عالمانو بزرګانو خبرې ئې اوکړې، حېران شوم چې دې سړي ته خلق څنګه غېردينه وائي دا خو دا دے په سپينه ډاګه جلسه کښې قرآن ، حديث اؤ دَ عالمانو خبرې کوي، په دغه موقعه ئې چې کوم تقرير کړے وو هغې کښې ماته يوه خبره تر اوسه ياده ده چې وئيل ئې مونږه دَ آزادۍ دَ پاره جدوجهد کوؤنکو خدائي خدمتګارانو غوښتل چې انګرېز د دې وطن نه په زور اُوويستے شي نو ورسره به ئې باقيات اؤ اثرات هم ختم شي خو دَ بدقسمتۍ نه داسې اونشول ځکه نو که انګرېز لاړو خو دَ هغۀ وفادار تر ننه مزې کوي چې هېڅ دين ايمان ئې نشته ، اقتدار دَ دوئ دين ايمان دے ، دا داسې کار اُوشو لکه څوک چې يوه اونه اُووهي اؤ دَ هغې نه لس اتۀ تېغونه راوځي، دَ انګرېزانو نه دَ دوئ تالي څټ زيات ظالمان اؤ بې انصافه دي ، داسې ورو ورو ما دا سړے اوپېژندو چې د دې ملک علاقې اُوسېدونکے دے ولې نۀ خو مې دَ هغۀ دَ عقيدت مندو غوندې فرښته وګڼله چې دَ هر انساني عېب اؤ کمزورۍ نه پاک دے اؤ نۀ مې لکه دَ هغۀ دَ مخالفينو غېردينه، ملک دشمنه، سازشي اؤ غدّار وګڼلو۔ځکه چې خپله مې دَ هغۀ دَ خلې نه دَ دين مذهب دَ احترام اؤ وطن سره دَ مينې خبرې واورېدلې، په جمهوريت ئې يقين لرلو اؤ دَ يوې جمهوري ډلې مشري ئې کوله نو داسې سړے څنګه غدار کېدلے شي خو هغه دَ چا خبره چې څومره خلې دومره ئې خبرې کله چې کالج ته لاړم نو دغلته دَ سکول په نسبت طالب علم څۀ لږه ډېره آزادي محسوسه کړي اؤ څۀ نه څۀ سياسي پوهه هم ورته حاصله شي ولې چې په کالجونو کښې دَ سياسي ډلو دَ طالب علمانو خاص څانګې وي، دغلته هم ما هغه شان بحثونه واورېدل کوم چې به دَ علاقې، دَ کلي، لارو کوڅو اؤ حجرو کښې کېدل، چا به دې سړي ته په درنه سترګه کتل اؤ چا به ورته هډو دَ سړيتوب په نظر نه کتل، که څۀ هم دَ ضيا ٔ الحق مارشلائي دور وو خو بيا هم کله کله به سياسي جلسې اؤ غونډې کېدلې، پېښور کښې يو ځل جلسه وه چې يو تن ورته دَ دستار په سرکولو په وخت دَ خوشحال خان خټک دا شعر اُووې:
چې دستار تړي هزار دي
دَ دستار سړي په شماردي
د دې دستار سره دَ هغه سر نور اوچت شو۔ ښکلا ئې نوره زياته شوه اؤ زۀ په وړومبي ځل “دَ بر اؤ لر يو افغان” په معنا پوهه شوم ، ولې چې دې سړي دَ دستار په سرکولو سره که وئيلي وے چې زۀ دَ قندهار يم نو هيچا به پرې شک نۀ وو کړے ، دې نه پس چې هرکله ما دا سړے ليدلے نو زړۀ کښې مې وئيلي دي چې دے واقعي دَ دستار قابل دے۔
دا دستار سړے دَ عبدالغفار خان زوئے عبدالولي خان وو چې دَ باچاخان غوندې دَ عظيم اِنسان په سيوري کښې ئې تربيت شوے وو، دَ پيدائش نېټه کښې ئې اختلاف دے ځينو ليکلي دي چې په کال 1915 ٔ کښې پېدا شوے دے اؤ ځينو ئې دَ پيدائش نېټه 11 جنوري 1917 ٔ ښودلې ده چې دا وروستۍ نېټه دَ سرکاري ريکارډ مطابق ده۔
ولي خان دَ ماشوم والي نه ډېر قابل، تېز اؤ دَ رسا ذهن خاوند وو، باچاخان چې دَ “انجمن اصلاح الافاغنه لاندې دَ آزاد اسلاميه هائي سکول ” بنياد په 1921 ٔ کښې اتمانزو کښې ايښے وو، ولي خان هم د دغه سکول په اولنو طالب علمانو کښې وو ، دَ دغه تنظيم دَ اهتمام لاندې پښتنو کښې دَ بېدارۍ پېدا کولو د پاره دَ پښتو ډرامې هم سټېج کړې شوې وې د دې سلسلې وړومبۍ ډرامه نوموړي ليکوال عبدالاکبرخان اکبر ليکلې وه چې د دغه ډرامې نوم “تربور” وو پۀ دغه ډرامه کښې ولي خان دَ يتيم کردار ډېر په موثره توګه ادا کړے وو اؤ دا ډرامه دَ يتيمانو دَ موثره کردارونو په وجه دومره مشهوره شوې وه چې اکثر خلق ئې دَ “درې يتيمان” په نامه ذکر کوي، خو دا ډرامه اصل کښې “تربور” وه دا دَ پښتو ژبې وړومبۍ سټېج ډرامه ده۔ ولي خان به وئيل کله چې دَ ډرامې دَ سټېج کېدلو په وخت ماته ډرامه کښې زما بل ماشوم يتيم ورور په دويم ځل اُووې لالا زۀ اوږے يم نو مخامخ دَ ناستو تماشګيرو نه يو تن راپاڅېدو ، نېغ سټېج ته راغلو، دَ هغۀ سترګې دَ اوښکو ډکې وې، دَ پټکي په پلو ئې اوچې کړې، دَ جېب نه ئې څۀ راوويستل اؤ ماله ئې په لاس کښې کېښودل ، اؤ راته ئې اووې بچے خفه کېږه مه ، دا واخله اؤ دې ماشوم ورور له دې پرې ډوډۍ واخله ما چې وکتل نو هغه زما لاس کښې يوه روپۍ اؤ شپږ انې پريښې وې ۔
ډرامه کښې دَ يتيم پارټ دومره موثره وو چې ځينو خلقو يتيم له روپۍ ورکولې۔ اؤ يو سړے دَ تربور دَ ظلم نه دومره متاثره شوے وو چې ټوپک ئې ډک کړے وو اؤ نزدې وه چې ډز ئې کړے وے ولې ښه وه چې ناستو خلقو پوهه اؤ منع کړو دې نه علاوه به ولي خان کله کله په خوږ آواز تلاوت کولو اؤ جلسو کښې به ئې په ترنم سره شعرونه هم اورول۔ 1931 ٔ پورې ئې دغلته تعليم حاصل کړے وو غالبًا لسم جماعته پورې ئې دغلته سبق وئيلے وو بيا په 1931 ٔ کښې دَ هندوستان نه دَ ائرلېنډ دَ حکومت دَ سيوري لاندې ډيراډون (يوپي) سکول ته لاړو اؤ په کال 1933 ٔ کښې دَ سينئر کيمبرج زدکړه سرته ورسېده چې دې نه پس کلي ته واپس راغلو ۔
هم دغلته ډېرا ډون هندوستان کښې دَ فټ بال دَ لوبې په دوران کښې دَ هغه سترګه زخمي شوې وه ، د دې له کبله ډاکټرانو ولي خان دَ نورو لوستلو نه منع کړے وو ، باچاخان خان جېل کښې وو ځکه په وخت ئې دَ سترګو علاج اونشو باچاخان به ټول عمر دَ دې افسوس کولو اؤ دَ تعليم سلسله ئې هم دغلته اودرېدله ، دَ ولي خان تقريرونه اؤ بيانونه به په دليل اډاڼه وو اؤ څنګه خلق چې به ئې مخې ته ناست وو هغه شان تقرير به ئې ورته کولو ، خامخا به ئې خپل علميت خلقو ته نۀ ښکاره کولو بلکه دَ خلقو دَ پوهه کولو کوشش به ئې کولو ، دَ هغه تقريرونه دوه قسمه دي يو په عامو جلسو کښې اؤ بل په قامي اسمبلۍ يا دَ پريس کانفرنسونو په دوران کښې دَ نوموړي افسانه نګار اؤ قام پرسته اديب نورالامين يوسفزئ په قول عامو جلسو کښې به ئې په ساده ټکو خلق پوهه کول اؤ انداز به ئې داسې وو لکه څنګه چې عام طور سره پښتانۀ مشران په حجرو کښې دَ جرګو مرکو په دوران کښې خبرې کوي۔ دَ عامو جلسو په تقريرونو کښې به ئې ډېر متلونه، دَ هغو پس منظر، لطيفې، اولسي نقلونه اؤ مثالونه وغېره استعمالول۔ دَ ماسټرکريم دَ ژبې ښکلا مشهوره ده خو هغه دَ اشنغر دَ زنانؤ خبرې، محاورې اؤ متلونه زيات استعمالول، خو دَ ولي خان په خبرو کښې به دَ حجرې اؤ دَ سړو دَ خبرو انداز جوت ليدلے شو۔ لکه يو ځل ئې دَ صوابۍ دَ شاه منصور تاريخي مقام چينه کښې يوې اولسي جلسې ته دَ خطاب په وخت دَ مختلفو ډلو دَ اقتدار د پاره دَ يو ځاے کېدو اؤ اتحاد پحقله دَ مثال په توګه ووئيل چې يو تن په خر دَ بنګړو بار اچولے وو دې کښې ورله يو بل تن په کوتک يو درز ورکړو اؤ بيا ئې ترې تپوس وکړو چې ماما دې کښې څۀ دي؟ نو هغه ورته اووې که بل درز دې ورکړو نو هېڅ هم نشته۔ دا مثال دومره ساده اؤ عام دے چې هر پښتون پرې په آسانۍ سره پوهېدلے شي۔
دَ لېډرانو اؤ دَ هغوئ دَ ووټرانو پحقله ئې يوې جلسې ته دَ خطاب په وخت وئيلي وو چې يو ځل په سخت ژمي کښې په داسې يوه علاقه کښې چرته چې واورې ورېدلې وې يو خان بړستن ته ننوتو، انګيټۍ ئې ولګوله ، دَ حجرې ور ئې پورې کړو اؤ نوکرانو ته ئې اووې چې تاسو بهر اوځئ۔ داسې ګهنټه دوه پس ئې ورته اُووې دننه راشئ، هغوئ چې راغلل نو خان ترې تپوس اوکړو هلکه ژمے څۀ وائي، هغوئ کښې ورته يو تن اووې ژمے وائي چې خان رانه دننه پټ شوے دے اؤ تاسو سره به ګورم مطلب ئې دا وو چې دَ ووټ اخيستو نه پس بيا درنه ليډران پټيږي اؤ ستاسو مسئلې هغه شان موجودې وي۔
داسې نور ډېر په سوؤنو مثالونه ئې شته چې بيخي دَ يو عام تن د پاره په پوهېدو کښې هېڅ مُشکل نۀ لري ، خو پريس کانفرنسونو، قامي اسمبلۍ کښې دَ خطاب اؤ نورو خاص موقعو به ئې بيا انداز بدل وو لکه يو ځل اسمبلۍ کښې شېخ مجيب الرحمان دَ بنګاليانو دَ حقونو په لړ کښې تر يوې ګيهنټې تفصيلي تقرير کړے وو۔ دې نه پس ولي خان پاڅېدو اؤ وئې وئيل په لنډو ټکو به دا ووايو چې مونږه پينځه وروڼه يو چې ټول يو شان حقونه لرو خو زمونږه يو مشر ورور دے چې هغه مونږ له زمونږه حق نۀ راکوي۔ شېخ مجيب پاڅېدو اؤ په ډاګه ئې ووئيل ما چې په خپل اوږد تقرير کښې څۀ وئيل غوښتل ولي خان هغه هر څۀ په دې يوه جمله کښې راټول کړل اؤ زمانه ئې په ښۀ انداز کښې اووئيل۔
دَ نوموړي ليکوال ، شاعر، محقق اؤ نقاد قلندر مومند صېب نه مې آوريدلي وو چې يو ځل ذوالفقار علي بهټو پېښور بار ايسوسي ايشين ته خطاب کړے وو اؤ بيا د دې نه مياشت دوه پس ولي خان هم دغه بار ته خطاب اوکړو۔ دواړو په انګرېزۍ ژبه کښې وکيلانو ته تقرير کړے وو نو ما دوست محمدخان کامل صېب نه تپوس کړے وو چې دَ چا تقرير ښۀ وو اګر چې زما خپله هم دَ ولي خان تقرير خوښ شوے وو خو دَ هغۀ رائې مې معلومول غوښتل نو کامل صېب اووې چې دَ بهټو صېب نه دَ ولي خان تقرير ښۀ وو۔ ولې چې دَ ولي خان جملې زياتې اُوږدې اؤ عالمانه وې ، دغه شان دَ جملو خپلو کښې ربط ئې هم مثالي وو۔ دا مې هم دَ قلندر صېب نه اورېدلي وو چې يو ځل ژمي کښې دَ شپې يوولس بجې بهټو صېب ټيلي فون کړے وو نو ولي خان ورته دَ خوبه راپاڅولے شوے وو بهټو ورته اُووې خان صېب ته څنګه لېډر ئې چې په لس بجي اودۀ شوے ئې۔ ولي خان ورته په جواب کښې وئيلي وو زۀ دَ خپل قام ليډر يم۔ زما دَ قام خلق اکثر دَ لاسو پښو مزدوري کوي ځکه نو دوئ دَ شپې په وخت اودۀ کيږي اؤ سحر دَ وخته پاڅي زۀ ځکه دَ شپې په وخت اُودۀ کيږم چې سحر دوئ د پاره په وخت راپاڅم۔ دا هېڅ بده خبره نۀ ده که دَ يو لېډر دَ ټيلي فون په وخت زۀ اودۀ يم خو دا راته ښه نۀ ښکاري چې يو غريب تن دې څۀ کار د پاره زما ځاے ته راشي اؤ زۀ دې اودۀ پروت يم دَ ولي خان ځينې خبرې تاريخي حېثيت لري کومې چې دۀ عامو مجلسونو ، جلسو يا بيانونو کښې کړي دي ،لکه پخواني صدر ضيا ٔ الحق وئيلي وو پاکستاني سياست دانان دَ سياست په A.b.c.dهم نۀ پوهيږي د دې په جواب کښې ولي خان وئيلي وو اؤ ځکه کله چې پاکستاني سياست دانان Fته اُورسي نو دې نه اخوا بياG.H.Q راځي.
صدر ضيا ٔ الحق يو ځل دا هم وئيلي وو چې که يو درځن پورې دَ ولي خان غوندې خلق يو ځاے شي نو پاکستان نشي ماتولے د دې په جواب کښې ئې ورته وئيلي وو دَ پاکستان ماتولو خو يو جرنېل کافي دے دَ ولي خان اشاره جرنېل يحییٰ خان طرفته وه ۔
دَ ضيا ٔ الحق پحقله ئې دَ کوهاټ يوه اولسي جلسه کښې دا هم وئيلي وو چې په اسلامي تاريخ کښې هېڅ يو جرنېل اميرالمؤمنين نۀ دے پاتې شوے ګني نو مونږ ته دې څوک ثابته کړي دا به ئې هم وئيل چې صدر ضيا ٔ په دروغو دَ اسلامي نظام دَ نافذولو چغې وهي۔ ګني نو دۀ ته څۀ ګرانه ده په يو صدارتي حکم ئې نافذولے شي۔ بله دا چې که اسلامي نظام نافذ شي نو دے به وردي اوباسي اؤ دې ته هغه تيار نۀ دے ، کله کله به ئې په خندا کښې دا خبره هم کوله چې که پاکستان کښې اسلامي نظام نافذ کړے شو نو نيم ملک به بونډے سونډے شي ولې چې دلته خو بې شمېره غلۀ دي۔ دا ټپه به ئې هم وئيله:
چې مشر غل وي کشر غل وي
دَ غل دَ غلا دا فېصله به څوک کوينه
يوځل چا د دۀ دَ ګېرولو د پاره ترې تپوس کړے وو خان صېب ته پښتون ئې که مسلمان ؟ په جواب کښې ئې ورته وئيلي وو دَ پينځو زرو کالو زوړ پښتون يم۔ دَ څوارلس سوه کالو مسلمان يم اؤ دَ پنځويشتو کالو پاکستانے يم ، دې سره هغه تپوس کوؤنکے حېران شو ولې چې جواب دَ هغۀ دَ توقعاتو نه بیخی اپوټه وو دَ هغۀ خو دا خيال وو چې ولي خان به ضرور دا وائي : چې زۀ پښتون يم ۔
ولي خان په رښتيا معنو دَ دستار سړے وو اؤ په حقيقي معنو کښې پښتون وو ځکه نو دَ چا په رُعب کښې به بيخي نۀ راتلو بلکه داسې خبره به ئې کوله چې هغه څوک به ئې خجالته کولو چاچې به په دۀ دَ رُعب اچولو کوشش کولو لکه يو ځل ئې ووئيل يوه ورځ بهټو صېب ماته ووئيل خان صېب زۀ خبر شوے يم چې تا ما پسې بدې ردې وئيلي دي۔ ما ورته وې دا دروغ دي۔ خو بهټو صېب اُووې ماته ډېر اعتباري تن دا خبره رارسولې ده ما ورته وې دغه تن دې اعتباري نۀ دے ، هغه وې څنګه؟ نو ما ورته اووې ما يواځې تا پسې نه بلکه ستا په پلار ،نيکۀ اؤ نور خاندان پسې هم بدې ردې وئيلي وې ولې چې تا زما پلار پسې بدې ردې وئيلې وې څوک چې بې ځايه زمونږه بې عزتي کوي نو اوۀ پشته ئې نۀ معاف کوؤ ۔
يوه بله مثالي واقعه ئې ما دَ څو مشرانو نه اورېدلې چې هغه په خصوصي توګه دَ يادولو جوګه ده، واقعه دا ده چې ذوالفقار علي بهټو دَ طنزونو اؤ داسې ذو معنې جملو وئيلو ماهر ګڼلے شو چې دَ مخالف سړي به ئې په ګپ شپ کښې بې عزتي کوله ، يو ځل هغۀ دَ قامي اسمبلۍ دَ اجلاس شروع کېدو په موقعه چې کله هال ته راغلو۔ نو دَ مختلفو ممبرانو سره ئې ټوقې کولې۔ دې کښې ئې په ولي خان نظرپرېوتو نو وئې وئيل ولي خان خو ډېر لوئې لېډر دے دَ اپوزېشن لېډر په حېث ئې ډېر اهم رول دے اؤ زما خو په دې ډېر خوښ دے ، دلته دَ ممبرانو دَ متوجه کولو دَ پاره ئې اوږده دمه اوکړه اؤ چې کله ورته ټولو ممبرانو توجه اوکړه نو وئې وئيل ولي خان زما په دې خوښ دے چې ټولې دُنيا ته په يوه سترګه ګوري ، دې سره خنداګانې خورې شوې اؤ ځينو غړو ميزونه وډبول ۔که بل څوک وو نو يقينًا به ترې وارپار خطا شوے وو ولې چې په داسې موقعه تل دغه شان کيږي خو ولي ځان سمدستي اووې، مونږ به څۀ يو اؤ زمونږ ليډري به څۀ وي ليډر خو بهټو دے چې دَ ملک وزيراعظم دے ، ټوله دُنيا ئې پېژني ، لوئې نوم لري خو مونږه اپوزېشن ډلو د دۀ خلاف تحريک شروع کړے دے اؤ دلته دۀ هم دَ ممبرانو دَ متوجه کولو د پاره اوږده غوندې دمه اوکړه اؤ چې کله ټول ښۀ متوجه شول نو بيا ئې اُووې۔ دا تحريک به ضرور کاميابيږي، اؤ د دې په نتېجه کښې به انشا ٔ الله فتح اؤ نصرت زمونږه وي۔ دې سره دَ اپوزېشن غړي خو پرېږده چې دَ بهټو مرستيالو هم ميزونه او ډبول اؤ بهټو هم دَ ډېره سوخته په خندا شو۔
دَ ولي خان په جلسو کښې به اکثر دَ هغۀ حاميانو يوه نعره وهله “ژوندے ولي ژوندے دې وي” دا به ما هسې يوه جوشيله نعره ګڼله خو وروستو ځينو واقعاتو دا خبره ثابته کړه چې په سياسي ولايت کښې هېڅ شک نشته صرف دوه واقعات ترې دَ مثال دَ پاره رااخلم يو دا چې يو صحافي ترې دَ پريس کانفرنس په دوران کښې تپوس کړے وو خان صېب ته ولې دَ ملک سره غداري کوې ۔ ولي خان ډېر په استقامت جواب ورکړو ماته اُوښايه چې ما کومه غداري کړې ده؟ نو هغه صحافي اُووې بيا ولې هم په تا دَ غدارۍ الزامونه لګي پنجاب کښې خو هم لوئې لوئې ليډران شته په هغوئ خو کله هم داسې الزام اونۀ لګېدو۔ ولي خان ورته په خندا کښې اووې خدائے دې ژوندے لره کله چې په پنجاب کښې ليډر پېدا شي نو دَ غدارۍ الزام به هم پرې اولګي۔ دَ هغوئ دَ وفات نه ډېر کلونه پس کله چې دَ مسلم ليګ (ن) مشرنوازشريف تېرکال دَ يو واقعي سياسي ليډر په توګه رامخې ته شو نو دَ غدارۍ اِلزامونه هم پرې اولګېدل۔
دويمه واقعه دا ده چې دَ يونيورسټۍ يو طالب علم ترې تپوس کړے وو چې خان صېب مونږه ولې دَ امريکې څخه نۀ بيلېږو ، د دې نه زمونږه څۀ مجبوري ده؟ولي خان ورته په جواب کښې اُووې پاکستان په اقتصادي اؤ معاشي توګه کمزورے ملک دے اؤ حکمرانان ئې عياش دي ځکه نومونږه دَ کوم لوئې طاقت مدد ته محتاجه يو۔ اؤ امريکه خو بيا هم لرې ده که چرته چين درباندې راغلو نو منږکان اؤ پيشوګان به درباندې اُوخوري ، دا پېشن ګوئي ئې هم په نزدې وخت کښې رښتيا کېدونکې ده اوس دَ پاکستان په اکثرو هوټلونو کښې دَ چائينا خوراکونو بورډونه لګېدلي وي ، دَ ملک دَ نورو صوبو دَ حالاتو نه خبر نۀ يم خو دَ سي پېک دَ اعلان نه وروستو اوس دلته په لختو اؤ نهرونو کښې شمشتۍ ختمې شويدي ولې چې خلق ئې نيسي اؤ چينيانو له ئې رسوي چې هغوئ ئې ترې په ګرانه بيعه اخلي اوريدلي مې دي چې د دې شمشتو غوښه ډېره ترسکونه وي ، کېدے شي دې نه وروستو دَ منږکانو اؤ پيشوګانو وغېره نمبر راشي ۔
ما خپله هم دَ يو صحافي په توګه دَ ولي خان دَ ډېرو جلسو رپورټنګ کړے اؤ دَ هغۀ څو پريس کانفرنسونو کښې شريک شوے يم ، ځيني سوالونه مې هم ترې وخت په وخت دَ ملک سياسي حالاتو مطابق کړي دي۔ دَ هغۀ موقف ښکاره اؤ ډاګيزوو۔ هره جلسه اؤ پريس کانفرنس کښې به ئې دَ پښتنو دَ حقونو اخستو خبره کوله دا به ئې هم کله کله وئيل که څوک ئې په رضا نۀ راکوي نو په زور به ئې ترې اخلو،کالاباغ ډيم دَ چا پلار هم نشي جوړؤلے ولې چې دې سره به پېښور، چارسده، نوښار اؤ نورې علاقې اوبو کښې ډوبې شي ، د دې فائده يواځې پنجاب ته ده اؤ نقصان ئې دَ پښتنو صوبې ته رسي۔ چرته يوه نيمه خبره به پکښې نوې وه ګني نو اکثر به ئې دغه خبرې بيا بيا کولې ، هم په دې وجه خو به کله کله مونږ داسې اوکړل چې دَ هغه دَ جلسې دَ رپورټنګ په بهانه به کور ته لاړو۔ اؤ رپورټ به مو اکثر دَ ځانه جوړؤلو۔ دَ ولي خان هغه جلسو ته به ډېر خوشحالېدلو کومې چې به دَ پېښور نه لرې وې اؤ شپه به پکښې راتله۔ يوځل دې سلسله کښې زبردسته غلطي رانه شوې وه۔کرک کښې دَ ولي خان جلسه کېدونکې وه اؤ ماله ئې رپورټنګ کول وو بس ښۀ بې غمه نېغ کورته لاړم اؤ ماښام مې په ټيلي فون اخبار ته دَ ولي خان جلسې ته دَ خطاب خبر ورکړو۔ په سبا له زۀ دَ اخبار دفتر کښې وم چې دَ اخبار مالک راته اُووې راشه دَ ولي خان ټيلي فون دے ، زما زړۀ دَ ويرې درز شو چې پرېوتو خو چې ورغلم نو په خندا کښې ئې راته اُووې بچو مونږه کرک ته روان وو خو په لاره کښې څۀ مسئله راپېښه شوه نو جلسې ته اونۀ رسېدو۔ پہ لارہ مو شپه راغله، نن مازيګر به تقرير کوم خو تۀ داسې اوکړه چې دا کوم خبر نن تا په اخبار کښې لګولے دے دغه بيا اولګوه ، ما دَ اخبار مالک ته ستا دَ رپورټنګ تعريف هم کړے دے۔ ما زړۀ کښې وئيل جوړې دا خبرې راته طنزيه کوي۔ ډېرکچه اؤ شرمنده شوم خو چې کله ټيلي فون بند شو نو دَ اخبار مالک واقعې ډېر خوشحاله وو، په سبا له مې خبر څۀ لږ ډېر بدل کړو خو تاسو يقين اوکړئ چې کوم رپورټران هلته واقعي تلي وو نو ولي خان هغه زما رپورټ ټکے په ټکے تقرير کښې وئيلے وو دا دَ هغوئ دَ ښۀ سړيتوب لوئې ثبوت دے اؤ واقعي چې دَ دستار سړے وو ګني نو زما څۀ حېثيت وو هغه دَ يوې لوئې سياسي پارټۍ صدر اؤ زۀ په اخبار کښې يو معمولي رپورټر وم بلکه که هغه مالک ته ئې دومره وئيلي وو چې تاسو زما خبر دَ ځانه لګولے دے نو زۀ به په هغه ورځ چهټي کړے شوے وم۔
يوه بله واقعه ئې هم ماسره شته چې دَ هغې نه هم دا خبره ثابتيږي چې ولي خان په رښتيا معنو ډېر دَ صبر زغم مالک وو، قيصه داسې اُوشوه چې پخواني ګورنر فضل حق بيان ورکړے وو چې کراچۍ کښې حالات خراب دي نو د دې غټه وجه دا ده چې اے اېن پي دغلته پښتنو له وسلې ليږي ، د دې په جواب کښې ولي خان پريس کانفرنس کړے وو چې بغېر دَ انګرېزي اخبار“ فرنټير پوسټ” ، نه هېڅ يو اخبار نۀ وو چاپ کړے۔ ماښام ما دغه اخبار کتو چې زمونږ دَ اخبار دَ مالک زوے راغلو وې اخبار کښې څۀ دي، کله کله به مونږه اهم خبرونه دَ انګرېزي اخبارونو نه هم ترجمه کول ما ورته وې دَ ولي خان ډېر زبردست بيان دے چې پکښې ئې د دې خبرې وضاحت کړے دے چې کراچۍ ته وسلې څوک اؤ څنګه ليږي۔ هغه په دليل سره ثابته کړې وه چې دا کار اے اېن پي نه کوي اؤ نه ئې کولے شي۔ اؤ چې څوک ئې کوي نو هغوئ ئې په دې دې طريقو کوي اؤ په دې کښې دَ ګورنر فضل حق اؤ نورو حکومتي خلقو لاس دے۔ بهرحال ما هغه ته اووې دا خبر تاسو نشي چاپ کولے خو هغه اووې ولې ئې نشو چاپ کولے۔ د دغه اخبار حواله به ورکړو خو ته ئې ترجمه کړه۔ ما دغه تفصيلي پريس کانفرنس ترجمه کړو اؤ چې هغه اوکتلو نو واره ئې پرې رانغله وې دا به مشر ته اوښايو مطلب ئې ترې خپل پلار اؤ دَ اخبار مالک وو ، هغه چې خبر اوکتو نو ماته ئې اُووې دا خبر مونږه نشو چاپ کولے ځکه چې فضل حق زورآور سړے دے ، غصه ناک هم دے اؤ مونږ سره احسانات هم کوي۔ ما ورته اووې دا خبره ما ستا زوے ته کړې ده خو دۀ وې ته ئې ترجمه کړه۔ اوس پکار ده چې دا ضرور چاپ شي اؤ که چاپ نشي نو زۀ به نور دې اخبار کښې احتجاجًا کار نۀ کوم په سبا له خبر چاپ نشو اؤ ما کار پرېښودلو۔ دَ پښتو ليکوال انورخان ديوانه صېب چې اُردو کښې به ئې هم کالمونه ليکل “جدّت ” اخبار کښې په دې کالم اوليکلو اؤ زما حمايت ئې اوکړو۔ دَ پښتو ژبې نوموړي ليکوال، محقق اؤ نقاد قلندر مومند صېب راته اُووې هغه اخبار والؤ ماته ټيلي فون کړے وو۔ تاله داسې نۀ وو پکار ، دَ اخبارونو خپلې مجبورۍ وي ما ورته وضاحت اوکړو خو هغه زما موقف څۀ ډېر سم په دې وجه اونه بللو چې اوس به ته بې روزګاره شې۔ د دې نه څو ورځې پس ته ولي خان دَ يو بل نوموړي پښتو ليکوال شېرشاه ترخوي صېب په خُلۀ سوال جواب راولېږلو چې تۀ ما سره اُووينه۔ زۀ چې ورغلم نو راته ئې اُووې ځوانه دومره جذباتيت ښۀ نۀ وي ، زۀ سپاسي لېډر يم څوک به مې حمايت کوي اؤ څوک به راسره مخالفت کوي ، تاله داسې کار نۀ وو پکار، اؤ بيا زما په وجه خو چې بالکل چرته نوکري پرې نۀ ږدې۔ ما ورته وضاحت وکړو خان صېب خبره دا ده ما ورته دَ وړومبے نه وئيلي وو چې دا خبر تاسو نشئ چاپ کولے خو هغۀ وې ولې ئې نشو چاپ کولے اؤ چې په ما ئې ترجمه کړو اؤ چاپ ئې نکړو نو دا ماته خپل توهين ښکاره شو، ولي خان اُووې ما پسې اخبارونو کښې دَ حکومتي عهديدارانو په وېنا ډېر څۀ چاپ کيږي خو زۀ ورسره بلد شوے يم اؤ هډو غوږ پرې نۀ ګروم۔ دغه وخت دَ هغۀ انداز داسې وو لکه يو پلار چې خپل جذباتي زوے ته وعظ ونصيحت کوي ۔
دې کښې شک نشته چې ولي خان يو ښۀ مدبّر وو۔ دَ يوې معاملې پحقله به ئې ژور سوچ فکر کولو اؤ دَ هغې نه پس به ئې بيا تدبير جوړؤلو ځکه نو دَ هغۀ دَ ښو تدبيرونو په وجه دَ ملک وګړي عمومًا اؤ پښتانۀ خصوصًا دَ لويو لويو نقصانونو نه بچ شوي وو لکه يو وخت چې کراچۍ کښې دَ پښتنو اؤ هندوستاني مهاجرو ترمينځه مسئلې پېدا شوې اؤ مرګ ژوبله پکښې شروع شوه نو دې سلسله کښې افضل خان لالا کراچۍ ته لاړو کله چې واپس راغلو نو ولي خان ترې تپوس اوکړو چې څۀ دې اوکړل خان لالا ووې ما هلته حالات دَ نزدې نه اُوکتل پښتانۀ مې ځاے په ځاے راغونډ کړل اؤ ورته مې اُووې چې افغانستان کښې جنګ شروع دے وسله هسې هم ښه ډېره ده ، دلته به درله وسلې راځي اؤ تاسو ګوتې اوخوزوئ۔ ولي خان په دې سخت فکرمند شو وې افضل خانه ته ما جنګ له ليږلے وي اؤ که روغې راوستوله ، کراچۍ کښې خو په لکهونو پښتانۀ مزدورۍ کوي اؤ خپل بال بچ پرې ساتي دوئ به جنګونه کوي اؤ که مزدورۍ به کوي۔ دې نه څو ورځې پس پخپله لاړو، مهاجرو ته ئې اُووې تاسو ولې پښتانۀ وژنۍ دوئ خو دلته ستاسو مزدورۍ اؤ خدمت له راځي، ستاسو جنګ خو دَ سندهيانو سره دے مونږه خو دلته صرف مزدوري کوؤ۔ دوه روپۍ ګټو اؤ خپلو بچو له ئې اوړو ، اؤ پښتنو ته ئې اووئيل چې زمونږه جنګ دَ مهاجرو سره نۀ دے اؤ نۀ دوئ زمونږه حقونه وهلي دي۔ زمونږه جنګ خو دَ پنجابيانو سره دے چې دَ ملک په وسائيلو ئې رانه قبضه کړې ده۔دَ هغۀ د دې ښۀ تدبير په وجه تر ډېرې مودې بيا کراچۍ کښې دَ پښتنو اؤ مهاجرو ترمينځه جنګونه ختم شول ۔
دَ سياست په ميدان کښې تر اوږدې مودې پورې دَ پاتې کېدو په وجه دَ خلقو په مزاج اؤ دَ هغوئ په ارادو هم پوهېدلو، څۀ موده کښې ترېنه ځينې ملګري بيئل شوي وو اؤ ځانله ئې بيله ډله جوړه کړې وه، دَ دوئ په حقله يوه جلسه کښې ئې دَ تقرير کولو په وخت يو مثال وړاندې کړے وو وې په پښتنو کښې دَ ښادۍ په موقعه خلق يو بل له څيزونه لکه جامې، پېزار، څاروي اؤ نغدې روپۍ وغېره اوړي چې دا ئې په يو بل بدل وي اؤ کله چې بيا دَ بل کره ښادي وي نو دوئ ورله دَ هغې نه ډېر يا هغه هومره څۀ اوړي نو داسې په يو سړي دَ چا بدل پورې وو اؤ دَ هغۀ دَ زوے وادۀ وو ، دۀ ډېر وس اوکړو چې هغه هومره روپۍ دې پېدا کړي خو کار اونشو ، په قرض پور هم خبرې سمے اونۀ خوړو نو ښځې سره ئې صلاح اوکړه چې تۀ به دَ هغوئ کورته ورشې خو چې زۀ درته ويم راځه نو بس نېغه به راوځې۔ هغې ورته ښه اوکړل، اؤ سړي خبرې ورانولو له څۀ بهانه کتله په هغه زمانه کښې به کلو کښې اکثر کچه کوټې وې چې ټيټې ټيټې به وې۔ دے دَ هغوئ دَ کوټې سرته دَ شانه وراوختو اؤ کله ئې چې ښځه دَ هغوئ کره ننوتله نو دۀ ورله په کوټه ټوپونه وهل شروع کړل۔ دَ کور نه ورته آوازونه شروع شول ، يا هلکه دا څوک ئې ، دا ولې په کوټه ټوپونه وهې، بيا بيا به ئې چغې وهلې، يا هلکه دا څوک ئې، روغ ئې که لېونے ئې، څوک ئې ، دې کښې هغه سړي دَ بره نه ښځې ته آواز اوکړو وې دَ فلاني مورې راځه چې ځو دوئ خو اوس مونږه پېژني هم نه ، اؤ لاړل ، ولي خان وئيل زمونږه دې ملګرو هم تګ له بهانې کتلې اؤ لاړل خو ځه چرته چې وي ښاد دې اوسي خو يقين نۀ کوم که ښاد شي ۔
دَ تکليف، سختې اؤ غم په وخت کښې به ئې ملګرو له حوصله ورکوله لکه يو ځل انتخاباتو کښې دَ ملک سياسي ډلې نيپ ته يو ځاے شوې وې اؤ ماتې ئې ورکړې وه نو سخاکوټ کښې دَ راحت بابا ځاے کښې ولي خان، نوموړے شاعر رحمت شاه سائل صېب اؤ نور موجود وو چا سائل صېب ته دَ نظم اورولو فرمائش اوکړو نو هغه ورته طنزيه اووې ډېره توره مو وهلې ده چې لا دَ نظمونو راته وايۍ ولي خان په خندا کښې اووې سائل صېب که نظم نۀ وي نو غزل ورته اُووايه چې تۀ ورته غزل نه وائې اؤ زۀ ورته چاربېته نۀ وايم نو دَ پښتنو نه به چاے ډوډۍ په څۀ خورو۔
ولي خان کښې ظرافت ډېر وو اؤ ډير په ښکلي انداز کښې به ئې ټوقې کولې، يو ځل ورته چا وئيل خان صېب باچاخان هم دَ جېل نه آزاد شوے دے اؤ ته هم نو دا کورودانه بېګم نسيم ولي خان دې اوس په کور کښېنوه ، ولي خان سمدستي اُووې کور کښې ئې څله کښېنوم هم ستاسو په سرونو ناسته ښه ده۔
دَ قيوم خان باره کښې به ئې وئيل دے وائي زۀ مضبوط مرکز غواړم نو وړومبے دې خپل مرکز مضبوط کړي بيا به ئې اُووې دَ پارټۍ مرکز يادؤم۔ زمونږ ملګرے اؤ ليکوال ډاکټر مسعود زاهدصېب وائي چې زمونږه کلي ارباب لنډۍ ته به ولي خان ډېر راتلو نو زما کشر ورور امجدعلي چې هغه وخت دَ درېو څلورو کلونو ماشوم وو هغه به وئيل زۀ دَ ولي خان پارټۍ کښې يم، يو ځل ولي خان راغلے وو نو پلار مې دَ امجد علي نه تپوس وکړو چې تۀ دَ چا پارټۍ کښې ئې؟ هغه اُووې دَ ولي خان پارټۍ کښې يم خو ولي خان ئې نۀ وو ليدلے نو نۀ ئې پېژندلو ولي خان دَ ميز نه يو داسې کېک راپورته کړو چې هغه رنګ په رنګ غوندې وو لکه سور، زيړ اؤ شين نو ماشوم امجد پکښې شنې ټکړې ته لاس کړو ، پلار مې ورته اُووې دا سره ټکړه واخله، ولي خان په خندا کښې اووې پرېږده چې دا شنه ټکړه اوخوري اؤ سباله ئې په ډېران اوغورځوي۔
بونيرکښې ئې يو ځل تقرير کړے وو چې پکښې ئې دَ پښتنو بې شماره صفتونه بيان کړي وو دَ جلسې نه وروستو ورته يو خان اووې ولي خانه دا تا چې کوم صفتونه بيان کړل نو دا نن سبا په پښتنو کښې چرته دي۔ ولي خان اووې اؤ نشته خو مونږه ئې پکښې دَ پېدا کولو کوشش کوؤ څۀ خو به پکښې پېدا شي کنه ۔
دَ اے اېن پي نه ځيني کسان خفه شوي اؤ په پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ کښې شامل شوي وو نو ولي خان يو مجلس کښې محمود خان اچکزي ته وئيلي وو چې محمود خانه انقلابيان دې پارټۍ ته درغلي دي خو ځان ترې ساته ځکه چې دوئ ګورې دَ اوښانو غوندې بنده په صحرا کښې ګېروي چې بيا ئې ترې دَ خلاصولو څوک نۀ وي۔
اکثرو اُولسي جلسو کښې به ئې دا خبره بيا بيا کوله چې په مغل کښې خو يو ميم دے، کله کله به ئې دا هم وئيل چې خدائي خدمتګاران خو سرې مچۍ دي اؤ که لا پرتوګ ته دې درننوتې نو بيا به څۀ کوې۔
دَ پيپلز پارټۍ مشر نصيرالله بابر ته به ئې دَ توپخانې جرنېل وئيلو خو دا به ئې په داسې انداز کښې وئيلو چې ورسره ناستو کسانو به بې واره خاندل، دَ جماعت اِسلامي دَ مشر قاضي حسېن احمد متعلق به ئې وئيل چې دے دَ جُغرافيې پروفېسر دے خو په جغرافيه نۀ پوهېږي۔کله کله به ئې ګپ کښې پښتنو ته وئيل چې تاسو خو مړۀ وليان منئ نو دا ژوندے ولي ولې نۀ منۍ ۔
دَ ذوالفقارعلي بهټو دا عادت وو چې هغه به اسمبلۍ کښې اوږد تقرير کولو۔ تردې چې دَ اسمبلۍ غړي به يا خو اودۀ شول اؤ يا به ستړي شول نو دَ غرض خبره به هغه بيخي په آخره کښې کوله خو ولي خان به ورته تر آخره په پوره توجه سره ناست وو اؤ بيا به ئې دَ هغې جوابونه کول بهټو خپله هم د دې اعتراف کړے وو اؤ خپلو ملګرو ته ئې وئيلي وو چې ولي خان زما تقرير ته ويښ بېدار ناست وي اؤ تاسو اودۀ شوي يئ ۔
ملک کښې په صوبائي کچ دَ حکومتونو جوړولو په سلسله کښې ئې يو ځل خبره کوله چې دلته په څو طريقو اکثريت په اقليت اؤ اقليت په اکثريت کښې بدلولے شي يوه طريقه خو ئې دا ده چې انتخاباتو کښې ورسره ټګي اوشي اؤ دا طريقه ډيره مقبوله ده که داسې اُونشي نو بيا دَ حکومت سازۍ دَ پاره آزاد غړې اؤ نورې ډلې چې دوئ ئې غواړي هغوئ سره يو ځاے کړي اؤ که دغه نۀ وي نو هارس ټرېډنګ شروع کړي چې د سياسي ډلو ممبران دَ وزارتونو اؤ مراعاتو په لالچ کښې وفادارۍ بدلې کړي، دې لړ کښې ئې اووې چې په فلاني اؤ فلاني اليکشن کښې زمونږه دومره ممبران وو خو حکومت فلانۍ ډلې جوړ کړو بيا ئې يو مثال وړاندې کړو چې يو ساده سړي وادۀ کړے وو نو په درېمه مياشت ئې ماشوم اُوشو، سړي سره غم شو چې اُوس به خلقو ته څۀ وائې چې په درېمه مياشت ئې څنګه ماشوم اوشو؟ نو ښځې ته ئې حال اُووې چې دا خو لوئې شرم دے خلقو سره به سترګې څنګه لګوم، ښځه ئې ډېره هوښياره اؤ چالاکه وه هغې ورته اُووې ماشوم ټيک په وخت شوے دے۔ سړي ورته په حېرانۍ کښې ووې هغه څنګه؟ نو ښځې ورته اُووې ستا دَ وادۀ څومره وخت اوشو؟ سړي اُووې درې مياشتې ، بيا ئې ورته اووې زما دَ وادۀ څو مياشتې اوشوې؟ سړي اووې درې مياشتې، ښځې اُووې زمونږه دَ دواړو دَ وادۀ څو مياشتې اوشوې؟ سړي اووې درې مياشتې ، ښځې ورته اووې اُوس دا جمع کړه نو درې اؤ درې شپږ اؤ درې نهه، ساده سړي دَ ډېرې خوشحالۍ نه ښځه په تندي ښکل کړه۔ وې شکر دے چې خدائے تعالي مې ستا پشان هوښياره ښځه نصيب کړې ده نو دې ملک کښې هم په دې طريقه حکومتونه جوړؤلے شي۔
دَ ولي خان دَ مختلفو جلسو اؤ غونډو دَ تقريرونو نه که مختلفې لطيفې، ټوقې اولسي نقلونه اؤ دلچسپې خبرې راجمع کړے شي نو لوئې کتاب ترې جوړېدلے شي دَ پښتو ادب سره دَ ولي خان ډېره مينه وه ، ډېرې ټپې، متلونه ، دَ متلونو پس منظر ورته ياد وو چې کله کله به ئې دَ ضرورت په موقعه دا په تقريرونو کښې وئيل ، يوه کاپۍ کښې ئې ډېرې دَ پښتو ټپې راجمع کړې وې چې بيا وروستو دغه ټپې چاپ شوي دي ، ځينو دَ پښتو، رسالو کښې ئې وخت په وخت مضمونونه اؤ خطونه هم ليکلي وو۔ زما دَ کشر ورور اؤ اديب موسي خان شنواري په کتاب “دَ متلونو قيصې” باندې ئې سريزه هم ليکلې وه ، کور کښې ئې ښه مناسبه لائبريري وه چې پکښې دَ انګرېزۍ، اردو، اؤ پښتو ډېر کتابونه پراتۀ وو۔ ډېر نايابه دستاويزات ئې دَ انګلېنډ نه هم راوړي وو، زۀ يو ځل ورغلے وم نو راته ئې څو دَ پښتو کتابونه ښودلي وو چې په هغې دۀ باقاعده نوټونه ليکلي وو، وئيل ئې ماله اوس وخت پکار دے چې دا اوليکم خو افسوس چې سياسي معاملاتو کښې دَ مصروف پاتې کېدو په وجه دې ته سم نشو ، دغه کتابونو کښې دَ هغۀ په نوټ کړے شوؤ نکتو ګران ملګري اؤ ليکوال فېصل فاران صېب دَ “پښتون” رسالې په يوه ګڼه کښې تېرکال تفصيلي مضمون ليکلے وو چې ترېنه دَ ولي خان دَ ادبي ذوق اؤ تنقيدي شعور صفا پته لګي ، دَ هغۀ په لائبريرۍ کښې چې ما ځينې نايابه کتابونه اوليدل نو ورته مې اُووې چې دا ماله لوستلو له راکړه، ولي خان اُووې که دلته ئې کتلے شې نو په سر سترګو ، ما ورته اووې خان صېب دا خو لوئې لويې کتابونه دي دلته به ئې کتل ګران شي ، اؤ بيا ما د پاره روزانه دلته تګ راتګ هم څۀ ډېر آسان نۀ دے په خندا کښې اُووې ښه نو بيا دا نشي کېدے ځکه چې زما په خيال هغه سړے بې وقوف وي چې چاله اهم کتاب ورکوي اؤ که فرض ورئې کړو نو چې څوک ئې ورله واپس راوړي نو هغه به بيا دَ هغۀ نه هم زيات بې وقوف وي ، نۀ ځان دَ بې وقوفو په زمره کښې راولم اؤ نۀ تا۔
دَ خدائي خدمتګار تحريک سره دَ تړلو اکثرو شاعرانو کلامونه اؤ دَ هغې پس منظر ورته ياد وو، ما ترې پوښتنه اوکړه خان صېب په خدائي خدمتګارو کښې مو دَ کوم شاعر کلام زيات خوښ وو، هغۀ اووې ټول ښۀ وو اؤ دَ خپل وس مطابق ئې دَ خپلې ژبې اؤ قام خدمت کړے دے دَ پارټۍ منشور اؤ دَ اولس ترجماني ئې په شعرونو کښې کړې ده ، دَ اجمل خټک اؤ ولي محمد طوفان ډېر شعرونه ورته ياد وو ، دَ ماسټر کريم دَ نثر به ئې ډېر تعريف کولو چې دَ هغۀ ژبه ډېره ساده اؤ روانه وه ، په عامه ژبه به ئې ډېرې دَ کار خبرې کولې ، دَ وروستي وخت په شاعرانو کښې ئې دَ رحمت شاه سائل صېب شعرونه ډېر خوښول۔
يوه دلچسپه خبره به ئې دا هم کوله چې دَ غني خان کتاب ليکلو له مو کاتب راغوښتے وو نو هغۀ به چې دوه څلور صفحې اوليکلې نو اودس چاراندام به ئې اوکړل په مُصله به اودرېدو، دوه رکعته مونځ به ئې اوکړو توبې به ئې اُوويستې اُوبه ئې وئيل چې خدايه پاکه دا زۀ نه بلکه غني خان ئې وائي اؤ څۀ اوکړم مجبور يم ۔
دا به ئې هم وئيل چې سياست اؤ قلم دواړه دَ اولس په بيدارولو کښې اهم کردار ترسره کوي پکار ده چې په دواړو ميدانونو کښې کار اوشي خپله ئې دا شوق وو، مطالعه به ئې ډېره کوله خو دَ ليک دَ پاره به ئې همېشه دَ وخت دَ کمي وئيل ، يو ځل ئې وئيل باچاخان بابا به راته تل وئيل چې په خدائي خدمتګارو څۀ وليکه هغه ته معلومه وه چې ماسره دې سلسله کښې ډېر مواد شته خو ما به ورته وئيل چې وخت نۀ وي ، اؤ دا هله کېدے شي چې يا ناروغه شم اؤ يا جېل ته لاړشم نو کېدے شي هلته وخت وي اؤ څۀ اوليکم ، باچاخان بابا به غږ اونکړو خو زوے ئې وم راباندې خفه کېدو نو دَ ناروغتيا دُعائې راته نۀ کوله البته جېل ته تګ زمونږه اؤ خصوصًا باچاخان بابا د پاره عامه خبره وه نو داسې ښکاري چې جېل ته دَ تګ دُعا ئې راته کړې وه، ولي خان پخپل اوږد سياسي ژوند کښې ډېر ځله جېلونو ته تلے دے په وړومبي ځل 1943 ٔ کښې جېل ته لېږلے شوے وو اؤ درې کاله ئې دَ ډېره اسماعيل خان جېل کښې تېر کړي وو، دَ پاکستان جوړېدو نه وروستو په 15 جون 1947 ٔ کښې نيولے شوے وو وخت په وخت دَ مختلفو حکومتونو لخوا بندي شوے اؤ دَ ملک مختلفو جيلونو کښې پاتې شوے وو ، هم دې دَ قېد دوران کښې وروستو وختونو کښې دَ مشکلاتو باوجود خپل وروستے کتاب ليکلے وو، ولي خان دوه دَ پښتو کتابونه ليکلي دي چې يو “رښتيا رښتيادي” اؤ بل “باچاخان اؤ خدائي خدمتګاري”ولي خان په آخري ځل دَ ضيا ٔ الحق لخوا ګرفتار کړے شوے وو دَ هغه دَ قېدوبند ټوله موده څۀ خواؤ شاه پنځلسو کلونو پورې جوړيږي۔
دَ هغۀ دَ نثر انداز ډېر ساده روان اؤ خوږ دے ، چې په مستندو تاريخي حوالو ئې په برصغير دَ انګرېزانو دَ قبضې نه واخله دَ ملک تر آزادۍ ، دَ خدائي خدمتګارو دَ جدوجهد اؤ دوئ سره دَ شوؤ ظلمونو حال ليکلے دے ، ولي خان دواړه کتابونو کښې دَ پښتنو اؤ دوئ سره دَ شوؤ ظلمونو حال ليکلے دے ، د ولي خان دواړه کتابونه دَ پښتنو اؤ د دې سيمې دَ تاريخ پحقله خاص اهميت لري، دَ انګرېزانو سره سره ئې دَ هغوئ دَ مراعات يافته طبقې حالات هم ليکلي دي ، دَ انګرېز دَ سياست اؤ حکمرانۍ انداز ئې ښودلے دے چې څنګه اؤ په کومو طريقو به ئې خلق تقسيمول، جنګول اؤ بدنامول۔
دَ حېدر آباد سازش کېس پحقله ئې يوه دلچسپه واقعه دا ده چې وړاندې سکهرسازش کښې په ولي خان اؤ دَ هغۀ په ملګرو چې دَ اکثرو تعلق دَ بلوچستان نيپ سره وو دا الزام وو چې دوئ څو مياشتې وړاندې دَ ملک خلاف سازش کړے اؤ دَ ملک دَ ماتولو کوششونه ئې کړيدي بيا کله چې دوئ حېدرآباد جېل ته منتقل کړے شول نو په ولي خان اؤ ملګرو ئې دَ غدارۍ اؤ يو ځل بيا دَ ملک ماتولو مقدمه حکومت جوړه کړه ، دې مقدمه کښې دَ نيپ 120 ليډران اؤ کارکنان ملوث کړے شوي وو، دغلته دَ مقدمې دَ سماعت دوران کښې په ولي خان الزام وو چې دے نظريه پاکستان نۀ مني نو ولي خان تپوس کړے وو چې نظريه پاکستان څۀ ته وائي؟ ما پرې پوهه کړئ نو د دې جواب دَ وفاقي سيکرټري لخوا يونيم کال کښې پېش نکړے شو، اؤ په راتلونکو نولس مياشتو کښې 22 ګواهان وړاندې کړے شوي وو، ولي خان دَ يوې پيشۍ په موقعه جج ته اُووې که د دې مقدمې رفتار داسې روان وي نو د استغاثې دَ ټولو ګواهانو په وړاندې کولو به سل کلونه لګي۔ بيا به دومره کلونه دَ صفايۍ په ګواهانو لګي اؤ پنځوس کلونه به دَ وکيلانو په دليلونو اؤ بحثونو لګي نو مهرباني اوکړئ دوئ ټولو د پاره دَ اب حيات غم اوکړئ چې دوئ دومره وخت پورې ژوندي پاتې شي،
په ولي خان ژوند کښې پينځه قاتلانه حملې شوې وې خو قسمت بچ کړے وو وړومبۍ حمله پرې 1930 ٔ کښې شوې وه چې يو ګورا افسر پرې دَ ټوپک په سنګين ګزار کړے وو خو يو سپاهي ورته خپل لاس وړاندې کړے وو اؤ سنګين دَ سپاهي دَ لاس نه اخوا وتلے وو نورې قاتلانه حملې پرې دَ ذوالفقار علي بهټو وخت کښې شوې وې، دويمه حمله پرې دَ دير جندول کښې اؤ دريمه پرې سوات دَ تګ په وخت سخاکوټ سره شوې وه ، څلورمه حمله پرې ګوجرانواله ريلوے سټېشن کښې دَ جلسې په دوران کښې شوې وه، اؤ پنځمه قاتلانه حمله پرې لياقت باغ پېنډۍ کښې شوې وه چې خدائے تعالي هر ځل دَ مرګ نه بچ کړے وو خو سره د دې هغه نۀ ويريدلے وو اؤ نۀ چرته دَ خپل موقف نه يو قدم وروستو شوے وو۔ ولي خان څۀ قسمه نشته نۀ کوله۔ دا به ئې وئيل چې زما غټه نشته مطالعه کول دي، دَ سياست، تاريخ، معيشت، اؤ ادب پحقله ئې فراخه لوسته کړې وه ، په ذاتي توګه ئې دَ جنګ جګړو نه ځان ساتلو، څۀ موده ئې دَ ښکار شوق کولو خو بيا ئې دا هم پريښے وو، سحر وختي به پاڅېدو اؤ پخپلو پټو به ئې چکر لګولو ، دَ پېدل ګرځېدو هم ښۀ مړنے وو، ګلونه ئې ډېر خوښ وو، خپله به ئې دَ ګلونو کيارو کښې ګوډ کولو دا به ئې اُوبۀ کول ، خوش خوراکه اؤ خوش لباسه هم وو، دَ چرګ کړاهي، شوملې ، سلاد، سبزي به ئې په شوق سره خوړل، جامې به ئې اکثر دَ خامتا جوړؤلې چې د دۀ په بدن به ئې ډېر خوند کولو۔
دَ يوې جمهوري ډلې دَ مشر په حېث ئې تل ملک کښې کېدونکو انتخاباتو کښې برخه اخستې وه چې پکښې ډېر ځل کامياب شوے اؤ کله کله دَ ناکامۍ سره هم مخ شوے وو دَ ناکامۍ په صورت کښې ئې تل خپل شکست تسليم کړے دے ۔
په کال 1990 ٔ کښې دَ قامي اسمبلۍ انتخاباتو کښې دَ ناکامۍ نه وروستو ولي خان نۀ صرف دَ اے اېن پي دَ مرکزي صدارت نه استعفي ورکړه بلکه دا اعلان ئې هم اوکړو چې په ما دَ خپلې حلقې دَ خلقو اعتماد ختم شو نو سياست کښې به نوره برخه نۀ اخلم ، خو بيا ئې دَ اے اېن پي دَ غړو په بيا بيا غوښتنه 1991 ٔ کښې دَ ډلې دَ “رهبر تحريک” اعزازي عهده قبوله کړه ، اؤ د دۀ په ځائے محترم اجمل خټک دَ پارټۍ مرکزي صدر منتخب شو، په کال 1998 ٔ کښې جهانګيري کښې دَ ژوند آخري اولسي جلسې ته خطاب کړے وو۔
ولي خان دَ زړۀ مريض وو، لندن کښې بائي پاس آپرېشن کړے وو، په 24 جنوري 2006 ٔ کښې خپل کور کښې بې هوشه شوے وو دَ سر رګ ئې شلېدلے وو، دَ بې هوشۍ په حال کښې په 25 جنورۍ 2006 کښې وفات اؤ په سباله په 26 جنورۍ خاورو ته اُوسپارلے شو۔ دَ دۀ په وفات دَ ملک سياسي ليډرانو، سياسي ورکرانو اؤ پوهانو دا خبره په خاص توګه کړې وه چې دَ ولي خان دَ وفات سره ملک دَ يو جمهوريت خوښي، اصول پسنده اؤ شريف لېډر نه محرومه شو۔ اؤ دَ هغه دَ اوږد سياسي ژوند اؤ هلو ځلو نه ئې ډېر مثالونه وړاندې کړي وو، ولي خان کله هم دَ خپلو مخالفينو د پاره سپکه لهجه نۀ وه استعمال کړې اؤ نه ئې چرته دَ هغوئ بې عزتي کړې وه بلکه په مناسبه توګه اؤ مناسبو لفظونو به ئې دَ هغوئ ذکر کولو اؤ بيا به ئې ورسره خپل اصولي اختلاف ذکر کولو۔
دَ ولي خان دَ وفات نه وروستو دَ هغه دَ سياسي، اُولسي اؤ نورو خدماتو پحقله ډېر څۀ ليکلے شوي دي، منظوم اؤ منثور دواړه قسمه خراج عقيدت ورته وړاندې کړے شويدے۔ ګران ليکوال ډاکټر ګل منير ادينزي دَ پېښور يونيورسټۍ نه دَ هغۀ دَ ادبي اؤ سياسي خدماتو پحقله دَ پي اېچ ډي دَ کچ تحقيقي مقاله ليکلې ده۔ دې نه علاوه پرې نورځينې لوئې واړۀ کتابونه اؤ خوارۀ وارۀ ډېر څۀ مختلفو رسالو اؤ اخبارونو کښې په اردو، پښتو اؤ انګرېزۍ کښې چاپ شويدي چې پکښې دَ هغه دَ خدماتو اعتراف شويدے۔
زۀ دَ ولي خان خاکه ليکم اؤ د دې صنف غوښتنه دا ده چې دَ يو شخصيت دَ خوبيو سره سره دې دَ هغۀ خامۍ اؤ کمزورۍ هم په ډاګه کړے شي نو زۀ دا نۀ وايم چې ګني هغه فرښته وه اؤ هېڅ قسمه بشري کمزورۍ ئې نۀ لرلې خو دا به اووائم چې يا ئې دَ خوبو په مقابله کښې خامۍ کمې اؤ يا ډېرې پټې وې، البته عام طورسره به پرې مخالفينو دغه الزامونه لګول چې غدار اؤ ملک دُشمنه دے چې ما ئې وړاندې په تفصيل سره ذکر کړے دے۔ دې نه علاوه يو څو الزامونه پرې نور هم شته يو دا چې کله په ملک کښې 1969 ٔ کښې ون يونټ مات شو اؤ دَ نورو صوبو دَ بحالۍ سره بلوچستان ته هم دَ صوبې حق ورکړے شو نو دَ بلوچستان ځيني پښتانۀ مشران دا الزام لګوي چې ولي خان دَ پښتنو علاقې بلوچو ته حواله کړې اؤ مونږ دَ بلوچو دَ تسلط لاندې راغلو، دَ دوئ په خيال پکار وه چې دا علاقې خېبر پښتونخوا صوبه کښې شاملې کړې شوې وې خو د دې جواب په مختلفو طريقو سره شويدے يو خو دا چې کله ون يونټ مات شو اؤ دَ عامو انتخاباتو غوښتنه شروع شوه بلوچستان کښې هم خلقو ته دَ سړي سر ووټ حق ملاؤ شو نو دَ يحییٰ خان دَ صدارت په زمانه اپوزيشن ګوندونو دَ يونائيټډ ډيموکريټک فرنټ U.D.Fپه نامه اتحاد جوړ کړے وو اؤ دَ پنجاب واکمنو قوتونو ته دا اندازه اولګېده چې مشرقي پاکستان، پښتونخوا اؤ بلوچستان کښې به قوم پرسته ډلې کاميابې شي ځکه نو دوئ کوشش کولو چې دا اتحاد دې مات کړے شي اؤ دَ دوئ په صلاح نيپ کښې ځينو پښتنو مشرانو اُووې چې ولي خان پښتانه په بلوچو خرڅ کړل داسې نيپ تقسيم شو اؤ دَ پښتنو اؤ بلوچو ترمينځه نفرتونه پېدا شول خو بيا هم انتخاباتو کښې نيپ ته اکثريت ترلاسه شو خو بهرحال دغه الزام ئې په ولي خان لګولے وو۔
دوېم الزام پرې دا دے چې دَ کال 1973 ٔ دَ متفقه آئين دَ منظوريدلونه وروستو صوبو ته خودمختياري حاصله شوه اؤ دوئ سره دا اختيار وو چې په مورنو ژبو کښې دې ماشومانو ته دَ تعليم سلسله جاري کړے شي ، سندهيانو په دې عمل اوکړو نو سندهۍ ژبه کښې ماشومانو ته دَ تعليم سلسله شروع شوه ۔ نن دا دے دَ سندهۍ ژبې دَ سلو نه زياتې ورځپاڼې چاپ کېږي، بې شمېره سرکاري ادارې دَ دغه ژبې دَ ودې اؤ ترقۍ د پاره کار کوي دلته دَ دوئ ډله په حکومت کښې وه اؤ دَ پښتو په ځاے اُردو ذريعه تعليم پاتې شوه ځکه تر دې دمه لا پښتانۀ خپله ژبه پښتو لوستلې اؤ ليکلې نشي، نۀ پوهېږم چې د دې فېصلې څۀ وجه وه ګني نو ولي خان خو خپله پښتو ليکلې اؤ لوستلې شوه، اؤ دَ پښتون قام پرسته مشر پحېث دَ ژبې دَ اهميت نه هم ښۀ خبر وو۔ زۀ افسوس کوم چې ولې دَ هغۀ نه په دې حقله ما تپوس ونکړے شو بهرحال که مانه دا کوتاهي شوې ده نو کېدے شي چا به ترې ضرور تپوس کړے وي چې د دې په شا کوم وجوهات وو۔که څۀ هم په وروستو وختونو کښې کله چې دَ اے اېن پي حکومت وو امير حېدر خان وزير اعلیٰ وو نو پښتو ژبه کښې تر دولسم جماعت پورې تعليم لازمي شوے وو، دَ کورس دَ پاره کتابونه هم تيار کړے شويدي خو لا تر اوسه په دې عمل نۀ دے شوے اؤ معامله هغه شان پرته ده ۔
درېم الزام په ولي خان دا دے چې کله ذوالفقارعلي بهټو دے حېدر آباد سازش کېس کښې سره دَ ملګرو نيولے وو نو هغۀ ئې دَ وژلو اراده کړې وه اؤ دا خبره ټول سياسي پوهه لرونکي مني که بهټو ژوندے وو نو ولي خان ئې ضرور وژلو خو قدرت ته بل څۀ منظور وو اؤ هغه دَ چا خبره دَ ژوند اوربشه ئې باقي وه نو ضيا ٔ الحق بهټو دَ اقتدار نه لرې کړو اؤ جېل کښې ئې واچولو ، داسې يوه خبره عام طور سره په مُستقله توګه کيږي چې پخواني صدر ضيا ٔ الحق ته دَ بهټو دَ وژلو صلاح ولي خان ورکړې وه، نۀ پوهېږم چې دې خبره کښې به څومره صداقت وي خو په ګڼو سياسي اؤ صحافتي حلقو کښې مې بيا بيا آوريدلې ده چې دَ يو ملاقات په وخت صدر ضيا ٔ ته ولي خان وئيلي وو چې قبر يو دے اؤ کسان دوه دي نو ستا خوښه خپله پکښې څملې اؤ که بهټو ورته ليږې ، ارمان دے چې څوک د دې خبرې سپيناوے اوکړي ځکه صدر ضيا ٔ سره په وړومبو وختونو کښې دَ ولي خان تعلقات ښه اؤ وروستو خراب شوي وو۔
دا دستار دا سړے نن په مونږه کښې په بدني توګه نشته ولې په روحاني توګه موجود دے ولې چې دَ هغه خيالات اؤ افکار شته، دَ هغه ډله هم هغه شان مقبوله ده، په هغه طريقه مخ په وړاندې روانه ده چې باچاخان اؤ ولي خان ورله په کوم طرز بنياد ايښے وو، ډېر منونکي اؤ عقيدت مند ئې شته چې هغوئ ئې يو مثالي مشر ګڼي اؤ په نامه ئې سر ورکولو ته تيار دي۔ ورسره ئې مخالفين هم شته چې لکه دَ پخوا غوندې اُوس هم ورته غدار اؤ ملک دُشمنه وائي حالانکه دَ غدارۍ اؤ ملک دشمنۍ څۀ دليل يا ثبوت ورسره نشته ، بس تشې هوائي فتوې اؤ خبرې دي۔
دا زمونږ لويه الميه ده چې دې ملک کښې دا معيار معلوم نۀ دے چې په کومو کومو خبرو اؤ اقداماتو يو بنده غدار اؤ په کومو کومو کارونو محب وطنه ثابتيږي۔ نن به يو تن په يوه خبره غدار کړے شي خو سبا له به محب وطن کړے شي ، دغسې نن به محب وطن وي خو سبا له به په غدارانو کښې شمار شي ځکه نو مونږ دلته هرغدار اؤ ملک دشمنه ، غدار اؤ ملک دُشمنه نشو ګڼلے اؤ هر محب وطن ته محب وطنه نشو وئيلے ولې چې معيارونه ئې په مختلفو وختونو کښې مُختلف پاتې شويدي۔
بهرحال پښتنو دَ ګڼو خوبيو په وجه ولي خان دَ دستار جوګه ګڼلے دے اؤ په ژوند ئې چې ورته يو ځل دَ مشرۍ پټکے ورپه سر کړے دے نو په مرګ ئې هم ترې اخستے نۀ دے بلکه دَ باچاخان نه دا دَ مشرۍ پټکے دَ دوئ په کورنۍ کښې راروان دے چې دَ هغه نه وروستو ولي خان ته په سر شوے وو اؤ دۀ نه پس ته دا پټکے اسفنديارولي خان او ايمل ولي خان ته په سر دے ، تر څلورو پشتو پورې چې پښتون قام دَ چا مشري مني دَ هغوئ په فضائيلو اؤ کمالاتو کښې هډو څۀ شک شبهه نشي کېدلے ۔