(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

شعرونه او

[08.Oct.2021 - 14:46]

زه خوشال

راغلم بیا، چې دخپل ولس پوښتنه وکړم 

ددې خپل نارامه روح خوښنه وکړم 

دڅلور پېړیو ګرد مې دی څنډلی 

چا ویل چې ځینې خلک رسیدلي  

دسپوږمۍ په پلوشواسمان ته تللي 

نور نو هاغه دپرنګ ټوپک زوړ شوی 

اوشراب پرتګالي نشته په هندکې ، 

دمغولو پادشاهي ده ړنګه شوې 

رنتهبور له بیخ وبُنه نړیدلی 

راغلم بیا چې دافغان پوښتنه وکړم

خوعجیبه زمانه ، عجیب دستور دی 

یوسپین ږیری غضبناک یې انځورکړی 

په تصویر کې یې غوسه ښکاري دوه سترګې 

داوږې شاته یې ښکاري پره داره 

ښه تېره نیزه ولاړه، تر ده هسکه 

او پرسر یې پولادي نیم منی خود دی 

پرې ولاړې هسکې هسکې منارې دي 

دې بوډا په یوه ډال ده تکیه کړې 

ترملا پورته یې دتورې قبضه ښکاري  

تریو اړخ یې دتېرو غشو کڅوړه 

خدایزده بل لاس کې یې څه دجنګ سامان دی ؟

وايي : دازموږ نیکه خوشال خټک دی 

چې هرچا ته په خوله ډک لکه ټوپک دی 

په دیوال هم دمکتب په کتابو کې 

په کابل او دخیبر په هسکو غرو کې 

زه حیران یم خپل شامېت او خپل قسمت ته 

دخپل ولس ناسم خیال ، نیمګړي نیت ته 

زه شاعر ومه دمینې او دحُسن 

زه حکیم دزمانې ومه ، عاشق وم 

داریښتیا ده ، چې دولس په ننګ ولاړ وم 

له مغول سره یو لاس اوبل ګریوان وم ، 

خو له تورو او له غشو سره وران وم 

مادستار و دمشرۍ په سرتړلی 

( ددستارسړی ) مې وښوده خپل ولس ته 

زما دوسپنې په خود کې زړګی تنګ و

له نیزو له تورو کرکه مې په زړه وه 

دحکمت اوعشق خبره مې په خوله وه  

هغه سر چې دښکلا دربار ته ټيټ و

اوس پرې  ایښې پولادي خولۍ له پاسه 

دحکمت دستار څېرلی زمانې دی 

زما دولس دقهرجن مزاج له لاسه 

داسمان هسک ته ختلي خلک نوردي 

افغانان لاهم دجنګ په غم نسکور دي 

هېڅ دعقل، دډوډۍ مشر یې نشته 

دسیاست او دروزۍ مشر یې نشته 

لاشرمیږي نوم دمینې په خوله  نه وړي 

خودوینې بهولو ته ولاړ دي 

ما دتورې او دننګ په نامه ستايي 

او په خپله بس دجنګ په نامه پايي 

زماپه هرکتاب کې زر دپند خبرې 

یوله بل سره دمینې ها سندرې 

بس دوی ټولې هېرې کړې دي بېباکه 

تش دجنګ په کاروبارکې دي چالاکه 

زما کرکه له دې خپلې څېرې کیږي 

له نیزې نه مې اندام اندام ریږدیږي

دمغولو دکاپرو د پرنګو 

داسونو دپښو غبار ته ګوره 

چې زما په قبر څو لویشتې انباردي 

دافغان کوڅې ویجاړې کوریې ړنګ دی 

ژاړي وايي چې داټول لاس دپرنګ دی

له کتاب او له قلم سره یې ورانه 

نه دکار شو نه دزمکې نه دڅپر

لا یې خپل تربورته تاودي بریت دفخر

نه شرمیږي لا په خپل ناولي فقر

دپنجاب اودمغول ډوډۍ ته ناست دي 

دبل ګټې څټي پړ مخې لا ملاست دي 

ځمه ځمه بیا به رانه شم دې ولس ته 

چې ویشلی لا په ( زي ) دی یا په ( خېل ) دی 

دغیرت په نامه ولږه کې لا ښکېل دی 

چې پوره څلور پېړۍ کې هوښیار نه شو 

دغه ولس زما په چیغو بېدار نه شو 

چې لاهم په توره نازي ، په جنګ ویاړي 

انسانیت ته دغه قوم په کار نه شو

 

عبدالغفور لیوال

................

چی بې ننگ او بې پښتو وي

 

چې بې ننګ او بې پښتو وي پښتون نه  دی

چې د  قوم  په شرمیدو  وي  پښتون نه دی

 

پښتون  هغه دی چې غم د تمام قـــوم خوري

چې  د ځان په جګیدو  وي   پښــتون نه  دی

 

د  پښتون  نظر  مـــــــدام په ننګ  و نام  وي

چې  نظریې په پیسو  وي  پښتــــون نه دی

 

پښتون   هرکـــــله  طالب   د خپل شرف دی

چې طالب د سپینو سرو وي پښتون نه دی

 

پښتون  تل په خپله ژبه ټینــــګ ولاړ  وي

چې په دروغ یې گفتگو وي پښتون نه دی

 

پښتون نشـــــــي باداري د چــــــامنــلـــی

چې اختیار یــې د پردو وي پښتون نه دی

 

په نصیب د ملنګ جان دغه مســرې شوې

چې خپه په دې مســـرو وي پښتون نه دی

 

 ملنګ جان

..........

 

 غزل 

هتکړۍ دي لګیدلي، حسرت ژاړي بې وسۍ ته

د کا فر قاضـــــي فتوا ده: منتظر د دار کړۍ ته

 

د باروت شینکۍ لوخړي، دلته ساه تر ستوني نیسي

ناوکۍ د سپوږمۍ لوري! خیژه خپلي پلرګنۍ ته

 

مرګه! لوظ د پښتو دی،تښتم نه خو مهلت غواړم

امـــ�
بېرته شاته