(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوات نامه

[14.Aug.2020 - 14:18]

{{{ د خوشحال 'خان خټکسوات نامه'' او اقتصاديات }}}

لېک:- رشيداحمد

د بنې ادم ژوند په معاشياتو او اقتصادياتو  اډاڼه دے. د نړۍ ټول تهذيبونه د لويو سيندونو او ولو يا دريابونو په غاړه د ترقۍ بام ته رسيدلي دي. لکه اروپائي هيوادونه ،د دجلې او فرات تهذيبونهد موهينجوداړو او هړپه تهذيب . هم دا رنګه   د اسيائي تهذيبونو زانګو افغانستان او مرکزي اسيائي ملکونه . د دې ټولو په وده کښې  د سيندونو د مهم رول سره سره د دغه ملکونو  د ګاونډي هيوادونو سره تعلق او رابطې  هم د پرمختګ يوه وجه وه. د سيندونو په غاړه ځکه تهذيبونو وده کوله چې اوبه د انسان،ځناورو او کروندې دپاره ضروري دي. سيندونو به نه يواځې دغه ضرورت ترسره کولو بلکې د تګ راتګ او سامان په اسانۍ سره د يو ځائې نه بل ځائې ته وړلو کښې  ئې  مهم کردار تر سر ه کولو. او هم پدې  پس منظر کښې به مونږ  د پښتونخوا د يوې برخې جاج اخلو او هغه به يواخې او صرف د خوشحال خان خټک د ''سوات نامې''  په رڼا کښې اخلو.چې خوشحال خان خټک دې اړخ ته په کوم نظر کتلي دي.

د خوشحال خان خټک سوات نامه تل د پوهانو او نقادانو د نظر لاندې پاتې شوې ده او هر چا د خپلې پوهې او فکر په اندازه په هغې ډېر څه وئيلي دي .چا په حق کښې او چا دهغه په مخالفت کښې. ولې نن به د غه دواړه خبرې مونږ يوې ډډې ته کېږدو.چې هغه ښه وئيلي دي او که بد. خو دا به اوګورو چې هغه  د معاش په حقله څه وئيلي دي.او مونږ ترېنه څه اخستي دي.دا يوه خبره خو خوشحال بابا پخپله کړې وه چې 

د خوشحال قدر که اوس په هيڅ چا نشته

پس له مرګه به ئې ياد که ډېر عالم

غوره به دا وي چې وړومبے مونږ ه د سوات په يوسفزونظر   واچوؤ.چې په هغه زمانه د يوسفزو څه حالات وو.په ډېر تفصيل کښې به ځکه نه ځو چې وخت او ځائې دواړه په مونږه قد غن لګوي . يوسفزي چې کله سوات ته د افغانستان  نه راغلل او دلته مېشتۀ شول نو د خپل ازلي دښمن سره يې نښته راغله او هغه داسې چې د قندهار نه د مغلو د تربګنۍ په وجه را شړونکي شول  چې کله د ملاکنډ غرونو ته او ختل لا ئې ساه نه وه اخستې چې بابر ور پسې ر اغلو . د هغه نه چې اوزګار شول نو د دله زاکو او زړو سواتيانو سره په جنګ شول او د هغوئ نه  ئې سوات  په پوره ډول قبضه کړلو .او بيا يې د سمې او غرۀ ځمکې په خپلو کښې او ويشلې.او د ويش کولو د تقسيم دغه طريقه  کار ورله شيخ ملي بابا وضع  کړو. چې د شيخ ملي  په دفتر يا ديږي. دا تقسيم به څنګه کيدلو او څه فلسفه يې لرله؟ د دې فائدې او نقصانونه څه وو  ؟ مونږ به د دغې يو لنډ جاج اخلو او داسې به موضوع هم  اسانه شي.

ددې تقسيم  يا ويش طريقه کار دا وو

1. هر پينځه کاله پس به د ټول کلي جائداد شريک شو او دکورنو يعنې کوړمو د غړو  او ټولو وګړو په سر به بيا جائيداد او ويشلے شو دې ته به ئې پينځه کلن ويش وئيلو

2. هر لس کاله پس به د ټولې سېمې يعنې غټو خيلونو په حساب ويش بيا کيدلو او دې ته به د کلويغۍ د بد لېدلو ويش وئيلو.يعنې د يو کلي يا سېمې ټول خلق به پاسيدل او يو بل کلي يا سېمې ته  به لاړل .او داسې به  کلے کلويغي بدله شوه.

3. دا ويشونه به د يوسفز ئ قيبېلې د غټو خيلونو تر مينځه کيدل  او سړي سر اضافه يعنې د ابادۍ د زياتيدلو سره به په دفتريا دوتر کښې د هرچا برخه برا بر ساتلے شوه. په يو کور کښې به ماشومان پيدا شول نو هغوئ ته به  نور جائداد ميلاو شو. او دا رنګه په ټولو يوسفزو کښې ټول وګړي د يو شان جائداد خاوندان وو.

د  دفتر ددې ويش  يا تقسيم شاته فلسفه او فائدې

1. د دې ويش يا تقسيم شاته يوه خبره خو داوه چې د ابادۍ د اضافې سره به څوک غريبان کيدل نۀ او هرې کورنۍ ته به د خپلو ماشومانو دپاره نوره ځمکه ميلاويدله. او دغه شان يوسفزي د نفرو په حساب زياتيدل او قبيله يې طاقتوره کيدله

2. د ټولو يوسفزو طاقت  يو وو.د مالدار او غريب تفاوت پکښې دومره نه وو يا د نيشت برابر وو.

3. ټول يوسفزي به د دښمنانو سره د جنګ دپاره تيار وو. او هر يو نفر به په جنګ کښې  يو شان برخه اخېستله

4. مال دولت او جائداد قامي وو او اولس کښې د قاميت تصور هم موجود وو.

5. د مال او دولت هوس او لالچ کم وو او د قام ګټه او فائده به د هر څه نه مقدمه وه.

6. ټولو به د يو بل ملاتړ  کولو. په اشر غوبل کښې به د يو بل سره شريک وو.

7. د يوسفزو دښمنان لوئې قامونه او قبيلې وې او د هغو نه به ورته مستقله خطره وه نو د هغې يو حل هم دغه ګرځنده ويش وو.ځكه چې دمال دولت سره درغبت په وجه به پكښې بې اتفاقي نه راتله  او د تورزنۍ  او مړانې مقابلې به پكښې وې.

او داسې يوسفزي د پښتنو د ټولو لويه او طاقتوره قبيله  وه.او اوس به په انتهائي مختصر ډول د دې ويش نقصانونه ذکر کړم

١.يوسفزو د انفرادي ګټو نه ځان ژغورلو.يعنې چا به په ځانګړي توګه مال دولت نه جمع کولو

٢.چابه باغونه نه لګول.او باغونه د نېشت برابروو ځکه چې پينځه کاله وروستو به ويش کيدلو او دغه ځمکه به د بل چا رسيدله.نو چا دغه تکليف نه کولو.

٣، چا به ښکلي او مضبوط کورو نه نه جوړول او داسې په دې سېمه پخې  ودانۍ نه وې.ځکه چې د چا بل دپاره چا ودانئ نه کولې 

٤.په دې سېمه کښې تجارت هم عام نه وو.او وجې ئې هم دغه وې.د تجارت دپاره په يو ځائې پخه مېشته ضروري وي نو ځکه تجارت وده نه موندله او د عامو خلقو اقتصادي وضع ښه نه وه.

 ٥.سوات چې اب و هوائې د هر فصل او مېوې دپاره مناسب وه او اوبه ډېرې وې  ولې د ښو لويو  باغونو او دغه مېوو نه محرومه وو. وجه يې هم  دغه ګرځنده ويش وو.

غرض مونږ دا وئيلے شو چې د مغلو او نورو قامونو دښمنۍ او تربګنۍ دا اولس نو رې اقتصادي ترقۍ ته نه دے پريښودے. سوات چې موسم او اب و هو ا ئې د هر قسمه فصل او مېوو دپاره سازګار وو خو چا  د تجارت، باغونو او پخو ودانو او ابادو فکر نه کولو. بس شپه ورځ به خلق د دښمن نه د ځان ساتلو دپاره په فکر کښې وو.

که مونږ ددې خبرې اندازه د تاريخ په اوږدو کښې اخلو نو ښه جوته ليدے شي چې دپښتنو دې سېمې مسلسل  د اوږدې مودې دپاره ارام چرته نه دے ليدلے  او تل ترتله د نا ارامۍ او فشار لاندې پاتې شوې ده.اوس هم په تېرو لسوکلونو کښې زمونږ د ټولو د وړاندې  چې کوم حالات دلته پيدا شول او څه اوشول. د سوات هم دغه رنګ لړزيدلے او په وينو سور تاريخ دے يا به په خپلو کښې جنګيدل او يا د نورو قامونو او يرغل ګرو سره .

 او هم دغه د مغلو دښمني وه چې خوشحال  بابا يې سوات ته بوتلو  او په خپله  سفرنامه يا ''سوات نامه'' ليکلو ئې مجبوره کړو. خوشحال خان خټک په خپله دغه سفر نامه کښې هغه هرڅه ليکلي دي چې هغه ليدلي دي او يا پرې تېر شوي دي. د خوشحال بابا دغه'' سوات نامه''  د سوات د دغه زمانې يو مستند تاريخ دے او يو جاج هم دے.په دغه'' سوات نامه''كښې هغه د سوات په جغرافيه لکه د يو ماهر رڼا اچولې ده ،د هغه وخت د حالاتو سره سره ئې د سوات په اقتصاد خبرې کړي دي او دغه تقسيم چې د شيخ ملي په ويش ياديږي يې هم غندلے دے.

دا خبره د ياد ساتلو ده چې د سوات پښتانه دفتر يا دوتر هغه  ځمکې ته وائې چې جائداد بللے شي او کر کرونده پرې کولے شي او ورسره شاملات هم تړلے وي .او دغه ويش چې شيخ ملي بابا وضع کړے وو نو ځکه ورته د شيخ ملي دفتر وئيلے شي. هغه په دې نامه کتاب نه دے ليکلے بلکې کوم قانون ، طريقه کار او اوصول چې هغه د يوسفزو تر مينځه د ويش  دپاره مقرر کړي، او ټاکلي وو او يوسفزو پرې عمل  کولو په دغه نامه بللے شي.

خوشحال بابا د شيخ ملي دغه د ويش طريقه کار ته په خپل يو ډېر معروف او مشهور شعر کښې داسې اشاره کړې ده

دوه کاره دي په سوات کښې که خفي دي که جلي 

   مخزن د درويزه دے بل دفتر د شيخ ملي

 د شيخ ملي  دفتر  يا د هغه تقسيم مونږ په اختصار سره بيان کړو  او مخزن د  اخوند درويزه يو ډېر مشهور کتاب دے. اوس به راشو سوات نامې ته . او اول به په سوات نامه کښې د سوات د ذکر شوې اب و هوا او موسم ته لږ نظر اوکړو.

 تر کابل نه ئې هوا د اوړي ښه ده 

د کابل هوا تر خه دده خوږه ده

هسې ملک هسې هوا  هسې جويونه

نۀ ځايونه،نۀباغونه،نۀ بويونه

هم سړې اوبه  چينې لري هم واورې 

نه په سوات باد سموم شته ،نه ګرد خاورې

د مېوو دے د ګلونو دبستان دے

د ملوک لائق په وخت د تابستان دے

خوشحال باباد سوات د موسم،اوب وهوا ذکر کړي دي. او وائي چې دلته د هرقسمه ميوې او فصلونه کيږي ولې د دې ځائې اوسيدونکي  د دې نه څه فائده نه اخلي او ددې قابل نه دي. ولې د باغونو او ميوو د نه کرلو لوئې سوب هم دغه يو ښکاري چې خلق ئې تل تر تله  په جنګ او غضب اموخته وو او ښو کارونو ته نه اوزګاريدل.څه د خپل جهالت ، ناپوهۍ او څه د کم علمۍ د لاسه. او څه د مغلو نمک خورو كوم چې د هغوئ په مال او مهربانئۍ  دلته اباد شوي وو چا چې دوي دغه کارونو ته نه پريښول

خوشحال بابا د يوسفزو د غه ويش يا د شيخ ملي تقسيم ته هم ښه نه کتل او ددې قام او اولس د دغه ټولې بد بختۍ  وجه ئې  هم دغه تقسيم يا ويش ګڼلو لکه چې وائي 

کال په کال د ملک په هسک کاندې باختونه

بې شکرو په خپل ځان کاندې تاختونه

په دې شعر کښې د هسک توري يا ټکي  مطلب په خسڼي يا په قرعه اندازۍ تقسيم يا ويش کولو ته وائي. او داخو اوس هم په پښتنو کښې کيږي چې کله برخې جوړې شي نو خسڼے يا قرعه اچوي .او دغه شان تقسيم اوشي او برخې ويشلے شي.او هغه ښه په جار وائي چې دا  تقسيم يا ويش د دوي د تباهۍ سوب دے. خوشحال بابا پخپله د مغلو جاګېردار وو او هغه د دغه جاګېرونو او عهدو نه فائدې پورته کولې. د پوخ او عمري تقسېم په معنى او مطلب پوهيدلو.او دا خو ټولو ته معلومه ده چې کله عمري ويش اوشو نو خلقو باغونه هم اولګول او پخې ودانۍ يې هم جوړې کړې او ډېرې ښاءسته حجرې  ،کورو نه  او جماتونه  ودان  شول.

 که چرې د هغه وخت د سوات خلقو دې اړخ ته فکر کړے وے نو واقعي چې دا ملک به د نړۍ په مخ د جنت يوه ټوټه وه .خوشحال بابا د دې ځائې د استوګنو خلقو د سوکالۍ په حقله دا هم وئيلي دي 

کله کله پکښې داسې ارزاني شي

چې په دوه توره د شلو مهماني شي

خوشحال بابا دا شعر هم هسې نه دے وئيلے هغه په دغه سېمه کښې څو مياشتې ديره ووهغه هر څه ته د يو ماهر په توګه کتلي دي .لکه د يو پوخ ماهر اقتصاديات. هغه د دغه سېمې د اهميت نه هم بې خبره نه وو. او د دې سېمې جغرافيه ىې ښه په تفصيل سره بيا ن کړې ده. هغه د سوات حدود اربعه په هغه زمانه ښودلي وو او دهغې اهميت يې هم واضح کړے دے

لکه چې وائي

وشمال وته ئې غر بلورستان دے

شرق کشمېر،غرب ئې کابل او بدخشان دے

هندوستان وته تور غر لري بد غاشي

پرې خاته به د لښکرو په غوغا شي

د چترال سرحد د سوات سره قريب دے

غر او سم ئې ابادان جريب جريب جريب دے

و چترال وته ئې لار دکوهستان ځي

تر چتراله په پينځه ورځې کاروان ځي

درې څلور مياشتې دا لار وي ښه روانه

ډېر افت لري له برفه له بارانه

تلۀ راتلۀ د خلائق په دا لار کم شي

مګر کار په بدرقه د ملک سم شي

يوه لار دهند وکوه وه ترکستان ته

بله لار دا دچترال ده بدخشان ته

بله لار چې د پټن ځي تر کاشغره

بله لار که په مورنګ ځي لره بره

دا څو لارې په سرحد د هندوستان دي 

نورې لارې په سرحد د خراسان دي 

 اوس نو په دې شعرونو چې مونږ فکر اوکړو.نو دا خبره خو ښه جوته شي چې خوشحال بابا د ا هسې د خوند دپاره نه دي ليکلي.هغه د لته د سوات چاپيره هغه ټولې سېمې سره د لارو  ذکر کړي دي او دا هم وائي چې کومه لار چرته ځي.او هغه د دغه شعرونو نه  سمدستي  وروستو وائي چې

يوسفزي په شماره تر حساب تېر دي

اما واړه ګاو خرونه دي که ډېر دي.

نو دلته سمدستي د دغه شعر څه مطلب او ضرورت وو؟ که چرې مونږ لږ ښه په غور سره اوګورو نو هغه دغه لارې ذکر کوي او وائي چې د دې سېمې خلق ددې لارو نه فائده نه پورته کوي.هغه دا وائي  چې د سوات د پښتنو د نړې د ډېرو مهمو ملکونو سره پولې لږيدلي دي او لارې ورته تلي دي . که دا خلق لږ پوهيدلے  او هوښيار و ے  نو فائده به ئې ترينه اخستې وه.  

د دغه لارو اهميت مونږ ته خوشحال بابا ډېر اګاهو ښودلے وو ولې چا ورته فکرنه دے کړے. هله چې د ابلاغ عامه يعنې په مېډيا نور خلق شروع شي نو مونږ هم وايو چې دا هرڅه مهم دي. که چرې مونږ د تاريخ پاڼې اولټوو نو داخبره لکه د نمر ډاګې ته شي چې زمونږ مشرانو تل  د دغه لارو اهميت ښکاره کړے دے خو مونږ څه کوو يا زمونږ هغه مشران چې واک اختيار لري څه کوي؟.زمونږ د دغه لارو اختيا ر تل مونږ له لاسه ورکړے دے.

 د دې اشعارو نه د خوشحال بابا د اقتصاد پوهنې اود معاشي پرمختګ لارو چارو د پيژندلو اندازه کيږي. د خوشحال بابا په سوات نامه کښې د هغه اقتصاد پوهنه هم ښه جوته ده او د دې سېمې په اوسيدونکو د هغه غصه هم په ځائې ښکاري.

خوشحال بابا ته هغه وخت هم دا معلومه وه چې مغل کله هم د دې سېمې او ددې خلقو ترقي او سوکالي نه شي زغملے نو هغه خپل فکر په سوات نامه کښې وړاندې کړو.دا لارې ټولې زمونږ د اقتصادي او معاشي  پرمختګ  غمازي کوي  ولې داسې به کله وي چې دا قام ترېنه استفاده اوکړي.

خوشحال بابا دوه خبرې په سوات نامه كښې كړي دي چې اقتصادي او معاشي اهميت لري

١.دسوات اب وهوا د هرقسمه مېوو او فصل دپاره موزونه ده.د دې سېمې خلقو دلته ښو فصلونو ته وده وركولو، باغونو لګولو سره ډېره غله او مېوه حاصلولے شوه. چې د يوسفزو د ترقۍ او سوكالۍ سوب شوې به وه.دلته فصلونه او مېوې وې داسې هم نه ده چې هيڅ نه وو.چې څومره وو په انفرادي توګه او واړه کچ وو او د سوكالۍ ذريعه نه شو ه ګرځيدلے.نو هغه دا وئيلي دي چې د سوات اولس ددې هرڅه نه د مستقبل دپاره ځانله څه داسې ذريعه معاش نه ده ګرځولې.صرف د وخت تېري كار ئې كړے دے.

٢.خوشحال خان خټک د خپلې قبيلې سردار اود مغلوجاګيردار وو او هغه ته د ميځنئ اسيا سره د مغلو د تجارت او تګ راتګ حالات معلوم وو او د هغې نه ګټو اخستلو باندې ښه پوهه وو.نو ځكه هغه د سوات د ګاونډي وطنونو سره لارې چارې او پولې بريدونه ياد كړي دي. د چين د ريښمو لار هم په دې سېمو كښې تېره شوي وه او دغه تجارت كيدلو.دغه ټولې لارې هغه د خوند دپاره نه دي يادې كړي بلكې د دغه لارو اهميت او د دغو نه د استفادې او ګټو پورته كولو دپاره ئې  ذكر كړيدي.

دلته  به دا خبره هم ياده كړو چې د چين سره د سوات د خلقو ډېر زاړه روابط وو او د سوات نه خلقو او پراچګانو به په قچرو او اسونو دانې او غلې د خوازه خيلې،پټن،بشام  او ګلګت په لاره د چين كاشغر ته وړل او د هغه ځايه به ئې په واپسۍ كښې نور سامانونه راوړل.او دا رنګه د چين سره دغه روابط موجود وو.

كله چې ما د چائنا ريډيوانټر نيشنل سره كار كولو نوهلته يو چيني چې ريټائرډ شوے وو ماته او وئيل چې د خوازه خيلې او شانګلې په غرونو كښې ما اووه مياشتې تېرې كړي دي.هغه اووئيل مونږ غوښتل چې د چېن نه سوات ته په هغه پخوانۍ لاره باندې سړک جوړ كړو خو بيا د غه منصوبه بدله شوله او دغه سړک ايبټ اباد طرفته جوړ شو.

د سوات ډېر تاجران په چين كښې هغه وخت بندي شول كله چې په چين كښې اولسي انقلاب راغے.ماته ياد شي چې زمونږ د كلي يو سړى ته يو خط راغلے وو چې په چيني ژبه كښې لېكلےشوے وو.هغه د لوستلو دپاره زما پلار او تره ته راوړو.نو  بيا ورته هغوئ اوئيل چې د چين سفارت خانې ته لاړ شئ هغه به ىې درته ترجمه كړي. بيا پته اولګيدله چې دا خط د هغه سړي د يو تره وو چې د انقلاب نه وروستو په چېن كښې بندي شوے وو. هغه ليكلي وو چې زه اوس دې وطن كښې پاتې ښه يم  ځكه چې بوډا شوے يم او درتلے نشم.

ددې قيصۍ نه زما مطلب دا واضح كول دي چې خوشحال خان خټک په هغه زمانه پښتنو ته د ترقۍ ،ګاونډيانو سره تعلق او لارو اهميت او فائدې په ګوته كړې وې. سوات نامه نه يواځې يو تاريخي دستاويز دے بلكې د معاشي او اقتصادي ترقۍ كنجي هم ده.او دلته د خوشحال بابا اقتصاد پوهنه ښه جوته ليدے شي.

 د خوشحال بابا په سوات نامه کښې نور ډېر څه شته که موقع برابره شوه نو د هغه د ماحول دوستۍ او د مرغو او ځناورو په حقله به هم څه اوليکم .چې هغه ئې د تباهۍ او خاتمې پيش ګوئي کړې وه.

مړهٴ هغه چې  نه ې نوم نه ې نښان وي

تل تر تله په ښه نوم پائي ښاغلي

پېښور د مۍ شپږمه نېټه كال ٢٠١٥

-
بېرته شاته