عدم تشدد ورځ
[07.Oct.2020 - 15:05]۲ اکتوبر د عدم تشدد نړیواله ورځ __ عدم تشدد ته ننۍ اړتیا :
لیک: اعجاز یوسفزې
د عدم تشدد عالمی ورځ ( ۲ اکتوبر ۱۸۶۹ د ګاندهي زیږون سره تړلې شوې ده ) ۔ ګاندهی ساوتھ افریقے تہ ۱۸۹۳ کی تلے و وکالت یئ کولو، ۱۹۱۵ کی ھند تہ بیرتہ راغلی و۔ د کسانانو تحریک یئ پئيل کڑو او پہ ۱۹۲۱ کی انڈین نیشنل کانگریس تہ راغے۔
(۱) د دنیا د قامی اتلانو پہ جوند او جدوجھد کہ نظر واچولې شي نو باچا خان پکی یو زانگڑے سٹیٹس لری ۔ پہ نظریہ پوخ، پہ عقیدہ کلک، پہ کڑہ وڑہ راستباز او پہ عمل پورہ انسان لیدے شی۔ د ھغہ پہ قول وفعل کی نہ تضاد خکاری او نہ د ھغہ پہ خڑ پڑ جوند کی دوہ رنگی پہ نظر رازی۔ زہ چی د نڑئ پہ قداورو ھیروگانو نظر اچوم نو پہ ھر چا کی راتہ سہ نا سہ نیمگڑتیاوے خکاری ، خو باچاخان پہ ظاھر او باطن ڈیر سوچہ او کھرا انسان دے۔
(۲) د بدقسمتئ نہ د نڑئ اتلان خپلو جوندو قامونو د عظمت اسمان تہ رسولے دی، او باچاخان خپل ناپوھہ پختون قام تر اخرہ نہ و پیجندلے۔
(۳) باچاخان کلہ چی اصلاحی تحریک انجمن اصلاح افاغنہ شورو کڑو نو د ھغہ د پختون معاشرے د اصلاح د دغے ایجنڈے دوہ مھم توکی وو ، یو تعلیم او بل عدم تشدد۔ خلق ددے تاریخی مغالطے خکار دی چی گنی باچاخان د عدم تشدد فلسفہ د گاندھی نہ مستعار اخیستے وہ۔ حالانکہ کلہ چی باچاخان پختنو تہ د عدم تشدد درس ورکوہ نو پہ ھغہ وخت کی گاندھی سره د هغه ملاقات نه ؤ شوې، او د کانگریس سیاست یئ نہ و شورو کڑے۔
(۴) بیا چی خدایی خدمتگار تحریک د کانگریس سرہ پہ ۱۹۳۱کی ایتلاف وکڑو نو باچاخان د خپلے د عدم تشدد عقیدے سرہ ھلتہ لاڑو۔ باچاخان پخپلہ وایی چی د عدم تشدد فلسفہ پیغمبری وراثت دے، او ھغہ دا وراثت د رسول د خداے د تعلیماتو او عمل نہ خپل کڑے دے۔
(۵) گاندھی جی پخپلہ دا اعتراف کوی چی عدم تشدد زما سیاسی نظریہ دہ، خو دا ددی غرونو د انسان عقیدہ او ایمان دے۔ گاندھی جی بہ دا وئیل چی باچاخان د عمل سڑے دے چی سہ وایی نو ھغہ پخپلہ کوی ھم۔
پکار دہ چی د عدم تشدد دا نڑیوالہ ورځ د باچاخان د زیږون پہ ورځ ( 6 فروری ۱۸۹۰) اڈانڑہ لرلے خو د باچاخان قام ھغہ تہ ھاغہ مقام ورنکڑے شو، چی د ھغہ حق و۔ دا خو خہ دہ چی د باچاخان نظریاتو تہ دُنیا محتاجہ شوہ، او د مستشرقینو او د پُختنے خاورے پوھانو زامنو د باچاخان ناپوھہ قام تہ د باچاخان قدر او مقام ور وپیجندو۔ نن پہ باچاخان او د ھغہ پہ تحریک باندے شپږپی ایچ ڈی شوے دی او د دوہ سو نہ زیات کتابونہ پرے لیکلے شوے دی۔
(۶) باچاخان د خپل عدم تشدد پہ creed دومرہ کلک و، چی کلہ انگریز د کانگریس مشران پہ دی رضا کڑو چی تاسو پہ دویم جنگ عظیم کی زمونگ مرستہ وکڑئ او چی کلہ مونگ دا جنگ وگٹو نو مونگ به ھندوستان ازاد کڑو۔ د کانگریس پہ ورکنگ کمیٹئ کی باچاخان پہ دو ٹوک لفظونو کی د جنگ د مرستے مخالفت وکڑو او د کانگریس د مشرانو غندنہ یئ پہ مخامخ وکڑہ چی دا دوہ مخی کول نہ دی پکار او احتجاجاً یې د مرکزی مجلس عاملے نہ استعفی ورکڑہ۔ کانگریس مجبور شہ چی فیصلہ یئ بیرتہ واخیستہ۔ دا د باچاخان پہ خپلہ عقیدہ د غیر متزلزل ایمان او عقیدہ خایی۔
(۷) زینی مخصوص کسان چی زان د پختنو خپلوان او پلویان او قام پرستان معرفی کوی ھغوی د ڈیر وخت نہ د باچاخان د عدم تشدد پہ فلسفہ نیوکې کوی او پہ دغہ بھانہ د باچاخان د غر ھومرہ قد قامت راکمول غواڑی۔ هغوی دا دعوه کوی چې عدم تشدد مناسب عمل نه و ، هغوی دا د بزدله خلقو لار بولی او درېمه خبره دا زوتوی چې دا ناکامه فلسفه ده او هیڅ ګټې یې نه دي راوړي.
(۹) په دې دریو نیوکو به مختصر خبره وکړو.
(ا) ایا عدم تشدد ھغہ وخت نامناسب عمل و؟ باچاخان د ریفارمرمسٹ ( مصلح) پہ توګه خپل تحریک شورو کڑے و۔ ھغہ تہ تعلیم او د پختنو خپل مېنځي دشمنئ لوے رنځونه خکاریدل۔ چی پختنو بہ پہ ڈیران ارٹ بائيله، او د وینې دښمنو به تر څو نسلونو دوام لرلو۔ د پښتنو انرژي خپلو کې ضایع کېده ۔ ددی دواڑو رنځونو وڑومبی علاج عدم تشدد او امن و۔ یو سڑے چی پہ دی خیال راوتے وی چی قام د جھالت نہ راوباسی او د سکولونو جال خوروی ، پختانہ د جنگ جگڑو ٹوپک او مقدمو نہ خلاص کڑی ،نو ھغہ د ٹوپک مبارزہ کولے نه شی۔ د تورنگزو حاجی صیب نہ د سکولونو کار د ٹوپک پہ وجہ نیمگڑے پاتے شہ۔ بل د پختنو تر مئینزہ دشمنئ خو د تشدد ، شدت پسندئ او جارحیت پہ سبب کیدے چی د ھغوی مال حال یئ پہ تانڑو کچھرو کی ضائع کول ، پہ دی وجہ د باچاخان د عدم تشدد پالنہ کول د وخت ضرورت و۔ (۲) دویمہ مغالطہ دا دہ چی گنی عدم تشدد د گڈو بیزو او بُزدلہ خلقو پناہ گاہ دے۔ حقیقت دا دے چی عدم تشدد او د صبر جنگ د بادرانو شیوہ دہ۔ ویرودونکے او بزدلہ سڑے عدم تشدد نہ شی کولے۔ ھغہ یو پوھان وایی چی گوریلا جنگجو او ٹوپکمار پہ پٹہ، غلا غُلطئ او کیمو فلاج کی حملہ کوی او د عدم تشدد مبارز پہ سپین میدان، کھلاو پہ خکارہ د خپل دشمن مخی تہ ولاڑ وی۔ گوریلا پہ پٹہ او پہ تولند د خپل ھدف انتظار کوی او د عدم تشدد وسلہ وال پپ جار خپل ھدف تہ زان رسوی۔ تاسو اووایئ چی پہ دی کی زیات بھادر سوک دے؟ د عدم تشدد د مزاحمت ڈیر جھتونہ او اڑخونہ دی۔ دا داسی نہ دہ چی سوک دی پہ یو مخ اووھی او تہ ورتہ بل مخ اوونیسی۔ تاریخ د عدم تشدد د مزاحمتی پیرا ڈائم ڈیر مخونہ خودلی دی۔
(۳) اوس دریم سوال دا دے چی ایا عدم تشدد یو ناکام تاکتیک دے۔ دا خبرہ ھغہ خلق کوی چی د کٹ نہ ڈیلئ اوولی۔ د دغہ نیوک گرو پہ ذاتی کردار نظر واچوئ نو ددی نام نھاد انقلابیانو پٹ گوھر بہ درمعلوم شی۔ او بیا د عدم تشدد مبارزہ د ٹوپک د جنگونو او جھادونو سرہ پر تلہ کڑئ، نو درتہ بہ پتہ ولگی چی سوک بریالی پاتے شول او سوک زوراورو پہ اسانہ ونڑول؟ کہ خدایی خدمتگار پہ عدم تشدد نہ وے ولاڑ نو د پیرنگی مخے تہ بہ اتلس کالہ ولاڑ نہ وے پاتے شوے۔ پہ دغہ وخت کی خو وسلہ وال مبارزین ھم وو ، ایا ھغوی زیات کامیاب پاتے شول؟
ملگرو، اوس ھم عدم تشدد ته اړتیا ده ، ځکه خو پي ټي ایم هم دا تګلاره غوره کړه. د عدم تشدد مبارز اوس ھم د ٹولو نہ زیات د استعمار د پاره خطرناک دے سنگہ چې پرون خطرناک و، او پیرنگی دشمن دا حقیقت منلے و۔ باچاخان د خپل تحریک درې پړاونه تر لاسه کړې وو خو متاسفانه د ډېرو لاملونو له امله ترې څلورم او اخري پړاؤ نیمګړې پاتې شه، چې د پښتنو د خپلواکۍ، ابادۍ او ترقۍ پړاو دې . مونږ پښتانه بہ د باچاخان پاتے مبارزہ د عدم تشدد پہ وسلہ مخکے خپل لوے مرام تہ بیایو، باید چې د دې مرام لپاره پښتانه په یو دریځ او یو ټغر راټول شي..( اعجاز یوسفزے)
07.10.2020