Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پېښور خو
[14.Jan.2022 - 20:44]خو پېښور خو پېښور دی کنه/ فضل سبحان عابد/ لېونی موسم، مخ - ۸۵
.
منم ښایسته ښایسته ښارونه شته دی
خو دې په ټولو باندې بر دی کنه
د هر ځای خپل خوندونه، خپلې مزې
خو پېښور خو پېښور دی کنه
.
څنګه چې ښار، داسې یې نوم ښکلی دی
په سري لګي د جانان په شانې
دلته بوډا ښکلی، ماشوم ښکلی دی
پېغلې یې ننګ لري د ځوان په شانې
د ملاکنډ په شانې دنګې غړۍ
د زلمو زړه یې کلک خیبر دی کنه
.
لکه سړی ګلونه ډېر وویني
خو د دلبر تنده پرې نه ماتېږي
داسې که څوک ښارونه ډېر وویني
د پېښور تنده پرې نه ماتېږي
هر یو سهار، د ګلونو سهار
خو مازیګر یې مازیګر دی کنه
.
چې پښتنې سینګارېده وغواړي
د پېښور نه کمیس تور وغواړي
د خپل جانان نه چې تحفه وغواړي
د ښار ګلونه درې څلور غواړي
چې ښاپېرو له هم ښایست زیاتوي
د حسن داسې جادوګر دی کنه
.
زما نه چېرې هېرېدلای نه شي
هم دی زما، هم د جانان پېښور
پردي ښارونه مې خوړلای نه شي
کور دی زموږه د ارمان پېښور
که د لوګو او د شوره ډک دی
خو زموږه زړه، زموږه ځیګر دی کنه
.
د پښتنو د ثقافت نښه ده
د بدو سترګو په امان دې وي تل
زموږ د ننګ او د غیرت نښه ده
د دې نه لا آباد، ودان دې وي تل
چې د سایل په بدو نه دی پېرزو
خو د عابد د زړګي سر دی کنه
...........
اورنګزیب او شاهجهان غوندې اشراف
صدقه شه تر منصور غوندې نداف
د مکې په بزرګۍ کښې هیڅ شک نشته
ولې خر به حاجی نه شی په طواف
د کاذب ژبه په خوله کښې وچه ښه ده
لکه توره د لرګیو په غلاف
رحمان بابا
...........
يو مُلا مُو کسب دَ ټوپک، تُورې، نېزې کوي
بل مُلا مُو کار د دَم، تعويذ او اِجازې کوي
بل مُلا مُو مَلا د سياست کار ته تَړَلې ده
مونږ يې خوار و زار کړو او مُلا صاحب مزې کوي
دا فرقې فرقې رنګين اسلام راته اور شوی دی
يو مُلا مو وژني بل مُلا مُو جنازې کوي
عبدالرحيم روغاني
...................................
په بامیان کې د بودا برخلیک
.
مولا ته اسمان ښکاري، د جومات د خونې بام
سپوږمۍ ورته ښکارېږي، د نوبت د کورتو جام
اسلام د تورو کرکو او وژلو یو مرام
قران یوه چاړه، د بې بنیاده انتقام
الله، د ږیرورو قاتلانو یو امام
مولا ته اسمان ښکاري د جومات د خونې بام
.
مولا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه
تاریخ ببره ږیره، د عرب د سر رتاړه
ولس یوه رمه او امارت د مستو ګاړه
د تورې لمن نیسه، خلاصوه ورڅخه غاړه
دوه غبرګ تېغونه واخله، چلوه ورباندې دواړه
مولا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه
.
کابل چړي خانه شوه، د عربو د ناتار
وطن یو منډيي شو، د پردیو د بازار
لرغونی بامیان وران شو، د پنجاب په افتخار
معصوم بودا شهید شو، په چاړه د استکبار
فیصل زموږ امام شو، اسامه زموږه پلار
کابل چړي خانه شوه، د عربو د ناتار
.
طالب پر آیي اېس آيي باندې ټېکه شو د وجدان
په تور پنجاب یې خرڅ کړ، غیرتي افغانستان
کلداره د دین برخه شوه، ډالر سوچه ایمان
خلیج د خدای جنت شو او شیخان پیغمبران
کابل اسلام آباد شو، افغان خاوره پاکستان
طالب پر آیي اېس آيي باندې ټېکه شو د وجدان
سلیمان لایق
مولا = دغه د چړو (چڼو) مشر چې په جومات کې امام وي
خونه = کوټه
نوبت = وار
کورت = کرت، وچ شوي ماسته
کرکه = نفرت، تعصب
مرام = موخه، مقصد، مطلب، مراد، هيله، مطلوب
انتقام = غچ
رتاړه = ۱) چلتار، هغه مزی یا پټۍ چې عربیان د سر د رومال له پاسه تړي ۲) چرړۍ، رښکۍ، لویه څیره یا رنجه، پراډه، تراډه، د هر څیز اوږده توکړه
امارت = دولت، حکومت
ګاړه = د مستو بېخ، د کټوۍ په بېخ کې نښتې مستې
غبرګ = جوړه، دوه سره يو ځای، برغ، بغرګ
تېغ = توره، تلوار
استکبار = بډیایي، په ځان غره توب، کبر، تکبر
چړی = چڼی، اسلامي طالبعلم
چړي خانه = د چڼو کور، د ملایانو کور
ناتار = ۱) یرغل، چپاو، لوټ مار ۲) ظلم، زیاتی
وجدان = ضمیر، د دريافت او پوهې ذوق سليم چې يو قلبي قوت دی
شیخان = د عربیانو مشران
...................