(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

سندرېز

[14.Jan.2022 - 20:49]

مونږ يو د خيبر زلمي پښتو زمونږه شان دی

مونږه پښتانه يو په وطن مو ځان قربان دی

 

مونږه د خيبر په خوشکو غرونو کې لوی شوي يو

مونږه پتنګان يو د غيرت په شمعه سوي يو

 

مونږ د وطن مټې يو وطن زمونږه ځان دی

مونږه پښتانه يو په وطن مو ځان قربان دی

 

زمونږه ارادې د تاترې نه هم اوچتې دي

په وينو کې زمونږه خزانې د غيرت پټې دي

 

مونږه توريالي يو دا وطن په مونږه ګران دی

مونږه پښتانه يو په وطن مو ځان قربان دی

 

څوک چې په خيرنو سترګو دې وطن ته وګوري

سترګې به ترې وباسو چې دې چمن ته وګوري

 

زمونږ په يوه چيغه لړزېدلی ټول جهان دی

مونږه پښتانه يو په وطن مو ځان قربان دی

......................

 

مـیـنـه مې خوښه ده، په زړه کې ئې د هر چا غواړم

د  محــبـــت  او  د  وفـا  ډ کــه  دونیـــا  غــواړم

 

چې زرمــحل تـه سـجده نکـړي صـرف کعبې ته ئی کړي

داســې زاهد، داسې امـام،  داسې  مـلا  غـواړم

 

چې احساسات او عقـل دواړه پکې کړي شا ډولی

داسـی  ټـاټـوبی د ژونـــدون د خپل اشـنا غـواړم

 

د ژونـد غــمونـو اومــا تـمونو دي تنګ کړي خـلـک

پـه هـر محـفـل کـې د ژړا پــه ځـای خندا غواړم

 

د اوړي شـپه کې وریـځـې خوند نه کـوي هرڅوک وائي

په شین اسمـان کـې "سـتوری" ځلـنده رڼـا غــواړم

..............

 

ستوري تا  اسمان کې يوا ورځ ووې هلال

خدائ آدم لا مينه ورکړه، مونږ لا تش جمال

زه به په خندا ورکړم، دا خپل د خائست کمال

ما له که يو څاڅکی مينه راکړي څوک په سوال

مينه حقيقت حسن سایه د حقيقت دا

حسن له زوال شته، مينه نلري زوال

غني خان

...................

 

چې پښتانه سره ټول يو شي لر، برځلیږه 

کابل ته مـينه ورکوه  بـيـا پر خېبر ځلیږه

 

دپښتنو دعظمت نښه ده په ياد يې ساته

لکه په واورو،چې پوښلی وي سپين غر ځلیږه  

 

مجروح، خادم، الفت ،رښتين له ياده مه وباسه

پـاس پر رشاد،کوز پر غني داشـنغر ځلېږه

 

پرحبیبي مې سلام وايه، بینوا هېر نه کړې

حـمزه ته استوم  درودونه پرې دبر ځلیږه

 

هرې بان‌‌‌‌‌‌ډې هرې څپري ته خپل سر ښکاره کړه

دلوړو غرو پرڅوکو ځه پـر هر کمر ځلېږه

 

قـــام به دې هله شي سینګاردثقافت پر پیژند

دفن په غېږ کې په ادب او په هنر ځلیږه

 

ســتـوريه! ځلېږه په ځلا کې دې ژوندون وينمه

دپښتني ادب پر هـسـک لکه دلمر ځلـېږه

..................

 

دغزلبولې شاعرې آغلې سپوږمۍ یو غزل

 

په سترګو به یې ساتم ستا دردونه پښتانه دي

دا خاوره پښتنه ده او دا زړونه پښتانه دي

نو ګرانه زه او ته به سره څنګه یو ځای کیږو

په مینځ کې مو ولاړ چې دیوالونه پښتانه دي

په داسې نیت راځه ! مه ګوره غرونه به دې وخوری

خبر نه یې له دې چې دغه غرونه پښتانه دي

اتله د دې خاورې ،هر خدمت په تا فرض شو

اتله ستا بدن کې چې رګونه پښتانه دي

خپل ورور وژنو د بل په لمسون دې ته پښتوواېې؟

جوړ شوي زمونږ څومره ضمیرونه پښتانه دي

سپوږمۍ په ما یې ستا دمخ رڼا نه ده پیر زو

زما په سر ولاړ دا اسمانونه پښتانه دي

(سپوږمۍ )

.......... ........

 

ډېــره راته ګــرانـه ده چـې ښکـلـې بـې مـثـالـه ده

بــیــا چــا لـمـسـولـی د ښـایسـت مـلـکـه مالـه ده

 

مــا تـه ئـــې ویـــلـې چـــې کـتـاب دی څېـرومـــه

تــا د مــحــبـــت سـنــدره بـېا لېکلې  چــالــــه ده

 

مـــینه دي منمه د وطـــــن او د پـــښــــتــو ســره

بله  معشوقــه کــلــه ځـــمــا د ښایست سېاله ده

 

ما ورته ورغـبرګه کړه چې ته مې د سوچ ناوې ئې

کله مـــې ســنـدره بېله شوې سـتـا د خـیـالــه ده

 

ستوری "سندریز پیغام" کې ښه پـه ګـوته کړېده

هــــر یــوه سـنــدره ئـې لېکلې  بس دا تـــالـه ده


بېرته شاته