قضاوت
[31.Oct.2020 - 15:49]قضاوت
لیک : معلم قیوم
دهنور محمد تره کی د ژوند په کومو شرایطو او خواریو کې راګېر وو او کوم کارونه یې کړي دي؟
د ښاغلۍ نورمحمد “تره کي” په مخالفت کې د هغه سیاسي او قلمي مخالفینو (حریفانو) غلطې ليکنې هغه وخت پیل کړې چې کله دوی ته دا څرګنده شوه چې د افغانستان د خلق ګوند حاکمیت په لاس کې واخیست.
یو شمېر غیرې پښتنو (متعصبو) خو د هر پښتون په خلاف خولې خلاصې کړي دي او هر پښتون ته د (فاشیست) کلمه کاروي او د نورمحمد تره کي په باب یې هم همدغه ناروا کلمه وکارولې. بل لوري ته یو شمېر د توپير پرستۍ په ناروغۍ ککړ کسان چې هېڅ وخت هم د پښتون د ښو کارونو یادونه پر خوله نه شي را وړلای، ان که پښتون لیکوال په دري ژبه هم کوم څه ولیکي نو دوی هغه ناسم، غولوونکي او د بل چا ورته لیکلي یا له بل چا څخه نقل شوي ورته ښکاري.
هو دا به هم بې انصافي وي چې ټول دري ژبي لیکوالان تنګ نظره او متعصب وګڼو اما د متعصبو شمېر یې لږ هم نه دی. موږ یو شمېر پښتانه لیکوالان هم لرو چې په ورته ناروغیو اخته دي خو شمېر یې د دوی پرتله زیات نه دی او داسې خلکو ته له ځانه پرته نور د منلو نه وي.
یو لږ شمېر بې فکرو پښتو او دري ژبو دواړو په ډېره ساده، عامیانه ان بازاري لیکنو او خبرو سره د ښاغلي نورمحمد تره کي، د کورنۍ بېوزلي، بزګري، شپني توب، غریبي، د سرکاري شهادت نامو نه لرونکی بللی دی او همدا شان یې ښاغلي نور محمد تره کی ساده کوچی او ان د هغه جسمي جوړښت یې په طعنو اړولی، پنډ، شین سترګی او دې ته ورته نور د کوڅې پېغورونه یې ورته لیکلي دي. دغه ډول لیکوالانو ته به څه نوم او څه شخصیت ور پاتې وي؟
زما په باور د ښاغلي نورمحمد “تره کي” ژوند باید په څلورو برخو کې وڅېړل شي:
1⃣ لومړی: د هغه شخصي غریبانه ژوند، کار، زحمت، زده کړي او د ځان رسونه.
2⃣ دویم: د لیکوالۍ د فن او هنر برخه، چې په ریالیستي داستان لیکنه کې یې ځان د پښتو داستان لیکونکو په اول او دویم کتار کې را وستی وو.
3⃣ درېیم: د سیاسي زده کړو، سیاسي تشکیل او سازمان جوړولو برخه یې چېرې چې د ده استعداد او هنر دی تر خپلو همزولو سیاسیونو مخته کړی وو.
4⃣ څلورم: د واکمنۍ تر لاسه کول او بیا تر شهادت پورې د هغه هڅې، کړنې او تېروتنې.
مخکنی کار او فرهنګي تلاښونه خو یې خدای بخښلي عبدالروف بینوا په خپل اثر (او سنی لیکوال) کې چې په ۱۳۴۰ هـ، ش کال کې په درو ټوکو کې چاپ شوی دی هلته په ۲۲۰ مخه کې د نورمحمد تره کي پېژندګلوي داسې کړې ده:
ښاغلی نورمحمد “تره کی” د پښتو ژبې حساس او د اجتماعي مضامينو ښه نثر ليکونکی دی. دی په خپلو لیکنو کې تل زیار باسي چې د اولس د حقیقي او عوامي ژوند تصوير وباسي او د یوې جامعې په اجتماعي ژوند کې د افراط او تفريط عیبونه او نقایص وښیي.
تره کی صاحب په فارسي او انګرېزي او تر ډیره حده په اردو هم ښه پوهېږي. او د انګرېزۍ د ژباړې په څانګه کې یې په ۱۹۵۹ کال چې (د ۱۳۳۸ هـ، ش سره سمون خوري) د امریکې د اوورسیز ټرانسلیشن انستیتیوت څخه ۳۷ لمبر لېسانس اخیستی دی او په دې لاره کې ښه تجربه لري.
ښاغلي نورمحمد تره کی د “خلق” دیموکراتیک ګوند تر جوړښت مخکې یې پر لاندي بېلا بېلو چوکیو کار کړی وو.
✳ ۱ په ۱۳۱۳ هـ، ش کال کې په بمبیي کې د پښتون شرکت په نماینده ګۍ کې کاتب وو.
✳ ۲ په ۱۳۱۶ هـ، ش کال کې د تجارت په وزارت کې د اقتصاد د مجلې محرر وو.
✳ ۳ په ۱۳۱۷ هـ، ش کال کې د کانو په وزارت کې سرکاتب وو.
✳ ۴ په ۱۳۱۸ هـ، ش کال کې بېرته داقتصاد د مجلې محرر شوو.
✳ ۵ په ۱۳۲۰ هـ، ش کال کې د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې د نشراتو د دویمې څانګې غړی وو.
✳ ۶ په ۱۳۲۱ هـ، ش کال کې په هغه ریاست کې د نشراتو د لومړۍ څانګې غړی وټاکل شو.
✳ ۷ په ۱۳۲۲ هـ، ش کال کې په کابل راډیو کې د پښتو مرستیال وو.
✳ ۸ په ۱۳۲۳ هـ، ش کال کې د باختر اژانس د مؤسسې غړي شوو.
✳ ۹ په ۱۳۲۴ هـ، ش کال کې د فواید عامې په وزارت کې د خصوصي مدیر او د خارجي ارتباط مدېر وو.
✳ ۱۰ په ۱۳۲۶ هـ، ش کال کې د پطرولو لوی مدېر شو.
✳ ۱۱ په ۱۳۲۸ هـ، ش کال کې د مطبوعاتو په ریاست کې د بولتین مدېر شو.
✳ ۱۲ په ۱۳۳۱ هـ، ش کال کې د باختر اژانس لوی مدير شو.
✳ ۱۳ په ۱۳۳۲ هـ، ش کال کې په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې مطبوعاتي اتشه مقرر شو.
✳ ۱۴ په ۱۳۳۴ هـ، ش څخه تر ۱۳۳۸ هـ، ش پورې په کابل کې د یو اېن (UN) یا ملګرو ملتو د تخنیکي مرستې یونسکو په څانګه کې د سکرټراو تر جمان په حیث کار کاوه.
✳ ۱۵ تر رسمي دندو وروسته یې د (نور) په نوم دار الترجمه خلاصه کړه.
د یادونې وړ ده چې ټول دوستان باید په دې خبره پوه وي چې په هغه وخت او زمانه کې د باختر اژانس د لوی مدیریت دنده د اوسني وزارت اطلاعات او فرهنګ سره برابره یوه دنده وه. داچي ناپوه یا د ښمنان لیکي چې نورمحمد تره کی سواد نه لرلو نو امېد دی چې هغوی لږ شرم وکړي. په ۱۳۳۱ هـ، ش کال کې د باختر آژانس لوی مديریت کوچنۍ او ساده وظیفه نه وه چې ظاهرشاه ده ته سپارلې وه.
دنورمحمد “تره کي” قلمي اثار:
دغه لاندي ۲۴ اثرونه د ښاغلي نور محمد تره کي څخه خپلې ټولنې ته پاتې دي.
۱ د کارګری طبقی ګوند
۲ زندگي نوين “نوی ژوند“
۳ د بنګ مسافری د جائزې کټونکی (داستان)
۴ سپین (داستان)
۵ څړه (داستان)
۶ عروسی من درخیبر (داستان)
۷ د زلميانولارښود (داستان)
۸ خاطرات جنګ چرچل: ژباړه
۹ نطق ويشنسکي (ژباړه)
۱۰ سنګسار (داستان)
۱۱ بې تربيته زوی (داستان)
۱۲ موچي (داستان)
۱۳ د غوايي لاندې (داستان)
۱۴ زمابرخه (داستان)
۱۵ د سمټ مور او پلار (داستان)
۱۶ یوه کاسه او درې ډوله خواړه (داستان)
۱۷ د کور ګټه د لاهور ګټه (داستان)
۱۸ په پای کې بډای سوو (داستان)
۱۹ د نوی کال خوب (داستان)
۲۰ په ځان باور (داستان)
۲۱ زه او زما ورور (داستان)
۲۲ د ادې خدمت (داستان)
۲۳ زوږه جوړ شوه (داستان)
۲۴ د بزګر لور (داستان)
کاپي له محترم محمد صديق څخه.
٢٥“٤“٢٠١٨