(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه مارشالان

[31.Oct.2020 - 15:57]

دوه مارشالان !؟

استادشهسوارسنګروال

یو په اصطلاح شین مسلمان او د احمدشاه مسعود په پوځي او فکری (اخواني !؟) مدرسه کې ،چې د سردار محمد داودخان د واک او ځواک پر وړاندې د اې اس اې لمنې ته پناه وړې وه ،روزل شوی ،محمد قسیم فهیم یادوم ،چې د ۲۱پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې زوړ ولسمشرحامدکرزي ورته په اوږو د مارشالي ستوري او پلیټونه ټک وهل او بیا یی په ټټر ورته د بهادرې مډالونه هم وځړول...

بل په اصطلاح «سورکمونسټ» د ببرک کارمل د لارې لاره وی او وفادار خواخوږی ، چې ان د هغه جنازې ته یی هم اوږه ورکړه او ترپایه یې ورته د درناوي سرټیټوه ...عبدالرشید دوستم یادوم ، یو نه ستړی کیدونکی سیاسي لوبغاړی ،چې د افغانستان د معاصرتاریخ وروستۍ لسیزې ورته ګوته په خوله دي ...ده د۲۱پېړۍ په دویمه لسیزه کې دمارشالۍ دب دبه خپله کړه ...

یو د پنجشېر اوسېدونکې ، چې په ټول پنجشېر کې د یوې جریب ځمکې چښتن نه وو او ښایی له «جهاد» نه د مخه به یې زر ډالره هم نه وو شمېرلي ، ولې د ستراحمد شاه بابا په نغري لوې شوی کرزی ، چې کله واک ته ورسېد، نه یوازې فهیم خان ته مارشالي ډالۍ کړه بلکې د میلونو ډالرو څښتن یې هم کړ...چې ژوندی وو په جنتي ماڼېیو کې اوسېده ، ولې کله چې ومړ اوس یې په قبر اسمانڅکه ماڼۍ له تاج محله لږ کمه برېښي ،ودانه ده .

دا د بل زوکړه د ګران هېواد په جوزجان کې شوې ده، دی یو بېوسه او بېوځله کاریګر وو ، ولې اوس پرې چښتن تعالی مهربان شوی د مېلونو ډالرو جایداد یې خپل کړیدی او دادی اوس ورته د مارشالۍ ویاړ هم په برخه شو...

دې دواړو مارشالانو ته د «سقاو زوې» مارشالي نه ده ورکړې...بلکې فهیم صیب ته د احمدشاه بابا په چرګۍ کې څریدلي «ولسمشر»کرزي ورکړې او دوستم ته د هېواد «متفکر»،پخپلې ګډې وډې امضا دمارشالۍ مکتوب لاسلیک کړی او بیا ډبل عبداله د هغه د اوږو په تندي د مارشالۍ ستوري وټومبل...

د ځنو خوښه که کنځلې کوي او يا چاته سپکې سپورې وایې ، خو دا ځنو ته یو تریخ واقیعت دی اوځنو ته یو رښتنی حقیقت ، څوک یې مني او که نه ، خو هغه چ اچې هغه څوک منلي دي او د هغوې د واک او ځواک لپاره خولې تر وښکېیو څیرولې...همغو واکمنو ورته «مارشالۍ ګانې» از کیسه خلیفه وربښلی دي .

ځنې خلک هسې طالع لرې ، که څومره ووایې ، چې د مارشالۍ معېارونه کوم دي؟په هغو معیارونو خو نه فهیم برا بر دی او نه هم دوستم...!؟ کنځلمارو نه یوه هیله لرم راځی یو څوک په کنځلو مه بدرګه کوۍ...ښه به وي ، چې فکرپرې وکړۍ او راځۍ ، چې دا وپوښتو چې فهیم او دوستم څرنګه تر دې مقامه را ورسېدل؟

لومړی د ده پلویانو پخپل ملاتړ او یو له بل سره د ګډو ګټو ژمنتیا، یانې نه یوازې قسیم فهیم میلونر شو بلکې شاوخوا دوستانو او خپلوانو ته یې هم د فساد له لارې د پیسو او وسلو زمینه برابره کړه...ولې ده ته بیا حامد کرزي لاره اواره کړه .

دوستم چې کله د ملېشې د جوړولو تکل وکړ له بریدمنۍ نه ببرک کارمل برید جنرال کړ،خو رښتنې خبر داده چې نوموړی تر دغه مهاله چا دومره نه پېژند...ولې کله چې ډاکترنجیب اله واک ته ورسېد ، د ده د بخت ستوری لا وځلېد او په شغلو شو . ده ته لومړنۍ اسماني تحفه دا وه ، چې ډاکتر نجیب اله تورنجنرال کړ او بیا یې یو د بل پسې ورته څو قومې ملېشې جوړې کړې ، چې امتېازات یې په پوځي او اقتصادی لحاظ ان د دفاع وزارت له سرتېرونه  هم زیات وو.

دوستم په دغه وخت کې دومره شهرت ته ورسېد ، چې نه یواځې به افغانستان کې د ژبې په سر وو ، بلکې په ازبکستان ، ترکې...او روسیه ته هم د پام وړ وګرځېدو ان خبره دېته ورسېده چې ده ته یې پیسې چا پولې...

د ډاکترصېب نجیب په وخت کې ، ده به په کندهار او خوست کې د مجاهدینو د هرې پوستې په نېولو ځانګړی قیمت اېښې وو...دغه پوځي مارکیټ دومره پراخ شو،چې مجا هدینوبه ویل موږ له روسانو دومره ډار نه درلود لکه څومره چې له ګلیم جم نه وېرېدلو...ده د همدې تورې له کبله له ډاکترنجیب نه د جنرالۍ پر لپسې رتبې ترلاسه کولې .

پخوا یو متل وه ، چې تخت ما درکړ بخت د خداې در کړی...ده ته تخت ډاکترصیب نجیب ورکړ ولې بخت خدای... کله چې مجاهدین راغلل ، حضرت مجددي ورته د ستر مجاهد لقب ورکړ ، خالد بن وليد یې وباله .

که دوستم د ډاکترنجیب له نستوړي نه د هغه زړه ته لاره نه وی کړې نو د مجاهد د باشاهۍ خوبونه نه رښتیا کېدل...دا چې د عبدالله لاس د هغه اوږې ته سم نه رسېد ولې بیا هم خوارئ یې کولې او ډېر خوشحاله وو او په ډېر ویاړې د هغه په پلنو او سورورو اوږو ځان بوخت کړی وو...

ښایې چې عبدالله او د ده په څېر نور د ډېر عزت خا  وندان ، چې هم پېسې لري او هم وسلې په دې پوه وي،نن چې موږ څوک یو دا د همدې مارشال برکت دی .

موږ د دوستم سپینې او بېباکه خبرې واورېدې ، چې له پېغوره ډکې وې...له کومې خولې چې کومې خبرې را ووتې،که دا خوله د دوستم وه او فکر یې هم دوستمي وو ، خو مارشالي د ورته مبارک وي ،نو بېا خو یو بل علی شېر نوایی به لاره دی او که خوله او فکر د بل هم وو او یوازې د ده د خولې غږنوغړوپرې شخوند وواهه،خوشا باس دوي د دهده په سلا کارانو،چې ددې خبرواجندا یې ورته سنارېوکړې وه .

که چېرې چاته په زړه کې ور وګرځي، که چېرې زه مارشال شوی وی نوما به داسې ویلي وی...هغه به کومې خبرې وی؟که څوک د دوستم دفلم قهرمان شي،چې دافغانستان له کړکېچه ډکې سیاسي پېښې د یوه لوبغاړي په توګه ولوبوي...ده به پکې کوم نوښت را مينخته کړی وو؟

که د دولت د وخت له چارواکو له ډاکترنجیب نه راواخله ترحضرت بیا رباني پورې  او له رباني نیولې تر حامدکرزي او دا دی تر ډاکتر اشرف غني پورې...که د یادو کسانو د دوستۍ ډبره څوک په سینه وهي ، دوستم به منی او هغه ځکه :

ـ ډاکتر نجیب وویل ، دا زه وم چې دوستم خام کله مې دوستم کړ...(ولې دې دا کار وکړ؟)

ـ صبغت اله مجددي وویل ، دوستم رښتنی مجاهد دی...(خیر تاسو د چا پرضد د جهاد چاړه را وویسته؟)

ـپروفیسر رباني وویل، زه ځکه د ارګ باور په دوستم کولی شم چې زما ښی لاس دی...(پروفیسرصیب ولې دې نو بېا د اې اس اې لمنې ته ځان وغورځوه؟)

ـ کرزي وویل ، زه د جنرال صېب هر ناز منم نو ځکه مې د دولت یوه الوتکه د ده خدمت ته واستوله چې په ترکیه کې د خپل زوې په مراسمو کې برخه واخلي...(ولې کرزی صیب، تاسو دکوم صلاحیت له مخې دملت حق یوه جنګسالار ته ورکولی شۍ؟)

ـ ښه نوډاکترصیب اشرف غنی ، تاسو خو د ټولنیز عدالت لاپې وهۍ ته او خدا چې دا له شرمه ډکه پرې کړه نه وه ، چې داسې یو چاته د مارشالي ورکړه ، چې دایشچي دوسیه دې اوس هم پر میځ پرته ده..؟.یو مهال ډاکترنجیب نوموړي ته دومره واک او ځواک ورکړ چې بیا یې کابو نشو کړی، له ګوروت نه یې ووت او پخپله دی یې ددار ترپولې ورسوه .

د خواشنۍ او د لوې غم خبره خو دا ده، کله چې یو رهبر ، مشر او چارواکی له ټولنیزو سیاسي اخلاقو پرته یو چاته داسې تاریخي مقام ورکړي ،نو بیا هغه ته د سیاسي مصلحت نوم ورکوي چې بیا یې د محاکمه کولو وس د چا په واک کې نه وي...نو ایا تاریخ به بیا پټه خوله پاتې شي؟؟هیڅکله نه!!

-
بېرته شاته