(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګبین

[14.Jan.2021 - 15:19]

ګبین یوسف زے 

لیک: روښان یوسفزے

په زمانه خاکه نویسۍ او فاقه مستۍ کښې ما په دې سړی یوه مسته خاکه شریفه لیکلی وه۔شریفه په دې معنی چې هغه دور شرافت کښې دا موجوده ادبی شرارت ګردی،سازش نویسی او خاکه وردی لا دومره هم عام شوې نه وه لکه اوس چې "چند میری زمین پولو میرا وطن" کښې د علم "عمرانیاتو" په مرسته او ملګرتیا کښې څومره عام شوې او ویړیا شوې ده۔ په هرحال زما د هغه خاکې شریفې نوم"ښاغلے" وه۔ او ډیر خلق پرې غلے شوے او داغلے شوے هم وه۔ نو زه به پرې هم اوس غلے ځکه پاتې شم چې

 " تېر سړے په مثال پړے اوس د لد دے"

پړے چا دے رانغتلے په ګډا

 خېر پښتو کښې اوس د خاکې صنف لکه زموږ د ملک دنظام او د ائین او قانون په شان یو داسې مظلوم او بې وسه صنف دے چې څوک ورسره څه کول غواړی یا ترې څۀ جوړول غواړی، خپله خوښۀ او اختیار ئې دے۔ او ځنې خو دې سلسله کښې بیا د دې قول قاتل هم قائل دی چې که"جغ نه شی نوجغونډے خو به شی کنه"اوس د جغونډی د جغ ترمنځه چې کوم زرعی،سماجی او شرعی ربط،تړون او تلازمه او علامه ده۔ دې باره کښې لا څه نور نوی تازه ترین معلومات او هدایات "دخاکه کمیشن اف مردان" له خوا تر اوسه نه دی جارو شوی ۔ البته زما په شان د یو متروک مصدقه راوی قول زیرین دے، چې د خاکې لیکلو دپاره دا خبره هم ډېره ضروری ده چې په مخکوک (یعنې په چا چې خاکه لیکلے شی) چې هغه مظلوم،ملزم یا مجرم بنیادم خاکه لیکونکے ئې د پوندو نه پیژنی،په اخورورسره لوئے شوے وی یا کم ازکم چې په یو اخور ئې ټانټې ژولی وی ۔نو ترڅو چې د پوندو نه د پیژندګلو تعلق دے نو د دې سړی روڼ،خندان اور سپین سپیځلی تندی چرته هم ماته دا موقع په لاس نه ده راکړې چې زه ئې پوندو ته وګورم۔او که بالفرض زه دا کوشش هم وکړم او هغه وخت دې مسلمان بوټان سره د جرابو پښپو کړی وی نو،نو اوس ورسره څه وکړم ۔۔۔ البته که په یو اخور لوئے شوې نه یو نو په یو اخور"دساهولیکونکیو مرکه پېښور" په اخور مو ډیرې ټانټې،نری جوار،موټ،باجره،شوتل، د پتری او د پوندانې د کهلوونډه او پلیاټ یو ځائے ژولے دے۔۔نوځکه د یو بل د غاښونو دشمیر اور زور نه هم لږ ډېر واقف یو۔دا بئیله خبره ده چې هغه ته قدرت موروثی پیدائشی "زیړ"غاښونه ورکړی دی او زما هغه لا زمونږ دکلی د بټیار لال محمد په شان چې څنګه پیدائشی سپین وو هم هغسې تک سپین پړک وهی مطلب د پولۍ پړک ته ناست دی ۔ وړاندې له دې نه چې تاسو زما د ګبین سازی،ګبین شناسۍ او د مګس بانۍ سخت امتحان واخلئ او دې پوښتنې ته پوختئ ووهئ چې د کوم ګبین ذکر ته کوے نو ایا دا سوچه دے ؟او که دې کښې هم لکه زمونږ د اسلامی جمهوریه پاکستان د څیزونو او د قومی ترانې په شان"هره بلا ټال ټول" او یا دا سوال په چوکه نیغ ووهئ چې د ګبین خو هم لکه زموږ د ملک خداداد دسیاسی او مذهبی جماعتونو،مسلکونو او عقیدو په شان ګڼ شمیر نومونه،رنګونه او قسمونه دی نو دا پکښې لا د کوم قسم او رنګ ګبین دے۔مطلب دا چې د بیرې دے۔د کیکر د ګلونو دے،دشړشم د ګلونو، د کورونو او بنګلو کښې ولاړ دګملو د ګلونو دے،دمیرې او دشتو د جاړو بوټو یا د غرونو،چینو،چینارونو دعام خود رو ګلونو او که نه د کلی والې ګوړې او د ښار د چینو دشربت نه جوړ ګبین دے۔نو په بریتو لاس او ګیره په موټی کښې مه نیسئ ۔ زه هم څه اخواه دیخوا ټېر ټوپ قسم ګبین ساز،ګبین شناس او ماهر مګس نه یم چې د اونو، بوټو، ګلونو اود مچانو یا دمچیو قسمونه،رنګونه،ذاتونه او خصلتونه نه پیژنم۔او بیا په مچیو او مچانو کښې خو مې خلق یوه مستنده اتهارټی ځکه ګڼی ، چې ټول عمرمې هم دې ماشو،مېږو،مچانو او مچیو سره تیر شو۔ځکه خو د ډمبرو مچۍ،زبرګه مچۍ،سره مچۍ،غټه او نرۍ مچۍ او پاړو مچۍ چې اکثرد ژمی د انتخاباتو په موسم کښې راښکاره کیږی نشه او نقشه ئې د سرې مچۍ وی خو لشه ئې بیا د برمه پریوتې وی۔  د دې تولو رنګونه،ذاتونه او خصلتونه هم پیژنم دغه رنګ د مچانو قسمونه او ذاتونه هم پیژنم لکه غوباړے،دزخم مچ، س سپی مچ،دشملو مچ او دمرګ مچ وغیره وغیره ۔اوس هم د یو نیم مچ د نسب سلسله تر هغه مچه رسی چې یو ورځ ئې په بریتو لاس وهلو او خپل مشر مچ(سردار) ته ئې ډېر په فخریه انداز کښې خپله دا کارنامه بیان کړه چې اے مشره نن لاړم اول د باچا په سر کېناستم،بیا مې ورته په سر ګندګی پریښوده اوبیا ورته په سپېږمه کښې ورننوتم،مشر مچ ورته ووې چې د دې هر څۀ باوجود ته بیا هم مچ ئې او هغه بیا هم باچا دے۔ ۔ترڅو چې زما د دې موجوده ګبین تعلق دے نو دا زموږ د خاوری د هغو ټولو اونو،بوټو،ګلونو،غرونو،د چینو او چینارونو د ګلونو او رنګونو یومعجون مرکب دے۔د کومو چې ما پورته کرښو کښې ذکر وکړو۔د بیرې په شان سخت سدا بهار،سایه دار د کیکر او د نورو ټولو یاد کړے شویو ګلونو بوټو په شان ګل دار،رنګ دار،مزیدار، خوشبو دار اوصحت بخش دے او د کلی والې ګوړې اود ښار د شربت په شان خوندور او ذائقه دار دے۔او د هر قسمه ملاوټ او بناوټ نه پاک ساک دے۔البته دې امتحان کښې به مې بالکل نه اچوئی چې دا ګبین د خوړلو څېز دے او که د څښلو یا د څکلو؟په دې هحقله ئې زما په مخ د حال ور خو بیخی پورې او جرنده دے او د ماضی مزے اوس زمونږ د لاسو ډېر لرې تلے او خوئیدلے دے۔او هسې هم زما د دې سړی د نور محل وقوع یعنې د کلی اومحلې د وقوعو سره څویمه ده۔ زه دا بنیادم د هغه زمانې نه پیژنم چې کله اتش نه بلکې تش جوان تها۔ او داسې جوان چې ډېروګلونو به ترې خپل مخونه پټول نه بلکې خپل مخونه به ئې ټپول او سېنې به ئې ټکولې ۔ولې دشرافت او حیا هم څه حد وی۔ مجال دے که دا سړے ما چرته چاته په پتون ټپولو خو لویه خبره ده په سترګه وهلو هم چرته لیدلے وی۔ځکه نو دې سلسله کښې که په لمن ئې مونځ نه کېږی نو تیمم خو پرې هروخت ښه په ډاډه مټ کولے شئ۔ 

 دا زلمے خپله هم "ډېرحسین وه۔۔۔ خو داسې نه" لکه اوس چې د کوم ټسټ ټیوب او یا د میکپونو سرخۍ پوډرو په زور تاسو کوم حسینان وینئ ګورئ۔۔زما مخاطبه یا اشاره ګورې دخپل یو "بین الضلاعی" ادبی ګرځېدونکیو او ګریدونکیو طرفته بالکل نه ده۔۔ زما د ذاتی معلوماتو او د دې سړی په خفیه سرګرموډېر ژور نظرلرونکی د ادبی سپیشل برانچ د روزنامچو او رپورټ ترمخه دې بنیادم چرته هم د چا د پښپو د راښکلو یا نیولو حرکت خو لویه خبره ده سوچ او اراده هم چرته نه ده کړې۔هن که چرته په قول د هغه د چا لاس ئې د ښکلولو په نیت راښکلے هم دے نو هلته هم ورته بیا دا "ریډ سنګل" ورکړے شوے دے چې"قربان۔ خو داسې نه"۔ یو زمانه کښې دې سړی په سټیټ لائف انشورس کارپوریشن کښې د سیلز مینجر وظیفه هم ترسره کړې ده۔او د هغې څه نه څه اجراعظیم به ماته هم ځکه رارسی۔ چې څو وارې ورسره زه هم د سټیټ لائف بلډنګ دفتر صدر ته تلے راغلے یم۔ سره د دې چې د دې سړی د خاندانی نوم سره د "خان" لاحقه نشته ولې کومه لاحقه چې ده نو هغه د کورنی نوم سره  ډیره مقدسه، زبرګه او شاهانه ده۔ او لکه زمونږ دځنیو په شان صرف خانه پوری خان نه دے چې نه کور کښې د خانۍ تالے،شکرے او خانک لری او نه چرته یوه پوړۍ او پونړۍ لری۔ ولې دا سړے سوچه خاندانی د خان پور کلی د ادینزو خان دے۔ پښتانه متل کوی چې د باز د جالې نه د باز بچے الوزی۔ولې دا سړے د دې متل بالکل اپوټه اومتضاد ختلے او الوتلے  دے ځکه چې دے د باز نه بلکې کونتر،بلبل،تارو،زرق او ترڅه حده چرګ ثابت شوے دے او دا خو تاسو ته پته ده چې۔چرګ خو یو مارغه وه چې چا ونیوه د هغه وه۔یا دا چې زه خودا ستا تړلے چرګ یم۔ د خان پور کلی د خان برادرخان د خانۍ په جولۍ کښې ځنګیدلے،په حجره کښې لوئے شوے، لوبیدلے یو ښه تربیت یافته او حجره پاس پښتون دے۔دې سړی ته اوس هم هغه ورځې ښې یاد دی چې د کلی د الوچو په باغ کښې د اونو د لاندې په شلیدلو بوجو به ناست وه او ایک دونا دونا دو دونی چاربه ئې زوتول۔ اوس هم چې "خدا کا دیا هوا سب کچه هے۔" دا سړے د هر قسمه نمود ونمائش،مصنوعیت،بناوټ او د ټاټ باټ نه ډېرلرې او پاک ساک دے او دا ځکه چې سکول کښې ئې د سره ټاټ نه وه او د سوترۍ په شلیدلو بوجوناستې ورته د غریبانانو، ملنګانو،درویشانو اود صوفیانو رویه، خوئی خصلت اوطریقه وربخلې او ښودلې ده۔هم دا وجه ده چې دې سړی کښې اوس هم هغه د ملنګۍ،عاجزۍ،خاکسارۍ او درویشۍ ټول خویونه او خصلتونه په عملی توګه لیدلے او محسوس کیدلے شی۔مطلب"پټ د درست جهان بادشاه ظاهر ګدا یم" ۔ څلورو وروڼو او دوه خوئیندو کښې په دریم نمبر دے۔او خپله هم اوس شکر دے چې د څلورو لوڼو بابا دے۔د پلار دمرګ نه پس ټولو ورڼود پلار ټول واک اختیار سره د هغه ادب او احترام خپل مشر ورور حسین شاه عرف خان جی(چې دا وخت د اے این پی ګوند مرکزی نائب صدر هم دے)، ته ورکړے دے۔ورورولی ئې داسې مثالی ده چې خپلو کښې وروڼه هم دی او ملګری اوګپ شپیان هم دی۔ د مشر ورور خان جی په قول چې کاش چې نن زمونږ پلار ژوندے وے او ده په سر ئې دا دستارونه او د اولس دا بې کچه مینه او محبت لیدلے وے۔۔او دلته بیا خان جی غلے او غریو نیولے شو۔۔۔خو بیا هم شکر دے بختور دے چې کورکښې ئې د مینې،شفقت او د دعاګانو نه ډکه لپه او جولۍ اود معجزې او کرامت نه ډکې دوه بوډۍ سترګې موجود دی ۔دلته به مو په خپل یو شعروولم چې

په تیارو به ئې حاوی د رڼا لاس وی

چې د چا په سر د مور دعا لاس وی

 مونږ دواړه د مارشلا پیداوار خو نه یو البته د مارشلا په دور کښې د پیدائش کال مو یودے۔په ملک سخته خړه پرته وه او هر څه خړ پړ وو۔ځکه چې د فیلډمارشل ایوب خان زمانه وه چې  د بوټانو چیا چغ ئې کلی څه چې ملکونه خبرول او ده دهوکې د دوکړې اواز ئې د محمد علی جناح تر ګوره او د هغه د خور فاطمه جناح تر کوره رسیدلے وه۔۔هسې هم زمونږ د ملک ډېر کم خلق په جمهوری دور کښې پیدا شوے دے اکثریت د دغه خړپړ موسم او ماحول پیداوښ دے۔لرې مه ځئ دې کرو۔نا ته وګورئ

"پاتے نهین جب راه تو چړ جاتے هین نالے"

 مطلب زمونږ په ابادۍ کښې چې څومره هم دا بې مهاره تېزرفتاره اضافه شوې ده یا د تباهۍ په شرح کښې مو چې څومره شرمونه شرمولی دی۔دا ټول د خړو پړو حالاتو مجمع او برکت دی۔۔مونږ دواړه صرف د عمر په لحاظ همزولی نه یو بلکې د ادب په میدان کښې مو هم په یو دور کښې قدم ایښے دے۔ هسې د شاعرۍ په رنځ اخته کیدو کښې ترې زه لږ سینئرمریض په دې یم چې دې ښاغلی ته دا رنځ په اتم جماعت کښې لیګدلے وه او زه ئې په څلورم جمات کښې د خپلې حجرې ګټ کښې شلیدلی کټ ته رسولے اوم ۔او ظاهره ده چې چرته د اتم جمات د یو صحت مند ماشوم ذهن او سوچ او چرته د څلورم جمات د حجرې په شلیدلی کټ کښې د پروت رنځورماشوم ذهن او سوچ۔ ۔ البته دیو ادبی مکتب او مدرسې یعنې "دساهولیکونکیو مرکې" ریګولر چڼی پاتی شوې یو۔د ادب استادان مو یو وو او په دې هحقله خوش قسمته یو چې د ډیرو سترو لویو ادبی سټو په وړاندې مو خپل سټونه او څټوکوګرولی دی۔یعنې هغوئی چې به څه علمی خبره وکړه نو مونږ خو د هغوئی په وړاندې د علم او پوهې په لحاظ د پوه ماه توتان وو۔بس په خپل سټ او څټوکی به مو وس رسیدو۔څنګه چې د عمر په لحاظ همزولی یو نو دغه رنګ د تخلصونو د بدلولو چپه راباندې هم یو زمانه کښې راغلې وه ۔هغه خپل مسلم شاه مسلم غریب د لاسو پښپو نه کلک تړلے په اباسین لاهو کړو او ما دیارخان خاموش د سټ نه کلک ونیوه او د پیرروښان د مکتب په رجسټرډ کښې مې د روښان یوسف زی په نوم داخل کړو ۔حالانکې ورستو چې کله مسلم شاه مسلم ته پته ولیګده نو ډېر په ژړه غونی انداز کښې ئې دا سخته ګېله او شکایت ئې وکړو۔چې

تروپر تا خو زه په اباسین باندې لاهو کړم

ما خو درنه غوښتے وه "مکان"۔ خو داسې نه

 دا سړے چې اوس له خیره پروفیسر او ډاکټر هم دے او د "متاثرین وکیلانو" دې غوږنه کاڼه څه چې مکمل بند وی چې دې سړی ګورې د نن نه څلوردیرش کاله وړاندې د خیبر لا کالج پېښور نه د وکالت ډګری هم ترلاسه کړې ده۔او کور کښې ئې په دې غرض خوندی کړې ده" تاکه سند رهے او بوقت ضرورت کام ائے"خدائے دې نه کړی که چرې زمونږ شاعران ادیبان چرته د اظهار رائې د ازادۍ د شرارت ګردۍ او سازش نویسۍ په تورد ملک د مرۍ خپی کولو "خاکی عدالتونه"ته وړاندې کړے شی نو دا سړے به مو بیا پکار راځی۔ستاسو د اطلاع دپاره عرض دے چې د دې سړی سکول کښې د ریاضۍ په مضمون کښې د کمو نمبرو ریکارډ چا هم نه وه مات کړے۔ البته د اردو په مضمون کښې خو لکه چې په لکهنو کښې پیدا شوے او لوئے شوے وی۔ دغه مضمون کښې به ورته خپلو استادانو هم توره ډال غورزول۔نور د قابلیت او ذهانت ئې دا حال وه چې خپلو استادانو لیاقت یار باچا او شمس الاسلام به د نمونې په توګه پېش کولو۔۔ د ژوند د تېرولو د ریاضۍ په مضمون کښې خو ئې سم ماسټر کړے دے ۔ځکه چې دوستان جمع کوی۔مخالفین نفی کوی،محبت،پښتو او ورور ولۍ ته ضرب ورکوی او غمونه،تکلیفونه او مشکلات تقسیموی۔ ۔ په ورکوټوالی کښې یو ښه نشانه باز لینده مارښکاری هم وه د ورځې چې به ئې لس دولس مرغۍ نه وې ویشتے نو هغه د چاخبره چې تش لاس به کور ته نه راتلو۔دغه وجه ده چې اوس هم د هرقسمه مرغیو او مارغانو قسمونه،پروازونه، اوازونه،چالونه ،مخوکې ،پنجې،سرغونډکے او اشارې ډېرې ښې پیژنی۔خو ویشتل او رانیول ئې اوس ازار ګڼی ۔زما د خپلې مشادې او مشاهدې خبره ده چې بعض خلقو سره د لطیفو جیبونه،ګوتۍ یا بوجۍ ډکې وی ولې دې لړ کښې دا ښاغلے د ملکی او بین القوامی برانډ لطیفو نه د ډکو ډکو ګودامونو مالک دے۔ ولې هغه په خاص موقعو او په خاص دوستانو پیرزو کوی۔ځنې لطیفے خو  داسې هم وی چې هلته بیا خالی ځایونه اوریدونکی ځانته خپله ډکوی۔یوه زبرسته حافظه لری داسې داسې واقعات او خبرې ورته اوس هم یاد دی چې په اوریدو ئې سړے تک شین ګوشین شی۔خاص کر د نن نه څه دپاسه تیرش کاله وړاندې چې زمونږ د کلی جلسۍ مشاعرې ته ماسخوتن د ارواښاد خیبراپریدی سره جوړه د مانکۍ په خوشې لاره راتلل چونکې بې وخته هم وه او ټانګه هم نه وه نو دواړه یاران په ټانګو راروان شول۔ او په لاره لاره چې ئې د کومې ګمانی ناشونې خطرې او بعد از خطرې کومه تاثیراتی اوتاثراتی منظرکشی خپلو کښې کړې وه۔ په اوریدو ئې د سړی اوس خله غوږنو ته رسی ۔ ولې د دې مطلب هرګز دا نه دے چې د هغه لطیفے او نور واقعات لکه زمونږ د بعضې هائیکو لیکونکیو په شان دفخش لطیفو او عریانیت بربنډ تصویرونه او بیانونه وی۔بلکې د اخلاقو،روایاتو او کلتور سره کلک تړون او تعلق لری۔او پکښې یو اصلاحی پیغام او سبق پروت وی۔ زه به دا خبره درسره ومنم او په دې خبره ئې سر نه وینځم چې ډېر به دا ووائی چې د دې سړی دلاسه مونږ ته چرته څه خیر یا فائده نه ده رارسیدلې ولې یوه خبره ډیره په دعوې سره کوم چې  داسې به یو تن هم پیدا نه شی چې هغه دا وائې چې  د دې سړی دلاسه، دژبې نه یا د قلم نه ماته چرته څه زیان، ضرر او یا ازار رارسیدلے دے۔اوښه مسلم هغه دے چې د هغه د لاسه او ژبې نه بل مسلمان ازار نه شی۔اباسین خو اباسین دے خومونږ چرته په دې خبره سم غور او فکر نه دے کړے چې د اباسین دا سین زمونږ د پختون خوا د کومو کومو ویالو،وړو سیندونو، د سمې او د غرونو دچینو،د واورو او د بارانی اوبو نه جوړ سین دے۔نو څنګه چې د اباسین سین زمونږ د دغو ټولو ویالو،وړو سیندو،دسمې او د غرونو د چینو او د بارانی اوبو نمائندګی او ترجمانی کوی یا د دغو ټولو سیمو د اوبو رنګ،خوند او ذائقه لری۔دغه رنګ دا سړے یعنې اباسین یوسف زئے هم زمونږ د ټول قام د ټولو قبیلو او د ټولو سیمو یو نمائنده او ترجمان شاعر،ادیب او دانشور دے۔ عجیبه شانې جادوګر او مقانطیسی شخصیت دے هر ملګرے او دوست ئې دا دعوه په کلکه کوی چې ګوندې ماسره ئې ډیر ژور،نزدې،خوږ،د غوږ او پرانستې ګپ شپ او تعلق دے۔له دې نه اوس تاسو زما د دې ګبین د سوچه والی،څلېښ والی او خوږوالی اندازه په خپله لګولے شئ۔وئیلے شی چې د مشهور شخصیت پیدا کیدل بعضې وخت یوه حادثه وی،ولې خپل ځان د یو عام فرد د دائرې نه ویستل او د مشهور شخصیت په دائره کښې اودرول۔ډیر لوئے زیار،کړاو،علمیت،شعور،عقل،پوهه او مسلسل محنت غواړی۔او په دغه تول او پیمانه دا سړے سر په سر او سل په سله پوره ختلے دے۔ د دې بنیادم یو لوئے خاصیت خپله انا او خودداری هم ده۔ دے پښتو مښتو په تندر څۀ چې پرې د ګل ګوزارکول هم  دایمان زیان ګڼی ۔ بس لګیا دے خپل کار او زیاروباسی ۔ اولکه د اباسین په خپله مخه روان دے په شا نه ګوری۔او څنګه چې په قول د سترخوشحال خپله 

چې له کومو غرونو راغے چرته درومی

اباسین لا په دا هیڅ نه دے خبر

دغه شان دا سړے هم لا دخپله ځانه نه دے خبر خو بس کله په "غورځنګونو او"،کله په "الوت" دخپل"مرام" په لور دمضبوتو ارادو او حوصلو سره روان دے 

 د هغه په دې خبره بېخی سر خلاص دے چې د شخصیت ایغ په نېغه تعلق د علم،پوهې او شعور سره دے۔نه چې د ظاهری خدوخال او د نمود ونمائش سره۔۔او په دغو ټولو خصوصیاتو او خصلتونو دا سړے په تول پوره خېژی ۔ځکه چې وضع دار ، وزن دار،درند او خوږ بنیادم دے،دا سړے په خوبونو ځکه باور لری چې تراوسه ئې ډېر خوبونه ریښتیا شوی دی۔مردم شناس دومره دے چې بس سړے،سړیتوب،ښځه،نرښځے او ښځونک ډېر ښه پېژنی۔ په علم نجوم نه پوهیږی خو په علم هجوم ډېر ښه پوهېږی۔ځکه خووائی چې پښتانه لا قوم نه دے بلکې یو کنډک او ګوواره ده ۔ دلاس شناسۍ یعنې دست شناسۍ علم هم لری۔د لاس په کرښو پوهیږی او د نیتونو علم خدائے سره دے۔ ۔ شاعری خو ئې اوس داسې مقام او مرتبې ته رسیدلې ده،چې د کلی د تناره د غاړې نه واخلې تر پولو،پټو،چوپالونو، حجرو،بیټکونو،لارو کوڅو،جونګړو،سکولونو،کالجونو،ګاډو رشکو،موټرسائیکلو،کمپیوټرو،موبائلونو،کېسټونو،سی ډی ګانو،میموری کارډونو،یوایس بی ګانو،باهر ملکونو او تر لویو لویو بنګلو،دفترونو او محلونه ئې خپلې پنجې او وزرې رسولې او خورې کړی دی ۔کیدے شی چې جماتونو، مدرسو او دارلعلومونو پورې هم رسیدلے وے خو که شاعرۍ کښې ئې د سوچه پښتون قومیت، پښتو،پښتونولۍ،احتجاج، بغاوت،مذاحمت،انقلاب،انحراف،مذاحمت او د مذمت لب ولهجه او پیغام موجود نه وے۔۔ ناجائزه او ناروا خبره پرې دومره زیاته بده لګی څومره چې نن سبا په مولانا فضل الرحمان صیب د کپتان عمران خان خبرې بدی لګی۔۔ د یو شاعر،ادیب،فنکار او دانشور دخپل ماحول ،عصر او چاپیر چل نه اثراحستل یوه فطری خبره ده ولې په خپل ماحول،چاپیرچل او عصر باندې اثرانداز کیدل د ډېرو کمو خلقو کمال او هنر وی او په دې نظر د دې بنیادم هم په خپل ماحول،چاپیرچل او عصرباندې ډېر زیات ژور اثرات لیدے او محسوس کیدلے شی۔ځکه چې ځنې د دې سړی د شاعرۍ د انداز بیان،د لفظیاتو،مقامی ژبې،کمپیرنګ،  د ردیفونو او قافیو نقل هم کوی او تقلید هم ۔ ۔د نظم او نثر یو منلے شوے لیکوال دے۔او دې سلسله کښې که لکه د سترخوشحال بابا دا دعوې وکړی نومبالغه به نه وی چې

په پښتو ژبه چې ما علم بلند کړو

د خبرو ملک مې فتح په سمند کړو

 زمونږ شریک ادبی استاد قلندرمومند به وئیل چې زه مومند سړے د پوزې نه پیژنم او زه وایم چې زه سوچه یوسف زئے او زیګ پښتون د دې سړی په شکل او جامه کښې پیژنم او زما په خیال( لیکونکی سره د تحریک انسداد اباسین اتفاق ضروری نه دے) سترخوشحال بابا چې د کوم ننګیالی تصویر زمونږ مخې ته ایښے دے،د هغه ننګیالی،توریالی او د مجسم پښتون عملی نمونه مونږ سره دا سړے کیدے شی چې مونږ ئې د نورو ژبو،قامونو او علاقو خلقو ته د یوې نمونې او مثال په شکل کښې وړاندې کولے شو ۔ کیدے شی چې له دې نه وړاندې په هلکوالی هم د ښځو د حقونو یا دوئئ سره د کیدونکی امتیازی او نارواسلوک خلاف وه ولې کله نه چې ئې په وړمبی ځل دپښتوفلم"ناوې د یوې شپې" وکتو نو له هغه ورځې نه ئې بیا سم ترجمان او کلک ملګرے او مرستیال شوے دے۔ځکه چې چاسره ظلم،زیاتے او جبر نه لیدلے شی او نه زغملے شی۔ زما په نزد زمونږ د کوړۍ او پوړۍ په ملګریو شاعرانو ادیبانو کښې تر ټولو زیات مقبول او مشهور شاعر هم دا سړے دے۔او که څوک ئې نه منی جو نه دې منی چا ورته زنې او پښپو ته لاس کړے دے۔۔۔زمونږ دپښتود ځنیومشرانو شاعرانو لکه د مرزاخان پیڅی،ډاکټر فضل دین خټک،کرنل عنایت الله او د ماصل خان اتش نومونه زمونږ تر منځه صرف نومونه نه دی بلکې د سزا،مسکا اود ابلاغ یوه موثره ذریعه هم ده۔ځکه چې مونږ خپلو کښې دغه نومونه په یو ډېر وسیع او خفی مفهوم او معنی کښې استعمالوو۔که خامخا د دغه نومونوماخذ،معنی او مفهوم معلومول غواړئ نود دې ایکی یو مخصوص او مستند لغت د پنجاب لاهور کښې ملګرے اقبال کوثر اوس هم حیات اودستیاب دے له هغه سره بیا تماس ونیسئ۔۔ دې سړی سره ډډې مښل یا ورسره پنجې اچول هم د هرچا د وس خبره ځکه نه ده ۔ چې د پنج کوړی ټول زور او خصوصیات لری۔زمونږ بعضې لیکونکیو پښتو کښې اردو او انګریزی ځائے کړې ده ولې دې سړی اردو او انګریزۍ ته هم پښتو او پښتون ولی ښودلې ده۔په سرکاری ادارو او محکمو کښې ناست لوئے افسران یا پیریان ماماګان ئې هم د خپل علمیت،قابلیت،تربیت اوپه خپلوپستو او نرمو خبرو اود تبلیغ په وجه د پښتو په بتکونو،منګو او بوتلو کښې داسې بند کړی دی چې اوس ئې ترې د راوتو بند بنا خطا کړې ده۔ ۔ډیرو کمو خلقو ته به دا معلومه وی چې زمونږ دا یار یو ښه سوشل ورکر هم دے د خپلې سیمې نه سربیره ټوله پښتون خوا کښې د بې کسه او بې وزله خلقو د کونډو رنډو، یتیمانو،معذرو سره د مالی مرستې او ملګرتیا دپاره ئې یوتنظیم د"حجره فاونډیشن"په نوم هم جوړ کړے دے د کوم چې دا سړے سرپرست اعلی دے۔په لیکولو کښې لکه د ملګری ډاکټرزبیرحسرت او حنیف خلیل په شان بسیار نویس نه دے چې کله کله هنډ ته په ښار راتاویږی او نه لکه د ملګری اقبال کوثر او عبدالروف عارف په شان په تقریر کښې ساه تنګ، لنډ تنګ او محتصر دے۔ بلکه داسړے په لیک کښې هم دخپل ادبی شان وشوکت او د استادۍ د چوکۍ ډیر خیال ساتی۔ محتاط او محتصر اوسی۔ دغه رنګ په تقریراو لکچر کښې هم د ډېر اختیاط نه کار اخلی،د متعلقه موضوع د چوکاټ نه چرته باهر نه ووځی۔ د اوریدونکیو مخونو، مزاج او طبعیت ته ګوری او لکه د ښاغلی محترم سلیم راز صیب یا د ګران ملګری ښاغلی نورالامین یوسف زی په قدم څه چې په هغه لاره هم نه ځی۔لکه دغه ښاغلی چې چرته تقریر ته اودریګی نو بیا

لکه اونه مستقیم په خپل مقام یم

اوریدونکی که ټنګیګی که ویزار

ځکه چې سلیم راز صیب د ترقی پسندۍ او ادب کښې د غیر جانب دارۍ د موضوع دیګ پسې ځنې وخت دومره غټې غټې درنې لمندې خوشتې دړې کېږدی چې ترقی پسندی غریبه پکښې په یشیدو یشیدواو خوټکیدو سمه ټکنۍ شی او ښاغلے نورالامین یوسف زے د کلچر دموضوع په چاټۍ کښې ځنې وخت دومره دروند منداړو ووهی چې بعضې وخت پکښې بیا د شلم،شملو اود کچو پېژندګلو ګرانه شی۔خو دا خبره زه د دغو دواړو ښاغلیو د انداز تقریر په حواله کوم د تحریر انداز ئې خو ئې" مین نے یه جانا که ګویا یه بهی میرے دل مین هے"۔ولې د دې سړی یعنې د ګبین یوسف زی لوئے کمال دا دے چې لکه د مرزاخان انصاری په شان"په لږ کښې ډیرڅه وائی"اوډېر په لږ کښې بیاد انتخاب درجې ته رسی۔ دا د ګیبن په شان خوږ او د جاولې په شان څلېښ ناک بنیادم او دا خوتاسو ته پته ده چې ښه سوچه ګبین خو دے ولې د جاولې یعنې د موم نه هم شمعې جوړیږی چې ښکاره ثبوت او داخلی شهادت ئې

لکه د شمعې غوندې ژوند تېروم

د ورځې مرمه او د شپې سوازم

 دا سړے په یو وخت د ادب، تدریس،ثقافت اود پرنټ او الیکټرانک میډیا په لارو سفر کوی ولې دې لړ کښې تراوسه د ترسکون والی پیدا کولو یا د خوږوالی پیدا کولو دپاره په چا د یوې سموسې خورلو،چاته د یوې کاسیرې ورکولو او یا د رس ګولې خوړلو بالکل قائل نه دے۔۔او نه چرته په خپلو پښتنو اصولو د چا خرش برش برداشت کولو یا د څه مصلحت یعنې د "کچه لو او کچه دو" قائل دے۔بلکې د یو منلی شوی ماهر تعلیم، مشهور او مقبول کمپئر،د یو خوږ او بهترین شاعر ادیب او د تهذیب و ثقافت د یوعالم په حیث اوس هغه د دغو ادارو ضرورت جوړ شوے دے۔زما په نظر د مرحوم پروفیسر پریشان خټک نه پس دا واحد یو داسې شاعر،ادیب،ماهر تعلیم او دانشور دے چې سره د خپلې کلکې قام پرسته نظریې، د بې داغه کردارد مذاحمتی انداز،رویې او لب ولهجې نن د ملک ټولو سرکاری او غېرسرکاری ادارو ته قابل قبول دے۔ وائی یو پښتون د خدائے نه سوال کولو چې ماته په جنت کښې صرف د یوې پښپې کېښودو ځائے راکړے۔چا ورته وې چې د یوې پښپې په ځائے به څه کړے هغه ورته وې که زه پښتون یم نو نور به پکښې بیا ځانته پیدا کړم۔نو دې سړی هم ټول عمر دا کار کړے دے او لا لګیا دے کوی ئې۔چې چرته ورته په کومه اداره کښې موقع په لاس ورغلې ده یا ئې لاس رسیدلے دے نو بیا د ځوان ځوئی پکښې خپلې پښتوژبې،ادب،ثقافت او خپلو شاعرانو ادبیانو اوهنرمندانو ته په مرلو او کنالونو ځائے پیدا کړے او ورکړے دے۔او دلته بیا مونږ د دې سړی اود مرحوم پروفیسرپریشان خټک ترمنځه (د کار او کردارپه حواله) د بیلتون او فرق یوه کرښه راښکلے شو۔ دا سړے ډیر په حکمت، استاکارۍ او پخو دلائلو سره خپله خبره په سرکاری افسرانو او پیریانو ماماګانو داسې ومنی چې هغوئئ څو د خپلې چوکۍ او عهدې د نشې نه راوځی راوځی نو د بیا د اباسین په غاړه ولاړ وی۔ ۔په خپل فن او شخصیت به د هرقسم تنقید برداشت کړی ولې د خپلې پښتو،انا،عزت او غیرت خلاف یو ټکے اوریدل هم په ځان سم د لینده مارې تمانچې ګوزار ګڼی۔۔ځکه چې یو کلک، پوخ،نظریاتی او تربیت یافته حجره پاس پښتون دے۔د خپل ساحرانه او شاعرانه شخصیت په برکت نن پښتو ادب کښې د دې دومره رش،رشو، رشکو او موټر سائیکلو باوجود ئې یو قابل رشک منفرد نوم،مقام او مرتبه حاصله کړې ده۔ د دې سړی دوستی او ملګرتیا قابل اعتبار ده په پټو سترګو پرې اعتبار کیدے شی۔ ولې دشمنی یا بعض،حسد،کینه او تربګنی ئې د یوې ټکې هم نه ده۔ ځکه چې هغه سره د دې فضول،انسان دشمنه او عبث نظریاتو او دځان خوړولو موادو دپاره نه وخت شته او نه ځائے۔ دې سلسله کښې هغه چې سحر وختی څنګه د خوبه راپاسی او موبائل وګوری نو په واټس ایب ورته خوشحال بابا دا مسیجونه رالیږلی وی چې

په کینه په حسد هیڅ د چا ونه شی

هر سړے چې حسد کاندی ځان اوبه کا

په بار داره اونه تل وریږی کاڼې

ورته ګوره چې بارداره اونه څه کا

چونکې رحمان بابا دخپلې مراقبې له وجې فیس بک او واټس ایب ته ډیر نه اوزګاریږی او نه ورسره هر وخت دومره ایم بی موجود وی۔نو د خپل ساده سالک موبائل په لیکه ورته هغه هم دا مسیج رالیږلے وی

چې

هر مارغه چې د بل غوښې خوری مردار وی

ځان حلال کړه لکه زاڼه شاهین مه شه

چې د ورور د عزیز زړه پرې ازاریږی

حاصل مه شه هغه خپله مدعا

  د فطرت په سوچه ښکلې کلی والا غېږ کښې د پیدا کیدو او لوئیدو له وجې د یو ښه جمالیاتی ذوق او نظر خاوند هم دے د هر ښکلی څېز، مخ،فن پارے او تخلیق نه خوند او اثر هم اخلی او د ښائستونو په حضور کښې د مېنې، عقیدت نزرانې، پیړزونې، ترانې او شکرانې هم وړاندې کوی۔ د فلمی دنیا د ریکها،کویتا او د رانی په نوم اوریدو ئې اوس هم په تندی رڼې رنې نرۍ نرۍ تودې خولې راماتیږی۔بلها ملکونه او ښارونه ئې کتلی لیدلی دی۔خو دخپل وطن،د خپل کلی او د خپلې خاورې نه د جوړو شویو کورونو سره د هغه مینه او تړون دا دے چې

که د خاورو په کورونو کښې اوسېږو

خو په ښکلیو ښکلیو ذرونو کږې اوسېږو

مونږه تل کوو خبرې سپېنې سپېنې

که په تورو تورو غرونو کښې اوسېږو

 

تراوسه ئې د مختلفو ملکی سرکاری او غېر سرکاری ادارو او تنظیمونه نه دومره ډېر سندونه،ایورډونه او شیلډونه احستې دی چې هغه د چا خبره کمزورے خر ئې نه شی اوړے۔ولې هغه ځان دپاره ترټولو لوئے ایوارډ د خپل اولس دا دومره بې کچه مېنه او خلوص ګڼی او منی ۔ د ایورډ یا سند په احستو که د هغه په قدرو قیمت،اهمیت او حیثیت کښې څه خاص فرق او بدلون نه راځی نو نه به راځی ولې د هغه ایوارډونو او سندونو اهمیت او قدرقیمت پرې ضرور سوا کېږې۔ چې ورسره د اباسین نوم وتړلے شی۔باید چې زما دا فرمودات دې متعلقه موجوده شدتی ایجنسۍ خپلو متعلقه خلقو او ادارو ته په دې ساعت ورسوی۔ دا سړے یو کلک روایتی او سخی میلمه پال پښتون دے۔او دې لړ کښې د تالی په ځائے د تندی طرف دار دے۔ دې سره سره یو ډېر تجربه کار منتظم هم دے۔مطلب تنظیم ساز هم دے او ګڼ شمیر ادبی،سماجی او ادبی تنظیمونه ئې جوړ کړی دی کوم چې د خپلې ژبې،ادب او د قام خدمت کوی۔څه خو هسې هم په پښتون او پښتون ولۍ ورک مئین وه او چې ورسره ئې د بابا ئے غزل امیرحمزه خان شنواری په شاعرۍ کښې د پښتون قومیت په موضوع  پی ایچ ډی کولو ته بډے ووهلې نو بیا خولکه چې اباسین  لوئے ژور سمندر ته ورکوز شی۔یو منلے شوے یارپال او یارباش انسان دے د ګړه بړه جوړ تازه په وخت چې چاته لاس یا سینه ورکړی یا څوک دلاسه ونیسی نو په الا اسانه ئې بیا نه پرېږدی دا بئیله خبره ده چې اوس د هغه بعضې لاس نیولی اوګوته نیولی هم د اباسین مستو او خودسره چپو او غورځنګونو ته دشګو بندونه تړی او د شګو د بندونو عمر اومضبوتیا نه تاسو ښه خبریاست۔۔۔ که څه هم زما دا ګبین یوسف زئے په باډی(body              النظر کښې ښه دنګ،لوړ،مضبوط،مټه ور او پنجه ور دے دغه رنګ دادب،ثقافت،تعلیم او د صحافت په میدان کښې هم اوس صرف یوعام لیکونکے یا یو فرد نه دے بلکې یوه اداره،مدرسه،حجره او تحریک دے۔ که یو خوا د تعلیم په شعبه کښې یعنې د مشهورې درسګاه اسلامیه کالج نه د فارغ شویو شاګردانو لښکرونه لری نو بل خوا د ادب،ثقافت او صحافت په شعبو کښې ئې هم بلها خلق روزولی او تربیه کړی دی او دا سلسله او قافله لا روانه ده۔ ژوند کښې هرڅوک ځنې داسې ملګری او دوستان لری چې په هغوئئ ډاډه وی،ناز پرې کوی ویاړ ئې ګڼی،هسکه غړۍ او اوچتې سترګې پرې ګرځی۔نو دې سلسله کښې زه هم ځان ته په دې خبره ډېر غاوره یم چې د اباسین یوسف زئی په شان خوږ ورور،همدرد،محسن،ملاتړ،مهربان او کلک یار او ملګرے لرم۔هغه د یو شاعر د شعر یوه مصرعه ده چې"یار هغه دے چې په سخته کښې پکار شی"نو په ماچې کله هم څه سخته راغلې ده، دې سړی راته په هره سخته او مشکل کښې کلک لاس راکړے دے۔او بیا دا احسان به ئې زه او زما بچی څنګه هیر کړی چې په یو سخت او روښان شکن وخت کښې ئې اردو صحافت ته لاس نیولے نا بلکې له سټه نیولے راوستے یم۔او دا نن چې د اردو په صحافت کښې زما هم څه نوم احستلے کېږی دا هم د دې پیر بهائی(پیربهائی ځکه چې دیو پېر او مرشد حضرت باچاخان بابا پیروکار او مریدان یو)، د دې قدرمند او همدرد ملګری اباسین یوسف زی برکت دے۔خبره به رالنډه کړم ځکه چې"یه نصف صدی کا قصه هے دو چار برس کی بات نهین"بس دا یوه ټپه به ورته ډالۍ کړم چې

عمر دې ډېر شه خپله یاره

د کبل جړه شې چې لاندې کړې ملکونه

 

يادګيرنه: نن په صوابۍ کښې د هېواد ادبي ټولنې صوابۍ د ګران ملګري ډاکټر آباسين يوسفزي ته صدارتي ايوارډ اعلانيدو  په خوشحالۍ کښې د هغه په درناوي کښې د يو دستورې اهتمام کړې وو ۔ ګران ملګري روښان يوسفزي چې په دغه مهال په پروفيسر آباسين يوسفزي کومه خاکه واوروله هغه له تاسو سره شريک کوم هيله من يم چې خوښه به مو شي۔  

روښان یوسف زے۔۔۱۸۔۹۔۲۰۲۰

 

 

-
بېرته شاته