(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

بېلابېل شعرونه

[24.Feb.2022 - 19:20]

«رهبر»

 

ما اقتدا ورپسی وکړه چی رهبر به وی

لکه چی وایی په هرڅه باندی خبر به وی

د ترږمیو د دوران یو زړه ور به وی 

د سختو ورځو د جنګونو د سنګر به وی

د تالا شویو پرګنو یو منور به وی

د پاڅیدلو افغانانو د باور به وی

زه غولیدلی وم په لوبو د یو غل باندی

ما غاړه ایشی وه په توره د اجل باندی

 

ما ولسونه رابلل او درول می پسی

ما ویده خلک ویښول او خوځول می پسی

ما جنګی ورونه راوستل لښکرول می پسی

څوک به چی پاتی شوو په لار کی رسول می پسی

که به له کرښی نه کاږه شول سیخول می پسی

ما ننګول، ډله کول او سمول می پسی

ما یوه کپچه مار ته غاښونه د چیچو ورکړه

ما بی وزرونو ته وزر د الوتو ورکړه 

 

کارغه به کله سندرغاړی د باغونو نه شی

د غار ګیدړ به توریالی د میدانونو نه شی

د قدرت غل به خدمتګار د ولسونو نه شی

وطن فروش به محافظ د وطنونو نه شی

د لرګی تیغ به د رستم د ګوزارونو نه شی

لږ می خړوب کړه چی دا غم می د کلونو نه شی

ساقی د تا د لیونتوب له پیمانی نه قربان

ستا د رنګینی مشغولا له یارانی نه قربان

 

ماوی د زړه غم به څه کم شی خو ناسور شو پسی

ماوی ولس به په تن بټ شی خو لا چور شو پسی

زموږ ګلزار وطن ته ګوره چه تنور شو پسی

دوزخ د مرګ او د زندان او د ترور شو پسی

یو کپ ډوډی د اجانبو ته مجبور شو پسی

دا روغ زړګی می له غمونو نه رنځور شو پسی

د زیارایستونکو په نوم موږ ته جلادان راغله

په بله بڼه پخوانی داړه ماران راغله

 

کابل ۸-۴-۱۳۵۹

 

سلیمان لایق

....................

څنـــــــــــګه ګرانـــه زنـــــده ګــی ده

ســــــــــــرګردانــــه زنــــــده ګــی ده

چاته حــــــال ویلـــــی نـــه شـــــــم

پریشـــــــــــــــــانه زنــــــده ګــی ده

ســــــخت منزل دی خدایه خیـرکړی

بــــــــــی جــــانانه زنــــــده ګــی ده

کــه هـــــرڅومره په کی خــوښ یی

خــــــــــــــــوروانـــه زنــــــده ګــی ده

هـــرســــــــړی ترینـــــه(کوچوان)دی

پاتی شــــوی دهرچانه زنده ګی ده

(ګلرنګ کوچوان)

......................

ټک  ټک د اور 

  ټپ ټپ د باران

آخ آخ د وصال     

اوف اوف د ارمان

ویۍ ویۍ د جنون     

وخ وخ د صنم

نا نا    او او          

هر وخت د صنم

قټ قټ د خندا    

بړق بړق د مستی

شرنګ شرنګ د پانزیب   

چڼ چڼ د لښتی

شړ شړ د اوبو          

شغ شغ د نسیم

بس بس د دلبر         

بړ بړ د غلیم

قړ قړ د چیلم           

پر پر د لولۍ

دوم دوم د دوپړ        

ټنګ ټنګ د رباب

غړ غړ د پیالې           

سخ سخ د کباب

چپ چپ د کوکی      

پس پس د دلبر

چړ چق د تارو           

ګو ګو د کمتر

بس بس دی غنی       

بد بد یې روان

ایش ایش د قلم         

هړ هړ د بیان

 

(غنی_خان)

.........

که د مُلا شوه 

که د ملا شوه دېوالونه به د اور جوړ کړي

له پېښوره به د تورې بلا کور جوړ کړي

فن او هنر به وي تړلی په زنځير د فتوا

له نشتر هاله به زندان د رنتهنبور جوړ کړي

******

که د مُلا شوه نو د مينې افسانې به نه وي

کومې آبادې او سوکاله خېلخانې به نه وي

جنګ به مسلک وي، جنګ به وي د کاروبار وسيله

تش به ټوپک وي، د بل هيڅ روزګار کيسې به نه وي

******

که د مُلا شوه نو پر ژبو به قدغن لګېږي

او پر سرونو به مو رېس د ميراتهن لګېږي

د عقل، پوهې او شعور مېنه به شاړه ښکاري

دا قحط سالي به مو په ټول ښکلي وطن لګېږي

******

که د مُلا شوه سړيتوب به له انسانه وځي

خوږې رشتې او ورورولۍ به مو له ميانه وځي

د دستارونو د سړيو به وقار قتلېږي

د سر سړي به رانه يو يو له کاروانه وځي

******

که د ملاُ شوه نو بودا به سنګسارېږي ضرور

په جنتي سوات کې به بل باميان جوړېږي ضرور

 په هر بازار کې به مو پړي د پنجاب خرڅېږي

د جلاد لاس به د نجيب ګرېوان ته لوېږي ضرور

******

که د مُلا شوه نو سالو به د ملالې سوځي

پت او ابرو به مو د ټولې پښتونوالې سوځي

سهار به وي خو ترنم به د مرغيو نه وي

د ونو سر کې به د ښکلو زاڼو ځالې سوځي

******

که د مُلا شوه اباسين به د موجونو نه وي

دا د سيندونو پلار به نور په غورځنګونو نه وي

د وينو رود به وي او زړه به يې له بېرته شاته