(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشال خان او جنګ

[12.Mar.2021 - 15:56]

خوشال خان او جنګ

لیک: پوهاند رڼاګل اریوبزی، د کابل پوهنتون پخوانی استاد

خوشال د افغان په ننګ دمغول سره په جنګ:  

په دې هکله چې خوشال ولې او څنګ د مغولو له ملګرتیا څخه لا س واخیست، ډیر څه لیکل شوي دي اوهر چا یو څه ویلي دي، خوټول يې لږ یا ډیر له هغه څه سره توپیر لري چې خوشال خټک په دې هکله په خپل قلم لیکلي دي. دبیلګي په توګه یوځل بیا دپښتو ویکیپیډ یا نه یوڅو جملې را اخلم چې وايي:

«خوشال ډېر وخت د مغولو پلوي وکړه تر څو چې بندي هند ته واستول شو . خو کله چې دی بندی شو نو په بند کې یې داسې فکر وکړ چې پلار، نیکه ، غورنیکه او پخپله مې څومره د مغولو طرفداري وکړه او د هغې په غلامۍ کې مې وخت تېر کړ ، خو بیا يې هم ماته کومه گټه ونه رسېده، نو هغه وو چې دده په فکر کې مکمل بدلون راغی....» په دې ځای کې دخوشال خټک دپلار، نیکه او غور نیکه سره غرض نه لرم، له دوی څخه دخوشال خان په شان پوهنیزې او ادبي لیکنې نه دي را پاتې، چې له مخې يې دژوند له بهیر سره اشنا شم، خو دخوشال خان دعلومو او فنونو په روڼ دریاب کې دهغه سیاسي ژوند هرڅوک لیدلی او لوستلی شي. دپورتنیو جملو لیکونکې به دلته اوهلته دخوشال خټک په هکله لږ یا ډیر څه لوستلي وي خوداسې ښکارې چې دهغه له لیکنو نه يې ډیرڅه نه دي لیدلي. نوځکه يې پورتنې کرښې هم یو څه په بیړه او دخوشال خان دلیکنو نه د بې خبرې په عالم کې لیکلې دي. لیکونکې په دې کرښو کې دمغلو« طرفداري » او دمغلو« غلامي» په یوه لوښي کې اچوی. داهم په داسې حال کې چې نن سبا هرڅوک په دې پوهیږي چې د یوچا طرفداري دهغه دغلامۍ مانا نه لري. دچا طرفداري او یا دهغه مخالفت دازاد انسان په ازاده اراده پورې اړه لري، خوغلام ازاده اراده نه لري، هغه دفکري اوجسمي ازاد ۍ خاوند نه دی ، څښتن لري او دخپل څښتن قانوني مال دی. څښتن کولی شي چې غلام وپیري او یايې وپلوري، په کرایه يې راونیسي اویايې بل چا ته په کرا یه ور کړي. کله چې څښتن مړشي غلام يې اولاد ته په میراث پا تې کیږي. خو د خوشال خان دشخصیت یو مهم بعد اودهغه د تاریخي شهرت یومهم علت د ده ازاد طبیعت اوازاده اراده ده. ازادي نه یوازې دخوشال خټک دژوند سره تړلی صفت وبلکې په خپل وخت کې دجسمي اوفکري غلامې ضد مبارزې مخکښ او سرلښکرهم و. نه چرته غلام شوی دی اونه يې ځان غلام بللی دی. دیوانونه ړاوشعرونه يې دازدۍ وږمې خپروي چې ړدازادې ارادې اوازاد وجدان روح تازه کوي. ده په ډیرو شعرونو کې نه یوازې دخپل پلاردعزت ساتنې، عزت پالني اوازادطبیعت یادونه کړې ده بلکې هغه يې دخپل ژوند لاره هم بللې ده. خوشال خان دخپل دپلا شهباز خان ازاد اوسرشاره طبیعت داسې ستايي:

زماپلار په ګور يې نور شه       یــو ریښتینی و هــرګـوره

بــل د خپــل عــزت د پــاره       تیر تر سر و تیر تر کوره

دبادشاه زیاتی يې نه وړه        سر يې خلاص نه و له شوره

تل په خیال د میړنتوب و       څــو چــې ورغــی تــر ګوره

[ دخوشال خټک کلیات.....................۶۵۰ مخ ]

اودا هغه خوشال دی چې وايي:

هغه زیست چې دعـزت له مخه نه وی       چې يې کا په هغه زیست پورې هک پک یم

هر افسرچې سرکوزي له مانه غواړي       د هـــغـــه د ســـر یـــا تـــوره یـــا تو پک یم

[ انتخاب خوشال خټک................. ۶۶ ـ ۶۷ مخونه ]

نه خوشال خټک او نه يې پلار زور اوزورورواو نه يې سرو یا سپینو زرو ته سر ټیټ کړی دی، بلکې دننګ او همت په وزرو يې ازاد او سر لوړی ژوند تیر کړی دی. لکه چې وايې:

نه زه ملک غواړم نه مال         نه د دهـــر نــور جنجال

نه په تــله د جهان غم دی          نه په راغـله یم  خوشال

دا ســفـل فـکـرونـه نـه کا           پـــه اعــلا خـتــلی قا ل

په اسمان باندې پیره کړم           د هـــمــت  پـه پــروبال

[ انتخاب خوشال خټک................... ۶۵ مخ ]

خوشال خټک له ماشومتوبه دازادۍ په خوند پوهیدلی، دازادۍ په عشق کې يې ژوند کړی او دازادۍ سره ېې برخلیک تړلی و. دی همت دازاد ژوند بنسټ بولي او په دې عقیده دی چې همتناک دهمت په برکت دغلامې ځنځیرون شلوي اوخپله ازادې ساتي او لیکي چې:

خسیس چې مال لری پرې خاد به نه شي       بنده بنده دی آزاد به نه شي

چــې هـمـتـنا ک د ي هـــغــه آ زا د دي       آزاد آزاد دي عباد به نه شي

[ دخوشال خټک کلیات................... ۴۷۳ مخ ]

بل داچې ددې برخې د-ب- په پړوکې کې مو هڅه وکړه ترڅوښکاره کړوچې دخوشال خان او مغولي دولتونو ترمنځ دهمکارې په وخت کې دملت او ملي دولت جوړونې فکرپه ټوله سیمه کې له سره نه و پیداشوی. د دوی ترمنځ اړیکې په ګډه عقیده« داسلام مبارک دین » اوورته سیاسي مفکوره«انصاف اوعدالت» بنا وې، نه دخوشال په شخصي ګټو. خوشال خان خټک دشخصي ګټولیوال نه و، هغه یوننګیالی واوتل د« ننګ او نام » نه دمال اوسر قربانولو ته تیارو اوویل به يې چې:                      په خپل نام وننـګ چې راشم لیونی شم       خـــبــرد ا ر پـــه ســـود وزیــان کله دلک یم

دوښــو جــونګړه داسې را ته ښکارې       لـــکـــه نـــا ســـت پـــه مـــحـــلونو دآهک یم

[ انتخاب خوشال خټک................. ۶۶ ـ ۶۷ مخونه ]

دخوشال خان ا ومغولي دربار تر منځ اړیکې له سره شخصي نه وې بلکې سیاسي وې، نوځکه دښه کیدواو خرابیدو لاملونه يې هم سیاسي وو. په دې اړیکوکې هغه وخت دبدلون نښې اونښانې راښکاره شوې چې شاه جهان په ځای دهغه زوی اورنګزیب ( ۱۶۵۸ ـ۱۷۰۷ میلادي) د ډهلي په تخت کښيناست اودپلار او نیکه سیاسي اوټولنیزه تګلار يې پریښوده او په بله لار روان شو. وايې چې دی په ځان مین او مغرور سړی و، دچا سلا او مشهورې ته يې غوږ نه نیو. په غیرمسلمانو باندې يې د جلال الدین اکبر له خوا لغو شوې جزیه بیرته جارې کړه، دهندوانو ډیر معبدونه يې وران کړل او دهندوانو اومسلمانانو تر منځ يې تعصبونه راوپارول. دتخت اوتاج له پاره يې خپل پلار او وروڼه ووژل. په ملک کې ظلم او بېعدالتي او ورسره سم بغاوتونه او نا آرامې زیاتې شوې. [ الماني ویکیپیډ یا ] خوشال خټک په خپل وار داورنګزیب د سیاست ارزونه په لاندې ټکو کړې ده:

اورنګ شاه با د شاه که تل کا هسې چارې       لکــه ا و س يــې پـه لاس ونــیوی امان

یا سږکـا ل یا په بل کا ل به خلـک واوري       چې جــویــونــه شـي دسـرو ویـنو روان

چې زړه سوی په پلار په زویه باندې نه کا       د هــغــه بــه څــه صرفــه وي پـه جهان

له غروره هســې مســت بې خوده لاړ دی      چې نظـر يې هــورې پـا س دی په اسمان

د د ا د خـواه ځــواب لاټــی یا کـوتک دی       په در بار چې يې غــوغــا کا داد خواهان

و بـه نـه وا يـي چـې ولــې د ا د څه کړل؟       که په ملــک يې قتــل عا م کا ندي خانان

رفـتــګي، بــډې، رشــوت، حمــا یـت بویه       که څوک غواړي دخپل کار سراو سامان

دهــرچا څخــه چــې د ا څـیــزونـه نـه وي       په د ربا ر به ســر ګشـتـه ګـرځي حیران

[دخوشال کلیات ۵۸۲ او ۵۸۳ مخونه]

د ځوشال خټک په دې څرګندونو کې ښکاره سیاسي پیغام پروت دی چې نه یوازې داورنګ په کورني او ټولنیز سیاست کلکه نیوکه کوي بلکې دا هم ښيي چې دی ( خوشال خان ) داسیاست نه مني او په دي لار نه ور سره ځي، ځکه چې پایله يې دبغاوتون راپارول او وینو تویول دي. له څرګندونو داهم ښکارې چې خوشال نورداورنګ جاري سیاست سره نه جوړیده، خو دهغه په خلاف يې د وسله وال پا څون نیت هم نه درلوده. د مغولو سره داړیکو په دې پړاوکې خوشال خان مغولو سره نه بلکې یوازې داورنګزیب د سیاسي اوټولنیزوکړنوسره په مخالفت لاس پورې کړی دی. ده ته د اورنګ ټولنیز سیاست داسلام دمبین دین داصولوسره برابر نه ښکاریده او دهغه په مسلمانۍ يې شک درلوده. نو ځکه يې دهغه له اطاعته لاس واخیست، په خلاف يې دوسلوال پاڅون نیت لا نه درلود. په دې هکله خوشال خان لیکې چې:                                                                                                                دفسا د فکــر مې نشته خدای حاضر دی       خپـل ساعت بــه تیــروم عمر آخـر دی

اطاعــت د اولــوالامـــرو ځــکه نه کړم       خلیــفــه د زمــانې پــه ز ړه کافــر دی

پلا ر يې او واژه پــه بند وروڼه په توره       پـــه آزار د مـــومــنــانــو بـها د ر دی

دابلیس غوندې مکرونه يې په زړه کښې       پـه فریـب کې له ابلیـس ځنې ماهـردی

د چا زړه به ځــنې روغ په د نیا نه وي       دخوشال خټک چې چاودځنې خاطردی

[ انتخاب خوشال خټک..................۱۳۶مخ ]

داورنګزیب په هکله خوشال خان په خپلو ټو شعرونوکې دهغه کورنی او ټولنیز سیاست څیړلي اوترنیوکې لاندې نیولی دی اوهغه يې ظالم، مغرور او دوه مخی باد شاه بللی دی. د شعرونو څخه يې دا هم څرګندیږي چې خوشال خټک تر دې وخته دمغول سره نه بلکې داورنګ سره په ټکرکې و، ځکه چې داختلاف لامل دا نه بولي چې ګوندې دی پښتون او اورنګ مغول دی بلکې لیکي چې «خلیفه دزمانې په زړه کافر دی» یانې یوازې دوخت د ټولواک په مقام کې داورنګزیب ریاکاري او ظلمونه په ګوته کوي، هغه دابلیس سره  پرتله کوي اولیکي چې:

 که رښتــیا وایــم ابلیـــس دی     ډ ک په مکر په تبـلیـس دی

ظــلم کار دی ســتــمکار دی       نه پــه زویه نه په پـلار دی

ټول ارکان دده ګـورګان دي       تعـین شــوي پــه جهــان دي

[ دخوشال ځټک کلیات................ ۸۵۷ مخ ]

اوزیاتوې چې:

زرنــا ســـا زې زر فســاده       د م وهـــه لــه عـــد لــه داده

پــه دا هــــومـــره قــبــاحت       د م وهـــه لـــه شــر یــعــت

پــه دا هـــومـــره رســـوايې       د م وهـــه لـــه پــا ر ســا يې

دا بـاد شــاه نــه دی بــلا دی       چــې راغــلــی پـه د نیــا دی

شریعت په مخکې سپر وړي       په کې نغښتی خپل هنر وړي

[ دخوشال خټک..................... کلیات ۸۵۸ مخ ]

دخوشال خان له دې څرګندونودا پایله په لاس راځي، چې داورنګ دسیاسي کړنلارې سره د ده مخا لفت د دواړو تر منځ دهمکارۍ امکانات له منځه وړې وو، جوړ جاړی هم نه کیده، لارې دوې شوې. اورنګ په تخت ناست پا تې شو اوخوشال خان زندان ته وستول شو. که څوک د خوشال خټک سیاسي ژوند څیړي نوباید هغه دژوند د یو شاهد د په توګه يې هم وپیژني. په دې صورت کې هغه ادعاهم باطله کیږي چې ګوندې خوشال خان دمغولي دولت سره هغه وخت مخالف شو چې بندي يې کړ. ځکه خوشال په خپله لیکي چې:

 نـه لا بـنــد نــه پـه زندان وم       چې د ده مــذ مــت خـوان وم

لـــکـــه  د ی  د د ه عـمـل و       مــــا و یـــلـــــی  لا ا و ل  و

هغه ورځ چې دی بادشاه شه       کار پــه هــر لــورې تبـاه شه

مـا هـالــه زیـرمه د ځان کړه       اقـتــضا مـې رای دا شان کړه

چــې د ده لـــه کــا ره تـښـی       په غــره ځای ونیــوی ګـوښی

دا مــې فــکــر دا مـې رای و       څه کــړم حکــم خو دخـدای و

[دخوشال  کلیات ۸۵۸ مخ]

 لنډه داچې اول خو خو شال دمغلو غلام نه و، دهغوی سیاسي او نظامي همکار و، دوهم له دې دولت سره دخوشال اړيکې شخصي نه بلکې سیاسي وې او بلاخره دریم داچې د خوشال خټک څرګندونې ښيي چې دی د بند نه لا په خوا دمغلو دوروستي امپراتور او دهغه له دولت اوسیاست سره مخالف و. حقیقت داسې دادی چې دی داورنګزیب سره د مخالفت له امله زندان ته اچول شوی دی، نه داچې دبندي کیدو نه وروسته يې دهغه سره په مخالفت لاس پورې کړی دی. وايي چې خوشال خټک شپږکاله داورنګ په زندان کې پروت و. هلته يې ډیر څه ولیکل. داسې ښکارې چې دا لاندې کرښې يې هم دبند په وخت کې لیکلي دي:

پس له بنده دي داعزم       دخوشال د خاطر جزم

یـا نـیولی مخ مکې ته       یا مغــولــو سره رزم

تر اوسه پورې موږ داورنګ په حکومت اوسیاست باندې دخوشال خان دنیوکو سره اشنا وو، خو په دې پاسنیو کرښو کې د« اورنګ » په ځای د« مغولو» نوم لیکل شوی دی او په خلاف يې د«رزم» نیت څرګند شوی دی چې په حقیقت کې دمغولو په وړاندې دخوشال خان په فکراو نیت کې یو بدلون راښيي او دا په دې مانا چې نورنو خوشال خان داورنګ حکومتولي نه بلکې له سره په پښتنو باندې دمغولو حکمراني تر پوښتني لاند راولې او په وړاندې يې په سر کې دپاڅون پلانونه جوړوي. دخوشال خټک په فکر کې د دې بدلون دلامل په هکله شاعر او ادیب عبدالباري جهاني لیکي چې د اورنگزېب له خوا د خوشال خان بې موجبه بندي کېدلو هغه ته دا وښودله چی د بېگانه په دوستي اعتماد په کار نه دی. او د یوسفزیو خانانو مړاني هغه په دې پوه کړ چی خپل که دي مړ کړي لمر ته دي نه غورځوی.»[عبدالباري جهاني:خوشال خان خټک او دهغه عصر، ټول افغان،۱۵/۱/۲۰۱۵] په دې کې شک نشته چې جهاني صاحب په دې برخه کې دوچت پوهنیز صلاحیت خاوند دی او په خپلو لیکنو کې دپراخو څیړنو اوژورغورنه کاراخلې، او په دې کې هم شک نشته چې دمغلو له خوا دخوشال بند اوپه تیره بیا دخوشال په کورنۍ  دیوسفزیو ننګ به دهغوی په وړاندې دخوشال په دریځ اغیزه کړې وي، خوداسې راته ښکاري چې دا يې یوازني لاملونه نه وو. ځکه که له یوې خوا مغلو خوشال بندي کړی و نوله بلې خوا همدې مغلو نه یوازې بیرته ازاد کړ، بلکې دمقام او منصب وړاندیز يې هم ورته وکړاوهمکاري يې ترې وغوښتله، تردې چې په خپله اورنګزیب « دهغه دونه قدر وکړچې په خپل اس باندې سپور يې وطن ته واستاوه.»[جهاني...همدا لیکنه] په دې توګه دخوشال خان او مغولو ترمنځ داختلاف لامل، دخوشال خان زنداني کول، له منځه ولاړ او ور سره سم باید د دوړوخواوو ترمنځ اختلاف هم له منځه تللی وای اوخوشال دمغلوداوړادیزچې همکاري ورسره وکړي منلي وای. خو سره له دې هم دخوشال خان دمغولو وړاندیزونه اوغوښتنې ونه منلې بلکې د مغولي واکمنۍ په خلاف يې دوسلوال پاڅون لارې چارې سنجولې. په دې ځای کې باید دوه ټکې له نظره ونه باسو. لومړی داچې دخوشال دبې شمیره څرګندونو له مخې دی داورنګزیب له جاري سیاست سره نه جوړیده، نو ځکه يې ورسره د دوستۍ اودبیا ځلې روغې جوړې نیت هم نه درلوده. دوهم دا چې دخوشال خان دبندي کیده سره په پښتني سیمو کې ناآرامې او دمغولو په خلاف وسله وال پا څونونه زیات شول، خو دارنګزیب دلښکرو له خوا په ډیره بې رحمې مات شول. په دې هکله غلام محمد غبار لیکي چې دپاڅونونو په دې لړکې مغولو دیوسفزیو قبیلې له ماتې وروسته« ازمخالفین کله منارها درکابل وپیشاور وحتی در پایتخت هندوستان افراشته شد.بعدها پشتونها تحت رهبری ایمل خان وخوشال خان خټک قیام نمودند»[ میر غلا محمد غبار:افغانستان درمسیر تاریخ، ۱۳۶۶، ص ۳۰۱] دا پیښې په خپل وار یو بل هغه ټاکونکی لامل کیدای شي چې دمغولو په وړاندې يې دخوشال کینه را وپاروله، دافغان په ننګ توره وتړله او ویې ویل چې:

پښــتانه چې نـورڅـه فکــرکا نادان دي       بې له تـورې خلاصی نشته په بل کار

مرګ زما په پوهه ښه تردا ژوندون دی       دعزت سره چې نه وي زیست روزګار

[دخوشالکلیات ۵۵۵-۵۵۶ مخونه]

دمغلو په خلاف دپښتنو دبیلابیلو قبیلو پاڅونونو خوشال ته دهغوی دیوالې تمه هم پیدا کړه او په دې هم پوهیده د دې ولس د متحدې ارادې په وړاندې لوی امپزاتوران هم دمقاومت توان نه لري. بابا لیکي چې:

درست پښتون تر کندهاره تراټکه       سره یو دننګ په کار پټ اوآشکار

اولســونــه چې سنــد وبــلــه وکا       پاد شاهان ورته سجود کاندي اختیار

[ دخوشال خټک کلیات..................... ۵۵۵ مخ ]

دا هغه لاملونه وو چې خوشال خټک يې دافغان په ننګ دمغول سره په جنګ کړاو په دې جنګ کې يې په اورنګزیب دا جهان یو څه تنګ کړ. نو ځکه موږ هغه دبند نه وروسته« د مغولو پر ضد د یوه داسی باتور مېړه په حيث پېژنو چی د نامه د یادولو سره یې د پښتنو سترگو ته د قلم ژبه او رنگ دونه نه درېږی لکه د توري شرنگ چی یې غوږونو ته رسېږی»[جهاني...همدالیکنه]

-
بېرته شاته