پښتون هرمان هېسے
[17.Mar.2021 - 16:51]پښتون هرمان هېسے شاهین بونېرے
ليک :- سميع الدين آرمان
د نن نه څۀ اتلس کاله وړاندې زۀ په اسلامیه کالج پېښور کښې د فرسټ اېئر زده کونکے وم کله کله به د اباسین صېب دفتر خېبر یونین هال ته ورتلم، زۀ د ساینس طالبعلم وم خو ناسته پاسته او لوست به مې د ارټس سوشل ساینس او ادب سره ډېره کوله وخت تېرېدو تېرېدو د سکول د مودې نه زۀ د سایل صېب شاعرۍ بېخي لېونے کړے وم د حد نه زیاته مې خوښه وه خبر شوم چې سایل صېب د پښتون رسالې چیف اېډيتر دے او پېښور باچاخان مرکز کښې پاتې کیږي زۀ سم د واره مرکز ته لاړم سایل صېب سره مې لیدل وشو یو غټ ارمان مې پوره شو بیا به د هاسټل نه کله کله د سایل صېب خوا ته ورتلم دې ورځو کښې به د سایل صېب دفتر کښې لیاقت سیماب صېب او کله کله افراسیاب خټک صېب هم کېښناستل، کۀ خدائ مې نۀ غلطوي نږ عبدالله وردګ کمپوزر وو او امجد شهزاد به هم ډېر راتلل خو ما صرف سایل او افراسیاب پېژندل دا نور مې ډېر ورستو وپېژندل. اوس چې کومه کوټه کښې سټوډيو جوړه ده دا څۀ وخت د سایل صېب د استوګنې کوټه وه! یو ځل ډاکټر افتخار حسېن په پي سي "برل کانټېننټل" پېښور کښې میلمستیا کړې وه زۀ هم سایل صېب ځان سره بوتلم چې لاړو نو دې دعوت کښې اباسین صېب هم راغلے وو ما ته ئې ویل تۀ څنګه راغلے ئې؟ ما ویل سایل صېب سره راغلے یم. او بیا هغۀ څۀ ؤ نۀ ویل خو د دې خاموشۍ په ګڼو رشتیا او دروغو معنو زۀ ورستو په مزه مزه پوه شوم. دې دعوت کښې بوفے سسټم وو نو خوراک به ځان ته پخپله راوړل وو ما به اول سایل صېب ته څۀ راوړل بیا ځان ته. خبرې نورې هم ډېرې راته یادې دي خو مقصدی خبرې له راځم چې زۀ به د سایل صېب خوا ته تلم راتلم او د هغۀ دفتر کښې به مې قسماقسم خلق لیدل او اورېدل یوه ورځ چې لاړم نو د سایل صېب دفتر کښې افراسیاب خټک صېب ناست وو او څۀ نور مېلمانۀ هم وو او په "سدارتها" ناول باندې تود بحث روان وو خټک صېب د دې ناول په تهیم او کردار خبرې کولې زۀ ډېر زیات نۀ پوهېدم خو دې خبرو خوند راکولو. د ناول نوم مې یاد کړو ځان سره، او څۀ موده پس مې راپېدا کړو او ؤ مې لوستو خو هغه شان څۀ چې خټک صېب وېل ما مدرک نۀ کړې شول.
بیا زۀ د ژوند د مختلف پړاوونو نه راتېرېدم د بی ایس سي نه بعد مدرسې ته لاړم دا ځان له اوږده قیصه ده خو خېر څۀ موده کښې د څۀ استاذانو په اصرار د تصوف په کوڅه ننوتم زما ملګرو ته به مرشد ډېر زر ملاو شو او زۀ به نۀ مطمېن کېدم خېر یو استاد راباندې ګران وو د یو پښتون بزرګ عالم نه د بېعت لپاره ئې راته اووېل او ما ومنل زۀ په دې بېعت ترډېره وخته ځکه قایم پاتې شوم چې د بېعت په وخت د یو خاص ترکیب په ترسره کولو زۀ مدهوشه شوم دا مهال ما سره زما دوه ملګري هم وو او دا زما د ژوند یو ځانګړې تجربه وه بیا وروستو د نور لوست او تجربې په سفر کښې ما د خپلو توقعاتو مطابق څۀ ډېر څۀ نۀ ترلاسه کول نو د روایتي ترییت نه مې زړۀ مات مات شو دې دوران کښې مې د هرمان هېسے دا ناول نۀ پوهېږم چې ولې خو بیا ولوستو او اوس ما د ابن عربي شنکراچاریه منصورحلاج او سرمد سره سره د رومي غزالي او عطار افکار هم لوستې وو نو دا وارې دې ناول زما د دروني اضطراب کوکارو ته د "انتظار ، زغم او فکر" تودې پهې وروبخښلې. ورستو زما لیکونو او بحثونو کښې په متعدد ځایونو کښې ما د "ذلت د فلسفې" او د "ګناه د تقدس" نظرونو باندې خپله تبصره او نکته نظر راوړو نو ملګرو به وېل مړه دا څۀ وائې تۀ؟ ما به د وضاحت کوشش وکړو خو خوند به ئې ؤ نۀ کړو نو ما به ورته ویل د هرمان هېسے دا ناول "سدارتها" ولوله نو په دې نکته به دې سر خلاص شي.
او یقیناً د یو څو ملګرو سر خلاص هم شو. لنډو ورځو کښې ګران ملکري ښاغلي شاهین بونیري دا ناول پښتو ته وژباړو او مفکوره ریسرچ اېنډ ډېولپمنټ سنټر په یو ناویاته انداز چاپ ته وسپارو نن چاپ شو خو یو درې ورځې وړاندې ما ته د دې "ډمي کاپي" ملاو شوه ما ئې دلته انځورونه ورکړي دي ما د دې
لوست پېل کړو دا درېم وار وو چې ما دا ناول لوستو خو فرق دا وو چې دا وار ما دا ناول په خپله مورنۍ ژبه پښتو کښې لوستو او بغېر د مبالغې نه وایم چې دا وار دې ناول یوځل بیا زما ډېرو جوابونو ته سوالونه او ډېرو سوالونو ته جوابونه اووېل خو په داسې ژبه لکه د خپلې مور!
شاهین بونېري په دې ژباړه د کمالونو کانې کړي دي. زما نظر هم کمزورے دے خو بیا هم دې "ډمي کاپۍ" زۀ دوه ورځې په توده غېږه کښې نیولے ووم او ترټولو غټ غم راسره دا وو چې دا خو به اوس دا ناول ختم شي او زما دا کېفیت به مات شي! کوم چې زة نۀ ماتول غواړم.
تقابل ادبیات (comparitive literature) په علمي نړۍ کښې په باقاعده رسمي توګه د یو ډسپلن شناخت د نولسمې پېړۍ په اولنۍ نیمایی برخه کښې بیاموندے دے. د دې بنیاد اېښودونکے
Juan Andrés y Morell (15 February 1740 ـ 12 January 1817)
دے. دې نه علاوه د جرمني معروف لیکوال ګوئټے چې تمامي تحریري خدمات (کلیات) ئې په شپېته جلدونو کښې محفوظ دي. او په دې شپېته جلدونو کښې پوره څوارلس جلدونه صرف په سوچه سائنسي موضوعاتو مشتمل دي. دې نه علاوه د ګوئټے لس زره خطونه، او درې زره تعداد کښې د خپل لاس جوړه مصوري موجوده ده. د جرمني ریاست دا ټول نوادرات او د ګوئټے د کور نه یو میوزیم جوړ کړے دے چې نن هم د ګوئټے د ساګانو حرارت پکښې محسوسیږي، د دې علمي مېدان (تقابل ادبیات) لپاره نظري او عملي شواخون ګاللے دے. نن دا ډسپلن په هارورډ پوهنتون او د نړۍ په بې شماره نورو معتبرو پوهنتونونو کښې معروف و مقبول دے. د دې میدان علم د کار او هدف نوعیت د "انټرنېشنل ریلیشنز" سره زیات یکسانیت لري خو د دوي د کار مېدان ادب، کلتور، بشریات، مذاهب، بین اللسانیات، تاریخ، فلسفه او جغرافیه وي. یاد میدان علم و عمل لپاره " literatute without borders" ترکیب هم ډېر مشهور دے. دا ډسپلن چې د دوه پېړیو د ارتقا نه راتېرېدو نو د خپل امتزاجي جوهر او علم و ادب د کلیت اکایی ئې نوره نوره راڅرګنده کړه او اوس د دې ډسپلن تر سوري لاندې نورې متعدد علمي څانګې خپله ونډه د ادب جولۍ کښې اچوي. چې ورپکښې یوه معتبره څانګه د "ژباړنیز مطالعات/زده کړې" (Translation studies) ده. د دې ترکیب خالق James Stratton Holmes (1924 –1986) دے. دا یو ډچ امرېکن شاعر او ژباړن وو چې خپل قلمي نوم ئې په Jim Holmes سره هم ډېر پکارولے دے. د دې څانګې د پېل په زمانه کښې اروپا کښې د ژباړې سره سره تشریح/تطبیق هم د دې برخه وه او په امریکا کښې دا دواړه عناصر سم د واره جدا جدا وو. ورستیو کښې چې کله د فن تشریح ساینس "hermeneutics" اول د مقدس متن او بیا د مطلقِ متن لپاره وپکارولے شو او بیا مروج او معترَف شو نو اوس ټوله علمي نړۍ کښې دا دواړه جدا جدا څانګې دي. د رسمي پېل نه لاول د ژباړنیز مطالعاتو سر د سسرو (۱۰۶ -۴۳ م ق) نه لګي. دا رنګ د چاینه د تاریخ په بهیر کښې د هن سلطنت کښې هم دا قسمه کار تاریخیت لري. په لرغوني مصر کښې د دې اثار بابا تاریخ هېروډوټس په ګوته کړي دي.
په پېل کښې چې ژباړه زېږېدله او بیا تر خاپوړو رارسېدله نو دا یو بحث رامنځ ته شو چې دا ژباړه د لسانیاتو سره زیاته اړیکه لري کۀ د ادبیاتو سره؟ اول اول د دې بحث برخه کښې د لسانیاتو پلویان ډېر وو او هم دا وجه ده چې کله دا عمل د تیورائزېشن نه راتېرېدو نو اولنې بحث په "Equivalence theory" تود شو. د روسي روایت پلویانو او مخکښانو دلته د ژباړې اصولو کښې ټکي په ټکي یا ترکیب په ترکیب بدلولو ته ترجیح ورکوله او د دې پابندي ئې کوله. دا اثر د اسلامي روایت ژباړنیز تاریخیت کښې لا تر اوسه ژوندے ګړندے دے. او په فرانسیسی روایت کښې د معنی بلې ژبې ته وړلو لپاره د ټکي په ټکي ژباړلو په ځائې محاورتاً ژباړه زیاته راجحه ګڼله. د دواړو مقصد او هدف د سورس لېنګوېج نه ټارګټ لېنګوېج ته رسا رسا معنې وړل وو. خو اول الزکر مکتب لسانیاتي جوړښت/ګرامر ساینس/لفظیاتي متبادلات او نحوي رغښتونو ته مایل وو او موخر الذکر مکتب دې لړ کښې یوه ژبه د معنو ژوندۍ مور ګڼله. دوي منل چې ژبه یو کوم جامد تیورم نۀ دے بلکه دا یو ژوندے نظام دے چې خپل حرکیات/خپل تعامل/خپل اختیار لري دا رنګ خپلې ځانګړتیاوې او خپل محدودیتونه هم لري او هره ژبه په خپل ځائې یو تکمیلي اکایی هم وي. د نورو ژبو سره اړیکې او رشتې پالي او دې پالنه کښې ورکړه راکړه هم کوي دلته نه ژبه کښې د کلتور د عنصر کردار او پکارونه په ګوته کیږي.
د فرانسیسی روایت دریځ په بل پړاو د "Interpretive Theory of Translatiom " په بحث ودرېدو. دا تیوري Danica Seleskovitch په کال نولس سوه او اویایم کښې متعارف کړه. آغلې د فرانس په تاریخي ساربونې پوهنتون کښې د ژباړنیز زده کړو د څانګې مشره وه. دې خپل یاد نظر کښې دا تصور راوړو چې ژباړه یو داسې دوه مخیز تعامل/سرګرمي نۀ ده چې ورپکښې یو ټکے په بل یا یوه کرښه په بله کرښه په متبادل طور بدله شي بلکه دا یو درې زاویزه سرګرمي ده. یو متن د یوې ژبې د تفهیم په اساس د انسان/ژباړن د پوهې برخه ګرځي او بیا د دې پړاو نه پس د بلې ژبې د متن متبادل صورت کښې رامنځ ته کیږي. دې لپاره آغلې درې پړاوونه په ګوته کړي دي
Comprehension
Deverbalization
Reformulation
د دې امثله او مشقي صورتونه ئې هم خپلو لیکونو کښې راوړي دي. او دا عمل ئې د یو تیوري او پرېکټس په اند وړاندې کړے دے. د ژباړنیز مطالعاتو بل پړوا بیا ورستو په "Skopos theory" ودرېدو
Skopos theory
لکه چې په بره کرښو کښې دا خبره تېره شوه چې ژبه خپل اختیار/حرکیات/رشتې/تعلقات/ورکړه راکړه لري. د معنو نظام قایم ساتلو لره د کلتور او ټولنې په مادیاتو او لیدلوري اډاڼه لري دې صورتحال کښې د ژبو ځانګړتیاوې او تنوع رامنځ ته کیږي. په ټولنیز علومو کښې یوه مشهوره تیوري ده چې د "اکشن تیوري" په نامه یادیږي. د دې مطابق هر عمل په یو نیت/ارده/هدف تر سره کیږي. دا عوامل د یو عمل د مظهر/پدیدې/پیشکش په رغوڼه کښې مهم کردار لوبوي. دا رنګ یوه بله تیوري د قاري اساس نکته نظر ده چې په "سورس تیوري" هم پېژندې شي. د دې مطابق د متن د معنې مرکزي عنصر/مرکزه لوستونکے وي او دۀ ته په انفرادي استدلال د معنې د اخذ و اکتساب اختیار حاصل وي. یوه بله تیوري د "ټکسټ لېنګوسټکس او ټکسټ تیوري" ده. د دې مطابق د تحریر یو خپل ساینس وي دلته د ټکو لساني حیثیت، په تحریر کښې موجود صورت، کلتوري پس منظر او ژبنیز اقدار باندې کلک نظر ساتلې کیږي. یوه بله تیوري د "کمبونیکېشن تیوري" ده، د دې تعلق د اطلاعاتو سره تړلې ساختیات دي. د اطلاع په شا ولاړ محرکاتو کښې ریاضیاتي/بشریاتی/نفسیاتي او علامتي فعالیتونه په ګوته کول او د دې جوړښتونو نه د معنې رسا او ریشتیا احاطه کول د یادې تیوري کار دے. د تیورائزیشن عمل کښې دا یاد نظرونه او داسې نور هم د "skopos theory" راجوړولو کښې خپله خپله ونډه لري. Skopos د یوناني ژبې ټکے دے او لغوي معنی ئې هدف/مقصد دے. دا ټکے ښاغلي "Hans vermeer " (1930-2010) په جرمني ژبه کښې د ژباړې لپاره مستعار کړے وو او په تکنیکي/اصطلاحي معنو کښې ئې پکارولو. ښاغلے په جرمني کښې هایډلبرګ پوهنتون سره سره د اروپا په نورو ډېرو پوهنتونونو کښې د لسانیاتو او ژباړې یو مستند استاد بللے کېدو. د دۀ د دې تیوري مطابق د ژباړې عمل لپاره درې مراحل دي. اولنۍ مرحله د هدف او مقصد ده چې دې ورته "ټرانسلېشنل بریف" وایی. دلته به هدف زیات نه زیات څرګندیږي چې ژباړه د کوم مقصد لپاره کیږي؟ دا مقصد محض ابلاغي، تدریسی، ادبي، قانوني، اشتهاري، لساني دے؟ دا تخصیص کول په اوله مرحله کښې لازمي دي. چې کله دا په اخري درجه راڅرکند شي نو بیا به د ژباړې لپاره د دې په رڼا کښې یوه سټرېټیجي/لایحه عمل جوړول وي. دې لپاره دا یاده تیوري دوه نور مراحل په ګوته کوي. دوېمه مرحله کښې دا تیوري شپږ هدایات په کوته کوي.
۱..د ژباړې عمل ترسره کولو کښې به د مرکزې حېثیت په اوله مرحله کښې واضح هدف ته حاصل وي.
۲..د ژباړې په عمل کښې د سورس لېنګوېج او ټارګټ لېنګویج د لساني او کلتوري تړون تعیین کول
۳..د ژباړې عمل د دوه ژبو ساده ادلون بدلون نۀ دے نو دې صورت کښې به د ژباړن محض د ساده لغوي متبادلاتو نه کار نۀ اخلي
۴..د ژباړې عمل او متن دې د خپل کلیت/سیاق و سباق په حواله په ټارګټ لېنګوېج کښې سره مربوط وي.
۵..د څلورم هدایت ارتباط دې د سورس لېګوېج سره هم یو واضح تړون ولري.
۶..شپرم هدایت دا دے چې د یادو هدایاتو نمبروار پوزیشن دې د تطبیق ترجیحاتی معیار کښې من و عن وساتلے شي.
د هدایاتو نه پس درېمه مرحله د درې قوانینو ده
1.skopos rule
2.coherence rule
3.fidelity rule
دلته هم دا پابندي لازمي ده چې درېم قانون به د دویم او دویم د اول تابع وي. اولنې قانون خو واضح دے چې د ژباړې عمل کښې به هدف"مقصد کوم چې د یکنکاتي ایجنډې په شان څرګند وي ته به مرکزي حېثیت حاصل وي او یو صورت کښې به هم د دې نه سرغړاوے نۀ کیږي. دويم قانون د ربط و ارتباط دے. چې د ژباړې ژبه هم مربوطه وي او هم د اصلي/سورس لېنګوېج سره ارتباط لري. دې مد کښې به ژباړن د لساني او کلتوري وضاحت لپاره د یو پل په حېث ولاړ وي او دواړه اړخونه به د یو بل سره په هنر هنر تړي. درېم قانون د اخلاص/دیانت او محنت دے. چې د متبادل ټکو/علامتونو/رغښتونو لړ کښې به د رسا رسا انتقال لپاره خپل اختیارات پکاروي.
د ژباړنیز مطالعاتو دې ارتقا کښې د ټولنیز علومو بېلابېلو څانګو په خپل خپل استدلال خپل خپل نظرونه وړاندې کړي دي لکه د جنډر سټډیر ماهرینو د ژباړې اصلي متن او ژباړنیز متن کښې د ماتن/ژباړن په جنډر او ورسره ورسره د دې ژبو په کلتوري رغوڼه کښې د "جنس" د شناخت/تعامل او واقعیت په اساس بېلابېل نظرونه تیورائز کړل. دا رنګ سوشیالوجې د ماتن/متن او ژباړن/ژباړې په عمل کښې د سماجي رغښتونو په اساس نظرونه وړاندې کړل. پېرنګي استعمار دورانیه کښې د نوآبادیاتي ارډر قایم ساتلو لپاره د ژباړې عمل په نورو نورو موخو واچولې شو. لکه زمونږ ساحه/خطه کښې "جنتي کالے، فضایل اعمال، وظایف وغېره" د یو ښکاره او ډېرو پټو مقاصدو لپاره مروج شو. بیا مابعدنوآبادیاتي دور کښې او نوے مابعدنوآبادیاتي دور کښې یو بل قسمه حرکیات منفعل پاتې شو.
ادبې ژباړې چې د خپلې ارتقا نه د علمي انډوخر دې مخول کښې ترننه رارسېدې نو تخلیق هم یو پروفېشنل کمپني جوړه شوې وه او د کریټیو ډاېرکټرشپ په نوم تخلیق د پلورنې د غلام صورت اخستې وو. په کلکته هندوستان کښې Purushottama Lal (28 August 1929 – 3 November 2010), چې په "پي لال" مشهور دے د "ټرانسکریئېشن" تصور وړاندې کړو. دا کار عملاً په انفرادي توګه تقریباً هر تهذیب کښې څۀ ادیبانو ترسره کړے دے. خو د دا قسمه نوعیت کار لپاره دا ترکیب یاد لیکوال پکارولے دے. ښاغلے پخپله په کلاسیک هندي ادبیاتو کښې د د اپنشد او مهابهارتا انګرېزي ته وړلو لړ کښې یو معتبر مقام لري. د دې نوعیت کار کښې یو ژباړن اول یو متن جزوي او کلي طور د خپل تخلیقي تعقل برخه ګرځوي. دا برخه د دۀ د مورنۍ ژبې او ایزده کړې ژبو په سرشت کښې ورګډیږي. او بیا د دۀ تخلیقي توان/اظهار دۀ ته د ژباړې لپاره یو تخلیقي محرک جوړیږي. د دې په شا هم متنوع ترجیحات منفعل وي. خو دې مد کښې په آزاد مټ محض د "رڼا او حق د لټون" په اساس ژباړې ډېرې کمې دي. د نورو ژبو او ملکونو خبره به نۀ کوو خو کۀ مونږ پښتو ته وګورو نو د درسي/قانونی/مذهبي/اشتهاري/سیاسي/قبیلوي تعصباتو او ترجیحاتو په اساس پښتو کښې څومره ژباړې دي؟ او محض د "د رڼا د لټون" په لړ کښې یو ازاده بې باکه او غېرمتعصبه ژباړې څومره دي؟ یقیناً د جواب د وضاحت ډېر ضرورت نشته دا ځکه چې دې قسمه کار کښې د انفرادي/اجتماعي/ریاستي/قبیلوي او بلها نورو تعصباتو/اناګانو او مجبورو نه ډېر کم او غېرمعمولي خلق ځان ماوراء کولې شي. زۀ دا ګڼم چې د شاهی رژیمن بونیري "سدهارتا" په دا قسمه زیار باندې اډاڼه دے. او دا د پښتو ادب د ژباړې تاریخ کښې د ګوتو په شمار یو ناویاته زیارونو کښې یو دے.
Skopos theory
لکه چې په بره کرښو کښې دا خبره تېره شوه چې ژبه خپل اختیار/حرکیات/رشتې/تعلقات/ورکړه راکړه لري. د معنو نظام قایم ساتلو لره د کلتور او ټولنې په مادیاتو او لیدلوري اډاڼه لري دې صورتحال کښې د ژبو ځانګړتیاوې او تنوع رامنځ ته کیږي. په ټولنیز علومو کښې یوه مشهوره تیوري ده چې د "اکشن تیوري" په نامه یادیږي. د دې مطابق هر عمل په یو نیت/ارده/هدف تر سره کیږي. دا عوامل د یو عمل د مظهر/پدیدې/پیشکش په رغوڼه کښې مهم کردار لوبوي. دا رنګ یوه بله تیوري د قاري اساس نکته نظر ده چې په "سورس تیوري" هم پېژندې شي. د دې مطابق د متن د معنې مرکزي عنصر/مرکزه لوستونکے وي او دۀ ته په انفرادي استدلال د معنې د اخذ و اکتساب اختیار حاصل وي. یوه بله تیوري د "ټکسټ لېنګوسټکس او ټکسټ تیوري" ده. د دې مطابق د تحریر یو خپل ساینس وي دلته د ټکو لساني حیثیت، په تحریر کښې موجود صورت، کلتوري پس منظر او ژبنیز اقدار باندې کلک نظر ساتلې کیږي. یوه بله تیوري د "کمبونیکېشن تیوري" ده، د دې تعلق د اطلاعاتو سره تړلې ساختیات دي. د اطلاع په شا ولاړ محرکاتو کښې ریاضیاتي/بشریاتی/نفسیاتي او علامتي فعالیتونه په ګوته کول او د دې جوړښتونو نه د معنې رسا او ریشتیا احاطه کول د یادې تیوري کار دے. د تیورائزیشن عمل کښې دا یاد نظرونه او داسې نور هم د "skopos theory" راجوړولو کښې خپله خپله ونډه لري. Skopos د یوناني ژبې ټکے دے او لغوي معنی ئې هدف/مقصد دے. دا ټکے ښاغلي "Hans vermeer " (1930-2010) په جرمني ژبه کښې د ژباړې لپاره مستعار کړے وو او په تکنیکي/اصطلاحي معنو کښې ئې پکارولو. ښاغلے په جرمني کښې هایډلبرګ پوهنتون سره سره د اروپا په نورو ډېرو پوهنتونونو کښې د لسانیاتو او ژباړې یو مستند استاد بللے کېدو. د دۀ د دې تیوري مطابق د ژباړې عمل لپاره درې مراحل دي. اولنۍ مرحله د هدف او مقصد ده چې دې ورته "ټرانسلېشنل بریف" وایی. دلته به هدف زیات نه زیات څرګندیږي چې ژباړه د کوم مقصد لپاره کیږي؟ دا مقصد محض ابلاغي، تدریسی، ادبي، قانوني، اشتهاري، لساني دے؟ دا تخصیص کول په اوله مرحله کښې لازمي دي. چې کله دا په اخري درجه راڅرکند شي نو بیا به د ژباړې لپاره د دې په رڼا کښې یوه سټرېټیجي/لایحه عمل جوړول وي. دې لپاره دا یاده تیوري دوه نور مراحل په ګوته کوي. دوېمه مرحله کښې دا تیوري شپږ هدایات په کوته کوي.
۱..د ژباړې عمل ترسره کولو کښې به د مرکزې حېثیت په اوله مرحله کښې واضح هدف ته حاصل وي.
۲..د ژباړې په عمل کښې د سورس لېنګوېج او ټارګټ لېنګویج د لساني او کلتوري تړون تعیین کول
۳..د ژباړې عمل د دوه ژبو ساده ادلون بدلون نۀ دے نو دې صورت کښې به د ژباړن محض د ساده لغوي متبادلاتو نه کار نۀ اخلي
۴..د ژباړې عمل او متن دې د خپل کلیت/سیاق و سباق په حواله په ټارګټ لېنګوېج کښې سره مربوط وي.
۵..د څلورم هدایت ارتباط دې د سورس لېګوېج سره هم یو واضح تړون ولري.
۶..شپرم هدایت دا دے چې د یادو هدایاتو نمبروار پوزیشن دې د تطبیق ترجیحاتی معیار کښې من و عن وساتلے شي.
د هدایاتو نه پس درېمه مرحله د درې قوانینو ده
1.skopos rule
2.coherence rule
3.fidelity rule
دلته هم دا پابندي لازمي ده چې درېم قانون به د دویم او دویم د اول تابع وي. اولنې قانون خو واضح دے چې د ژباړې عمل کښې به هدف"مقصد کوم چې د یکنکاتي ایجنډې په شان څرګند وي ته به مرکزي حېثیت حاصل وي او یو صورت کښې به هم د دې نه سرغړاوے نۀ کیږي. دويم قانون د ربط و ارتباط دے. چې د ژباړې ژبه هم مربوطه وي او هم د اصلي/سورس لېنګوېج سره ارتباط لري. دې مد کښې به ژباړن د لساني او کلتوري وضاحت لپاره د یو پل په حېث ولاړ وي او دواړه اړخونه به د یو بل سره په هنر هنر تړي. درېم قانون د اخلاص/دیانت او محنت دے. چې د متبادل ټکو/علامتونو/رغښتونو لړ کښې به د رسا رسا انتقال لپاره خپل اختیارات پکاروي.
د ژباړنیز مطالعاتو دې ارتقا کښې د ټولنیز علومو بېلابېلو څانګو په خپل خپل استدلال خپل خپل نظرونه وړاندې کړي دي لکه د جنډر سټډیر ماهرینو د ژباړې اصلي متن او ژباړنیز متن کښې د ماتن/ژباړن په جنډر او ورسره ورسره د دې ژبو په کلتوري رغوڼه کښې د "جنس" د شناخت/تعامل او واقعیت په اساس بېلابېل نظرونه تیورائز کړل. دا رنګ سوشیالوجې د ماتن/متن او ژباړن/ژباړې په عمل کښې د سماجي رغښتونو په اساس نظرونه وړاندې کړل. پېرنګي استعمار دورانیه کښې د نوآبادیاتي ارډر قایم ساتلو لپاره د ژباړې عمل په نورو نورو موخو واچولې شو. لکه زمونږ ساحه/خطه کښې "جنتي کالے، فضایل اعمال، وظایف وغېره" د یو ښکاره او ډېرو پټو مقاصدو لپاره مروج شو. بیا مابعدنوآبادیاتي دور کښې او نوے مابعدنوآبادیاتي دور کښې یو بل قسمه حرکیات منفعل پاتې شو.
ادبې ژباړې چې د خپلې ارتقا نه د علمي انډوخر دې مخول کښې ترننه رارسېدې نو تخلیق هم یو پروفېشنل کمپني جوړه شوې وه او د کریټیو ډاېرکټرشپ په نوم تخلیق د پلورنې د غلام صورت اخستې وو. په کلکته هندوستان کښې Purushottama Lal (28 August 1929 – 3 November 2010), چې په "پي لال" مشهور دے د "ټرانسکریئېشن" تصور وړاندې کړو. دا کار عملاً په انفرادي توګه تقریباً هر تهذیب کښې څۀ ادیبانو ترسره کړے دے. خو د دا قسمه نوعیت کار لپاره دا ترکیب یاد لیکوال پکارولے دے. ښاغلے پخپله په کلاسیک هندي ادبیاتو کښې د د اپنشد او مهابهارتا انګرېزي ته وړلو لړ کښې یو معتبر مقام لري. د دې نوعیت کار کښې یو ژباړن اول یو متن جزوي او کلي طور د خپل تخلیقي تعقل برخه ګرځوي. دا برخه د دۀ د مورنۍ ژبې او ایزده کړې ژبو په سرشت کښې ورګډیږي. او بیا د دۀ تخلیقي توان/اظهار دۀ ته د ژباړې لپاره یو تخلیقي محرک جوړیږي. د دې په شا هم متنوع ترجیحات منفعل وي. خو دې مد کښې په آزاد مټ محض د "رڼا او حق د لټون" په اساس ژباړې ډېرې کمې دي. د نورو ژبو او ملکونو خبره به نۀ کوو خو کۀ مونږ پښتو ته وګورو نو د درسي/قانونی/مذهبي/اشتهاري/سیاسي/قبیلوي تعصباتو او ترجیحاتو په اساس پښتو کښې څومره ژباړې دي؟ او محض د "د رڼا د لټون" په لړ کښې یو ازاده بې باکه او غېرمتعصبه ژباړې څومره دي؟ یقیناً د جواب د وضاحت ډېر ضرورت نشته دا ځکه چې دې قسمه کار کښې د انفرادي/اجتماعي/ریاستي/قبیلوي او بلها نورو تعصباتو/اناګانو او مجبورو نه ډېر کم او غېرمعمولي خلق ځان ماوراء کولې شي. زۀ دا ګڼم چې د شاهین بونیري "سدهارتا" په دا قسمه زیار باندې اډاڼه دے. او دا د پښتو ادب د ژباړې تاریخ کښې د ګوتو په شمار یو ناویاته زیارونو کښې یو دے.
نروان منزل نۀ د ژوند لاره ده!
د نړۍ هر حساس/زمه وار/ذهین انسان د دې مرحلې نه راتېریږي چې زۀ څوک یم زما پېل پېلامه، موخه او انجام څۀ دے؟ زۀ په یو وخت کښې د درې جهاتو سره او یو مکان کښې د متعدد ډائمنشنز سره تړون لرم. تخلیقي ادراک مې دا حقیقي تړون په نورو لا بې شماره زاویو چرته بندي کوي او چرته ازادوي. په ذات کښې دننه هم یو مسلسل مستقل ارتقا روانه ده او خارج/کاینات/اجرام فلکیات څۀ حقیقت لری؟ زما سره ئې تړون حرکیات/نسبتونه څۀ دي؟
اولسي نفسیات دا راښکاره کوي چې زیات تره انسانان په یو جوړجاړ نظام کښې ښکېل شي نو دې نه د راوتلو/مزاحمت کولو/د زړۀ په خبره عمل کولو/مینه پاللو/ د ضمیر اواز اورېدلو په ځائې سمجهوته کول/ځان له دهوکه ورکول/ناکامۍ له د صبر او بېغېرتۍ له د مجبورۍ نامه ورکول غوره ګڼي. او چې کله نظام کښې سماجي جبر شامل وي، مذهبي تقدسات/سپېځلتیاوې او ریاستي اقدار ورګډ وي نو دې صورت کښې د رڼا په لټون روان ډېر کم خلق خپل رسا او ریشتیا تجربات د تاریخ برخه کولې شي. بیا شاهین بونیرے په ژباړه کښې پناه واخلي، همایون مسعود په افسانه او نظم کښې، حیات روغانے په ډرامه او ناول کښې آفتاب ګلبڼ په نثرم کښې او داسې ځه ورپسې
هر انسان د نروان سفر د ښپو لاندې کوي خو دا په دې اډاڼه لري چې د انسان د نروان تصور/نظریه څۀ ده؟ د دې نظر په ژورتیا/پراختیا/الوت او وسعت د دې سفر پړاوونه انحصار لري. دا سفر نیم اختیاري او نیم جبري شان وي. دا هر څوک په ځنګلونو نۀ سر کوي بلکه زیات تره خلق ئې د انسانانو ځنګل کښې ترسره کوي. او دروني د ذات سفر هم ورسره ورسره روان وي خو دا دروني سفر هله هومره موثر او نتیجه خېز وي چې مسافر ورسره څومره وفادار وي.
زۀ په یو مذهبي کورنۍ کښې پېدا شوم، لوئې شوم او زړېږم په کور کښې تر ټولو زیات احترام او توجه کتاب ته وه او ده. په هره کوټه کښې د لوخو نه زیات کتابونه وو چې شکر دے اوس په یو کتبخانه بدل شوي دي. د کور د درې او څلور کلونو واړۀ هم چې ویني څوک کتاب لولي نو بیا خبرې په اشارو یا ګنګوسي کښې کوي. د خوند خبره دا وه چې کور کښې د هرې ژبې او هر مضمون کتابونه وو. او مونږ چې به داجي سره کېښناستو نو د تفریح موضوع به مو شاعري وه. دا سلسله شکر دے لا تر اوسه قایمه ده. چې په افغانستان کښې د طالبانو حکومت جوړ شو نو زۀ وړوکے هلک ووم خو د مذهبي ټولګي ارادې/ولولې او بیانیه مې ټوله مخ په وړاندې وه ورستو زۀ په نورو نورو پټو او ښکاره مخونو، قامي مقامي او ریجنل پالټکس سره سره په نړیوال سیاسي حرکیاتو چې لږ لږ پوهېدم، اقبال، مودودي، شېخ الهند، مولانا ازاد، باچاخان، ولي خان او سندهي مې لوستل نو زړۀ او ذهن مې د نور نور اضطراب سره مخ کېدو. بیا چې د ناین الېون واقعه وشوه د طالبانو سقوط وشو نو د مذهبي ټولګي یو بل تاثر مې د مخې وو. په افغانستان د روس د حملې دروغ ریښتیا لا زما ذهن کښې سپین شوي نۀ وو برګي برګي وو چې اوس د نېټو په افغانستان یلغار!
ما د بي ایس سي (مېتهس، سټېټسټکس، کمپوټرساینس) کولو نه پس د ایم ایس سي هڅه کوله خو د نروان سوال د بحران سره مخ کړے وم! مذهب او ادب مې په سر سوارۀ وو او پوهنتون کښې په نورو نورو سر ووم! په سکالرشپ راته اپلائډ اکنامکس کښې داخله ملاو شوے وه په ایی اېم ساینسز حیات اباد کښې خو دا هر څۀ مې په ځائې پرېښودل او لاړم مدرسه کښې مې داخله واخسته!
مدرسه هم هغه چې په 'افغان جهاد' کښې ئې تر ټولو مهم کردار لرلو. په افغانستان کښې به ئې د ورځې دوه وخته په لکهونو کسانو ته ډوډئ ورکوله. ضرب مومن اخبار به په اردو او انګرېزي لکه د لمبې په ټوله خطه خورېدو. څلور کلونه د نروان په یو مدرسه کښې تېر شو اضطراب لا ډېر شو! تصوف/فقه/تقابل ادیان/تفسیر او حدیث سره سره الغزوالفکري او سیرت و تاریخ په نورو ځنګلونو ورپېښ کړلو. ادب اوس هم زما په زړۀ او ذهن حکمراني کوله د مدرسې د فراغت نه پس تدریسي ژوند او دهغې ستونزې! داسې چې په ریښتیا ویلو به دې ټول عالم ګنهګاروي! خېر د نروان سفر کښې خپل رب په ما لحظه لحظه د رحمتونو باران کولو خو مسئله دا وه چې د باران رحمت احساس به ما ته څۀ موده پس کېدو! هغه وخت کښې به ما ته زحمت او ازمېښت ښکارېدو! ما د رسمي او غېر رسمي لوست لمنه کلکه نیولې وه تر پي اېچ ډي راورسېدم اضطراب نور نور تودېدو او د نروان سوال جواب/ورکړه راکړه او ظاهر باطن لا زورور کېدل. هندو مت، بده مت، زرتشت، سامي او غېر سامي مذاهب، پوسټ اسلامک ریلجيس ډسپلنز او د دوي مقدس متون مو ولوستل دې دوران کښې ما لکه د سدهارتا د "ګوئند" په شان څلور ملګري پېدا کړل الله دې راته ژوندي لري. هغه هم ټول د نروان لاره کښې پولۍ لاسونه پښې، داغي داغي زړۀ او غلبېل غلبېل سینې مطمېئن ګرځي. مینې هم د لاسه کلک نیولې وم او د "اوم" د تاثیر ټول خواږۀ به راته کله زهرګنډېر شو کله تریاق کله د خپلې ساه هومره ضرورت او کله د جبر انتها! سدهارتها خو د مینې په باب له ډېر خوش قسمته وو په ازمېښت کښې ئې د "فکر، زغم او انتظار" چابړې ورسېدو او د هغۀ په دې لاس بر وو! زما خو د ټول نروان سفر کښې یو هنر ایزده وو چې ما له د خبرې چل راتلو بس!! او د مینې ازمېښت مې دې لا نور غټ غر وے خو کاش چې مینې مې د سدهارتا د "کمله" په شان ظرف لرلې!
د پي اېچ ډي د مقالې خاکه تیارول وو ما د یو ملګري سره په صلاح د هندي او اسلامي تصوف په روایت د تقابلي مطالعې خاکه تیاره کړه د شنکراچاریه ابن عربی ملاصدرا منصور حلاج او سرمد او دارا نه مې روح چاپېره چورلېدو او تر د شاعبدالرحیم او شاولي الله به راتلو خو د ډېرو جایز لاملونو په وجه دا خاکه رد کړې شوه او بیا ما په ابراهیمي ادیانو کښې د وسله والې مبارزې په اساسیاتو دوکتوره واخسته د دې سفر خاطرې هم ډېرې ارزښتناکې دي د پېښور نه تر ټیکساسه هیوسټن پورې ئې یوړم او هلته د یو داسې 'غېرمذهبه' مصلحینو استاذانو سره ټل شوم چې د علم په بابت کښې د تعصب نه پاک وو او د نروان په لاره د لارې منځ کښې مطمئن روان وو! زۀ خپل اولس او چاپېرچل د یهودیانو نه ډېر بدموره/زړۀ موړ کړے وم متنفر کړے وم خو زما د دوي سره تعامل د روڼو نه زیات مخلص وو زۀ ئې چې څومره ونازولم دا زما په وهم وګمان کښې هم نۀ وو! دلته د خپلې یو مربي استاذې مېډم اېپرل واقعه تکرارول غواړم
په دوه زره شپاړسم کښې به ئې راته
Biostructural/biosoicial study of religion
درس کاوو. د دې د تحقیق زیار او دلچسپی د مذهب دلاسه متاثر د تتو اوازونو حامل وګړي دي. زۀ ورته خپل یو بل استاد محترم ډېوډکک سپارلې ووم او سپارښتنه ئې ورته کړې وه چې ما سره په صلیبي جنګونو او د دې په اساسیاتو او محرکاتو خواري وکړي دوه میاشتې روزانه د کار په ورځو به مې ورسره د دې کتب خانه کښې ګډه مطالعه کوله او هر اتوار به دې راته کور کښې دعوت کولو نو په دا دوران کښې به مو د هفتې مطالعې نچوړ او خلاصه پېش کوله. دا انتهائی علم پروره وه ما ترې د مسیحیت او یهودیت په لړ کښې بلا زده کړې کړی دي خو د دې تر ټولو لوې صفت د دې علمی دیانت او تنقیدي شعور وو. دا د پوسټ کنسټرکټیوزم پلوی وه او ما سره ئې د مذهب او ادب په متن لوستنه کښې ډېره خواری کړې ده.
کله کله به چې ما غلطه انګرېزي ورسره اوويله نو دا به زما په مدعا بیا هم یکدم ورسېده خو اول به ئې راته انګرېزی تعبیر هم تصحیح کړو. ما به بیخی دا نۀ ښکاره کوله چې ګوندې زۀ د دې په دې تصحیح کوم کموت محسوسوم خو دې به لږ ډېر وخت پس د عربی یا اردو کوم متن کښې د قصده یوه غلطی زما وړاندې داسې وکړه چې زۀ ئې ورته تصحیح کړم ما به چې ورته تصحیح وکړه نو د دې اضطراب به ختم شو.
بل یو ډېر دروند علمی خویی ئې دا وو چې د کوم سوال تعلق به د دې موضوع سره نۀ وو نو دې به بغېر د کوم لمحاتی تاخیر نه ما ته ویل سوري. دا زما میدان عمل نۀ دے. ما به بیا هم د دې رائ اخستلو اصرار بلکه ضد کولو نو دې به وخندل چې ذما میدان نۀ دے نو ذما د رائ پکښې څۀ ارزښت نشته.
ما ورته یو د سوات شال او یوه چارسدواله جوړه ورکړې وه هغې ته ئې ناشنا خوشالی او جشن کړے وو.
زۀ چې کور نه امریکا ته تلم نو مور راته غونزاخو سره سره پیالئ او کاشوغه هم راکړی وو کله چې مېډم اېپرل دا پیاله او کاشوغه ولیدۀ نو هکه حېرانه پاتې شوه ويل دا دې مور درته ولې درکړي دي دا امریکا کښې نۀ وي څۀ؟؟ کله به یې خندل کله به یی وویل "سېمی" (ما ته به ې داسې نوم اخستو) زۀ په دا منطق بېخي وو نۀ پوهېدم چې مور درته دا کاشوغه ولې درکوله. او زۀ هم د دې منطق په پوهولو کښې ناکام ووم یره والله دا واقعه دې یو شل ځل راسره تکرار کړې وه.
خو ما سره هم دا مسئله ده چې لکه د سدهارتا د هر ښۀ او ناښۀ فکر و عمل په دوام سوال پورته کوم د دې په قیمت او وقعت سوال پورته کووم او دا رنګ د اضطراب اور نور نور سور شي!!
زۀ دا ګڼم چې د شاهین بونیري د نروان پړاوونه به هم لکه د هرمان هېسے د سدهارتا، بدها، ګوئند او کملا په شان د یو بدلې تجربې نه ضرور راتېر وي ځکه ئې ورته داسې ژوندۍ جادوګره ژبه ورکړے ده!
جاريزۀ دا ګڼم چې د شاهین بونیري دا ستر زیار به د پښتو ادب لوستوال او څېړنکار یوه ورځ خامخا د دې په غوښتلي مقام ولمانځي
الله دې وکړي چې دا ورځ زرترزره زۀ او شاهین دواړه وینو