(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د استانبول کنفرانس

[25.Apr.2021 - 21:16]

کشتمند د استانبول کنفرانس په پلمه،

« په هزارستان کې فدرالیزم»

لیک: شهسوارسنګروال

دافغانستان په سېاسي تاریخ کې دورځې توده موضوع دافغانستان دسولې په تړاوداستا نبول دسولې کنفرانس دی،چې ښایي ډېرزردملګروملتوپه سپارښتنه دترکیې هېواد په کوربتوب په تاریخي ښاراستانبول کې جوړشي .

 

دافغانستان دموکراتیک جمهوریت یوزوړصدراعظم سلطانعلي کشتمند داستانبول کنفرانس په پلمه دفدرالیزم مساله راپورته کړه اوپه ځغرده یې وویل،چې دوخت دولت دلیږدي لمریزکال په شپېتمه لسیزه کې دفدرالي نظام دسیاسي جوړښت تګلاره وکا ږله او دبېلګې په توګه یې غوښتل ،چې «هزارستان خودمختاره» کړي اودا ځکه چې دوۍ په دې لاره کې قر باني ورکړې ده ...له دوۍ سره تل تعصب شوې اودبېعدالتېیوقر باني ول .

 

نوموړي دا هم ووېل،چې ما له هغوۍ سره دخواږۍ له مخې دوه سېاسي اوفرهنګي‌مرکزونه جوړ کړل ...هو دا رښتیا ده ،چې سلطا نيعلي کشتمند د«شورا ې مرکزي ملیت هزاره » ترسرلیک لاندې یوه لوې تشکیل جوړکړاو ددولت له بودجې نه یې لګښت تمویلېده ،چې په دې سره یې دنوروقومونوغبرګون ته لاره اواره کړه .i .

 

دلته دی چې کشتمند دافغانستان دقومونوترمېنځ دبې اتفاقي تخم دلومړي ځل لپا ره وشینده او د خلکو کرکه یې را وپاروله، چې دده دا کاردهزاره وروڼو لپاره دوستي نه بلکې یوه ستره جفا وه .

 

دا دکشتمندلومړې هڅه نه وه ، ده له دې پرته یوشمېر نورداسې کړه وړه سرته ورسول چې دافغانستان تا ریخ به یې کله هم هېر نه کړي، چې څوبېلګې یې داسې دي :

 

۱---- شوروي چارواکوپه سرکې« کې جي بي »کشتمند اودافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند دسیاسي بېرویوشمېرغړي ،په دغه لړکې فرید مزدک اوکا ویاني ته۱۹۸۵ کال دنده سپارلې وه چې ددوه خودمختارو سیموچې یوه به دتاجک خود مختاره سیمه،چې داحمد شاه مسعوداوشوروي اتحادله خوابه په ګډه اداره کېږي اوبله به دمرکزي فغانستان غرنیزه سیمه وي،چې دشیعه ګانوله خواد«هزارستان»په نامه اداره کېږي .(دتاریخ په تله کې ۸۵مخ اورڼا اودفاع۱۹۵مخ)

 

۲---- په افغانستان کې دملي نا یو والي بهیرکې دوه خوا ښکېل وې،چې یوه ډله په ګوندکې دننه،چې موږپه دغه ترڅ کې کشتمنداوبله ډله دشوروي کمونست ګوند،چې په سرکې «پولیاکوف»يا دولی شو،دوۍ ټینګار کاوه چې دافغانستان لږکي باید په ډانګ پیلې توګه پوه کړشي،چې پښتانه په تاسوظلم کوي اودوۍ فا شستان دي ...(دډېرومعلوماتو لپاره وګورۍ شمله مها لنۍ ۲کال ۵ ګڼه ۴۰مخ )

 

۳---- نه یوازې مسکوکې کې جي بې ،په افغانستان کې خاد ...اونورو خواونا یووالي ته لمن وهله بلکې ایران کې«ساواک،فاطیمینو...»اوپاکستان کې اې اس اې هم دافغانستان دبر بادۍ هڅې کولې .

 

د مسکو او تهران په ګډو هڅو نه يوازې پوځي لوري بدل شو، بلکې د ملګرو ملتو هڅې هم وګواښل شوې.

 

تهران له شيعه تنظيمونو، له سيد منصور نادري او احمدشه مسعود سره اړيکې ټينګې کړې، او مسکو د ببرک کارمل د ډلې له چارواکوسره، د ازبکستان له لارې له عبدالرشيد دوستم او د هغه په وسيله د پېښو له نورو لوبغاړو سره خبرې اترې پيل شوې اودا په داسې حال کې چې دملګروملتوله خوا هم هځې چټکې شوې وې .

 

د ۱۹۹۱ کال په مني کې د پير يزديکويار پر ځای بطروس غالي د ملګرو ملتو سرمنشي وټاکل شو. ده هم د تېر په څېر د پنځه فقريزه پلان د پلي کولو لپاره بنين سيوان ته سپارښتنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې بهير چټک کړي.

 

ملګرو ملتو په دې تړاو، وړانديز وکړ چې د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې د افغانانو ۱۵۰ کسيزه غونډه بايد په ژينو کې جوړه شي او د يوه لنډ مهاله حکومت د جوړولو پرېکړه وکړي.

 

بنين سيوان ژمنه وکړه چې په دغه لنډ مهاله حکومت کې به ټولو غاړو ته برابره ونډه ورکړ شي.

 

په يو شمېر ډله ييزو رسانيو او انګېرنو کې داسې ګونګوسې را پورته شوې ول چې په لنډ مهاله حکومت کې دري دېرشمه سليزه ۳۳٪ واک په پاکستان او ايران کې مېشتو تنظيمونو، ۳۳٪ به پخواني پاچا او ناګوندي کارپوهانو او ۳۳ ٪ به د وطن ګوند غړوته برخه ورکول کېږي.

 

د حکمتيار په رهبرۍ اسلامي ګوند چې ځان يې د جګړې اتل ګاڼه د ډېرو وسلو او پيسو په لرلو يې فکر کاوه چې دی بايد په راتلونکي حکومت کې ټاکونکی رول ولري، له سياسته ناخبره حکمتيار چې د پاکستان په ملاتړ مغرور وو د افغانستان د مسالې داوارولو کلي يې پخپل پوځي ځواک کې ليدله. ولې احمدشاه مسعود او دهغه معنوي رهبر رباني د پېښو حل يوازې تنظيمي ځواک نه ګاڼه بلکې سياسي لارې چارې يې هم د پام وړ ګڼلې.

 

دوی د شمالي ټلوالې له سيا سي او پوځي دريځ نه سربېره په سيمه ييزې او نړيوالې ټلوالې دريځ او په رول هم ډډه لګوله. دا ځکه چې د ملګرو ملتو له لارې واشنګټن، مسکو، تهران، سعودي عربستان، ډيلي او اسلام اباد هڅې کولې چې د خپلو ګټو پر بنسټ سياست وکړي.

 

خو په شمال کې روان کړکېچ دا هرڅه بدل کړل. له يوې خوا د نجيب تېروتنې او له بلې خوا د کارمل د ډلې سپارښتنې په سر کې کشتمند ،چې د شمال پېښې يې تر ګروت لاندې وې.

 

د نجيب الله ښی لاس هغه مهال مات شو چې په ۱۹۹۱ کال د مارچ په مياشت کې د جلال الدين حقاني جنګياليو خوست لاندې کړ.

 

د دې لپاره چې د نجيب کيڼ لاس هم مات کړ شي ستميانو، د کارمل يو شمېر پلويانو، سازايانو، او د سفزيانو په مرسته د تخار يو شمېر سيمې د احمد شاه مسعود جنګياليو ته پرېښودې.

 

له دې سربېره هغه مهال چې «دشت قلع» د حکومت له ولکې نه ووت، نجيب الله دومره سخت غبرګون وښود چې د تخار والي محمد حکيم صديقي، د ۵۱۸ غنډ قومندان محمد حليم دقومي غنډ قومندان د ۵۵ فرقې قومندان رشيد احمد تاتار او يو شمېر نور پوځي چارواکي کابل ته وغوښتل.

 

همدا راز د بدخشان يو شمېر ولسوالۍ د شواری نظار په ولکه کې پرېوتی چې موږ اشکاشم او زېباک د بېلګې په توګه يادولی شو.

 

د دې پېښو په لړ کې چې کومه پېښه دولت ته ډېره لويه تمامه شوه هغه د جمعه اڅک، عبدالرشيد دوستم،سيد منصور نادري، جنرال مومن تر مينځ خپل مينځي اخ و ډب وه چې د نجيب الله حکومت يې وګواښه.

 

له يوې خوا د افغانستان په شمال کې د حکومت د پوځي چارواکو او د شورا نظار په ټلوالۍ د کودتا هڅې روانې وې او له بلې خوا د هېواد په جنوب او جنوب ختيځ په تېره په چار اسياب کې ګلب الدين حکمتيار کوښښ کاوه په کابل بريد وکړي او د هېواد پلازمېنه لاندې کړي.

 

ولې حکمتيار په سياسي او پوځي لحاظ دومره ځواکمن نه وه چې کوم بری ترلاسه کړي. خو مسعود د جنرال دوستم پر مټ خپلې موخې ته ورسېد.

 

په شمال کې یوه بله ستره نا وړه پېښه،چې دسلطانعلي کشتمند په هڅومینځته راغله هغه دنجیب الله مسیرپه مشرۍ دداسې یوتشکیل را مینځته کول وو،چې دافغانستان سیاسي یووالی یې ګوا ښه،چې ددې شوم نیت یوه بېلګه دشمالي ټلوالې رامینځته کول وو .

 

شمالي ټلواله څرنګه مينځته راغله؟:

جنرال جمعه اڅک چې د نجيب الله په سپارښتنه د شمال اوپراتيفي چارې پر مخ وړلې، ده ځان د قانوني واک له مخې د دې وړ ګاڼه چې په شمال کې ټول ځواکونه د ده په قومانده او لارښوونه عمل وکړي.

 

لکه څنګه چې د مخه وويل شول د جمعه اڅک سيالان دومره ځواکمن ول چې هر وخت يې غوښتي وی د نجيب الله حکومت ته يې ګواښ پېښولی شو. «عبدالرشيد دوستم ۶۵۰۰۰ قومي وسله وال ځواک درلود، ١٦٠ زري پوش او ټانکونه ۳۰۰ يې زرهي او له ۲۰۰ ډېر يې د توپونو دستګاوې درلودې.»([1])

 

د دوستم بل متحد، په شمال کې د ترکي توکم د سازمان مشر ازادبېک وه، ده ډېر کورني او بهرني امکانات د ځان لپاره برابر کړي ول.

 

همدا ډول د اسماعيليه فرقې لارښود سيد منصور نادري، جنرال موء من او لاکله چې احمدشاه مسعود سره ګډه ټلواله جوړه کړه ددوی ځواک څو برابره شو. «احمدشاه مسعود د خپلې تګلارې د عملي کولو لپاره چې په هغه وخت کې له «۲۰۰۰۰» نه زيات جنګيالي لرل، ۴۰ زرهی دستګاوې په واک کې وې. د توپونو او نورو درنو وسلو ۷۰۰ دستګاوې درلودې او د توغندو يې ۳۵ دستګاوې.»([2])

 

دا ټول هغه څه وو چې نجيب الله ته يې هرډول ګواښ پېښولی شو. د نجيب الله سياسي سيالانوپه سر کې ببرک کارمل هم دېته مټې را بډ وهلې وې چې له نجيب نه کسات واخلي، نو ټولې خوا وې د بېلابېلو کسانو له خوا دېته هڅېدلي چې نوموړى له واکه ګوښه کړي.

 

«د اسلامي وحد ت ځواکونه د کشتمند په سلا او مشوره، د جنرال موءمن ۷۰ ومه لېوا د کاوياني په سلا، جنرال عبدالرشيد دوستم د کارمل او پيګير په مشوره او همدا راز سيد منصور نادري، ازاد بېګ، او د ملي ستم نورې لويې او وړې ډلې لاس په لاس شوېچې په دې کې د حکومت نامتو جنرالانو هم برخه درلوده چې هغه يې له پښو وغورځوه لکه جنرال عظيمي، جنرال بابا جان، دلاور، عبد الروف بيګي، عظيم زرمتی، اسدالله مارخور، روفي، علومي، عبدالفتاح او نور د ساري په توګه يادولی شو.»([3])

 

بيا هم د نجيب الله کاواکي او بېواکي له شمال نه پيل شوه او د پېښو مرکزي ټکی پخپله د ده باوري ملګړى جنرال عبدالرشيد دوستم وه.

 

که څه هم د شمال اوپراتيفي مشر جمعه اڅک او جنرال تاج محمد چې دغه مهال د بلخ د دولتي امنيت ريس وو په وار وار يې نجيب الله ته د جنرال دوستم او د ده د پلويانو هڅې ورپه ګوته کولې.

 

د نجيب او دوستم له اختلاف نه ډېره ګټه د کارمل ډلې ترلاسه کړه. دوستم هغه مهال د دوی په لومه کې ښکېل شو چې د بلخ ګارنيزيون منحل شو، د ۱۸ فرقې قومندان سيد محبوب له دندې ګوښه شو او له ټولو مهمه دا چې په ۱۳۶۹ کال، نجيب الله جنرال تاج محمد د جنرال خان اقا پر ځای د بلخ د دولتي امنيت ريس کړ.

 

 دا ټولې هغه هڅې وې چې د دوستم په اند ګني د ده پر ضد ترسره کېږي. نو ځکه يې د نجيب د حکومت نسکورولو لپاره د پېښو له پوځي او سياسي لوبغاړو سره ليدل او کتل پيل کړل چې يو شمېر پدې توګه دي:

 

ازاد بېګ: ازادبېګ د خپلو هڅو پربنسټ او د بهرنيو مرستو په مټ داسې د واک او ځواک څښتن شو چې احمدشاه مسعود او عبدالرشيد دوستم يې خپل سيالان نه ګڼل.

 

«ازاد بېګ له هغو مشرانو څخه وه چې د مسعود او دوستم په دوستۍ يې باور نه درلود. ده به تل په دې ټينګار کاوه چې پښتانه د ترک ټبرو دښمن ندي، د ترکانو اصلي دښمن مسعود دی.

 

مسعود د نستوړي مار دی او هغه د لسګونو ازبکانو او ترکانو قاتل دی.

 

جنرال دوستم د هغه يو سوټی دی، هر وخت چې وغواړي دغه سوټی د خپلو دښمنانو پر وړاندې په ډېرې اسانۍ کارولی شي.»([4])

 

د ازاد بېګ مورنی نيکه، لکه د ابراهيم بېک او سيد عالم په څېر او همدا راز لږترلږه پنځوس زره کورنۍ د شوری د سرو لښکرو د بريد له وېرې، له ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان نه افغانستان ته راغلې.

 

د دغو کورنيو په لړ کې يوه ستره کورنۍ د خوقند خان «خدايار» کورنۍ وه چې لومړی په فارياب کې استوګن، او وروسته هرات ته کډه شول.

 

د ازاد بېک پلار وارث هم د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې زېږېدلی وه، کله چې د دويمې نړيوالې جګړې په بهير کې د نازي ځواکونو له خوا يرغمل شو. او بيا هغه مهال چې سرو لښکرو ختيځ المان لاندې کړ، وارث يې ازادکړ او د مسکو له خوا د پاکستان په کراچۍ کې قونسل وټاکل شو.

 

د خدايار له مړينې وروسته کريم له هرات نه کراچۍ ته لاړ او هلته يې له وارث سره وليدل. دا چې د دواړو نيکنی هېواد يو وو. دوی دومره پخپلو کې خواږه شول چې نوموړي خپله لور وارث ته په نکاح کړه او له هغې نه ازاد بېک وزېږېد. لوړې زدکړې يې په لندن کې پايته ورسولې او په راولپنډۍ کې يې د رالو کاله پرانسته.

 

د مولانا مودودي په اسلامي جميعت ګوند کې غړيتوب ترلاسه کړ.

 

د نوموړي چې نيکنی هېواد ازبکستان، پلارنی هېواد افغانستان او د ده هېواد پاکستان وو، نو له خپل توکم سره په تړاو او خواخوږۍ يې د سيمې د استخباراتو ملاتړ خپل کړ او د جهاد ډګر ته را ووت.

 

هغه مهال چې برهان الدين رباني وارث کريمي سره وليدل نو ده خپل زوی ازادبېک هغه ته د ډالۍ په توګه ور وسپاره او رباني هغه بيا خپل سلاکار وټاکه.

 

ازاد بېګ د خپلو امکاناتو په رڼا کې له يوې خوا وليدل چې ترک ټبره وګړي، دېته اړتيا لري چې يو مشر ولري او له بلې خوا يې وليدل چې تنظيمونه د وسلو او پيسو پر مټ ډېر امتيازونه لري. ښه به دا وي چې له رباني پرته خپل ولس ځان پسې روان کړي.

 

همدا لامل وه چې په ۱۳۶۰ هـ کال يې د ازبکو او ترکمنو مشرانو يو ګډ کنفرانس په پېښور کې جوړ کړ. چې په پای کې له مخدوم نه وروسته د شمال د اسلامي اتحاد مشر وټاکل شو. ازاد بېک چې تر ۱۳۶۴ هـ کال پورې کوم امکانات ترلاسه کړي ول د يوه ستر پوځي ځواک څښتن شو او د لږ کيويو لوی لښکر يې ځان پسې راکاږه که څه هم د ده او دوستم تر مينځ اړيکې ډېرې خوږې نه وې خو د شورای نظار (احمدشاه مسعود) او اسلامي ګوند (حکمتيار) پر وړاندې ورته اړينه وه چې يو بل ته نږدې شي.

 

ازاد بېګ چې د سيمې له استخباراتو سره ډېر نږدې وو، ولې د دې جوګه نه وه چې د دوستم باور د پاکستان د آیاسآی سره ټينګ کړي، خو پدې بريالی شو چې د ترکيې له يو شمېر چارواکو سره دی معرفي کړي.

 

نو ځکه خو د يوه پلاوي په ترڅ کې چې جنرال عبدالمالک پهلوان عاشور، پخپله دوستم او ازاد بېک هم ول ترکيې ته لاړل او کله چې د هغه هېواد له چارواکو او استخباراتو سره وليدل، چې لس ميلونه ډالرو نه يې شپږ ميلونه جنرال دوستم او ملګرو ته او څلور ميلونه يې ازاد بېګ ته ورکړل.

 

په ۱۳۷۱ کال د ترکي د جمهورريس سلاکار ډاکتر انور له يوه پلاوي سره چې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير هم ورسره مل شو شبرغان ته راغی، له ازاد بېک، جنرال دوستم او له يو شمېر نورو چارواکو سره وليدل.

 

د دغو چارواکو په لړ کې چې د شمال له پېښو سره يې تړاو درلود رسول پهلوان او غفار پهلوان ول.

 

په شمال کې د نجيب قومي لېواوې:

د مجاهدينو پر وړاندې، نجيب الله کوښښ کاوه چې په هره وسله او وسيله کېږي بايد خپل واک وساتي، نو ځکه يې د افغانستان په شمال کې يو شمېر قومي کنډونه، غنډونه، او لېواوې پياوړې کړې، چې موږ پدغه لړ کې د رسول پهلوان او غفار پهلوان قومي ځواکونه د ساري په توګه يادولی شو. که څه هم دغه پهلوانان د دوستم ښی او کيڼ لاس ګڼل کېدل، ولې کله کله يو د بل پر وړاندې هم درېدل.

 

پدغو قومي ځواکونو کې، په سرپل کې غفار پهلوان، په فارياب کې رسول پهلوان، په بلخ کې د دولتي امنيت سره په تړاو د ګيلم جمع (معلم امان الله) او په جوزجان کې د عبدالرشيد دوستم قومي ځواکونه يادولی شو.

 

له دغو ځواکونو نه نجيب الله د خپل واک د ټينګښت او پايښت لپاره ډېره استفاده وکړه، ولې نوموړي پدې فکر نه وو کړی چې آيا زه بيا په ځان کې دغه متره او شيمه لرم چې ياد ځواکونه مهار او کابو کړم؟.

 

پېښو وښوده چې نوموړي دغه محاسبه نه وه کړې ان تر دې چې دوستم ته يې قومي (۵۳) فرقه جوړه کړه او ډېرې پرمختللې وسلې يې د هغه په واک کې ورکړې.

 

که څه هم «ګروه کار» د انجنر احمد په مشرۍ غوښتل چې په جوزجان کې د دوستم پر وړاندې ودرېږي، خو د کورنيو چارو وزارت د هغه ملاتړ ونکړ، ولې بيا هم د «رسول بې خدا» له اوپراتيفي غونډ سره يې خپل قومي ځواک يو ځای او مدغم کړ، خو کومه هيله يې چې درلوده، هغې ته ونه رسېد.

 

دولت نه يوازې د دوستم پر وړاندې کوم الترناتيف جوړ نکړ بلکې په ۱۳۶۷ کال دميزان په ۲۲ نېټې د نوموړي لپاره ۵۳قومي فرقه جوړه کړه چې د رسول پهلوان، غفار پهلوان او د حبيب الله اسحاقزي (په سرپل کې) ځواکونه يې د هغه فرقې پورې وتړل.

 

که څه هم رسول پهلوان او غفار پهلوان له دوستم سره د تشکيل په سر لانجه درلوده، شهنواز تڼي غوښتل چې رسول پهلوان او غفار پهلوان د دوستم پر وړاندې پياوړي کړي، خو د دولتي اميت وزير يعقوبي او پخپله نجيب الله ډېر امکانات جنرال دوستم ته په واک کې ورکړل.

 

خو بيا هم دوستم د کارمل د ډلې په سلا او مشوره غوره وګڼله چې ټول پهلوانان تر شا ودروي او د نجيب پر وړاندې پاڅون وکړي.

 

[1] الکساندر لياخفسکي ۱۵۴ مخ.

 

[2] همدغه اثر همدغه مخ.

 

[3] د تاريخ په تله کې ۳۰۶ او ۳۰۷ مخونه.

 

[4] ولواجي اسدالله در صفحات شمال افغانستان ۲۹ مخ.

-
بېرته شاته