(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه شپې په لغمان کې

[24.May.2021 - 22:27]

دوه شپې په لغمان کې/ لیک: نعمان دوست

له شوره لویدلی ښار

چې څنګه به مهترلام ښار ته راورسیدم؛ نو د الینګار تر هډې به پیاده تلم. لاره د ښار منځ کې تیره شوې. د سړک دواړو غاړو ته به خلک په کارو بار بوخت وو.لارویانو به هم منظرې کولې او هم به مخکې روان وو. له دې تګ به مې بلها خوند اخیسته.

چې لږ نور هم مخکې لاړ شې نو کوچنی پیچومی دی. څو ګامه اخوا ترې د الینګار هډه ده. موټر به له هډې راووت او بیا چې به ترڅو موټروان د الینګار نارۍ وهلې نو ډک به و او چا به غږ کړ: ځه استاذه، چې ګرمي ده!

خو، اوس ښار خاموش و. لکه په وچ زور چې هر ښاري ته چا یوه لپه رانجه ورکړي وي. د الینګار هډه  خاموشه ده. له چا سره چې مخ کیږې، داسې په خپلو چورتونو کې غرق وي او داسې تورې راتلونکې ته فکر وړی وي چې هیڅ غږ یې له خولې نه خیژي

پهلوان بابا

له سلطان غازي بابا ښار ګوټي، په پهلوان بابا ورښکته شوو. لاره کې د غنمو کروندې لو شوې وې، خو سترۍ په پټي کې همداسې ګډوډې پرتې وې، لکه د بزګر له مټو چې زور زبیښل شوی وي، لکه زړه چې یې له ژونده ور تور کړی وي او... 

پهلوان بابا ته ورسیدم، یوه خاموشي خوره ده. لکه پهلوان بابا چې خپلو کمزورو او بې وسو لمسیانو ته ځوریږي، لکه خپل څنګ ته غځیدلي سپیره او بې لارویانو سړک چې یې اروا نارامه کړې وي.

   د سړک د غاړو ونو کې د مرغیو شور نه و، لکه هغوی چې هم ډزو دومره ویرولې وي چې نور د ژوند نغمې هم نشي غږولي.

ویروونکې ډزې

خونه کې ناست وو، یوه ویرونکي غږ نرمه او لنډه زلزله جوړه کړه. شیبه وروسته بیا همداسې غږ شو او نور ورسره بلد شوو. هر څو دقیقې پس توپ د اور سکروټه استفراغوله.

پوښتنه مې وکړه، ویل یې له همدې ځایه الیشنګ ولي. ما ویل: هلته د دولت د مخالفانو مرکزونه او سنګرونه معلوم دي؟ ویل نه، هغوی خو ګرځنده دي.

ښه، نو کوم ځای ولي؟ 

- بس په هر ځای چې ور برابر شو

د شورویانو پر ضد د جهاد یوه کیسه یې رایاده کړه:

 کافرې امریکا د کافرې شوروي پر ضد جهاد کې کوم تنظیم ته میزایل ورکړي وو. څوک یې په تخنیکي استعمال نه پوهیدل. فایر ته به یې چمتو کړ او بیا به ټولو دعاوې وکړې: خدایه له مسلمانه یې بچ او په کفارو یې ور برابر کړې او دې سره به میزایل وتوغول شو! بس، لکه د لاتري ټیکټ؛ د هر چا په قسمت چې به ور برابر شو.

 

سړی حیران شي، د خپلو نظامیانو مهارتونو ته حیران شي. په دې دوه شپو ورځو کې مې په درجنونو ډزې واوریدې. خو که له دې توپچي او یا قوماندانه یې پوښتنه وشي چې ایا د هرې مرمۍ د لګیدو له حاله خبر یئ؟ دښمن ته یې څومره زیان اړولی؟ که اړولی یې وي نو ولې بیا هم پراخه مقابله روانه ده؟ دا د توپ مرمۍ رهبري شوي دي او یوازې د وسلوالو مخالفانو سنګرونه نړوي؟ که د کومې کورنۍ غړي لولپه کړي؟ که کومه کرونده اور واخلي که د شیدو کومه غوا ووژني او سپینې شیدې یې په سپیره خاوره تویه شي او... ؟ ایا د توپ مرمۍ له قیمته خبر یئ؟ او....

 

  د جلال اباد د جګړې په فکر کې لاړم؛ د شورویانو له وتلو وروسته جهادي تنظیمونه همدغه شان له سولې سره بې علاقې وو او د نورو په اشاره یې پر خپل کوچني او د نارنجو په ښایسته ښار جلال اباد پراخه بریدونه پیل کړل. شاوخوا څلور میاشتې یې وډزوله، په زرګونو کسان ووژل شول خو د جنرال حمیدګل دا ډایلاک ،چې جلال اباد نیول راته په چاړه د کیک پرې کول دي، مسخره ثابت شو.

د همدې جګړې یوه توپچي مجاهد په یوه مجلس کې ویلي و: ماته  ویل شوي و چې د ګولۍ پوچاک ستا دي، خرڅ یې کړه نو زما هم چې څومره وس رسیده هومره ډزې مې کولې.

خدای خبر چې د لغمان توپچیان به دا پریمانه او نامعلومه ډزې په کوم نیت کوي؟ 

 

در په دره مخلوق

 

الینګار کې د کرهڼې پراخه ځمکې نشته، خو خلک یې قانع دي. په کمو ځمکو او کمو حاصلاتو هم خپل ژوند کوي او له خپل ژونده خوند اخلي. دې دره کې زرګونه داسې کورنۍ هم شته چې خپله ځمکه نه لري، د نورو ځمکې کري او د خپلو لاسونو په ملغلرو ژوند تیروي

د سلطان غازي بابا ښارګوټي په یوه لرې پرته سیمه کې خیمې لکي شوي. لوغړن او سپیره مخونه خلک پکې ګرځي. دوی له خپلو شنو باغونو او شنو کروندو د جګړو اورونو تیښتې ته اړ کړي. خپل پاخه فصلونه یې پټیو کې پرې ایښي. خپلې د شیدو غواګانې یې هغوی ته ،چې هیڅ د تیښتې وس نه لري، امانت پرې ایښي او له ویرې راتښتیدلي دي

هغه الینګار چې آن د شورویانو په وخت کې دومره نه و خالي شوی؛ نن خالي دي. هلته هیڅ کافر او مشرک نشته؛ خو جهاد په پوره جذبه روان دی. هره ورځ خلک وژل کیږي او د هرې خوا د وژل شوې کورنۍ، کونډې، یتیمان د دې بیوزلې ټولنې پر اوږو باريږي. هغه ټولنې کې چې د کار خلک پکې په مړه ګیډه ډوډۍ نشي خوړلی، نو بې سرپرسته کورنۍ به څه خوري. یتیمان او کونډې به څه خوري؟ کله مو په دې اړه فکر کړی؟ 

 

د ښادۍ مجلس او د ویر کیسې

 

موږ د ښادۍ یوه مجلس ته راټول شوي وو؛ خو کیسې د ویر وې. د مایوسیو او دربه دریو وې.

یو ځوان د خپل ماما د زوی کیسه کوله او ویل یې چې لس دولس ورځې وروسته یې واده دی. که وخت مو درلود، بیا به سره راټول شو.

خو له همدې ځوان سره چې دوه ساعته وروسته بیا مخ  شوو، نو رنګ یې تښتیدلی وویل یې، هغه د ماما زوی مې الیشنګ کې شهید شو، مړی یې صحت عامې ته راوړی او...

هغه کیسه کوله، خو زما د خیال په هنداره کې شیبه په شیبه د هغې پیغلې تصویرونه ښکته او پورته کیدل چې په ټول زور خپل ویښتان شوکوي. د خپلو ځوانو هیلو جنازې ويني، د خپل ړنګ بنګ جهان ننداره کوي  او....

 

د زور میلمستیاوې او وړیا عایدات 

 

یوه سړي د خپلې سیمې نکل کاوه، د غربت، فقر او بیوزلۍ او بیا یې ویل

ډله کسان راشي او وايي ډوډۍ تیاره کړئ. ښه، چې موږ ځان ته څه نه لرو. لارې بندي دي، نو دوی ته به څه ورکړو؟ خو چاره څه ده. ټوپکیانو سره کله دلیل ویل کیږي. موږ له غریبۍ کیمیاوي سره نشو اخیستلی. د جګړې له ویرې د کروندو سمه پالنه نشو کولای خو چې حاصلات واخلو عُشر ته نیغ ولاړ وي او داسې په زور یې اخلي چې مه کوه پوښتنه

د استاد رباني دور را یاد شو: هغه رئیس جمهور و. موږ له یولس کلن مهاجرت وروسته،  تازه خپل کلي ته راستون شوي وود شورویانو د خروج څلور پنځه کاله تیر شوي و. د نجیب حکومت هم نسکور و. خو کلی له مجاهدینو نه خالي کیده. پیکا، کلاشنکوف او راکټونو سره به داسې ښکته او پورته کیدل لکه د ( پنج ده) او ( ډیورڼد لاین) د بیرته نیولو لپاره چې تمرینات کوي. د دې ټولو ډلو ډوډۍ په خوارو او فقیرو کلیوالو وه او د ټوپک په زور یې ترې خوړله. که ډوډۍ به یې په طبیعت برابره  نه وه، کوربه په خپله دیره کې په اسانه بې آبه کیدای هم شوعُشر یې هم په زور ټولوه.

یوه ورځ دوه ببر سري ټوپکیان راغلل. پرچه یې راکړه. له کوره مې ورته وریژې راوړې. څو ساعته وروسته بله ډله راغله. پرچه یې راکړه. ما ویل ما خو عشر ورکړ. په غوسه شو او بیا یې ویل: ډیرې خبره مکوه، هغه د بل قوماندان مجاهدین و او موږ د بل!

هماغه کیسه ده، په متفاوت انداز تکراریږي او موږ یې مجبور نندارچیان یوو.   

 

د مهترلام بابا زیارت 

 

مهترلام بابا زیارت د هیواد په کچه مشهور زیارت دی. کله چې له جګړو د مخکې دور کیسې یې واورې او اوسنی حالت ورسره پرتله کړې، نو په زړه کې دې نرۍ نرۍ څړیکې وشي.

مازیګر ورننوتلو. د عمومي دروازې مخې ته ډبرې پرتې دي. شاید خلک په تمه وي چې که کومه موسسه راشي او دا د شمار ډبرې له لارې ورته لرې کړي.

د زیارت په صحن کې خاموشي ده. څو ځایه خوراکي مواد پخیږي خو د مشتريانو درک نشته. څو محدود کسان ونو لاندې ناست دي او بس. هغوی هم داسې ښکاري لکه د همدې هدیرې غړي چې وي

 

د فرهنګي ارزښتونو وژونکې جګړه

 

ماسپښین په قضا کیدو دی. دیرې ته راغلي ځینې میلمانه غواړي خپلو کورونو ته لاړ شي. دوی مرکز ته نږدې د بدیع الاباد او کټل سیمو اوسیدونکي دي. له مجلس وروسته یې یوه ویل

وبخښه، له ویرې درته ست هم نشم کولای. وضعیت خراب دی. موږ خپله د لمبو منځ کې راګیر یوو. خپل اجل ته منتظر یوو. کاش، جنګ نه وای. د سیند په غاړه به مې چکر درکړی وای. ماهیان به مې درته نیولي وای...

هغه د خپلې بیوسې او مجبورې سیمې تصویر وړاندې کاوه او زما د بڼو څوکو د اوښکو ګلونه نیولي و

په لړزیدلو لاسونو مې ورسره خداپاماني وکړه

 

زما ښایسته لغمانه!

زما شینکیه لغمانه!

دا په تا څه وشول؟ دا څه کیږي؟ دا ولې ستا حسن لوټیږي؟ دا ولې دې زیارکښ او بېوزله اوسیدونکي په عذابونو کې راګیر دي؟ او...

زما ښایسته لغمانه!

هر خاین، مفسد، ظالم او معامله ګر دښمن دې هلاک شه.

-
بېرته شاته