Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ډالۍ
[22.Mar.2022 - 16:44]ډالۍ /اېډکېټ شهاب خټک
ياره زما فيصله وکړه د اغياره سره
نوره مې نه شي زندګي د دې خونخواره سره
هغه ياران چې به يوه لحظه هم نه بيليدل
اوس سلام هم نه کړي چې اوويني په لاره سره
زه يو باغي انقلابي د دې نظام او دستور
زمونږه نه کيږي چلن هيڅ د درباره سره
لږ ليونتوب اضافي غواړي فلسفه د بدلون
دغه يوه خبره نه وي له هوښياره سره
د اولسونو آزادي ځان له جدا جهان دې
دغه کار نه شي د دنيا د کاروباره سره
ما مارخوړلي ته په غوږ کښې طبيب داسې وائي
چې خانه مونږ به ګزاره کړو د ښاماره سره
دلته کښې هره ورځې نمر نوي تيارې راولي
څه خوشحالي و تړو مونږه د سهاره سره
ما يا نشه کړه يا مې مړکا چې احساس مې ورک شي
چې مرمه نه قدم قدم د ژوند په لاره سره
مونږ سر خوړلو په دې ښارکښې ځکه سراوخوړو
مونږ په سرونو سودا نه کړه د سرکاره سره
شهاب خټک
۱۴.۰۳.۲۰۲۲