Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
بېلابېل
[28.Mar.2022 - 16:41]زما د پلار نیکه ټبر پښتنو
د بل د لاسه در په در پښتنو
ستاسو کیږدیو نه قصرونه ځارشه
ستاسو شړیو نه شالونه ځارشه
ماته له هرچانه بهتر پښتنو
دبل له لاسه درپه در پښتنو
وزیر ، مسید او اپریدوته ژاړم
خلیل مومند او یوسفزوته ژاړم
دباچاخان و اخلئ خبر پښتنو
دبل له لاسه درپه در بښتنو
تنها پرې نږدئ باچاخان په جیل کې
چې خپه نه کړئ صمدخان په جیل کې
سلام سلام د بيښور پښتنو
دبل له لاسه درپه در بښتنو
پښتونستان جوړکړئ بابا خوشال کړئ
ننګ او غیرت وکړئ الله خوشال کړئ
لاسونه یو کړئ لر او بر پښتنو
دبل له لاسه درپه در پښتنو
دقام په غم کې سوځیدلی ښه یم
زه ملنګ جان ګریوان شلیدلی ښه یم
سر ورکوم ستاسې په سر پښتنو
دبل له لاسه در په در پښتنو
(
دپښتو او پښتونستان ملنګ داشعر هغه وخت ویلی دی چې کله باچاخان بابا او صمدخان بابا دپنجابیانو په جیلونوکې بندیان وو:)
......................
تکــړه قـلـم
مطلب پروت دی د لفظونو په مانا کښې
د انسان د پوهاوي هره مانا کښې
په تکړه قلم (۱) لیکنه کړه لیکواله
چې لیکنه دې تل پاتې شي دونیا کښې
چې د خپل تاریخ غیرت پکښې خوندي کړي
پاتې را نه شې په ننګ او په وفا کښې
د تکړه قلم لیکنه نه ورانېږي
که یې ووینځې ، هرڅو ښه یې صفا کړې
د تکړه قلم رنګ پوخ وي، نه څرېږي
ستوري ویل پوخ وي د ژوند په پرمختیا کښې
(۱ ) ځما د لمسۍ سلما په کمیس یو انځور اونوم لیکل شوی و پوزه ئی ماته شوه او دوینو څو څاڅکی په کمیس ولویده. ما وویل چې دا کمیس په داسی ډول ووینځی چې وینه ئی لاړه شی دا لیک وران نه شی. ځما کوچنی لمسی پوهیال وویل چې دا لیک په تکړه قلم لیکل شوی دی، نه ورانیږی. ما هم د تکړه قلم لفظ راوخیست.
(ډاکتر کبیر ستوری) Dr. rer.nat. Kabir Stori
.........
دسلیمان غره ته !
----------------
دسلیمان غره مغروره
د نړۍ د غرو تربوره
شوردې ګونګ دی په دروکې
اور دې مړ دی په رګو کې
در واري شم چې داولې
قیامتونه درته راغلو
د نړۍ له هره کونجه
تاړاکونه درته راغلو
په ښکلا دې لمبې توشوې
پرښتې دې دوزخي شوې
پردي اور دې غېږ لبمه کړه
افسانې پکې سټي شوې
د مرګي درته پام شوي
ژوند دې وواته له کوره
د زمرو غوښې دې یو وړې
ګیدړانو تر لاهوره
نه محراب لرې په غېږکې
نه درپاته میکده شوه
له ځیګر څخه دې غوڅه
د سرکښو ترانه شوه
په زامنو دې څه وشو
له پردي سره پخلاشوو
له ژوندونه بغاوت کړي
له مرګي سره پخلاشوو
د سلیمان غره مغروره
ستا په حال مې زړه دردیږي
لاتر څو به ستا په غېږکې
د زخمونو فصل کېږي
لاتر څو به ستا په کاڼو
وي د سرو وینو خاپونه
لاتر څو به ستا ګلمخي
په وجود وړي پرهرونه
لاترڅو به دویر ساندې
د مورکۍ له خولې راخیږي
لاترڅو به ستا په غېږکې
په جونګړو اور بلېږي
لاتر څو به په تا اوري
دادوینو بارانونه
لاتر څو به په اور سوځي
ستا د حسن ګلکڅونه
دسلیمان غره مغروره
راځه دواړه په دعا شو
مرسته وغواړو له ربه
ګوندې خلاص له دې وباشو
ګوندې بیا دې په دروکې
د شپيلۍ نغمه توده شي
د کوچۍ له خولې راپورته
د شپونکي جانان ټپه شي
ګوندې بیا دې ورشو ګانې
چیرته ډکې له رمو شي
ګوندې بیا دې مړه رګونه
ژوندي بیرته په نارو شي
ګوندې بیا دې نغروکې
د خوښۍ اورونه بل شي
ګوندې پوهه ستا وګړي
یو ځل بیا دژوند په چل شي
د سلیمان غره مغروره
قیامتونه به خدای تیرکړي
دا له وخته زیږیدلي
توپانونه به خدای تیرکړي
لري نه دی چې را ویښ شي
خوبونه وړي قیسمتونه
بیا به ناڅي ستا په څوکو
د بوډۍ د ټال رنګونه
مرور به در پخلاشي
له جنګونو به پردي شي
په ژوندون بې خدای مین کړي
زړه بې تور له تور مرګي شي
دسلیمانه غره مغروره
دنړۍ د غرو تربوره
ته ډاډه اوسه جانانه
ستا ښکلا به بیرته ستاشي
په لمن به دې راټوله
بیرته ټوله پښتونخوا شي
(غضري)
........
ما لیدلي محلونه د لندن
جینکۍ مستې ازادې ګل بدن
ما لیدلي د ايټلي ښایسته ښارونه
سره انګور، سره یې شراب او سره ګلونه
ما لیدلي د پاریس ښاپيرې ښکلې
په کردار، ګفتار خوږې لکه بلبلې
ما لیدلې امریکا کې دي ښارونه
چې وریځو ته یې رسي مکانونه
ما لیدلي تاج محل غوټې د ګلو
د ډهلی ښکلي ښارونه د مغولو
خو چې ووینم زه خپل د خټو کور
را نه هیر شي محلونه ښایسته نور
په والله چې له جنت نه به بېرته شاته