(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

لالا مې

[01.Apr.2022 - 17:22]

لالا مې افلاطون دی د تقریر او د تکرار

لالا مې پاس په سټيج کړي د زمري په شان غرار

 

چې وخت او بخت یې خپل وي هم یې خپل وي تاڼیدار

بیا بس د ده یلغار دی هم په ښار هم په نوښار

 

خو چې وخت د غلبلې شي لالا مړاوي کړي غوږونه

قر قر یې مدام خیژي په خوار ولګي دستونه

 

مړز دی بې غیرته پټ په بډه ښه چغیږي

کوتری دکشمیری دی په کوټه پاس ښه غپیږي

 

وزیر چې کلیوال وي د ده خپل حکم چلیږي

چې بورته شي منبر ته د نوچۍ هسې ګډیږي

 

چې غم شي او تکلیف شي لالا ځي د بی بی ترخ له

وایي راشه محمدینه اوس ټیله ورکړه وخت له

 

سر پټ کړي د بي بي د لمن لاندې په ژړا شي

وئ الله د بونیر غوثه راروان دی اوس به راشي

 

بي بي وایي خاونده ته که دا ستا بلا زما شي

دا لاس دې ولې رپي په سلګو دې ولې شاه شي

 

دا زیړ دې په لینګو باندې دی ښکته څه روان

پرون دې خواره ډیر وو جوړ خوړلي شاتوتان

 

لالا وایي بي بي تــه د دې نوي وزیر تره

خو ستا د مور د خور د زوی تربور دی د نیکه

 

ورځم چې راله وکړي د وزیر سره کاته

زما نو خو زویرګی ډیر زیات د یرې نه وواته

 

ورځم چې د وزیر سره اقرار او زبان وکړم

او ځان له د دې شرې نه د وتو څه سامان وکړم

 

لالا غریب روان شي مړاوی څټ مړاوې غوږونه

وزیر ته ډیر په مینه، تعظیم وکړي سلامونه

 

بیا وخوري لس طلاقه دوه درې سوه قسمونه

وئ جناب ماته معلوم شو هیله ستاسو صفتونه

 

زما نوم هم کړه لیک د تابعدارو رجسټر کې

دا سر مې شه قربان ستا د ملګرو په لښکر کې

 

وزیر ورته مسکۍ شي وئ ښه ولیکه بیان

چې اوسه پورې سپی ومه خو اوس شومه انسان

 

لالا غریب په بډه ووهي دین غیرت ایمان

زر لاس په نامه کیږدي وئ قربان شمه قربان

 

بیان یو بیان څه دی لس به وکړم بیانونه

جناب ستا په صفت به وګړنګومه آسمانونه

 

ماښام ریډیو ووایي یو بل غریب دووس شو

یو بل د شهباز زوی د جنګه وتښتیده ټپوس شو

 

یو بل ګلزار ایرې شو، ورک شو خاورې شو بوس بوس شو

یو بل پښتون شو سپک ډوب یې د پلار نیکه ناموس شو

 

یو ښکلی سر شو ټیټ یو ننګیالی پښیمان په ننګ شو

عجیبه ناکرده شوه چې پښتون په پښتو تنګ شو

 

نامرده لالا واوره یــوه خبره د غـنــي نه

پښتو غیرت او توره په پښتو او غریب مینه

 

دا هیڅوک بل له نه کړي دا هر څوک ځان ته کوینه

دا ژوند دی، د روح ژوند دی لکه ژوند د وجود وینه

 

دا هغه فلسفه ده چې خلیل ته یې اور که نور

دا هغه.مست شراب وو چې څښلي وو منصور

 

ارمان دی غیرتي چې عجیبه دې سودا وکړه

د خپلې حیا غل شوې د خپل کوره دې غلا وکړه!

 

چې شپه شوه د معراج تا د ټیزونو دعــا وکړه

چـې وخت خندا راغی تا شروع په ژړا وکړه

 

یا خیال د بادشاهۍ یا دې شروع کړې بنګړي واتې

لالا کوني زر مړ شی، خو زارۍ یې شی تل پاتې

 

غني خان


بېرته شاته