Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
حلال شراب
[11.Apr.2022 - 12:08]د درملو شين ســذاب درســـره راوړه
پوهولـــو تـــه کـــتاب درســــره راوړه
يــو په دوه دي ګــټه واخــله حــق حلاله
د فهرست پـه څـير حساب درسـره راوړه
تنده ولاړه جــل وهلو تــه نـــژدي ده
چـې حــلال وي دا شــراب درسـره راوړه
د تسکين لپــــاره ســـتا همکــاري غــواړم
د مـثبت خــبر ځــواب درســره راوړه
رنځور زړه په درمل نه په مينه جوړ سي
دمحبــــت ميني اسـباب درسـره راوړه
د نفــاق غشـي ويشتلــی پښتون زړه دی
د وحدت قــوې تنــاب درســره راوړه
پــه تيارو تيارو کــې لار هميش ټکــر وي
ورځــي ژر راځــه افــتاب درســره راوړه
د حــرم محــرم حــالت مـو رســوا سوی
د ســـاتني ټينګ حجـــاب درســره راوړه
سولــي راســه د غــريب ضعيف انګـړ ته
د خــوښيو تــرنګ ربــاب درســـره راوړه
ملا عبدالسلام ضعیف