Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
شپونکېه!
[11.Apr.2022 - 12:38]د مجذوب صېب یو نظم 'د رمې شپونکیه څه شوې؟'، دا نظم مجذوب هاغه وخت لیکلې وو چې کله باچا خان بابا په زندان کښې وو
«د رمې شپونکیه څه شوې؟»
عبدالرحیم مجذوب
لمر خو لاړو مازدیګر شو لوګه درګه وران ګودر شو
د رڼا پاڼه زېړېږي ورځ مرګونې معلومېږي
په مخ شپه خوف و خطر دے, د شرمخو شور و شر دے
زما دوه سترګې څلور دي، په کتو کتو اوبه شوې
ولې ته راښکاره نه شوې، د رمې شپونکیه څه شوې
/
رمه لاړه تار په تار ده, له هر چا غلطه لار ده
د تیارو مارنګې ښوري, ډیوې نه بلوي ستوري
لکه کاغې کُړنګې شوې، تورې ورېځې ټینګې شوې
لار کښې کندې تباهي ده، یوه منحوسه سیاهي ده
دا رمه به دې تر شپوله روغه نه ورسي ټوله
د تیارې له خوشې یرې زهرې وچاودې اوبه شوې
ولې ته راښکاره نه شوې، د رمې شپونکیه څه شوې
/
په تیارو کښې نغښتي غرونه لکه غټ سکڼي مارونه
د برزخ په تهخانو کښې بدروحونه په چجو کښې
زړه چاودونګے شان مزل دے, ملۀ په ملۀ ګومان د غل دے
نه د لارې څوک رهبر شته, نه رهبر باندې باور شته
د رمې شپونکیه راشه! ته د لارې رهنما شه
دا غفلت به دې تر څو وي, ته بېدار یې که اوده شوې
ولې ته راښکاره نه شوې، د رمې شپونکیه څه شوې
/
تا چې پرېښودله لاړې, شنې بېدیا شوې ښورې شاړې
پښتونخوا باندې تورتم دے, یو بې شوره شان ماتم دے
غر او سمه غلي غلي، لکه مړي ساه نیولي
نه شپونکے, نه یې اواز شته, نه اوس چا د شپېلۍ ساز شته
یوه ناچپه خاموشي ده, ژبه پرې ده غږ بندي ده
رمه شوري بې شپونکیه, څه ناشونې دې پرې وشوې
ولې ته راښکاره نه شوې, د رمې شپونکیه څه شوې
/
د رمې شپونکیه راشه! د مړو زړونو مسیحا شه
بیا دې ګوتې په شپېلۍ که, ترې نه تلې خوشالۍ که
زڼي جونه په ګډه که, نوے ژوند پکښې پېدا که
بیا دې وچېړه راګونه, رانه وڅنډه ګردونه
رمه بوځه دې تر کوره, له لېوانو یې وژغوره
زما دوه سترګې څلور شوې, په کتو کتو اوبه شوې
ولې ته راښکاره نه شوې، د رمې شپونکیه څه شوې
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د ارواښاد مجذوب شهکار نظم
مِس پروین
هغه ښکلې ښاپېرۍ پېغله پروینه
تور لیمه ، کاږه باڼه ، زلفې مُشکینه
د مریمې پاک ناموس د عیسيٰ ناوه
یشېدونکې د تقدیس له ډېره تاوه
ګلستان د کلیسا کې تنکۍ غوړګه
چې د دېر و د حرم ترې سوزي سترګه
هغه نرسه چې مراد ترې پوره کېږي
په دارو یې دردېدلی زړه روغېږي
د ځوانۍ د ماشوم والي پېوستون وه
هر سبا د ګل غوټۍ تازه چاودون وه
یو غاوره شان تندی تنکۍ رخسار وه
د ځوانۍ پنګه فطرت یې پیره دار وه
یوه جلوه وه یوه شعله د بجلۍ پړق وه
چې د ډېرو زړه ورو زړه یې شق وه
هغه لاس واړه واړه او سره نوکونه
په بهار کې د انارو یې ګلونه
هغه سترګې چې د مئیو دوه پیالې وې
اننګي چې به روانې ترې شغلې وې
خوشبویي به یې له زلفو نه خوره وه
چې زما په هر نفس باندې سوره وه
په دفتر کې تابنده د مار مرۍ وه
د زهره د سوارۍ سپینه قمرۍ وه
تورو زلفو کې یې ربړ براقي وه
که ولاړ حجر اسود سره حاجي وه
په صفا سپینو جامو کې به نغښتلې
لکه حوره ګرځېدله غلې غلې
ښکته سر به په خپل وارډ کې وه روانه
وېرېده به وږو سترګو د دونیا نه
اوس به چپ اوس په خبرو به لګیا شوه
سترګو رپ کې به د سترګو نه پناه شوه
د اسمان د معراجونو فرشته وه
د جبریل غوندې یې ټوله وسیبه وه
عجوبه بې نیازي د دې عادت وه
چې په ما یې نازل کړی قیامت وه
که په ما د حشر نشر ورځ لګیا وه
خو د دې په خدای قسم که څه پروا وه
یو لمحه به اوږدېدله لکه کال
انتظار ته د پۍ مخیو چا مجال
هۍ توبه د ښایسته وو له بېلتونه
رب دې ژغوره دې کړاو او له کړمونه
ما لیدلی دی دا مرګ دی نه ژوندون دی
په صلیب د ظالمانو شواخون دی
د هغو ورځو دي ورځې تېرې شوې
ما نه ، نه دي هغه ورځې هېرې شوې
اوس د شپې چې کله سترګې کړمه پټې
هغه سترګې راته راشي پټې پټې
راته وایي چې خوب مه کوه تیار شه
هسپتال ته راځه زر کوه بیمار شه! .
عبدالرحیم مجذوب