Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
سلېم راز ته
[11.Apr.2022 - 12:39]سلېم راز ته
د مينې په دنيا کښې مې د حسن ښکلی رازه
د فکر سردرو کښې مې د ننګ هغه شهبازه
د وينې په سرخۍ کښې مې د نوي پښتو رنګه
د زړۀ په سور رباب کښې مې د وخت ښکلی آهنګه
د قام په افق باندې د يو سپين سحر پېغامه!
د ملک په مېخانو کښې د پښتو د ادب جامه!
د ګردې پښتونخوا د ترقو نه ډک ارمانه
د ټول انسانيت د خوشحالو سازوسامانه
زما درته دعا ده چې حاصل مې د دعا شې
د وخت تورو تيارو ته لکه ستوری د سبا شې
اجمل خټک بابا
کتاب : تنقيدي کرښې پېنځم مخ ، لیکوال سليم راز